موسیقې په اسلام اوساینس کی (پنځم څپرکی)— عبدالغفارجُبیر

 

موسیقې په اسلام اوساینس کی (پنځم څپرکی)

 

عبدالغفارجُبیر

 

5: ځینی خلک دخپلې بې علمۍ له کبله دافکرکوی چې زنا، شراب اوورېښم لویه ګناه ده، اوموسیقې دومره ګناه نه ده؛ اوکېدای شی چې کوچنۍ ګناه به وی، چې په حقیقت کی دوی خطاوتلی دی اوموسیقې هم یوه غټه ګناه ده۔

2:ډېرژرده چې زمادامت څخه ځینی کسان شراب څیښې اونوم به ئې بېل وی، پرسروباندی به ئې رقصونه اوموسیقې وی، اوالله جل جلاله به داخلک په ځمکه کی ننباسی اوځینی به بېزوګان اوخنځیران کی۔

په حدیث شریف کی راځی چی پرسروباندی به ئې رقصونه اوموسیقې وې، چی ددې مطلب اوس وموږته ډېرروښانه دی اوهغه داچی دااوس ځوانان یواځی موسیقې اورې ، اودادغوږو ګوشۍ ئې په غوږوکړی وي، اویائې کله پرسر(هیډفون) وی، چی دانوهغه حالت دی چی موسیقې اورقصونه ئې پرسردی۔

علامه ابن القیم وایی چې داُمت مسلمه هغه کسان چې شکلونه ئۍ بدلیږی (مسخه کیږی) هغه ددووشیانوله وجهې نه دی:

لومړی، دشرابوڅیښلوڅخه اودوهم دموسیقۍ څخه۔

(اغاثة اللهفان من مسائیل الشیطان علامه ابن القیم، دارُالبیان 1993)

بله ارزښتناکه خبره چی په حدیث شریف کی راغلې ده، هغه داچی شراب به وی اونوم به ئې بېل وي چی اوس الکحل دی، اودالکحل دلړیوڅخه دی، په ځینودڅښاک په شیانوکی 5سلنه الکحل وي اوپه ځینوکی بیاډېروی، چی دالکحلواستعمال داُمت مسلمه دعلماؤپه اتفاق سره حرام دی، نوشراب به په ډېرونومونوسره راووځی، نودحدیث مطابق نوم به ئې بېل وی اوپه حقیقت کی به شراب وی، چی داهرڅه ګناه کبیره(غټه ګناه ده) اوهرډول استعمال ئې حرام دی۔

3: حضرت ابن عباس رضی الله عنه وایی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې بې شکه شراب اوطبله حرام دی، اوهرهغه شی چې نشه راولی هغه هم حرام دی۔

4: دحضرت ام المومنین حضرت عایشه صدیقه اوحضرت انس رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی:

پردوواوازوباندی په دنیااواخرت کی لعنت دی دخوښۍ پرمهال د باجې اوازاودغم پرمهال دژړااوافسوس اواز۔

5: نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی:

زه تاسی دژړاڅخه نه منع کوم بلکې ددوواوازوڅخه مومنع کوم، چې دبې عقلۍ اوګناه اوازونه دی، یودموسیقۍ سره غزل ویل اوبل دغم په حالت کی فریاداوساندی، ځان وهل اودکالوڅیرل، اوزمااوښکې دغم له کبله وې (چې پرابراهیم مي توی کړې)۔

(مستدرک الحاکم)

6: نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی:

که یوڅوک وغزلوته کښینې اووائې وری، نودقیامت په ورځ به الله جل جلاله دده په غوږوکی ویلی سرپ ورتوی کړی۔

(تاریخ، ابن عساکر)، (جامع الصغیرللسیوطی)،(احکام القران قاضی ابوبکرابن العربی)

7: دحضرت علی کرم الله وجهه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې زه دموسیقۍ دالاتودماتولولپاره رالېږل شوی یم۔

8: دحضرت نافع رحمة الله علیه څخه روایت دی چې حضرت عبدالله بن عمررضی الله عنه یوځل یوه شپانه د(نی اومُرلۍ) اوازواورېدی، نوخپلې ګوتې ئې پخپلوغوږونوکی داخلې کړلې، اوپرخپل سوارې سپورشو، اوبیائې وویل چې نافع ته اوازاورې؟ ماورته وویل هو!اوته ځې، بیامی ورته وویل اوازنه راځی، وروسته ئې خپلې ګوتې دغوږوڅخه ایستی کړې اووه ئې ویل:

چې مارسول الله صلی الله علیه وسلم ولیدی چې کله ئې دشپانه دنی اوازواورېدی اوداسی عمل ئې وکړی۔

(بحواله محمدعبدالمعزصاحب)، داحدیث ابن حجرعسقلانی، علامه ابن ناصر، علامه سیوطی اومولاناخلیل احمدسهانپوری صحیح بللی دی، (احمد ابوداؤد)

نوربیا۔۔۔

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *