موسیقې په اسلام اوساینس کي (دوهم څپرکی)—عبدالغفارجُبیر

 

 

 

 

موسیقې په اسلام اوساینس کي (دوهم څپرکی)

 

لیکوال: عبدالغفارجُبیر

 

ځینی خلک بیاپه دې انددی چې داپه اسلام کی تنګ نظری ده، اوداوایی چې (ته دایویشتمه پېړۍ وګوره اوته موسیقې بندول وګوره! اوحال داچې هرڅوک په هرځای کی موسیقې اوری۔) نوزه ودې دروند مسلمان ته وایم چې زه وتاسوته یوه علمی اوبنسټیزه خبره کوم اوهغه داچې که یوڅوک وځانته مسلمان اومومن وایی، نومطلب دادی چې ځان ئې والله جل جلاله اودهغه ورسول صلی الله علیه وسلم ته تسلیم کړیدی، اوهرڅه چې الله جل جلاله اودهغه رسول صلی الله علیه وسلم ورته ویلی دی هغه به منی اوعملی کوی به ئې؛ نوکله چې الله جل جلاله اودهغه خوږاستاځی صلی الله علیه وسلم یوشی حرام ګرځولی وی نوولی بایدعمل پرې وشی؟ اوځنې روڼ اندی په دې نظراوعقیده دی چې موږدیموکراتیک اسلام غواړو، دوی په دې خبره هم نه شرمیږی چې اسلام یواسلام دی، اواسلام هیڅ څوک نشی کولای چې دخپل ځان تابع ئې کړی، بلکې هرڅوک به داسلام تابع کیږی؛ داسلام هراصل ، بنسټ ،حکم اونهی به ترقیامته پوری باقی وی، قرانکریم خوڅه دیموکراتیک دانسانانوپه لاس جوړشوی قانون نه دی چې یوه ورځ ئې یوه ماده غلطه اوبله ئی بله ورځ اضافه وی، که په لنډوکی درته ووایم چې داسی بدلونونه دالله جل جلاله په قانون کی نشی راتلای اونه ئې هم تصورکېدلای شی، بلکې دابدلونونه دلارډ میکالې په قانون کی راځی اوصورت نیسی؛ افلاطون چې دنړۍ له وتلوفلیسوفانوڅخه ؤاوس ئې ډېرې فرضیې اوقضیې ترپښتنولاندی دي۔

دیوه مسلمان خاصیت بایدداسی وی چې اسلام چې څه ویلی هغه به منی اوبیابه ئې عملي کوي پرخپل ځان باندی اووروسته به ئې په ټولنه کی دعملي کولوهلې ځلې اوپوره تکل کوي؛ چې داخلک نویقینارېښتنې مومنان دی، اوداهغه کسان دی چې الله دجنت زېرې ورکوی۔

ځینې کمزوری مسلمانان بیاداسی وایی چې ته به موسیقې نه اوری بلکې دموسیقۍ اورېدل ټول خلک خوښوی، ودې خلکوته الله جل جلاله ځواب ورکوی:

که ته دډېروهغوکسانوپیروی وکړی چې په ځمکه کښې میشت دی نوتابه دالله له لاری واړوی، دوی له ګومانه پرته دبل شی پیروې نه کوی اودوی له اټکل پرته بل کارنلری۔(الانعام 116)

داددې خلکوګومان(ظن) دی، دوی داموسیقې دومره دزړۀ په غوږواوری لکه چې دټولې نړې انسانان ئې اورې، اودایواځی اویواځی ددوی یوخیال پلو اوپوچ فکردی، چی دغلطوتصوراتوپرغونډۍ باندی ناست دي اوزهرهم ورته عسل اوکیمیاښکاری اوخبرنه دی چی عقل ئې کډه کړېده، اوشعورئې هم دفهم اودرست ادراک پرځای دجهل اوناپوهۍ په تاریکیوکی په خولوکی ډوب دی۔

ځینی مسلمانان بیاداوایی چی یوڅوورځې ژونددی اوله دې څخه به خونداخلو، اوپه دې نه دې خبرچی دالله جل جلاله نیونه بیاډېره سخته اودردونکې ده، چی کله دیوه انسان پرغاښ دردشی نونشی ئې زغملای نونورکړاوونه به څنګه وزغمل شی۔

ځینی بیاداوایی چی ماپرېږده اوکارمی پرېږده اوڅوک خوبه زماپه قبرکی نه پرېوځې، چی ددې څخه مطلب دادی چی داسړی ډېرمغروره دی اویائې داګمان لاهم نه کیږی چی زه دی په قبرکی مجازات شم، اویاهم داسی ګمان کوی چی خدای جل جلاله به وماته پردې باندی سزانه راکړی، اویادادخدای جل جلاله سزاته دومره ارزښت نه ورکوي اوانګیری چی دایوخیال دی(العیاذ باالله)؛ اویادی دافکرکوی لکه مشرکینودمکې چی کاوه چی په دوږخ کی 18 دعذاب ملائیکې دی، نویوه ته به ئې وویل چی درې ملایئکې ئې پرتا، اوپنځه ئې پرمااوپه همدې ترتیب به ئې ددوږخ ټولې ملائيکې ووېشلې اوپخپلومینځوکی به ئې وویل چی دابه ټولې وتړواوددوږخ له عذابه به وژغورل شو(العیاذ باالله) څومره احمقانه ، پوچ، بېهوده ،دعقل نه لیری، دمنطق نه لیري اودانسانیت نه لیری فکراوتصوردی، دالله جل جلاله دعذاب تصوراوفکرکول دانسان له عقل اودماغ څخه ډېرلوړدی، هغه اور، شکنجه، عذاب، نیونه اوهرڅه ددې دنیاپه شان نه دی، په قران عزیزاواحادیثومبارکانوکی چی ددوږخ کوم بیان راغلی دی وهرچاته داجوتیږي چی هغه څومره سخت اودردناکه دی، اوکه هغه ونه ګوری نوالله جل جلاله وټول انسانیت ته وایی چی تاسی دهغوخلکوانجام وګوری چی دمځکې دکُرې پرسرباندی ئې نافرمانیانې وکړې اوسزاء ئې څه شوه، دعاد، ثمود، لوط قومونه وګوری، چی دهغودنګې دنګې په غروکی جوړې شوې عمارتونه وګوری چی هغه کورونه اومحلونه ئې شته اودوی نشته، دفرعون، هامان، شداد ، نمروداوداسی نوروغټوکفاروانجام وګوری چی ددوی تعمیرونه تراوسه شته، کټونه، دښکلاتوکی، سامونونه، زېورات، څپلۍ اوهرڅه ئې شته خودوی نشته اوددوی انجام څه شو؟؟!!

ځینی کسان په دې خطاوتلې دی چی اوس هرکارکوم ، ځوان یم اووخت لاډېرشته چې کله سپین ږرې شوم بیابه توبه وکړم، خودلوی څښتن جل جلاله په دې پرېکړې نه دی خبرچې قرانکریم وایی:

هرنفس مرګ څکی(ایات)

اوکله چې اجل(دمرګ نېټه) راشی نونه مخته کیږی اونه هم وروسته کیږی۔(سورت نوح)

دایومنلی حقیقت دی چې کله دیوچادژوندپاڼه ژړه شی، دمځکې پرکُرې باندې ئې درزق کاسه نسکوره شی، نصیب ئې دعنقاء دمرغه په شان والوزې، له دې فاني نړۍ ئې ټغرټول شي، دسترګواوبه ئې وچې شی، دزړۀ دحرکت جنازه ئې پورته شی؛ نوداچی هرڅوک وي، که پاچاوي، که بېنواوي، که دلوږې له کبله غوړرېګ بویوی، اوکه ئې یوڅاروی یواځی یوسهارنی وی، که ئې په یوه څاڅکی اوبوپسې سترګې شنې وې، اوکه ئې څښاک عسل اوشیدې وی، داټول دیوې ثانیې دزرمې برخې په اندازه سره وخت نلری اوضروربه له دې نړۍ نه سترګې پوټوي، اوله دې نړۍ څخه به یو ګز یازیات سپین رخت له ځانه سره وړی اوبس۔

نوربیا۔۔۔

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر
 

Leave a Reply

Your email address will not be published.