ديوه عيسايی راهب سره زمامناظره(۶)—عبدالغفارجُبیر

 

ديوه عيسايی راهب سره زمامناظره(۶)

 

 

عبدالغفارجُبیر

 

13: متی العربی:دنړۍ په کُره کی عیسایان ترمسلمانانوډېردی، اقتصادئې ډېرښه دی داځکه چی عیسایت دبشرلپاره یواځنی حل دی؟

ځواب: که زه وبرطانې اوامریکاته راشم، نوتاسی دومره ډېرنه یاست لکه تاسی چې ئې ادعاکوی بلکی دنفوسوپه شمېرکی ټکې برګې کوی، اوهغه داچی تاسی هندوان هم په عیسایی فهرست کی لیکی، لادینه هم په عیسایی فهرست کی لیکی، یهود هم پخپل فهرست کی لیکی اوهرهغه څوک چی مسلمان نه وی تاسی ئې په پخپل فهرست کی لیکی، دبېلګې په ډول سره که تاسی په یوه ایالت کی ۲۰۰۰۰ عیسایان لیکلې وې، نوهلته تاسی تر۸۰۰۰ زره عیسایانوڅخه اضافه نه یاست اوپاته غیرمسلمان خلک دی اوحال داچی هغه هم خبرنه وی۔

همدااوس تاسو(عیسایانو) دمځکې پرکُرې چی کوم اوربل کړی دی اوهره ورځ په زرهاووانسانان وژنی ، کورونه ورانوی، اوملتونه دخاوروسره برابروی دادبایبل کړنلاره اودبشریت چوپړته بولې؟، داپه ټول انسانیت کی چی اوس تاسی دایډزپه شان مهلکه ناروغې خپروی ودې ته تاسی دبشریت چوپړوایاست؟، ښځه مودیوې رقاصې په نامه وټولنې ته راوېستل اودجنسی فاحشواړیکویوه اله موګرځولې ده ودې ته تاسی دټولنې خدمت اوپرمختګ وایاست؟، خلک ژوندې سوځې ودې ته تاسی خدمت وایاست؟، په زرهاووانسانان موپه ښکاره اوپټومحبسونوکی تعذیبوی، شکنجه کوی اوترحیواناتومو بدترکړل چی داسلسله دوام لری ودې ته تاسی بشردوستی وایاست؟ دادبایبل خدمت دی، په ګوانتنامواوابوغُریب کی موانسانان لوڅ لغړپه سراوپښوځړولې دی، په سپوئې داړی، پرپتمنومسلمانومیرمنوباندی جنسی تیرې کوی چی داټول دعیسایت اودبایبل وانسانیت ته خدمتونه دی؟؟؟!!!!

14: متی العربی: زمابله پوښتنه داده چی څوخدایان دی، اوخدای څنګه دی؟

ځواب: خدای یودی اوهیڅ شریک اومثل نلری نه په ذات کی اونه هم په صفاتوکی قران کریم وایی:

قُل هُوَاللهُ أَحَدٌ(۱) اللهُ الصَّمَدُ(۲) لَم یَلِدوَلَم یُولَد(۳) وَلَم یَکُن لَّهُ کُفُواً أَحَدُ(۴)(سورت اخلاص)

ژباړه:ووایه: هغه الله یودی، الله هیچاته اړنه دی، نه ئې څوک زېږولې اونه له چازېږدلې دی، اودهغه هیڅ سیال نشته۔

دخدای پروحدانیت باندی بایبل هم ګواه دی:

واوری ای بنی اسرائیلوخداوندزموږخدای یودی نوتاسوپه ټول زړه ټول روح اوټول ځواک سره دخپل واحدخدای په وړاندی مینه ولری. (استثناء باب ۶ فقره جات ۴- ۵)

عیسی ځواب ورکړ، اول دادی چې ای اسرائیلوواوری! مالک زموږخدای یومالک دی، تاسی دخپل خدای سره دټول زړه سره، دخپل ټول روح سره دخپل ټول عقل اودخپل ټول طاقت سره مینه کوي. (مرقوس ۱۲ باب ۲۹- ۳۱)

اوخدای دټولې نړۍ پاچاشو،هغه خدای یودی اودهغه نوم واحد(یودی). (زکریا ۴۱باب ۸)

اوخدای صرف یوخدای دی.(دپولس خط درومیانوپه نامه ۳باب ۳۰)

خدای یودی، ایمان یودی، بپتسمه اودټولوخدای یودی. (دپولس خط دافسویونوپه نامه ۴: ۶)

اوس دازلی پاشاه یعنی غیرفانی نالیدلی واحدخدای عزت اوجلال دی تل ترتله وی. (اول خط دتیموتیوس په نوم ۱: ۱۷)

ته په دې خبره ایمان ولره چې خدای یکی یو دی. (خط دیعقوب ۲: ۱۹)

خدای یواځی اویواځی یودی.(خط دیهوداه ۲۵)

په بایبل کی دخدای وحدانیت په ډیرځایوکه په ښکاره ډول سره راغلی دی، اوداتاسی چې ئې نه منی داستاسوبې عقلی اوګمراهې ده، وتاسوته دابایبل هم دهیڅ ارزښت نه درکوی.

الله جل جلاله دهیڅ شی سره موږنشوپرتله کولای اوقران عزیزفرمایی:

لیس کمثله شی

الله جل جلاله دیوه شی په بڼه سره نه، چی موږئې ورسره تشبه کړو۔

۱۵: متی العربی: حضرت عیسی علیه السلام دخدای زوی دی ځکه:

– په بایبل که راغلی دی چې دی دخدای زوی دی.

– په قرآنکریم کی دده دنامه سره دمریمې توری راغلی دی، مطلب داچې دی په معجزانه ډول سره پیداشوی دی اوپلارنلری.

– په قرآنکریم کی دده لپاره د(روح القدوس اوکلمې توری )راغلی دی نوکلمه اوروح دخدای دی، نوځکه دی هم خدای دی.

اوس ته څه وایی؟

ځواب: په بایبل کی چې کوم لفظ د(ځوی) استعمال شوی دی،چې په عبراني ژبه کی دخدای زوی دهرهغه چالپاره استعمالېده چې خدای ته به نژدې ؤلکه بایبل چې وایی:

چې هرڅوک چې دخدای دروح په هدایت چلیږي هغه دخدای زوی دی.

(خط درومیانوپه نوم ۸: ۱۴)

دبایبل ددې تعریف څخه وروسته دخدای دزوی استعمال دحضرت عیسی علیه السلام څخه ماسوی ونوروته هم شوېدي دبېلګې په ډول سره:

نودخدای زامنوولیدل چې دانسانانولوڼې ښکلی دي. (تکوین ۴: ۲)

دخدای زامن دانسانانودلوڼوسره ولاړل.( تکوین ۴: ۴)

وفرعون ته ووایه چې اسرائیل (یعقوب علیه السلام) زمازوی دی بلکې زمالومړی زوی دی، اوزمازوی پرېږده چې زماعبادت وکړی. (خروج ۴: ۲۲- ۲۴)

زه داسرائیل پلاریم اوابراهیم زمالومړی زوی دی.(ارمیاه ۳۰: ۹)

په هغوځایوکی چې وعیسی علیه السلام ته دخدای دزوی لفظ راغلی دی، نودبایبل په حواله ددې مطلب دادی چې عیسی علیه السلام دخدای زوی نه بلکې دالله دحکم منونکی وو.

اوراغلوودې خبرې ته چې دحضرت عیسی علیه السلام سره دمریمې توری راغلی دی، دازموږایمان اوعقیده ده چې حضرت عیسی علیه السلام په معجزانه ډول سره پیداشوی دی، چې ستاسوانګلکن عیسایان ئې اوس هم نه منی،اوده پلارهم نه درلودی، قرآنکریم وتاسوته وایی :

یَأَهلَ الکِتبِ لاَتَغلُوافِی دِینِکُم وَلاَتَقُولُواعَلَی اللهِ إِ لاَّ الحَقَّ إِنَّمَا المَسِیحُ عِیسَی ابنُ مَریَمَ رَسُولُ اللهِ وَکَلِمَتُهُ أَلقَهآ إِلی مَریَمَ وَرُوحٌ مِّنهُ فَامِنُوابِاللهِ وَرُسُلِهِ وَلاَ تَقُولُوا ثَلاثةٌ انتَهُواخَیرًالَکُم إِنَّما اللهُ إِلَهٌ واحدٌ سُبحَانَهُ أن یَکُونَ لهُ وَلدٌ لَّهُ مَافِی السَّمَواتِ وَمَافِی الارضَ وَکَفی باللهِ وَکِیلاً (النسآ‌ء‌ ۱۷۱)

ژباړه:ای اهل کتابو! مه کوی تاسی مبالغه (تجاوزله حدود)په دین ستاسوکښې اومه وایاست تاسی پرالله مګرحق، بېشکه هم داخبره ده بله نه ده چې مسیح عیسی زوی دمریمې رسول دالله دی او(داسی) کلمه ده چې غورځولې ده (الله) دغه کلمه مریمې ته اوروح دی له جانبه دالله نوایمان راوړی په الله اوپه رسولانودده(الله) اومه وایاست تاسی(داسی چې معبودان) درې دي، منع شی تاسی (له دې وینا، اختیارکړی توحید چې) خیردی تاسی ته، بېشکه هم داخبره ده چې الله حق معبودیودی( بې شکه بې عیبه) پاکې ده ده لره چې شي ده ته (نسبت د) ولد.

دلته چې کله الله جل جلاله دکلمې نوم اخلی نوهغه د(کن) کلمه ده، داچې بی بی مریمې رضی الله عنهاخاوندنه درلودی نوکله چې الله وویل چې (کن) یعنی سه! حضرت عیسی علیه السلام دبی بی مریمې رضی الله عنهاپه نس کی موجودشواوبیاالله روح ورداخل کړ؛ داهرڅه دالله د(کن) دکلیمې له کبله پیداشوی دی داځمکې اواسمانونه ئې داسی پیداکړل چې الله ورته وویل چې موجودسی هغه ټول موجودشول نوددې مطلب دانه دی چې ځمکې اواسمانونه هم خدایان دي نعوذباالله، اوکه تاسی داسی عقیده لری لکه هندوان چې هرشی خدای پیداکړی وي هغه خدای منی نوبیاتاسی دادعوه مه کوی چې موږدالهامی دین پیروان یوبلکې تاسی هم وهندومذهب ته نږدې یوه ډله یاست.هندوان تردرې میلیونه زیات خدایان لری اوځینی هندوان بیاپه دې عقیده دي چې هرهغه شی چې خدای پیداکړی وي هغه خدای دي.

نوربیا…

په خورااسلامي پاکه مینه ستاسوورور

عبدالغفارجُبیر

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *