موسیقې په اسلام اوساینس کي(اتم څپرکی) — لیکوال: عبدالغفارجُبیر

 

موسیقې په اسلام اوساینس کي(اتم څپرکی)

 

لیکوال: عبدالغفارجُبیر

 

موسیقې په نبوي احادیثوکی:

32: کسان وایی چی حضرت معاویه رضی الله عنه پخپله خطبه کي وویل:

په تحقیق سره رسول الله صلی الله علیه وسلم اووه(7) شیان منع کړې وه، اوزه هم دااووه څیزونه منع کوم چی هغه شیان عبارت دی له:

دماتم اوغم پرمهال ساندې اوچیغې وهل، غزل ویل،۔۔۔

(طبرانی)

33: په یوه اوږدحدیث شریف کی چی حضرت ابویمامه رضی الله عنه روایت کوي وایی چې کله شیطان له جنت څخه وشړل شونوده (ابلیس) وخدای ته وویل ای زماخدایه! زه دی ومځکې ته وشړلم اولعنت دی راباندی ووایه۔۔۔۔۔۔۔۔اوس زماسره یوه ښې ګڼه وکه چی یوبلونکی راپیداکه(چی زه بلنه ورته ورکړم اودی ئې ومنی)الله جل جلاله ورته وویل (وتاته درتلونکی) دموسیقې الات دی۔

(طبرانی)

34: علامه قرطبی رحمة الله علیه پخپل تفسیرقرطبی کی داحدیث شریف رانقل کوي چی یووخت حضرت عبدالله ابن مسعودرضی الله عنه دیوچااوازئې واورېدی چې غزل ئې ویل، ده داځای ډېرژرپرېښودی، داخبره ورسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسېدل، نورسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: یقینااُم ابن عبد(عبدالله ابن مسعودرضي الله عنه) ډېرښه بنده دی۔

35: حضرت ابوبُرزاه روایت کوی چی موږدنبی کریم صلی الله علیه وسلم سره په یوه سفرکی ووچی ددووکسانوغزل موواورېدل، چی دوی په غزلوکی یودبله سره ځواب وایه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چی داڅوک دی؟ دوی (صحابه کرامورضي الله عنهم) وروښودل اودهریوه نوم ئې ورته واخیستی؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم لعنت ووایه اووئې ویل، ای الله!دوی وجهنم ته سرکُل(سرچپه) ورواچاوه۔

(مجموع الزوائد)

36: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چی په تحقیق سره زه الله لارښونکی اورحمت رالېږلې یم دټوله عالم (نړۍ) لپاره اوده (الله جل جلاله) وماته امرکړیدی چی دموسیقۍ الات له مینځه یوسه۔۔۔

37: حضرت ابوهریره رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

ږنګوله دشیطان دموسیقۍ دالاتوڅخه ده۔

(مُسلم، ابوداود)

38: حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

ملائيکې دهغه ټولۍ خلکو سره نه یوځای کیږی چی په هغه کی سپی اوږنګوله وي۔

(مُسلم ، ابوداود)

39: اُم المومنین حضرت عایشه صدیقه رضی الله عنها روایت کوي چې په تحقیق سره دبدرپه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم امروکی چی داوښانوڅخه ئې ټولې ږنګولې پرېکړی۔

(مسنداحمد)

40: حضرت عُمررضی الله عنه روایت کوي چی مادرسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چی ده وویل:

په تحقیق سره یقینادهرې ږنګولې سره شیطان دی۔

(ابوداود)

 

دموسيقۍ په هکله دصحابه کرامورضی الله عنهم رايه:

حضرت عبدالله ابن مسعودرضی الله عنه وایی:

غزل ویل په زړۀ کی نفاق پیداکوی۔

(علامه ابن القیم اجوزیة اغاثة اللهفان دارُ البیان ټوک 1)

حضرت عبدالله ابن عباس رضی الله عنه وایی:

دریه وهل منع ده، اودموسیقۍ ټول الات حرام دی۔

(علامه ابن القیم اجوزیة اغاثة اللهفان دارُ البیان ټوک 1)

حضرت عُثمان بن عفان رضی الله عنه وایی:

دکوم وخت راهیسی چې دنبی کریم صلی الله علیه وسلم سره می بیعت وکی، اوپه اسلام مشرفه شوم نومانه موسیقې اورېدلې ده، نه می درواغ ویلی دی او۔۔۔۔۔

(شیخ شهاب الدین سهروردی، عوارف المعارف 1966، بیروت دارُاکتب العربی)

حضرت عمرابن خطاب رضی الله عنه وایی:

یووخت حضرت عمررضي الله عنه دحاجیانوپریوه ډله تېرېدی چې یوه غزل ویل اونوروغوږ ورته نیولې وو، نوحضرت عمررضی الله عنه ورته وویل:

الله دی وکړی چې تاسی کاڼه شی، الله دی وکړی چې تاسی کاڼه شی ، الله دی وکړی چې تاسی کاڼه شی ؛ اوداجمله ئې درې ځلې تکرارکړل

(اتحاف السادة المتقین)

ام المومین حضرت بی بی عایشه صدیقه رضی الله عنهاوایی:

یووخت حضرت بی بی عایشه رضی الله عنهاوخپلوورېرېګانوته دپوښتنې لپاره ولاړه، چې هغوی ناروغې وې، کله چې داهلته ولاړل نویوسړی ولاړدی، چې اوږده ئې وېښتیان ئې دی وناروغوانجونوته غزل وایی ترڅودوی خوشحاله وساتی؛ نوحضرت عایشی رضی الله عنها دهغه سړی دایستلوفوراامروکی اووئې ویل:

واه!!! داشیطان دی، داوباسی اوداپسې واخلی۔

(سنن الکبری للبیهقې)

نوربیا۔۔۔

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *