د روژې اوولسمه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې اوولسمه تحفه

 

تهیه کونکی :ډاکټر نثار احمد صمد

 

روژه د جسم او روح دواړو لپاره ده . جسم د خوراک ، څښاک او جماع څخه منع وی ، خو روح بیا د غیبت ، درواغو ، تهمتونو ، چغلیو ، حسد او نورو څخه منع وی . که څوک جسمانی روژه ولری خو روحانی روژه یې نه وی ، نو حیوان هم وږی ساتل کېدای سی خو هغه ته روژه نه ویل کیږی ! نو ځکه جسمانی او روحانی روژه د ترازو دوې پلې دي چی سره لازم او ملزوم دي . او دا هم د روژې اوولسمه تحفه ؛ ( ن . صمد )

 

 

لس ډوله انسانان جفاکاران دي

 

سفیان ثوری (رح) داسی فرمایی : لس ډوله انسانان د جفا کارانو څخه شمیرل کیږی چی هغوی دا دي :

۱ ـ هغه څوک چی یوازی ځان ته دعا وکړی ، خو خپل والدین او مسلمانان هیر کړی ؛

۲ ـ هغه څوک چی د ورځی د قرآنکریم لږ تر لږه سل آیتونه تلاوت نکړی ؛

۳ ـ هغه څوک چی مسجد ته ننوزی خو د دوه رکعته لمونځ کولو څخه پرته بیرته راووزی ؛

۴ ـ هغه څوک چی د هدیرې سره تیر سی خو مړو ته سلام او دعا ونکړی ؛

۵ ـ هغه څوک چی په جمعه ښار ته راسی خو د جمعې لمونځ ونکړی او بیرته ولاړ سی ؛

۶ ـ هغه نر او ښځه چی یو دینی عالم یې کلې ته ورسی او د هغه محل هیڅوک د دغه عالم د دینی لارښوونو اورېدلو ته ورنسي ؛

۷ ـ هغه دوه کسان چی د الله په خاطر مینه سره لری خو یو د بل نوم یې زده نه وی ؛

۸ ـ هغه شخص چی یو څوک یې د ډوډۍ خوړلو لپاره دعوت کړی خو ورنسي ( په دې شرط چی په هغه میلمستیا کی هیڅ کوم قبیح او د شرعی خلاف عمل نه وی ) ؛

۹ ـ هغه ځوان چی فارغه او بیکاره وی خو دینی علم او ادب زده نکړی ؛

۱۰ ـ هغه څوک چی پخپله موړ وی خو ګاونډی یې وږی وی .

هو ګرانه لوستونکې ، که دغه لس موارد په غور ولولو ، نو هغه به مو د ژوندانه صحیح لارې ته راهنمایی کړی او خپلو ډیرو هغه نیمګړتیاوو ته به مو متوجه کړی چی همدا اوس یې لرو . نو ښه به دا وی چی دغه لس مواد څو څو واره داسی ولولو چی عمل په وکړو او د ځانو عادت یې وګرځوو تر څو الله تعالی مو دین او دنیا نیکمرغه کړی ، انشاالله .

 

 

نفرت په محبت بدل سو

 

یوه ورځ رسول الله (ص) د مکې په ښار کی روان چی یوه بوډۍ ښځه یې ولیده چی درانه سامان او شیان ورته پراته وو . هغې داسی ورته وویل : اې عرب وروره ! دغه شیان خو راپورته کړه چی زه یې واخلم . رسول الله (ص) ورته وویل چی زه یې درسره وړم . هغه سامان یې ورسره واخیست خو پر لارې بوډۍ ورته وویل : څنګه چی ته یو نیک انسان یې او زما سره دې احسان وکړ ، نو له یوې خبری دې خبروم : هغه دا چی په مکه کی یو سړی پیدا سوی دی چی د نبوت دعوه کوی او نوم یې محمد دی . نو پام کوه چی پر هغه ایمان را نه وړې او تصدیق یې نکړې .

رسول الله (ص) ورته وویل چی همدا زه محمد یم . بوډۍ په ځیر ځیر ورته وکتل او داسی وویل : اشهد ان لا اله الا الله و انک رسول الله ؛ یعنی بیله الله څخه بل معبود نسته او همدا ته د الله رسول یې . هو ، بوډۍ ځای پر ځای مسلمانه سوه او نفرت یې په محبت بدل سو .

هو ، د دې روایت لوی اخلاقی درس دا دی چی د رسول الله (ص) ارشادات او کړنی د مسلمانانو لپاره سرمشق سی . که ډیر څه نسی کېدای ، یعنی چا ته اغیزمنه ګټه نسو رسولای ، دومره خو ممکن دی چی اقلأ زیانمن یې نکړو . که مسلمانان منجمله افغانان نفس تر پښو لاندی کړی ( شکسته نفسي وکړی ) او د قوم پالنې ، ګوند پالنی ، پیسه پالنی ، مقام پالنی…. احساسات یو څه لږ کړی او په عوض کی یې اسلام پالنه ( اصولأ او لکه څنګه چی ده هغسی ) هضم کړی نو یقینأ به د روانو مصیبتونو څخه خلاصون تأمین او تضمین سی .

 

پاتی نوری برخی

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.