د روژې پنځلسم سوغات— ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې پنځلسم سوغات

 

 

قدرمنو او عزتمنو لوستونکو ، دغه لړی چی « د قرآن سره مرکه » نومیږی د قرآن پوهنی ډیره آسانه ، دلچسپه او ګټوره طریقه ده . دلته د قرآن کریم څخه پوښتنی کیږی او هغه د خپلو آیتونو له مخی ځوابونه وایی . هیله ده چی د توجه او هڅیدو وړ مو وګرځی ، دا ځکه چی نن د عمل ورځ ده بیله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بیله عمله !

نو د دپنځلسمی روژې لپاره پنځلسم سوغات ومنی ( ن . صمد ) :

 

 

 

د قرآن سره مرکه (پنځلسمه برخه)

 


لیکوال: ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

پوښتنه : کله کله په کفري نړۍ کی د خاص تعصب او حسد له مخی د رسول الله (ص) په هکله عجیب او غریب کارتونونه او د سپکاویو نور ډول ډول اهانتونه کیږی . نو آیا ښه به نه وی چی د دغه عظیم شخصیت اصلی خویونه او کړه وړه راته ووایې تر څو اول موږ او بیا نوره نړۍ هغه (ص) ښه ترا وپیژنی ؟

ځواب : دا چی الله تعالی پخپله رسول الله ته دایمی شهرت او حیثیت عطا کړی دی نو کفار به څنګه دا عالی مقام راټیټ کړای سی ؟ (۱) . د هغه اخلاق او ځانګرتیاوی فوق العاده عالی وو (۲) . هغه صادق او امانت کار یعنی امین و (۳) ، ډارن نه و (۴) ، متین او باعزمه و (۵) . په هر حالت کی یې پر خدای ډاډ او توکل درلود (۶) . هغه د لوړی حوصلې څښتن و (۷) . هغه د خپل حتی خورا بد دښمن لپاره هم د خیر دعا کوله (۸) . خورا نرم طبیعته و ، خُلق تنګه او په زړه سخت نه و (۹) . خلکو ته د الهی هدایت په رسولو کی خورا جدی او مصمم و او د حق د بلنی د منکرینو د ګمراهۍ پر رویه او سرغړونه به یې افسوس کاوه (۱۰) . خورا ډیر عابد او پرهیزګاره و ، او د شپې به په ویښه ویښه کی د الله په ذکر او عبادت مشغول و (۱۱) . ساده ګي یې ډیره خوښه وه او د تکلیف روادار نه و (۱۲) . د غریبو او بې وزلو خلکو سره یې ناسته ولاړه کوله او هغوی به یې ډاډمن کول او تشویقول (۱۳) . د خپلو اُمتیانو سره یې بې حده ډیره مینه لرله ، په هر حال کی یې د هغوی ښېګڼه غوښته ، د هغوی زیان یې خپل زیان باله او د هغوی ډیر غمخور و او بې حده ډیر مشفق او همدرد و (۱۴) . مطلب دا چی د اخلاقو او خویونو له مخی د هغه شخصیت زما د تعلیماتو تر ټولو عالی او غوره نمونه ده (۱۵) . دﺉ د ټول بشر لپاره د خورا ښو اخلاقو لوړترین معیار دی (۱۶) .

 

پوښتنه : په رښتیا هم هر مسلمان او غیر مسلمان باید دغو عینی واقعیتونو ته تسلیم سی او پر سترګو یې ومنی . بله پوښتنه می دا ده چی کولای سې د هغه (ص) څو ښېګڼی او فضایل هم را ته ووایې ؟

ځواب : رسول الله له هره حیثه یو بشپړ او بې سارﺉ انسان و (۱۷) . الله تعالی هغه د ټولی نړۍ لپاره د رحمت په توګه مؤظف او رالیږلی دی (۱۸) . هغه بهترین خوی او سلوک درلود (۱۹) . الله تعالی هغه د تل لپاره د شهرت او حیثیت څخه برخمن کړ (۲۰) . هغه ته کوثر ( یعنی عظیم خیر ) عطأ سو (۲۱) . هغه اُمی و (۲۲) ، خو الله تعالی په خپل کتاب ، حکمت او پراخ علم سره ونازاوه (۲۳) . پر هغه د الله خاص فضل او کرم و (۲۴) . په ده سره د اسلام دین بشپړ سو (۲۵) . هغه د هدایت او لارښوونی لمر او سپوږمۍ دی (۲۶) . د ټولو انبیأ کرامو څخه الله تعالی دا ژمنه  اخیستې وه چی که ستاسو په زمانو کی ده تشریف راوړ ، نو تاسو به ایمان پر راوړﺉ او تایید او تصدیق به یې کوﺉ (۲۷) . هغه هم د نورو نبیانو غوندی د خپل نبوت د چارو لپاره د چا څخه عوض نه غوښت (۲۸) . د هغه بعثت د مؤمنانو لپاره یو ستر احسان دی (۲۹) . هغه خورا پوه او لایق و (۳۰) . پر هغه باندی الله خپل خاص رحمت رالیږی ، د الله ملایکی پر هغه باندی درود وایی او ما ټولو مسلمانانو ته امر کړی دی چی هغوی هم ټول پر ده باندی درود ووایی (۳۱) . د هغه بیعت الله ته بیعت دی او د هغه لاس د الله د لاس نمایندګي کوی (۳۲) . د هغه اطاعت د الله اطاعت دی (۳۳) . د هغه پیروی د الهی محبت اصلی معیار دی (۳۴) . د هغه د ژوند طرزالعمل د ټولو انسانانو لپاره اُسوهً حسنه یعنی بیلګه او سرمشق دی (۳۵) .

 

 

پوښتنه : آیا دا ټولی الهی پیرزوینی او عطاینی په دې معنا دي چی هغه (ص) د هر ډول سهوی او خطا څخه خلاص و ؟   

ځواب : یا داسی نه ده بلکی د هغه څخه هم د یو انسان په توګه څو کوچني سؤ تفاهُمات پیښ سوي دي چی الله تعالی ډیر ژر  ورمعاف کړي دي (۳۶) .

 

پوښتنه : ما داسی هم اورېدلي چی پرهر مسلمان د رسول الله (ص) ګرانښت د خپلی کورنۍ تر خورا نږدې اعضاوو هم باید زیات وی ، او د هغه (ص) بشپړ متابعت باید وسی . آیا په رښتیا هم پر هر مسلمان د رسول الله (ص) مطلق اطاعت او متابعت واجب دی ؟

ځواب : هو ، باالکل همداسی ده او زما آیتونه همداسی امر کوی . د هغه څو ځانګړي آداب داسی دي چی مراعات او پاملرنه یې پر هر مسلمان لازمه ده ، یعنی :

۱ ـ د هغه بشپړ او بېله قید او شرطه اطاعت کول (۳۷) ؛

۲ ـ د هغه عزت ، تعظیم او درناوی کول (۳۸) ؛

۳ ـ هغه پر خپل ځان باندی  آن تر خپل ځان ، مال ، میرمنی او اولادونو ، خپلوانو او د دنیا تر هر شي ډیر  ګرانول او محبوب ګرځول (۳۹) ؛

۴ ـ د هغه سپیڅلي میرمنی ( ازواج مطهرات ) د خپلو میندو غوندی ګڼل (۴۰) ؛

۵ ـ د هغه د نوم په ذکر یا اورېدلو سره پر هغه درود او سلام ویل (۴۱) ؛

۶ـ د هغه په مجلس کی مسلمانانو ته په نرمۍ او آرامۍ سره د مجلس اجازه وه خو په زوره او لوړ ږغ د خبرو اجازه نه وه ، دا ځکه چی په دغسی کار سره د هغوی د ټولو اعمالو  د ضایع کېدلو امکان و (۴۲) ؛

۷ ـ د هغه په تکلیفول او آزارول منع وو (۴۳) ؛

۸ ـ د هغه څخه بې مقصده او بې ځایه پوښتنی منع وې (۴۴) ؛

۹ ـ د هغه کور ته ورتګ او د ډوډۍ دعوت او نور خاص آداب وو چی د هغو مراعاتول ضروری وو (۴۵) ؛

۱۰ ـ هغه ته د کور څخه د راوتلو لپاره ږغ کول ناجایز و (۴۶) ؛

۱۱ ـ د هغه په مجلس کی چی به کومه ټولنیزه مسأله یا معامله تر بحث لاندی وه ، نو د هغه له اجازې پرته ولاړېدل او تلل جایز نه وو (۴۷) ؛

 

پوښتنه : آیا دا رښتیا ده چی رسول الله (ص) د ټول بشر لپاره ټاکلی و او هر څوک ( یعنی کافر او مسلمان ) باید تر قیامته د هغه اطاعت او پیروی وکړی ؟ آیا دا صحیح ده چی پر هغه (ص) باندی ایمان راوړل د خلاصون اصلی شرط دی ؟

ځواب : هو باالکل همداسی ده . د هغه د نبوت چاری په کوم خاص نسل یا قوم یا زمانې پوری محدودي نه دي بلکی د هغه نبوت او هدایت په هره زمانه کی د ټول بشریت لپاره عام دی (۴۸) ، همدا علت دی چی د هغه د بعثت څخه نیولې تر قیامت پوری پر هر چا د هغه اطاعت واجب او لازم دی (۴۹) . الله هغه د ټول جهان لپاره د رحمت په حیث ټاکلی او رالیږلی دی (۵۰) . هغه د هدایت په هکله د لمر او سپوږمۍ غوندی څرګند مقام لری چی رڼا یې د ټول عالم لپاره ده (۵۱) . د هغه خطاب ټولو انسانانو ته دی (۵۲) . پر هغه ایمان راوړل د خلاصون شرط دی (۵۳) . د هغه اُسوهً حسنه د ټول بشر لپاره مثال او نمونه ده (۵۴) .

———————————————————————————————————————-

(۱) : النشرح : ۴ . (۲) : القلم : ۴ . (۳) : الاحزاب : ۲۲ ؛ یس : ۵۲ ؛ آل عمران : ۱۶۱ . (۴) : التوبه : ۴۰ . (۵) : الاحقاف : ۳۵ . (۶) : آل عمران : ۱۵۹ ؛ النسأ : ۸۱ ؛ الفرقان : ۵۸ ؛ التوبه : ۱۲۹ ؛ الاحزاب : ۳ ، ۴۸ . (۷) : الاحقاف : ۳۵ ؛ الاعراف : ۱۹۹ ؛ المایًده : ۱۳ ؛ الحجر : ۸۵ ؛ الزخرف : ۸۹ . (۸) : التوبه : ۸۰ ؛ المنافقون : ۶ . (۹) : آل عمران : ۱۵۹ . (۱۰) : الکهف : ۶ ؛ الشعرأ : ۳ ؛ النحل : ۱۲۷ ؛ الانعام : ۳۳ . (۱۱) : هود : ۱۲۳ ؛ الشعرأ : ۲۱۷ ـ ۲۱۹ ؛ المزمل : ۲۰ . (۱۲) : ص : ۸۶ . (۱۳) : الانعام : ۵۲ ؛ الشعرأ : ۲۱۵ . (۱۴) : التوبه : ۱۲۸ . (۱۵) : الاحزاب : ۲۱ ؛ القلم : ۴ . (۱۶) : الاحزاب : ۲۱ ؛ القلم : ۴ . (۱۷) : الاحزاب : ۲۱ ؛ القلم : ۴ . (۱۸) : الانبیأ : ۱۰۷ . (۱۹) : القلم : ۴ . (۲۰) : النشرح : ۴ . (۲۱) : الکوثر : ۱ . (۲۲) : الاعراف : ۱۵۷ ـ ۱۵۸ ؛ الجمعه : ۲ . (۲۳) : النسأ : ۱۱۳ . (۲۴) : النسأ : ۱۱۳ . (۲۵) : المایًده : ۳ . (۲۶) : الاحزاب : ۴۶ . (۲۷) : آل عمران : ۸۱ . (۲۸) : الانعام : ۹۰ ؛ یوسف : ۱۰۴ ؛ الفرقان : ۵۷ ؛ سبا : ۴۷ ؛ ص : ۴۷ . (۲۹) : آل عمران : ۶۴ . (۳۰) : البقره : ۲۷۳ . (۳۱) : الاحزاب : ۵۶ . (۳۲) : الفتح : ۱ ؛ الانفال : ۱۷ . (۳۳) : النسأ : ۸۰ . (۳۴) : آل عمران : ۳۱ . (۳۵) : الاحزاب : ۲۱ . (۳۶) : التوبه : ۴۳ ؛ الانفال : ۶۷ ؛ التحریم : ۱ ؛ الاحزاب : ۳۷ ؛ عبس : ۱ ـ ۱۰ . (۳۷) : آل عمران : ۱۳۲ ؛ الانفال : ۲۰ ؛ محمد : ۳۳ ؛ الاعراف : ۱۵۷ ؛ الحشر : ۷ . (۳۸) : الفتح : ۹ ؛ الاعراف : ۱۵۷ . (۳۹) : الاحزاب : ۶ ؛ التوبه : ۹ . (۴۰) : الاحزاب : ۶ . (۴۱) : الاحزاب : ۵۶ . (۴۲) : الحجرات : ۲ ـ ۳ . (۴۳) : الاحزاب : ۵۷ ؛ التوبه : ۶۱ . (۴۴) : البقره : ۱۰۸ . (۴۵) : الاحزاب : ۵۳ . (۴۶) : الحجرات : ۴ ـ ۵ . (۴۷) : النور : ۶۲ . (۴۸) : الاعراف : ۱۵۸ ؛ سبا : ۲۸ : الانعام : ۱۹ ؛ الاحزاب : ۴۰ ؛ التکویر : ۲۷ ـ ۲۸ . (۴۹) : آل عمران : ۱۳۲ ؛ الانفال : ۲۰ ؛ الاحزاب : ۴۰ ؛ الاعراف : ۱۵۷ ؛ الحشر : ۷ . (۵۰) : الانبیأ : ۱۰ . (۵۱) : الاحزاب : ۴۶ . (۵۲) : یوسف : ۱۰۴ ؛ الفرقان : ۱ ؛ الاعراف : ۱۵۷ ؛ الحجر : ۹ ؛ التکویر : ۲۷ . (۵۳) : النسأ : ۴۷ . (۵۴) : الاحزاب : ۲۱ .

پاتی برخه

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.