د روژې پنځه ویشتم سوغات— ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې پنځه ویشتم سوغات

 

 

قدرمنو او عزتمنو لوستونکو ، دغه لړی چی « د قرآن سره مرکه » نومیږی د قرآن پوهنی ډیره آسانه ، دلچسپه او ګټوره طریقه ده . دلته د قرآن کریم څخه پوښتنی کیږی او هغه د خپلو آیتونو له مخی ځوابونه وایی . هیله ده چی د توجه او هڅیدو وړ مو وګرځی ، دا ځکه چی نن د عمل ورځ ده بیله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بیله عمله !

نو د پنځه ویشتمی روژې لپاره پنځه ویشتم سوغات ومنی ( ن . صمد ) :

 

 

د قرآن سره مرکه (پنځه ویشتمه برخه)

 


لیکوال: ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

پوښتنه : آیا ته غواړې چی یو څوک د اسلام دین جبرأ ومنی یعنی په زوره مسلمان سي ؟

ځواب : یا هیڅکله نه ، زه د دین په چارو کی هیڅ ډول جبر او زور نه خوښوم (۱) ، بلکی هر څوک آزاد دی چی زما هدایتونه په شعوری توګه ومنی او یا یې هم رد کړی (۲) .

 

پوښتنه : چی داسی ده ، نو بیا دین ته ستا د دعوت او بلنی طریقه څنګه ده ؟

ځواب : ښه مسأله دې مطرح کړه . زه خپل دعوت داسی وړاندی کوم :

۱ ـ په خواخوږۍ او خیرغوښتونکې جذبه سره (۳) .

۲ ـ په حکمت او پوهه سره (۴) .

۳ ـ په درنښت او عزت سره (۵) .

۴ ـ په نرم بیان او ګفتار سره (۶) .

۵ ـ په ښه اخلاقو او خوږه ژبه سره (۷) .

۶ ـ د خبرو په معقوله طریقه سره (۸) .

۷ ـ د مخاطب د مذهبی احساساتو د زیانمنولو څخه پرته (۹) .

۸ ـ د مناقشه ای حالت د غوره کولو څخه پرته (۱۰) .

۹ ـ د مخاطب په ژبه ، تر څو هغه ښه وپوهوم (۱۱) .

۱۰ ـ د مخاطب  طاقت او استعداد ، غوښتنی او روحیاتو ته په بشپړ پام سره (۱۲) .

۱۱ ـ دین ته د بلنی کار د ګډ فکری اساس او عقیدې څخه راپیلوم (۱۳) .

۱۲ ـ د بېلا بیلو میتودونو او لارو چارو په ذریعه یې پوهوم (۱۴) .

۱۳ ـ د هر ډول چاپلوسۍ ، لحاظ او مراعات څخه پرته (۱۵) .

۱۴ ـ د مخالفینو د ملامتولو او پېغور او بدرد ویلو له ډاره پرته (۱۶) .

۱۵ ـ د دښمنانو پر خلاف د جهاد په اعلانولو سره (۱۷) .

۱۶ ـ د ځان ښودلو د لارو چارو څخه پرته (۱۸) .

۱۷ ـ د خپل کور څخه په راپیلولو سره (۱۹) .

۱۸ ـ لومړی د انسانانو د اغیزمنو څیرو او طبقو په مخاطب کولو سره (۲۰) .

۱۹ ـ په صبر ، حوصله ، عزم او ثبات سره (۲۱) .

۲۰ ـ پر بریالیتوب په یقین سره (۲۲) .

۲۱ـ د خپلی بلنی د عملی نمونې په وړاندی کولو سره (۲۳) .

 

پوښتنه : ډیره مننه د دې خورا دلچسپی او معلوماتی څرګندونی څخه چی پوهېدنه یې پر هر مسلمان واجب او لازمی ده . بله پوښتنه می دا ده چی د حق په لاره کی د څه ډول ازموینو سره مخامخ کېدای سو ؟

ځواب : د حق په لاره کی ډیر امتحانونه راتلای سی چی ځینی یې دا دي :

۱ ـ د دښمن څخه بېره (۲۴) .

۲ ـ لوږه او تنده (۲۵) .

۳ ـ اقتصادی ستونزی (۲۶) .

۴ ـ ځانی او مالی قربانۍ (۲۷) .

 

پوښتنه : آیا د پلار ـ نیکه هر څه په پټو سترګو منل روا دي ؟

ځواب : یا هیڅکله نه ، بلکی حق باید ومنل سی او بس (۲۸) .

 

پوښتنه : آیا داسی څوک سته چی په حق تر پوهېدلو وروسته یې بیا هم د هغه مخالفت کړی وی ؟

ځواب : هو ډیر مثالونه یې سته . لکه فرعون او د هغه ملګرو چی د موسی (ع) څرګند مخالفت کاوه حال دا چی موسی (ع) یې پر حق باله (۲۹) . بل مثال یې دا چی یهویان ښه پوهېدل چی رسول الله (ص) پر حق دی مګر بیا یې هم مخالف ورسره کاوه (۳۰) .

 

پوښتنه : اوس به یوه بله ډیره مهمه مسأله وپوښتم چی نن خورا باب سوې ده او هغه دا چی ډیرﺉ کسان قوم پالنه کوی . آیا تا قومیت او ملیت جایز ګڼلی دی که یا ؟

ځواب : دا په رښتیا هم ډیره مهمه پوښتنه ده ، خو زه به درته ووایم چی ما قومیت او ملیت په تمامه معنی رد کړی دی او د دې کار سخت مخالف یم او ما ټول مسلمانان هم له دې کاره سخت منع کړي دي (۳۱) .

 

پوښتنه : آیا تا کومه مناقشه یا مناظره هم بیان کړې ده که څنګه ؟

ځواب : یا ، زما د بلنی طریقه مناقشه نه ده (۳۲) ، بلکی ما یوازی مُحاجه (۳۳) یا مجادله غوره بللې ده چی هماغه د بحث معقوله طریقه ده (۳۴) او صرف په همدې می اکتفا کړې ده . ځکه ، زما د بلنی هدف تلقین او هدایت دی (۳۵) . د بیلګې په ډول ما د ابراهیم (ع) او یو مغرور پاچا محاجه داسی بیان کړې ده :

ابراهیم (ع) هغه ته د دعوت په ورکولو سره داسی وویل : زما رب هغه دی چی څوک ژوندﺉ کوی او مړ کوی یې . مغرور پاچا : ژوندی کونکی او مړ کونکی خو زه یم . ابراهیم (ع) : که داسی ده نو الله خو لمر د ختیځ څخه راخیژوی ، خو ته هغه د لویدیځ څخه راوخیژوه .

د دې سوال په اورېدو سره کافر پاچا وارخطا او سرځوړﺉ سو او وبیرېدﺉ (۳۶) .

 

پوښتنه : پر یوه ډیره مهمه موضوع تر اوسه مفصلأ نه یو ږغېدلي او هغه نفاق او منافقت دی . آیا راته ویلای سې چی نفاق څه او منافق څوک دی ؟

ځواب : نفاق د مسلمانانو بې اتفاقه کول ، هغوی د الهی احکامو په هکله زړه نازړه کول او په زړونو کی د اسلام په هکله شک ورپیدا کول دی چی نوښتګر یې منافق دی ، یعنی دا چی منافقین د نفاق عاملین دي او ځای به یې دوږخ وی (۳۷) . ښه دا ده چی منافق په لنډه توګه در وپیژنم :

۱ ـ په الهی احکامو ملنډی وهل ، په ظاهره دغسی کار ساعتیرﺉ بلل د نفاق نښه ده چی کړوني یې منافقین دي (۳۸).

۲ ـ په هغو مؤمنانو د ملنډو وهل یا پر خندل چی د الهی دین لپاره ځانی او مالی قربانۍ ورکوی د منافقانو عمل دی چی سخت عذاب ورته ګوری (۳۹) .

۳ ـ د قرآن او سنت په نافذولو کی پلمې ، حیلې او عذرونه وړاندی کول او د غیر الله پریکړو ته مراجعه کول یا ترجیح ورکول منافقت دی چی انجام یې ظلمت دی (۴۰) .

۴ ـ د الله په لار کی د جهاد څخه ځان پټول ، د نورو بېرول او بې زړه کول ، او چټی بهانې جوړول د نفاق نښه ده او عاملین یې منافقین دي (۴۱) .

۵ ـ د ځانی عزت ، نوم  او برم حاصلولو په خاطر د کفارو سره ملګرتوب او دوستي او برعکس د مسلمانانو پرې ښودل د منافقت علامه ده (۴۲) .

۶ ـ د اسلامی احکامو په باره کی شک او تذبذب د منافقت نښه ده ، او د خدای غولول ، تظاهر ، ریا ، نه پر اسلام پوره یقین لرل او نه هم پر کفر ځان پوره عیارول ټول د منافق اعمال دي چی سزا به یې د اور لمبې وی (۴۳) .

۷ ـ د ځان ساتلو او امتیاز حاصلولو په غرض د یهودو او نصاراوو ( یعنی عیسویانو ) سره دوستي د منافقت نښه ده چی د دې سختی ګناه عذاب د اور عتاب دی (۴۴) .   

———————————————————————————————————————–

(۱) : البقره : ۲۵۶ . (۲) : الکهف : ۱۹ ؛ الفرقان : ۵۷ ؛ المزمل : ۱۹ ؛ المدثر : ۳ ، ۵۵ ؛ الدهر : ۲۹ . (۳) : النحل : ۱۲۵ . (۴) : النحل : ۱۲۵ ؛ الانعام : ۶۸ . (۵) : عبس : ۵ ـ ۱۶ . (۶) : طه : ۴۴ ؛ آل عمران : ۱۵۹ . (۷) : حم سجده : ۳۴ ؛ المومنون : ۹۶ . (۸) : النحل : ۱۲۵ ؛ العنکبوت : ۴۶ . (۹) : الانعام : ۱۰۸ . (۱۰) : الحج : ۶۷ ـ ۶۹ . (۱۱) : ابراهیم : ۴ . (۱۲) : النسأ : ۶۳ ؛ طه : ۴۰ ؛ الاسرأ : ۱۰۶ . (۱۳) : آل عمران : ۶۴ . (۱۴) : الانعام : ۱۰۵ . (۱۵) : الانعام : ۷۴ ؛ المایًده : ۵۴ ؛ طه : ۲۴ . (۱۶) : المایًده : ۵۴ . (۱۷) : التوبه : ۷۳ ، ۴۱ ، ۴۴ ؛ التحریم : ۹ ؛ الفرقان : ۵۲ ؛ الصف : ۴ . (۱۸) : الانبیأ : ۱۵۷ . (۱۹) : الشعرأ : ۲۱۴ ؛ الانعام : ۷۴. (۲۰) : طه : ۲۴ ؛ النازعات : ۱۷ ؛ البقره : ۲۵۸ ؛ قریش : ۱ ـ ۴ . (۲۱) : هود : ۴۹ ؛ الاعراف : ۱۲۸ ؛ حم سجده : ۳۰ ؛ الاحقاف : ۱۳ ، ۳۵ ؛ آل عمران : ۲ . (۲۲) : هود : ۴۹ ؛ الاعراف : ۱۲۸ ؛ آل عمران : ۱۳۹ . (۲۳) : الاحزاب : ۲۱ ؛ هود : ۸۸ ؛ البقره : ۴۴ ؛ الصف : ۲ ، ۳ . (۲۴) : البقره : ۱۵۵ . (۲۵) : البقره : ۱۵۵ . (۲۶) : البقره : ۱۵۵ . (۲۷) : البقره : ۱۵۵ . (۲۸) : البقره : ۱۷۰ ؛ المایًده : ۱۰۴ ؛ الاعراف : ۲۸ ؛ الانبیأ : ۵۳ ؛ الشعرأ : ۷۴ . (۲۹) : النمل : ۱۴ . (۳۰) : البقره : ۸۹ ، ۱۴۴ ، ۱۴۶ ؛ الانعام : ۲۰ ، ۱۱۴ . (۳۱) : آل عمران : ۱۰۳ ، ۱۰۵ ؛ الشوری : ۱۳ ؛ الانعام : ۱۵۳ ، ۱۵۹ ؛ الروم : ۳۲ . (۳۲) : الحج : ۶۷ ـ ۶۹ . (۳۳) : البقره : ۲۸۵ . (۳۴) : النحل : ۱۲۵ ؛ العنکبوت : ۴۶. (۳۵) : القصص : ۴۳ ؛ الزمر : ۲۷ ؛ ابراهیم : ۲۵ ؛ الاسرأ : ۴۱ ؛ یونس : ۳ . (۳۶) : البقره : ۲۸۵ . (۳۷) : التوبه : ۶۵ ـ ۶۶ ؛ النسأ : ۱۳۸ ـ ۱۳۹ . (۳۸) : التوبه : ۶۵ ـ ۶۶ . (۳۹) : التوبه : ۷۹ . (۴۰) : النسأ : ۶۰ ـ ۶۱ . (۴۱) : الاحزاب : ۱۳ . (۴۲) : النسأ : ۱۳۸ ـ ۱۳۹ . (۴۳) : النسأ : ۱۴۲ – ۱۴۳ . (۴۴) : المایًده : ۵۱ ـ ۵۲ .

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.