د روژې اووه لسم سوغات— ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې اووه لسم سوغات

 

 

قدرمنو او عزتمنو لوستونکو ، دغه لړی چی « د قرآن سره مرکه » نومیږی د قرآن پوهنی ډیره آسانه ، دلچسپه او ګټوره طریقه ده . دلته د قرآن کریم څخه پوښتنی کیږی او هغه د خپلو آیتونو له مخی ځوابونه وایی . هیله ده چی د توجه او هڅیدو وړ مو وګرځی ، دا ځکه چی نن د عمل ورځ ده بیله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بیله عمله !

نو د داووه لسمی روژې لپاره اووه لسم سوغات ومنی ( ن . صمد ) :

 

 

 

د قرآن سره مرکه (اووه لسمه برخه)

 


لیکوال: ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

پوښتنه : تا مخکی راته وویل چی د محشر پر میدان به د ځینو انسانانو څیرې سپینی او د ځینو دا به توری آن تکی توری وی . خو اوس به د موضوع سره په تړاو در څخه وپوښتم چی هغه ګړﺉ به د انسانانو څیرې د روحیاتو له پلوه څنګه وی ؟ یعنی کوم کوم حالتونه به ولری ؟

ځواب : ډیره ښه پوښتنه دی وکړه او ځواب یې هم په غور سره واوره .

۱ ـ ظالمان او مجرمان به له ورایه د خپلو څیرو څخه وپیژندل سی ، هغوی به د سر تر وریښتانو او پښو ونیول سی (۱) ؛

۲ ـ ځینی څیرې به د ایمان په نور منوری وی نو ځکه به خوشاله او خندانی وی (۲) ؛

۳ ـ ځینی څیرې به تر او تازه وی او د الله خوا ته به ګوری (۳) ؛

۴ ـ نیک عمله به د ډیر فضل او کرم څخه برخمن وی او په جنت سره به ونازول سی (۴) ؛

۵ ـ ځینی څیرې به غمجنی وی او په دې به پوهیږی چی داسی عذاب به پر راځی لکه ملا چی یې ورماتوی (۵) ؛

 

پوښتنه : الله دی ظالمان او جنایت کاران اوس لا اصلاح کړی ، ځکه نن د عمل ورځ ده بېله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله . آیا د موضوع په ارتباط راته ویلای سې چی د محشر په ورځ به انسانان په څو ډلو کی د الله حضور ته حاضریږی ؟

ځواب : هغه ګړﺉ به ټول انسانان پر درو برخو ویشل کیږی (۶) . هغه کسان چی ( د عرش عظیم ) راسته یا ښی خوا ته وی نو هغوی به جنتی انسانان وی (۷) ، هغه کسان چی کیڼ یا چپه خواته وی بدبخته او دوږخیان به وي (۸) ، خو درېیمه ډله هغه خاص ، خورا ښه او د عملی او علمی کمالاتو څښتنان دي چی الله ته به نږدې ځای ولری (۹) .

 

پوښتنه : الله تعالی د قیامت ورځی ته څه اهمیت ورکړی دی ؟ یعنی لوی خدای د دغی ورځی سترتیا څنګه را معرفی کوی ؟

ځواب : دا په رښتیا هم ډیره مهمه او عظیمه ورځ ده او ما په خپل متن کی پر دغه ورځ مسلسل ټینګار کړی دی تر څو انسانان ورته متوجه سی او همدا علت دی چی الله په دغه ورځ  قسم اخلی او فرمایی چی زما دې د قیامت په ورځ قسم وی (۱۰) .

 

پوښتنه : د پورته ټول بیان څخه داسی ثابتیږی چی د قیامت ورځ ډیره مهمه ، ډیره عظیمه او ډیره صمیمه ورځ ده . آیا پوښتلای سم چی تا دغه ورځ په نورو نومونو سره هم بللې او متصف کړې ده که یا ؟ که وی ، نو څو بیلګې یې راته ویلای سې ؟

ځواب : هو باالکل . ما دغه سرنوشت ټاکونکې ورځ په نورو نومونو سره هم بللې ده چی شمیر یې تر شپیتو هم اوړی ، خو یو څو بیلګې به یې در وښیم تر څو ښه ورته متوجه سې او غور پکښی وکړې :

۱ ـ یوم الدین ، یعنی د انصاف یا عدالت ورځ (۱۱) ؛

۲ ـ یوم الاخر ، یعنی وروستۍ ورځ (۱۲) ؛

۳ ـ یوم القیامه ، یعنی د قیام یا راولاړېدو ورځ (۱۳) ؛

۴ ـ یوم الیم ، یعنی د درد او عذاب ورځ (۱۴) ؛

۵ ـ یوم البعث ، یعنی د راپورته کېدو ورځ (۱۵) ؛

۶ ـ یوم تشقق الارض ، یعنی د مځکی د چاودلو ورځ (۱۶) ؛

۷ ـ یوم التغابُن ، یعنی د ګټی او زیان یا کامیابۍ او ناکامۍ ورځ (۱۷) ؛

۸ ـ یوم تقیلا ، یعنی سخته ورځ (۱۸) ؛

۹ ـ یوم الجمع ، یعنی د راټولېدو ورځ (۱۹) ؛

۱۰ ـ یوم الحساب ، یعنی د حساب ورځ (۲۰) ؛

۱۱ ـ یوم الحسرة ، یعنی د غم ورځ (۲۱) ؛

۱۲ ـ یوم الحق ، یعنی د حق یا حقیقت ورځ (۲۲) ؛

۱۳ ـ یوم الخروج ، یعنی د راوتلو ورځ (۲۳) ؛

۱۴ ـ یوم عسر ، یعنی مشکله او ستونځمنه ورځ (۲۴) ؛

۱۵ ـ یوم عسیر ، یعنی سخته یا بده ورځ (۲۵) ؛

۱۶ ـ یوم عظیم ، یعنی ستره او عظیمه ورځ (۲۶) ؛

۱۷ ـ یوم الفصل ، یعنی د فیصلې ورځ (۲۷) ؛

۱۸ ـ یوم مشهود ، یعنی د شاهدۍ ورځ (۲۸) ؛

۱۹ ـ یوم معلوم ، یعنی ټاکلې او معلومه ورځ (۲۹) ؛

۲۰ ـ یوم الموعود ، یعنی وعده کړل سوې ورځ (۳۰) ؛

۲۱ ـ یوم الوعید ، یعنی د تهدید ورځ (۳۱) ؛

۲۲ ـ یوم یبعثون ، یعنی د راپاڅېدلو ورځ (۳۲) ؛   

 

پوښتنه : دا خو په رښتیا هم عجیب مهم معلومات وو . لوی الله دی موږ ټوله دغه برخلیک ټاکونکي ورځی ته د نیکو عملونو سره راهنمایی کړی ، ځکه اوس لا فرصت او وخت لرو داسی نه چی اعمال مو بې حاصله تم سی . بله پوښتنه می دا ده چی د محشر پر میدان کامیاب انسانان څوک دي ؟

ځواب : د محشر پر میدان بریمن انسانان هغه کسان دي چی د نورو سره یې مرسته او نیک عملونه کړي وی نو ځکه الله عوض ورکوی (۳۳) .

 

پوښتنه : نو  الله به په دغه حساس حالت کی پر ښه او نیک عملو خلکو څه زیرﺉ وکړی ؟

ځواب : الله به صالحو او نیکو مؤمنانو ته ووایی چی پر تاسو دی د جنت زیرﺉ وی چی تر هغه لاندی ویالې بهیږی او د تل لپاره پکښی اوسیږﺉ او د لوی بریالیتوب او مراد اصلی ځای همدا دی (۳۴) .

 

پوښتنه : اوس به د موضوع بل اړخ مطرح کړم او هغه دا چی آیا د محشر پر میدان به ګنهګاران او مجرمان یو تر بله په جنجال او جګړو بوخت وی که یا ؟ که وی ، نو یو بل ته به څه سره وایی ؟

ځواب : هغوی به یو بل دغسی ملامت او متهم کوی : کمزوره کسان به غټانو او مشرانو ته په فریاد سره وایی چی موږ خو ستاسو تابع وو ، نو اوس خو مو له دغه عذابه وژغورﺉ . خو هغوی په ورته ووایی چی که الله موږ ته هدایت کړی وای نو بیا به مو تاسو ته لارښوونه کوله ، نو ځکه اوس هر څه له وخته تیر دي او هیڅ شی ګټه نلری . شیطان به ږغ پر وکړی چی اوس خو فیصله سوې ده ، الله تاسو ته رښتیانۍ او ما درواغجنه وعده درکړې وه ، لاکن تاسی بیا هم د الله خبره نه بلکی زما خبره واورېده . نو ځکه ما مه ملامتوﺉ بلکی خپل ځانونه ملامت کړﺉ او فعلأ به په ګډه عذاب زغمو (۳۵) . 

——————————————————————————————————————-

(۱) : الرحمن : ۴۱ . (۲) : عبس : ۳۸ ـ ۳۹ . (۳) : القیامه : ۲۲ ـ ۲۳ . (۴) : یونس : ۲۶ . (۵) :القیامه : ۲۴ ـ ۲۵ . (۶) : الواقعه : ۷ . (۷) : الواقعه : ۸ . (۸) : الواقعه : ۹ . (۹) : الواقعه : ۱۰ ـ ۱۴ . (۱۰) : القیامه : ۱ . (۱۱) : الفاتحه : ۴ ؛ الحجر : ۳۵ ؛الانفطار : ۱۷ ـ ۱۸ ؛ البقره : ۱۷۴ . (۱۲) : البقره : ۸ ، ۶۲ ، ۱۲۶ ؛ النسأ : ۴ ؛ العنکبوت : ۶۳ . (۱۳) : البقره : ۸۵ ، ۱۱۳ ؛ آل عمران : ۷۷ ؛ النسأ : ۱۴۱ ؛ الانعام : ۱۲ ؛ القیامه : ۱ ، ۶ . (۱۴) : هود : ۲۶ ؛ الزخرف : ۶۵ . (۱۵) : الروم : ۵۶ . (۱۶) : ق : ۴۴ . (۱۷) : التغابُن : ۹ . (۱۸) : الانسان : ۲۷ . (۱۹) : الشوری : ۷ ؛ التغابن : ۹ . (۲۰) : ص : ۱۶ ، ۲۶ ، ۵۳ ؛ الغافر : ۲۷ . (۲۱) : مریم : ۳۹ . (۲۲) : النسأ : ۳۹ . (۲۳) : ق : ۴۲ . (۲۴) : القمر : ۸ . (۲۵) : المدثر : ۹ . (۲۶) : الانعام : ۱۵ ؛ یونس : ۱۵ ؛ مریم : ۳۷ ؛ الزمر : ۱۳ ؛ المطففین : ۵ . (۲۷) : الصفت : ۲۱ ؛ الدخان : ۴ ؛ المرسلت : ۱۴ ؛ النبأ : ۱۷ . (۲۸) : هود : ۱۰۳ . (۲۹) : الواقعه : ۵۰ . (۳۰) : البروج : ۲ . (۳۱) : ق : ۲۰ . (۳۲) : الاعراف : ۱۴ ؛ الحجر : ۳۶ ؛ المومنون : ۱۰۰ ؛ الشعرأ : ۸۷ ؛ الصفت : ۱۴۴ ؛ ص : ۷۹ . (۳۳) : آل عمران : ۱۸۵ . (۳۴) : الحدید : ۱۲ . (۳۵) : ابراهیم : ۲۱ ـ ۲۲ .    

پاتی برخه

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *