د روژې شپږم سوغات— ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې شپږم سوغات

 

 

قدرمنو او عزتمنو لوستونکو ، دغه لړی چی « د قرآن سره مرکه » نومیږی د قرآن پوهنی ډیره آسانه ، دلچسپه او ګټوره طریقه ده . دلته د قرآن کریم څخه پوښتنی کیږی او هغه د خپلو آیتونو له مخی ځوابونه وایی . هیله ده چی د توجه او هڅیدو وړ مو وګرځی ، دا ځکه چی نن د عمل ورځ ده بیله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بیله عمله !

نو دا یې تاسو او دا یې هم دپنځمی روژې شپږمه تحفه ( ن . صمد ) :

 

 

 

د قرآن سره مرکه (شپږمه برخه)

 


لیکوال: ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

پوښتنه : انسان په کومه درجه یا کوم مقام کی ځای لری ؟

ځواب : انسان تر ټولو مخلوقاتو افضل دی او بهتر مقام لری یعنی اشرف المخلوقات دی (۱) .

 

پوښتنه : ما داسی هم اورېدلي چی تا انسان د خدای نایب یعنی نماینده بللی دی ، آیا دا رښتیا ده ؟

ځواب : ما انسان ته تر هر څه دا ستر نعمت عطا کړی چی هغه می د الله نایب او خلیفه بللی دی او کله چی الله د هغه د جوړولو په هکله ملایکو ته خبر ورکړ نو فرشتو ورته وویل چی آیا هغه څه ایجادوې چی پر مځکه فساد جوړوی او وینی تویوي ؟ خو الله ورته وویل چی بیشکه ماته هر څه ښه معلوم دي نه تاسو ته (۲) .

 

پوښتنه : دا خو ډیر مهم معلومات وو . اوس به راسم دې ته چی د بشر دغه لومړنی انسان څوک و ؟

ځواب : دا لومړنی انسان آدم (علیه السلام) نومیږی او ټول بشر د هغه اولاد دی (۳) .

 

پوښتنه : آیا دا صحیح ده چی ملایکو دغه انسان ته سجده وکړه ؟ که وی آیا دا تر هر څه ستر درنښت نه دی؟

ځواب : هو باالکل همداسی ده . کله چی الله هغه خلق کړ نو فرشتو ته یې د سجدې امر وکړ او هغوی هم ټولو بېله شیطان څخه آدم (ع) ته سجده وکړه (۴) . 

 

پوښتنه : نو آیا انسان د دې ستر امتیاز تر څنګ یو مسؤل او ذمه وار مخلوق هم دی که یا ؟

ځواب : هو ، هغه ډیر مسؤلیتونه لری . مثلأ : بې خبره او بې ثبوته باید په چا پسی څه و نه وایی او نه هم څه وکړی ، هغه د الله د عبادت لپاره خلق سوی دی (۵) ، نو ځکه به د هر انسان حتی رسولانو سره هم حساب کتاب کیږی (۶) .

 

پوښتنه : خدای دی هر انسان خصوصأ مسلمانان منجمله افغانان په خپل دغه حساس مسؤلیت پوه کړی . بله پوښتنه می دا ده چی د انسانی فطرت مهمی ځانګړتیاوی کومی دي ؟

ځواب : د انسان د فطرت څو مهمی ځانګړنی دا دي :

۱ ـ لومړنی انسان د خاورو څخه جوړ سو (۷) ، وروسته نور د نطفې څخه پیدا سوي دي (۸) .

۲ ـ د هغه په خټه ( فطرت ) کی د نیکۍ او بدۍ دواړو شعور موجود دی (۹) .

۳ ـ په هغه کی هدایت تعبیه سوی دی (۱۰) .

۴ ـ هغه د زحمت او مشقت ګاللو لپاره پیدا سوی دی (۱۱) .

۵ ـ هغه په عمومی توګه تلواري (۱۲) ، ناشکره (۱۳) ، زړه تنګیً او کم ظرفه (۱۴) ، ناپوه (۱۵) ، ظالم او تیری کونکی (۱۶) ، جګړه پال (۱۷) ، بخیل (۱۸) ، حریص (۱۹) او دنیا پرست (۲۰) دی .

۶ ـ د خوښۍ په حالت کی انسان فخر او لویی کوی ، خو د لاس تنګۍ او بد حالۍ پر مهال د بې صبرۍ او مأیوسۍ په غیږ ورځی (۲۱) .

۷ ـ په هغه کی د میرمنی او اولادو طبیعی شوق او رغبت موجود دی (۲۲) .

۸ ـ که پر انسان څه مصیبت راسی نو الله ته مراجعه کوی (۲۳) ، او ځکه نو په تاوان کی دی (۲۴) .

 

پوښتنه : آیا انسان دښمن لری ؟ که وی نو ستا په نظر هغه څوک دی ؟

ځواب : د انسان تر ټولو ستر دښمن شیطان دی (۲۵) .

 

پوښتنه : آیا تا داسی هم ویلی چی الله پر ځینو کسانو باندی شیطان مسلط کړی دی حال دا چی هغوی ځانونه سم بولی ؟

ځواب : هو دا صحیح ده . هر څوک چی د رحمان د ذکر څخه غافل وی نو الله پر هغوی شیطان مسلط کوی او هغه یې ملګرﺉ وی او د سمی لاری څخه یې لیری ساتی حال دا چی هغوی ځانونه پر سمه لار روان بولی (۲۶) .

 

پوښتنه : الله دی ټولو مسلمانانو ته د دغسی مُهلکی ناروغۍ څخه چی ډیرﺉ په مبتلا دي ، نجات ورکړی . بله پوښتنه می دا ده چی آیا په انسانی خټه کی الله تعالی د لومړۍ ورځی څخه د خپل ربوبیت اقرار تعبیه کړی دی ؟

ځواب : هو باالکل همداسی ده ، د هر انسان روح د لومړۍ ورځی څخه الله د خپل رب په حیث منلی دی (۲۷) .

 

پوښتنه : آیا راته ویلای سې چی د انسان لویي لویي نفسانی غوښتنی کومی دي ؟

ځواب : د انسان څو عمده نفسی خواهشات چی ما ذکر کړي دي ، دا دي :

۱ ـ جنس (۲۸) ؛

۲ ـ اولاد (۲۹) ؛

۳ ـ مال او دولت (۳۰) ؛

۴ ـ سوَرلي (۳۱) [ لکه د آس ، موټر او نورو] ؛

۵ ـ څاروی او اهلی حیوانات (۳۲) ؛

۶ ـ مځکه او د هغې پیداوار (۳۳) ؛

۷ ـ کور او محل (۳۴) ؛

 

پوښتنه : د دې اړینو معلوماتو څخه مننه . بله پوښتنه می دا ده چی ستا په نظر انسانی عقل څه اهمیت لری ؟

ځواب : انسان ته چی الله تر ټولو غټ نعمت عطأ کړی دی هماغه عقل دی . نو د هغه څخه سم کار نه اخیستل د الله ناشکري ده (۳۵) . ما په خپل متن کی انسانی عقل ته بلنه ورکړې ده چی کایناتو ته ښه غور او فکر وکړی او په هغه کی د الله قدرت او حکمت ووینی (۳۶) . د الله شریعت هم د عقل او حکمت سره باالکل سمون لری (۳۷) . د بل چا په پټو سترګو تقلید کول او د خپل عقل څخه کار نه اخیستل غلط کار دی (۳۸) . په کومه معامله او مسأله کی د علم او تحقیق څخه پرته صرف د وهم او ګومان څخه کار اخیستل ښه نه دی (۳۹) . د هر انسان څخه به د هغه د عقل د نه استعمالولو له کبله پوښتنه کیږی (۴۰) .

 

پوښتنه : ډیره مننه . اوس به راسم دې ته چی آیا هر انسان مړ کیږی که څنګه ؟

ځواب : هوکې ، هر پیدا کېدونکی انسان مړ کیږی (۴۱) .

—————————————————————————————————————–

 

(۱) : الاسرأ : ۷۰ ؛ التین : ۴ ؛ البقره : ۳۴ . (۲) : البقره : ۳۰ . (۳) : آل عمران : ۵۹ ؛ الاعراف : ۲۶ ؛ الحجر : ۳۳ ؛ الاسرأ : ۷۰ ؛ یس : ۶۰ . (۴) : البقره : ۳۴ . (۵) : الذاریات : ۵۶ . (۶) : القیامه : ۳۶ ؛ الاسرأ : ۳۶ ؛ الاعراف : ۶ . (۷) : الحجر : ۲۶ ؛ السجده : ۷ ؛ الرحمن : ۱۴ . (۸) : النحل : ۴ ؛ السجده : ۸ ؛ الدهر : ۲ ؛ الطارق ۵ ـ ۷ . (۹) : الشمس : ۸ ؛ البلد : ۱۰ . (۱۰) : طه : ۵۰ ؛ الدهر : ۳ ؛ الاعلی : ۳ ؛ البلد : ۱۰ ؛ الشمس : ۸ . (۱۱) : البلد : ۴ . (۱۲) : الاسرأ : ۱۱ ؛ الانیبأ : ۳۷ . (۱۳) : ابراهیم : ۳۴ ؛ الاسرأ : ۶۷ ؛ الحج : ۶۶ ؛ الشوری : ۴۸ ؛ الزخرف : ۱۵ . (۱۴) : الاسرأ : ۱۰۰ . (۱۵) : الاحزاب : ۷۲ . (۱۶) : ابراهیم : ۳۴ ؛ الاحزاب : ۷۲ . (۱۷) : الکهف : ۵۴ ؛ یس : ۷۷ . (۱۸) : المعارج : ۲۱ ؛ النسأ : ۱۲۸ . (۱۹) : المعارج : ۱۹ ؛ النسأ : ۱۲۸ . (۲۰) : العادیات : ۸ ؛ الفجر : ۲۰ ؛ آل عمران : ۱۵۲ ؛ النسأ : ۱۲۸ . (۲۱) : الشوری : ۴۸ ؛ هود : ۱۰ ؛ الروم : ۳۶ ؛ المعارج : ۲۰ ؛ هود : ۹ ؛ حم سجده : ۹ ؛ الاسرأ : ۸۲ . (۲۲) : الفرقان : ۷۴ ؛ الروم : ۲۱ ؛ آل عمران : ۳۸ ؛ ابراهیم : ۳۹ . (۲۳) : یونس : ۱۲ ؛ الزمر : ۸ ، ۴۹ . (۲۴) : العصر : ۲ . (۲۵) : البقره : ۳۶ . (۲۶) : الزخرف : ۳۶ ـ ۳۷ . (۲۷) : الاعراف : ۱۷۲ . (۲۸) : آل عمران : ۱۴ . (۲۹) : آل عمران : ۱۴ . (۳۰) : آل عمران : ۱۴ . (۳۱) : آل عمران : ۱۴ . (۳۲) : آل عمران : ۱۴ . (۳۳) : آل عمران : ۱۴ . (۳۴) : التوبه ۲۴ . (۳۵) : الملک : ۲۳ . (۳۶) : البقره : ۱۶۴ ؛ الانعام : ۹۵ ـ ۹۹ ؛ الروم : ۸ ؛ الجاثیه : ۲۲ ؛ التغابن : ۳ . (۳۷) : البقره : ۱۷۹ ، ۱۸۴ ، ۲۸۲ ؛ الاعراف : ۱۵۷ . (۳۸) : البقره ک ۱۷۰ ؛ المایًده : ۱۰۴ . (۳۹) : الاسرأ : ۳۶ ؛ النجم : ۲۳ و ۲۸ . (۴۰) : الاسرأ : ۳۶ . (۴۱) : آل عمران : ۱۵۸ ؛ الانبیأ : ۳۴ ، ۳۵ ؛ العنکبوت : ۵۷ ؛ الزمر : ۳۰ .   

      

پاتی برخه

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *