د روژې دولسم سوغات— ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې دولسم سوغات

 

 

قدرمنو او عزتمنو لوستونکو ، دغه لړی چی « د قرآن سره مرکه » نومیږی د قرآن پوهنی ډیره آسانه ، دلچسپه او ګټوره طریقه ده . دلته د قرآن کریم څخه پوښتنی کیږی او هغه د خپلو آیتونو له مخی ځوابونه وایی . هیله ده چی د توجه او هڅیدو وړ مو وګرځی ، دا ځکه چی نن د عمل ورځ ده بیله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بیله عمله !

نو د یوولسمی روژې لپاره  دولسم سوغات ومنی ( ن . صمد ) :

 

 

 

د قرآن سره مرکه (دولسمه برخه)

 


لیکوال: ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

پوښتنه : که د رسول الله (ص) د بعثت په هکله معلومات راکړې ، خوشاله به سم .

ځواب : کله چی هغه غټ سو ، نو د هدایت په لټه کی سو (۱) . الله تعالی هغه په نبوت سره ونازاوه او پر هغه باندی یې زه نازل کړم (۲) . په لومړي سر کی هغه له تلواره کار اخیست خو الله تعالی له داسی کاره منع کړ او زما د ساتنی او ژغورنی بشپړ ډاډ یې ورکړ (۳) .

 

پوښتنه : آیا  لوی خدای د هغه (ص) د نبوت په باره کی له مخکی څخه کوم خبر راکړی و که یا ؟

ځواب : هو باالکل ، د هغه د راتلونکي نبوت په هکله په تورات ، انجیل او د عیسی (ع) د بشارت په ډول له مخکی څخه لا پیش ګویانی سوي وې (۴) . د هغه بعثت د نبوت د لړۍ تر یو اوږد ځنډ وروسته راڅرګند سو (۵) .

 

پوښتنه : که لطفأ را ته ووایې چی کله حضرت محمد (ص) په رسالت مأمور سو ، نو لوی او عمده مسؤلیتونه یې څه وو ؟

ځواب : د الله تعالی د رسول کېدو په حیث د هغه لویی ذمه وارۍ او مسؤلیتونه په دې ډول وو :

۱ ـ خلکو ته د الله د آیتونو ویل او د هغوی متوجه کول (۶) .

۲ ـ د ایمان والاوو د نفس تزکیه او پاکوالی (۷) .

۳ ـ هغوی ته د الله د کتاب ور زده کول او د هغه د احکامو ورښوول (۸) .

۴ ـ هغوی په واقعیت او سترګو غړولو ( بصیرت ) پوهول (۹) .

۵ ـ انسانانو ته زما تشریح او تفسیر کول (۱۰) .

۶ ـ د انسانی ژوندانه د لارښوونی لپاره د یوې عملی او علمی نمونې وړاندی کول (۱۱) .

۷ ـ د اصلی دین په هکله د ټولو هغو اختلافونو د حقیقت واضح کول چی د پخوانیو انبیاوو په امتونو کی منځته راغلي وو او په دې لړ کی د هر ډول ګډوډیو بېلول ، د تشویش او وارخطایی رفع کول ، د ګمراهیو د پردو څیرل او د هدایت د لارې ځلوَل شامل وو (۱۲) .

۸ ـ په دنیا کی د حق د فکری او عملی شاهد په توګه اوسېدل (۱۳) .

۹ ـ خلک د غیرالله له پابندیو آزادول ، هغوی د غلطو عنعنو او رواجونو له ځنځیره خلاصول ، د حلال او حرام په ښه توګه تشخیص او بېلول (۱۴) .

۱۰ ـ خلکو ته د ښېګڼو او نیکیو د حُکم ورکول او د بدیو څخه منع کول (۱۵) .

۱۱ ـ د الله دین د انساني ژوندانه په هره برخه کی جاری او غالب کول (۱۶) .

 

پوښتنه : دا خو ډیر په زړه پوری معلومات وو . آیا د رسول الله (ص) د نبوت څو دلایل را ته ویلای سې ؟

ځواب : هو ولی نه . د هغه د رسالت څو لنډ دلایل به داسی در وښیم :

۱ ـ د هغه د نبوت تر ټولو غټ دلیل ( یعنی معجزه ) زه پخپله یم (۱۷) ، او زما غوندی بل هیڅ کلام نسی وړاندی کېدای (۱۸) .

۲ ـ هغه کوم نوی نبی نه و (۱۹) ، بلکی د ټولو نبیانو تصدیق یې کاوه (۲۰) .

۳ ـ هغه اُمی و او د چا څخه یې لوستل او لیکل نه وو زده کړي ، خو د عمر د یوې ډیری حصې تر تیرېدو وروسته یې یو دم د علم او حکمت ستر تدریس پیل کړ (۲۱) .

۴ ـ خلکو له پخوا څخه لا هغه د یو صادق او امین شخص په توګه پیژندﺉ (۲۲) .

 

پوښتنه : که ستا خوښه وی نو زه به د رسول الله (ص) د ژوند ، مبارزې او رسالت په موضوع کی نوری پوښتنی هم وکړم . لطفأ را ته ووایه چی تر بعثت وروسته هغه (ص) څنګه خلګ اسلام ته رابلل ؟

ځواب : هغه په نبوت تر مؤظف کېدو ډیر ژر وروسته خلکو ته د حق بلنه پیل کړه (۲۳) . لومړی یې خپل کهول ( بنو هاشم ) ته د حق پیغام وړاندی کړ (۲۴) . د دعوت او تبلیغ دا لړۍ تر څه وخته په پټه کېده ، خو څه موده وروسته یې د مکې اوسېدونکو ته د حق پیغام په ښکاره سره ورکاوه (۲۵) .

 

پوښتنه : رسول الله (ص) په دې لار کی د خنډونو او ستونزو سره هم مخامخ سوی دی که یا ؟

ځواب : هو  باالکل . د هغه د بلنی په نتیجه کی د حق او باطل تر منځ یوه شخړه رامنځته سوه او څه کسانو پر هغه ایمان راوړ خو د قوم اکثریت هغه درواغجن وباله او د الله د رسول والي څخه یې انکار وکړ (۲۶) . د کفارو او مشرکانو د دې انکار اصلی دلیل د هغوی نفس پالنه وه چی د هغه پر خلاف یې هیڅ حقیقت نه منیً (۲۷) . ابولهب د ده خورا سخت مخالفت وکړ چی د هغه په باره کی الله داسی فرمایلی دي : تبَت یَدأ ابی لهَب وَ تب مَا اغنی عَنهُ مَا له وَ مَا کسَب سَیَصلی نارأ ذات لهَب وَ امرأته حَمَا لته الحَطب فِی جیدِهَا حَبل مِن مَسَد (۲۸) ، یعنی : د ابولهب لاس مات او هغه برباد سو ، نه د هغه مال د ده په درد وخوړ نه یې عاید . هغه او میرمن به یې هم چی د  دغو لرګیو راټولونکې ده ژر په سرو لمبو کی وسوځی یعنی هغه چی په غاړه کی به یې مظبوطه رسۍ وی .

 

پوښتنه : چی داسی ده ، نو کافرانو او مشرکانو د ده (ص) پر ضد څه وکړل ؟ که یو څه مفصلأ وفرمایې ، ښه به وی .

ځواب : کفارو او مشرکینو د ده پر ضد منفی جبهه جوړه کړه (۲۹) . په ده یې ملنډی وهلې (۳۰) . د بدو شیانو سره یې تشبه کاوه (۳۱) . بې ځایه انګېرنی یې کولې (۳۲) او د اعتراضونو او تهمتونو څپې یې پر راوړلې (۳۳) . دﺉ یې جادوګر وباله (۳۴) ، شاعر یې وباله (۳۵) ، مجنون یې وباله (۳۶) ، سِحر ځپلی (۳۷) او کاهن (۳۸) یې وباله . پر ده یې د خبرو جوړولو تور ولګاوه (۳۹) . د بد حاله او بې اولاده پیغورونه یې ورکول (۴۰) . غوږ او د هری خبری اورېدونکی یې باله (۴۱) . له ډیره مخالفته به یې دا تور لګاوه چی پر هغه د الله لخوا کوم کلام یا بل شی نه نازلیږی بلکی دا ټول د ده خپلی جوړوَنی او جعلیات دي (۴۲) .

———————————————————————————————————————

(۱) : الضحی : ۷ . (۲) : الشوری : ۷ ؛ الفرقان : ۱ ؛ الانعام : ۹۲ ؛ یونس : ۲ ؛ الاسرأ : ۱۰۵ . (۳) : طه : ۱۱۴ ؛ القیامه : ۱۶ ـ ۱۹ . (۴) : الاعراف : ۱۵۷ ؛ الصف : ۱۶ ؛ البقره : ۱۲۹ ، ۱۵۱ ؛ آل عمران : ۱۶۴ ؛ الجمعه : ۲ . (۵) : المایًده : ۱۹ . (۶) : آل عمران : ۱۶۴ ؛ البقره : ۱۵۱ ؛ الجمعه : ۲ ؛ النمل : ۹۲ ؛ الطلاق : ۱۱ . (۷) : آل عمران : ۱۶۴ ؛ الجمعه : ۲ ؛ البقره : ۱۵۱ . (۸) : آل عمران : ۱۶۴ ؛ الجمعه : ۲ ؛ البقره : ۱۵۱ . (۹) : آل عمران : ۱۶۴ ؛ الجمعه : ۲ ؛ البقره : ۱۵۱ . (۱۰) : النحل : ۴۴ ، ۶۴ ؛ آل عمران : ۱۶۴ ؛ الجمعه : ۲ ؛ البقره : ۱۵۱ . (۱۱) : الاحزاب : ۲۱ ؛ الحشر : ۷ . (۱۲) : المایًده : ۱۵ ، ۱۶ ؛ النحل : ۶۳ ، ۶۴ . (۱۳) : البقره : ۱۴۳ ؛ النسأ : ۴۱ ؛ النحل : ۸۱ ؛ الحج : ۷۸ . (۱۴) : الاعراف : ۱۵۷ . (۱۵) : الاعراف : ۱۵۷ . (۱۶) : التوبه : ۳۳ ؛ الفتح : ۲۸ ؛ الصف : ۹ . (۱۷) : العنکبوت : ۵۰ ، ۵۱ ؛ الاسرأ : ۱۷ ، ۱۰۵ ؛ البقره : ۲۳ ؛ هود : ۱۲ ـ ۱۳ . (۱۸) : البقره : ۲۳ ؛ یونس : ۳۸ ؛ هود : ۱۳ ؛ الطور : ۳۴ . (۱۹) : الاحقاف : ۷۹ ؛ النسأ : ۱۶۳ ؛ النحل : ۳۶ ؛ النجم : ۵۶ ؛ الشوری : ۱۳ . (۲۰) : البقره : ۱۰۱ ؛ آل عمران : ۸۱ ؛ الصف : ۶ . (۲۱) : الاعراف : ۱۵۷ ـ ۱۵۸ ؛ العنکبوت : ۴۸ ؛ الجمعه : ۲ . (۲۲) : الاحزاب : ۲۲ ؛ یس : ۵۲ ؛ آل عمران : ۱۶۱ . (۲۳) : الشوری : ۷ ؛ الفرقان : ۱ ؛ الانعام : ۹۲ ؛ یونس : ۲ ؛ الاسرأ : ۱۰۵ . (۲۴) : الشعرأ : ۲۱۴ . (۲۵) : الحجر : ۹۴ . (۲۶) : الانعام : ۶۶ ، ۵۷ ، ۳۳ ، ۳۴ ، ۱۴۷ . آل عمران : ۱۸۴ . (۲۷) : العنکبوت : ۱۸ ؛ فاطر : ۴ ، ۲۵ ؛ الفرقان : ۷۷ ؛ یونس : ۴۱ ؛ الحج : ۴۲ . (۲۸) : اللهب : ۱ ـ ۶ . (۲۹) : الفرقان : ۳۱ . (۳۰) : الفرقان : ۴۱ ؛ الانبیأ : ۳۶ ؛ الحجر : ۹۵ ؛ الانعام : ۱۰  ؛ الصافات : ۲ ـ ۱۴ . (۳۱) : الفرقان : ۴۱ ؛ الانعام : ۲۵ ، ۵۳ ؛ النحل : ۲۴ . (۳۲) : الفرقان : ۲۱ ؛ یونس : ۲۰ ؛ طه : ۱۳۳ ؛ هود : ۱۹ . (۳۳) : آل عمران : ۱۸۴ ؛ الانعام : ۵۷ ، ۱۴۷ ؛ فاطر : ۴ ؛ یونس : ۴۱ ؛ الحج : ۴۲ . (۳۴) : ص : ۴ ؛ یونس : ۲ ؛ الانبیأ : ۳ ؛ المدثر : ۲۴ ؛ هود : ۷ . (۳۵) : الانبیأ : ۵ ؛ الطور : ۳۰ ؛ الحاقه : ۴۱ ؛ یس : ۶۹ . (۳۶) : الحجر : ۶ ؛ الطور : ۲۹ ؛ القلم : ۲ ، ۵۱ التکویر : ۲۲ ؛ الاعراف : ۱۸۴ . (۳۷) : الفرقان : ۸ ؛ الاسرأ : ۴۷ . (۳۸) : الحاقه : ۴۲ ؛ الطور : ۲۹ . (۳۹) : الحاقه : ۴۴ . (۴۰) : الکوثر : ۳ . (۴۱) : التوبه : ۶۱ . (۴۲) : النحل : ۱۰۱ ؛ هود : ۱۳ ؛ الفرقان : ۴ ؛ السجده : ۳ ؛ الاحقاف : ۸ .

 

پاتی برخه

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.