روژه اونوی ساينسي څیړنی (۹) —- عبدالغفار جبیر

 

 

روژه اونوی ساينسي څیړنی (۹)

 

لیکوال: عبدالغفار جبیر

 

دهالينډيوپادري (عيسايی مذهبي مشر) ايلف ګالی جی وايی:

مادروښانوشپو(ایام البیض)روژې داسلامي اوصولومطابق نېولې، چي ډېرژرمی بدنې ارامې احساس کړل، زماددې تجربې څخه وروسته ماپه مسلسل ډول سره دشکرې، دزړۀ اومعدې وناروغانوته دېوې میاشتې دروژې نیولوتوصیه وکړل چي داپایلې په لاس راغلې:

۱: دشوګر(شکرې) دناروغانوحالت ښکلی اوشکره ئې پوره کنترول وه۔

۲: دزړۀ دناروغانووضع ډېره ښه اوتنفسي ستونځې ئې حل شوې وې۔

۳: دمعدې ناروغان ۱۰۰ په سلوکی درست اوښه شول۔

(سُنت نبوی صلی الله علیه وسلم اورجدیدساینس، بحواله همفرې کې تجربات

دتهران دپوهنتون جامعه طيبه څېړنه اوروژه:

ډاکټرایف عزیزدیوې ډلې ډاکټرانوسره پرروژې باندې تجربې وکړې، اوهغوځوانانوچي پوره یوه میاشت ئې روژه نیولې وه، داورڅخه په لاس راغلل:

۱: کله چي دې ځوانانوروژې ونیولې نود۲۹ روژوڅخه وروسته ئې وزن پوره کم شو۔

۲: په لومړیو۱۰ ورځوکی ئې دوینې شکره(Blood Sugar) کمه شوه، چي په پاته شلوورځوکی ئې ګلوکوزاضافه شوی وو۔

۳: (Serum Bilirubin)  سروم بیلیروبین،دصفراء هغه رڼه مایع برخه ده چي په غلظت اوزیاتوالې سره ئې زېړۍ پیداکیږی؛نوروژې په برکت سره داسروم بیلیروبین  په لومړیوورځوکي د56۔0 څخه و 77۔0 ته لوړشو اودروژې دمیاشتې په اخرکی د 4۔0څخه و1۔1 ته راکم شو۔

۴: په کلسیوم، فاسفورس، پروتینو، البیومنواونوروهارمونونوکی هیڅ تبدیل نه وراغلی۔

۵: دیوې میاشتې روژې څخه وروسته دنرتولیدیدونکې ماد Reproduction Hormones) (Male کی هیڅ تغیراوتبدیل نه ترسترګوکیدی اوپرخپل حالت وه۔

ددې پوهنتون پایلوداسی جوته کړل چي روژه پربدن باندی هیڅ بدې اغیزې نلری اوبرعکس دانسان پروزن اوغوړ باندی ژورې اغیزې لری، اوپاته دې نه وی چي روژه د  (Chronic Disease)  یعنی دمزمنو اواوږدمهاله ناروغیانو لپاره پوره درملنه ده۔

دروژې نوری ګټې:

۱: دروژې ګټې ترحساب تیرې دی، په کومه اندازه چې ساینس پرمختګ کوی په هم هغه اندازه سره دروژې مبارکې ګټې اونیکمرغیانې اوښې ګڼې زیاتیږی، روژه د۸- ۱۸ ساعتونوپوری وی چې په دغه وخت کی وبدن ته هیڅ انرژی نشی داخلېدلای، یعنی خوراک اوڅښاک نشته، نودبدن ټوله انرژې پخپله په بدن کی صورت نیسی، هغه شحم چې په بدن کی زخیره شوی دی هغه تجزیه کیږی اودبدن داړتیاانرژې ورڅخه تولیدیږی، ینه ددې بدلون مهمې غړې ده، داشحم په استواستیک اسیداوپه بیتاهایدروکسبوټایرک اسیدبدلیږی، چې داپه بدن کی دوینې له لاری ویشل کیږی، چې ودې حالت ته (Ketosis)  وایی، کیتوسیزدبدن په نسجونواومایعاتوکی دکتونی جسمونوله حدڅخه زیاته راغونډیدنه چې په هغه حالتونو کی منځ ته راځی چې په کوموکی چې شحمی اسیدونه په نیمګړی ډول میتابولایزکیږی، ودې ته کیتوسیز وایی.

۲: دروژې دوهمه لویه ګټه داده چې داپه بدن کی دزهرجینوموادواغیزې کموی یعنی روژه د(Detoxification) سبب ګرځی، ډیټاکسیفیکیشن داپه بدن کی یوعادی خوځښت دی چې غذایی زهرله منځه وړی، چې دازهرپه کلموکی، په ینه کی، په سږوکی، په لمفاوی مرغړوکی، اوپه پوستکی کی له منځه ځی، چې داداروژی څومره لویه ګټه ده که چیری یوانسان ورته دعقل په سترګوورته وګوری، کله چې په روژه کی خوراک نه وی نوبدن وتوان ته اړتیالری چې دبدن داتوان دشحم څخه ولاسته راځی، انسان په بدن کی په یوه پاونډشحم کی ۳۵۰۰ کالوری شتون لری، چی داحیرانوونکې اندازه ده، اوس دروژې په برکت سره انسان په بدن کی یوبل کیمیاوی انقلاب راځی چې شحم په طاقت بدلیږی.

۳: لکه څرنګه چې په روژه کې هرڅه خپله په بدن کی اماده کیږی، نووځینودماغی اوسرطانی غوټوته په روژه کی په مکمل ډول سره خوراک نه رسیږی، چي پایله داورڅخه راوځی چې دغه دماغی اوسرطانی غوټې کمزورې کیږی اوله منځه ځی، یاپه بل عبارت روژه دسرطا ن لپاره اوهم ددماغ لپاره ترټولوښه درملنه ده، په روژه کی دپروتینوزیات تولیددویجاړشووحجرولپاره ډیریږی، داځکه هغه نظام چې داټول جنټیک کانترولوی یعنی (DNA/RNA) خپله ورسپارل شوی دنده پوره وسرته نشی رسولای، اوپه نظام کی خلل وی، چې پایلې داورڅخه راوځی چې ډیرې ویجاړې شوی حجرې ترمیمیږی، اووکارته چمتوکیږی، چې داپه حقیقت کی دانسان وبدن ته نوی ژونددی، دایومنلی طبی حقیقت دی چې کله دپروتینوتولیدډیرشی نوبدلون ښکاری، کله چې یوحیوان ناروغه شی نوشی نشی خوړلای، انسان چې کله خوږشی نوخوراک نشی کولای، کله چې انسان انفلوینزاشی نولوږه ورڅخه کډه وکړی، اوداسی نور…

دروژې بله نیکمرغې داده چې په روژه کی دانسان دفاعی نظام ښه وده کوی، مختلف هارمونونه پکښې زیاتیږی، دزړښت ضدهارمونونه په ځانګړي ډول سره پکښې ښه وده کوی، میتابولیزم پکښې ورووی نوله همدی کبله دشکرې دناروغانولپاره ښه خبراوزیری دی، دروژې بله بې بېلګې ګټه داده چې دژوندتناواوږدوی، اوس ساینس پوهان په دې عقیده دی چې روژه (Life-span) څوچنده اوږدوی، نوکله چې یوڅوک روژه ونیسی داسی ښکاری لکه چې دده دبدن ټول غړی دسره ترمیم شوی وی، اوکله چې دی د۲۰ کلونووی نودی داسی احساس کوی لکه دی چې د۱۵ کلونووی؛ په روژه کی ددبدن ټولې ویجاړې اوشاړې شوی حجرې له سره رغول کیږی، اوپاته دی نه وی چې کله روژه په منظم ډول سره په کال کی یوه میاشت ونیول شی اودکال په منځ کی نوری هم ونیول شی نوانسان به تل ځوان اوځوان وی، دماغ به ئې ښه کارکوی، بدن به ئې ښه وده کوی، اوله همدې کبله دانسان عمرهم اوږدیږی.

لمنلیکونه:

1: Dr. Sniadach- True Heath Freedom

2: Fasting for better Health

3: Ketosis by Sue Reith

4: Nutriquest. March 11th 2000- Ketosis & Low Carbohydrate Diets

5: WebMD- Detox Diets- Cleaning the body

6: Fasting

7: Fasting- Good Morning Doctor

8: The Health Benefits of Fasting

 

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه ستاسوورور

عبدالغفارجُبیر

 

پاتی نوری برخی

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *