د روژې اووه ویشتم سوغات— ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې اووه ویشتم سوغات

 

قدرمنو او عزتمنو لوستونکو ، دغه لړی چی « د قرآن سره مرکه » نومیږی د قرآن پوهنی ډیره آسانه ، دلچسپه او ګټوره طریقه ده . دلته د قرآن کریم څخه پوښتنی کیږی او هغه د خپلو آیتونو له مخی ځوابونه وایی . هیله ده چی د توجه او هڅیدو وړ مو وګرځی ، دا ځکه چی نن د عمل ورځ ده بیله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بیله عمله !

نو اووه ویشتمی روژې لپاره اووه ویشتم سوغات ومنی ( ن . صمد ) :

Nsamad57@hotmail.com

 

د قرآن سره مرکه (اووه ویشتمه برخه)

 


لیکوال: ډاکټر نثار احمد صمد

 

پوښتنه : آیا راته ویلای سې چی ستا د خوښی وړ انسانان څوک دي ، یعنی څه ډول انسانان خوښوې ؟

ځواب : زما د خوښی وړ یا مطلوب انسان باید لاندیني صفتونه ولری :

۱ ـ پر الله ، د هغه پر نبیانو ، د هغه پر ملایکو ، د هغه پر کتابو ، او پر آخرت باندی ایمان ولری (۱) .

۲ ـ د خدای سره بل شریک و نه نیسي (۲) .

۳ ـ ږغ یې تر غیرالله پوری نه وی یعنی بېله خدایه بل څوک معبود و نه بولی (۳) .

۴ ـ په هره مسأله او معامله کی د الله او د هغه د رسول اطاعت یا پیروی وکړی نه د بل چا یا بل ځواک (۴) .

۵ ـ د الله په لاره کی په خپل سر او مال سره جهاد وکړی (۵) .

۶ ـ د الله څخه وبیریږی (۶) ، پر هغه باور او اعتماد وکړي (۷) ، د هغه د رضا یاخوښۍ غوښتونکی وی (۸) ، د هغه تسبیح او حمد ویونکی وی (۹) ، هغه ته سر ټیټونکی یا سجده کونکی وی (۱۰) ، د هغه عبادت کونکی وی (۱۱) ، توبه او استغفار کونکی یعنی د عفوی غوښتونکی وی (۱۲) .

۷ ـ لمونځ کونکی وی (۱۳) ، د روژې په میاشت کی روژه نیونکی وی (۱۴) .

۸ ـ د نصاب د پوره کېدو په صورت کی د زکات ورکونکی وی (۱۵) ، او حج کونکی وی (۱۶) .

۹ ـ رښتیا ویونکی وی (۱۷) ، صبر کونکی یعنی صابر وی (۱۸) ، پر خپل قهر باندی غالب یعنی د هغه کنټرولونکی وی (۱۹) ، امانت ساتونکی یعنی امین یا په امانت کی صادق وی (۲۰) .

۱۰ ـ د ښه کارونو خپرونکی او د بدو منع کونکی وی (۲۱) ، د ښېګڼی لپاره نه ستړی کیدونکی وی (۲۲) .

۱۱ ـ په رښتیا شاهدي ورکونکی وی (۲۳) ، د درواغو د شاهدۍ څخه ځان ژغورونکی وی (۲۴) ، متکبر او مغرور نه وی (۲۵) .

۱۲ ـ د بیوزلو او مسکینانو سره د خپل مال او شتمنۍ له درکه مرسته  وکړی (۲۶) .

۱۳ ـ د خپل جنسی سیسټم ساتونکی او د زنا څخه ډډه کونکی وی (۲۷) .

۱۴ ـ د کنجوسۍ یعنی بخیل توب او اضافه خرڅۍ یعنی اِسراف څخه ډډه وکړی بلکی کم خرڅه وی (۲۸) .

۱۵ ـ پر قول ټینګ وی (۲۹) .

۱۶ ـ د ګناهونو څخه ځان ساتونکی یعنی ډډه کونکی وی (۳۰) .

۱۷ ـ د چا ناحقه وژونکی نه وی (۳۱) .

۱۸ ـ د چټی او بې ګټی خبرو څخه ځان ساتونکی وی (۳۲) .

۱۹ ـ د نورو د غلطیو عفو کونکی وی (۳۳) .

۲۰ ـ نور مسلمانان خپل وروڼه وبولی او د هغوی سره ورورګلویزه سلوک وکړی (۳۴) .

۲۱ ـ د مسلمانانو لپاره نرم خویه وی خو د کافرانو په وړاندی ډیر سخت او په عین حال کی متوجه وی (۳۵) .

۲۲ ـ په مغرورانه توګه نه بلکی په عزتمنه طریقه سره چال چلند وکړی (۳۶) .

۲۳ ـ د نورو سره په مشوره کار مخته یوسی (۳۷) .

۲۴ ـ د الهی حدودو ( حکمونو ) ساتندوی وی (۳۸) .

۲۵ ـ د الله او رسول حُکم تر هر څه لوړ ، د مینی وړ ، او په هر حالت کی اولتر وبولی (۳۹) .

 

 

پوښتنه : دا خو ډیر حیاتی معلومات وو . آیا پر الله باندی ډیر ګران کسان یا د الهی انعام ګټونکي راپیژندلای سې ؟

ځواب : هو ، هغه کسان چی د الله ډیره ښېګڼه ، نیکی او عزت پر لورول سوی هماغه انبیأ کرام ، صدیقین ( یعنی رښتیا ویونکي او صادقان ) ، شهیدان او صالحین ( یعنی نېک عمله ) انسانان دي (۴۰) . خو باید متوجه اوسې چی زما په نزد یوازی همدا ډله مختص نه ده بلکی نبیان می هم صالحین بللي دي (۴۱) .

 

پوښتنه : آیا راته ویلای سې چی د نن ورځی د مسلمانانو څخه ګیله او شکایت لرې که یا ؟

ځواب : دا خو ډیره معقوله او ضروری پوښتنه ده او باید درته ووایم چی بلې هو ، زه صرف دا شکایت ورڅخه لرم چی هغوی زه په عمل کی ترک او پرې یښی یم بلکی صرف په نوم پر ګران یم (۴۲) .

 

پوښتنه : چی داسی ده ، نو د انسان د روزنې او تربیې لارې چارې کومی دي ؟

ځواب : زما په نزد انسانی تربیه خپلی لارې چاری لری چی هغه مختصرأ داسی دي :

 

لومړی ـ زما د تربیې څخه اصلی مقصد د یو صالح یعنی نیک عمله انسان جوړول دی (۴۳) ، داسی یو انسان چی په صحیح توګه د الله اطاعت او بندګي کونکی وی (۴۴) ، د الهی لارښوونی یا هدایت رښتیانی عملی کونکی وی (۴۵) ، چی پر مځکه د الله د خلیفه او استاځي په توګه و اوسیږی او د خپلو مسؤلیتونو اجرا کونکی وی (۴۶) .

 

دوهم ـ زه د انسان ټوله روزنه کوم (۴۷) . زه د هغه سره د مادی او روحیاتی ژوندانه خورا ژوری اړیکی لرم (۴۸) . نو ځکه زه  د انسان د جسم ، عقل او روح  وده ، توازن او انتظام رامنځته کوم (۴۹) . د یو مسلمان هر عمل عبادت دی خو  په دې شرط چی اړونده کار یې د الله د خوښۍ حاصلولو په خاطر وی (۵۰) .

 

درېیم : ما د انسان د روحانی ژوندانه د ودې او پرمختګ لپاره ذکر او فکر (۵۱) ، عبادت (۵۲) ، او زما  تلاوت کول ضروری بللی دی (۵۳) او هغه ته می عالی اخلاق او ښېګڼی ور ښوولی دي (۵۴) .

 

څلورم ـ زما په نظر انسانی عقل د الله تعالی یو نعمت دی چی د هغه څخه ګټه نه اخیستل ناشکري او د نعمت کفران ګڼل کیږی (۵۵) . زه هر انسان ته د کایناتو په هکله د ژور فکر او غور او د الله د قدرت او حکمت د مشاهده کولو بلنه ورکوم (۵۶) . د الهی شریعت حکمتونه او ګټی واضح کوم (۵۷) . په پټو سترګو یې د نورو د تقلید څخه راګرځوم (۵۸) . زما په نظر په هر ډول مسأله او معامله کی د پوهی او څیړنی څخه پرته صرف د شک ، وهم او ګومان څخه کار اخیستل غلط دی (۵۹) . د قیامت په ورځ به د هر انسان څخه د خپل عقل د نه استعمال یا غلط استعمال پوښتنه کیږی (۶۰) .

 

پنځم ـ ما د انسان د جسمانی او مادی اړتیاوو د بشپړولو په هکله هم ډیر ټینګار کړی دی (۶۱) .

 

شپږم ـ ما د انسان د جذباتو او احساساتو تربیه هم په نظر کی نیولې ده . وګوره زه انسان ته فقط د الله څخه بیره ورښیم (۶۲) ، او د بل هر ډول خوف یا بیری څخه مثلأ د مړینی څخه د بیری (۶۳) ، د رزق د لږښت د بیری (۶۴) او خیالی یا تخیلی خطرونو د بیری څخه خلاصون ورکوم (۶۵) . د هغه په زړه کی د دنیا او آخرت د نعمتونو هیله او آرزو ورپیدا کوم (۶۶) . هغه ته د الله سره مینه او محبت (۶۷) او د شیطان څخه کرکه او نفرت ورښیم (۶۸) . زه د انسان په دننه کی د هر ډول بدۍ سره کرکه پیدا کوم (۶۹) تر څو د کفر او شِرک (۷۰) ، فحشا (۷۱) ، فتنې او فساد (۷۲) او نورو بدیو د ارتکاب څخه وژغورل سي .

 

اووم : ما د انسان د فردی (۷۳) او ټولنیز (۷۴) ژوندانه د سمون لپاره هر ممکن کوښښ کړی دی .

 

اتم ـ ما د انسان د حتمی یعنی فرض (۷۵) او غوره یعنی ښه (۷۶) کړنو یا چارو توپیر بیان کړی دی تر څو د مهمو او غیر مهمو مسألو تفکیک وکړای سي .

 

نهم ـ ما د انسانی تربیې لپاره د لاندنیو وسایلو او ذرایعو څخه ډیر کار اخیستی دی :

۱ ـ چی یوه بیلګه ییزه حالت غوره کړی (۷۷) مطلب دا چی د رسول الله اُسوهً حسنه اختیار کړي .

۲ ـ د وعظ او تلقین ذریعې ورښیم (۷۸) .

۳ ـ په خبرداري ورکولو او چمتو کولو سره « یعنی اِنذار او ترهیب » یې متوجه کوم (۷۹) .

۴ ـ د کیسو او تاریخ څخه په عبرت سره یې پوهوم (۸۰) .

۵ ـ د جاهلیت د کلتور او عنعناتو په ختمولو سره یې روزم (۸۱) .

 

لسم ـ نو پر دغه طریقه چی څوک تیار سی ، هغوی زما د تلپاتو حقایقو او داخلی او خارجی هر ډول دلایلو څخه ښه خبر وی ، زما د احکامو پلی کونکی ، د حکمت او بصیرت څخه ګټمن او هغوی د نفس د پاکۍ تر ټولو ښه درجه او مرتبه لرونکي وی (۸۲) . کله چی داسی وسی نو یوه بهترینه ټولنه منځته راځی چی په ایمان او ښه عمل سره به ښکلې وی چی نیکي به خپروی او بدي به منع کوی (۸۳) .

—————————————————————————————————————————

(۱) : البقره : ۱۷۷ ، ۲۸۵ . (۲) : المومنون : ۵۹ . (۳) : الفرقان : ۶۸ ؛ الجن : ۱۸ . (۴) : النسأ : ۵۹ ؛ التوبه : ۷۱ . (۵) : النسأ : ۷۶ ؛ الصف : ۱۱ . (۶) : المومنون : ۵۷ ؛ النور : ۹۲ ؛ الرعد : ۲۱ ؛ التوبه : ۱۸ ؛ الانبیأ : ۴۹. (۷) : المایًده : ۲۳ ؛ الانفال : ۲ ؛ النحل : ۴۲ ؛ الشوری : ۳۶. (۸) : الرعد : ۲۲ ؛ البقره : ۲۷۱ ؛ الروم : ۳۸ ، ۳۹ ؛ الدهر : ۹ . (۹) : التوبه : ۱۱۲ ؛ الفرقان : ۶۴ . (۱۰) : التوبه : ۱۱۲ . (۱۱) : التوبه : ۱۱۲ ؛ آل عمران : ۱۶ ؛ الفرقان : ۶۴ . (۱۲) : آل عمران : ۱۷ ، ۱۳۵ ؛ النسأ : ۷۶ ؛ التوبه : ۱۱۲ الذریت : ۱۸ . (۱۳) :  المومنون : ۲ ؛ النسأ : ۱۰۳ ؛ البقره : ۳ ؛ المایًده : ۵۵ ؛ الانفال : ۳. (۱۴) : البقره : ۱۸۳ ؛ الاحزاب : ۳۵ . (۱۵) : التوبه : ۷۱ ؛ المومنون : ۴ ؛ البقره : ۱۷۷ ؛ المایًده : ۵۵ ؛ الحج : ۷۸ . (۱۶) : آل عمران : ۹۷ ؛ الحج : ۲۶ . (۱۷) : آل عمران : ۱۷ ؛ الاحزاب : ۳۵ . (۱۸) : البقره : ۱۵۳ ؛ آل عمران : ۱۷ ؛الاحزاب :۳۵ . (۱۹) : آل عمران : ۱۳۴ ؛ الشوری : ۳۷ . (۲۰) : المومنون : ۸ . (۲۱) : آل عمران : ۱۱۴ ؛ التوبه : ۱۱۲ . (۲۲) : المومنون : ۶۱ ؛ فاطر : ۳۲ ؛ المایًده : ۴۸ . (۲۳) : النسأ : ۱۳۵ ؛ المایًده : ۸. (۲۴) : الفرقان : ۷۲ . (۲۵) : السجده : ۱۵ ؛ النسأ : ۳۶ ؛ لقمن : ۱۸ ؛ النحل : ۲۳ . (۲۶) : البقره : ۳ ؛ آل عمران : ۱۷ ، ۱۳۴ ؛ ابراهیم : ۳۱ ؛ الانفال : ۳ ؛ الحج : ۳۵ . (۲۷) : المومنون : ۵ ؛ النور : ۳۰ ، الاحزاب : ۳۵ ؛ الفرقان : ۶۸ . (۲۸) : الفرقان : ۶۷ ؛ الانعام : ۱۴۱ ؛ الاعراف : ۳۱ ؛ الاسرأ : ۲۶ ـ ۲۷ . (۲۹) : البقره : ۱۷۷ ؛ الانعام : ۱۵۲ ؛ النحل : ۹۱ ؛ المومنون : ۸ ؛ الاحزاب : ۲۳ . (۳۰) : الشوری : ۳۷ ؛ النجم : ۳۲ . (۳۱) : الفرقان : ۶۸ ؛ الانعام : ۱۵۱ . (۳۲) : الفرقان : ۶۳ ؛ المومنون : ۳ . (۳۳) : الشوری : ۳۷ ؛ آل عمران : ۱۳۴ . (۳۴) : الحجرات : ۱۰ ؛ التوبه : ۱۱ ؛ آل عمران : ۱۰۳ ؛ الاحزاب : ۵ ؛ البقره : ۱۷۸ . (۳۵) :  الفتح : ۲۹. (۳۶) : الفرقان : ۶۳ ؛ لقمن : ۱۹ . (۳۷) : الشوری : ۳۸ ؛ آل عمران ۲۵۹ . (۳۸) : التوبه : ۱۱۲ ؛ البقره : ۱۸۷ ، ۲۳۰ ؛ النسأ : ۱۳ . (۳۹) : المجادله : ۲۲ ؛ النسأ : ۶۵ ؛ التوبه : ۲۴ ؛ البقره : ۱۶۵ . (۴۰) : النسأ : ۷۹ . (۴۱) : الانعام : ۸۵ ؛ النحل : ۱۲۲ ؛ الانبیأ : ۷۲ ؛ الصفت : ۱۱۲ ؛ القلم : ۵۰ . (۴۲) : الفرقان : ۳۰ . (۴۳) : الحجرات : ۱۳ . (۴۴) : الذریت : ۵۶ . (۴۵) : البقره : ۵ ، ۲۸ ، ۱۵۷ ؛ الزمر : ۱۸ . (۴۶) : البقره : ۳۰ . (۴۷) : ص : ۷۱ ـ ۷۲ . (۴۸) : القیامه : ۱۶ ـ ۱۷ ؛ الاعراف : ۳۲ ؛ البقره : ۱ . (۴۹) : البقره : ۱۴۳ ؛ النحل : ۱۰ ـ ۱۷ . (۵۰) : البقره : ۱۷۷ . (۵۱) : آل عمران : ۱۹۱ . (۵۲) : البقره : ۲۱ ؛ الحج : ۷۷ . (۵۳) : فاطر : ۲۹ ؛ البقره : ۱۲۱ . (۵۴) : البقره : ۱۷۷ ؛ المومنون : ۱ ـ ۹ ؛ الفرقان : ۶۳ ـ ۷۶ . (۵۵) : الملک : ۲۳ . (۵۶) : البقره : ۱۶۴ ؛ الانعام : ۹۵ ـ ۹۹ ؛ الروم : ۸ ؛ الجاثیه : ۲۲ ؛ التغابن : ۳ . (۵۷) : البقره : ۱۷۹ ، ۱۸۴ ، ۲۸۲ . (۵۸) : الزخرف : ۲۳ ؛ البقره : ۱۷۰ . (۵۹) : النجم : ۲۳ ، ۲۸ ؛ الاسرأ : ۳۶ ؛ الکهف : ۱۵ ؛ الحجرات : ۶ ؛ النسأ : ۸۳ . (۶۰) : الاسرأ : ۳۶ ؛ التکاثر : ۸ ؛ الملک : ۲۳ . (۶۱) : الاعراف : ۳۲ ؛ القصص : ۷۷ ؛ البقره : ۲۲۲ ـ ۲۲۳ ؛ الروم : ۲۱ . (۶۲) : آل عمران : ۱۵۷ ؛ الزمر : ۳۶ ؛ الانعام : ۱۵ ؛ المایًده : ۹۴ ؛ الدهر : ۱۰ . (۶۳) : ق : ۴۳ ؛ آل عمران : ۱۵۴ ، ۱۸۵ ؛ النسأ : ۷۸ ؛ المنافقون : ۱۱ . (۶۴) : الرعد : ۲۶ ؛ الروم : ۳۷ ؛ الذریت : ۲۲ ، ۵۸ ؛ فاطر : ۳ . (۶۵) : البقره : ۲۱۶ ؛ النسأ : ۱۹ ؛ لقمن : ۳۴ ؛ الطلاق : ۱ . (۶۶) : الاعراف : ۳۲ ؛ آل عمران : ۱۴ ـ ۱۵ ؛ الصف : ۱۰ ـ ۱۲ ؛ الواقعه : ۱۵ ـ ۲۴ ؛ المطففین : ۲۲ ـ ۲۴ . (۶۷) : البقره : ۱۶۵ ؛ التوبه : ۲۴ ؛ الانفطار : ۷۶ ؛ التغابُن : ۳ ؛ الزمر : ۵۳ . (۶۸) : البقره : ۱۶۸ ـ ۲۰۸ ؛ یوسف : ۵ ؛ الاسرأ : ۵۳ ؛ فاطر : ۶ ؛ یس : ۶۰ ـ ۶۲ . (۶۹) : النحل : ۹۰ ؛ آل عمران : ۱۰۴ ، ۱۱۰ ، ۱۱۴ ؛ التوبه : ۱۱۲ . (۷۰) : البقره : ۱۹۱ ؛ الحجرات : ۷ . (۷۱) : النور : ۱۹ . (۷۲) : المایًده : ۲۳ ؛ الاعراف : ۵۶ ؛ المایًده : ۶۴ ؛ القصص : ۸۳ . (۷۳) : فاطر : ۱۸ ؛ المدثر : ۳۸ ؛ البقره : ۴۸ . (۷۴) : الحشر : ۹ ؛ المایًده : ۲ ؛ آل عمران : ۱۰۳ ؛ التوبه : ۷۱ ؛ الشوری : ۳۸ . (۷۵) : النسأ : ۱۰۳ ؛ البقره : ۱۷۸ ، ۱۸۳ ؛ التوبه : ۶۰ ؛ آل عمران : ۹۷ . (۷۶) : البقره : ۲۷۱ ، ۲۸۰ ؛ النسأ : ۲۵ . (۷۷) : الاحزاب : ۲۱ ؛ الانبیأ : ۱۰۷ ؛ السبا : ۲۸ . (۷۸) : النسأ : ۵۸ ؛ السبا : ۴۶ ؛ النحل : ۹۰ ، ۱۲۵ . (۷۹) : التوبه : ۳۹ ؛ النور : ۲ ؛ المایًده : ۳۸ ؛ الفرقان : ۶۸ ـ ۶۹ . (۸۰) : الاعراف : ۱۷۶ ؛ المایًده : ۲۷ ـ ۳۰ ؛ هود : ۱۰۰ ؛ یوسف : ۳ ، ۱۱۱ . (۸۱) : المایًده : ۹۰ ؛ التکویر : ۸ ـ ۹ ؛ النحل : ۶۷ . (۸۲) : العصر : ۳ ـ ۴ ؛ البقره : ۲۷۷ ؛ الرعد : ۲۹ . (۸۳) : آل عمران : ۱۱۰ ، ۱۶۴ ؛ الجمعه : ۲ ؛ البقره : ۱۵۱ ؛ العصر : ۳ ـ ۴ .

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *