د روژې شلمه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې شلمه تحفه

 


تهیه کونکی : نثار احمد صمد

 

درنو لوستونکو ، د روژې د میاشتی درېیمه لسیزه یعنی د قرآن د نزول او د اسلام د ظهور لسیزه راورسېده . په دغه لسیزه کی د لیلة القدر مبارکه شپه هم ځای لری چی یوه له طاقو شپو څخه ده . په دغه شپه قرآن نازل سوی دی ؛ دغه شپه تر یو زر میاشتو هم بهتره ده ؛ په دغه شپه کی جبرایل (ع) او بې شمیره ملایکی د الله په امر راکښته کیږی ؛ په دغه شپه تر سهاره امان وی او الله (ج) فرمایی چی که څوک هر څه وغواړی زه یې اجابت کوم . نو هیله ده چی د بخښلو دغه لسیزه وړیا راڅخه تیره نسی او دا هم شلمه تحفه ( ن . صمد )

 

 

د جنت ضمانت

 

رسول الله (ص) داسی وفرمایل : تاسی ما ته د شپږو شیانو ضمانت راکړﺉ ، زه به مو د جنت ضامن سم :

لومړی ـ تل رښتیا ویونکي اوسیً ؛

دوهم ـ حتی الامکان پر خپله وفا ټینګ اوسیً ؛

درېیم ـ په امانت کی خیانت مه کوﺉ ؛

څلورم ـ خپله شرمګاه وساتیً ؛

پنځم ـ خپلی سترګی کښته ونیسیً ؛

شپږم ـ په لاسونو سره د ظلم مخنیوﺉ وکړﺉ .

البته درې ضمانتونه یعنی رښتیا ویل ، پر وعده وفا او د امنات ساتل هم د الله او هم د بندګانو سره رابطه لری . نو که څوک دا شپږ مواد په اخلاص او صداقت سره عملی کړی ، معنی دا چی د اسلام غوښتنی یې عملی کړی دي . له درواغو ځان ساتل د اسلام اساس دی ، پر خپله وفا ثابت پاتېدل د اسلام غوښتنه او د انسانیت تقاضا ده ، په سپارل سوي امانت کی ( که هغه د ملت واک وی یا قضا ، او یا هم بل امانت وی ) خیانت نه کول د اسلام امر دی ، نرینه او ښځینه پاک لمني او حیأ د اسلام ټینګه غوښتنه ده ، د نرینه او ښځینه لخوا مخالف جنس ته په ناوړه او شهوانی نظر کتل د اسلام ضد عمل دی او باالاخره د هر ډول ظلم ، تیري او فساد پر ضد جایز اقدام یعنی جهاد الهی سپارښتنه او د رسول الله (ص) غوښتنه ده . نو ځکه رسول الله (ص) په حق سره فرمایلی دي چی تاسی دغه اعمال وکړﺉ زه مو د جنت ضمانت کوم او رسول د خدای هم ښه پوهېدﺉ چی دا ضمانت د دغو اعمالو په کولو سره خپله حاصلیږی . الله تعالی دې موږ ټولو ته پر دغو اسلامی او اساسی عملونو توفیق راکړی . 

 

 

مګر د عمر (رض) الله خو مو وینی

 

امیرالمؤمنین عمر (رض) همیشه د خپل رعیت د آرامۍ او ساتنی لپاره د شپې ګزمه کوله . یوه شپه د خپل غلام سره په کوڅو او واټونو کی تیرېدﺉ څو چی ستړی سو او د یو کور د دېواله تر خوا کښېناست چی څه آرام وکړی . دا مهال یې د همدې کور څخه ږغونه واورېدل . یوې زړې ښځی خپلي لور ته ویل چی په شیدو کی اوبه ګډي کړه ( چی سبا یې باید پلورلي وای ) . خو لور یې د هغې خبره نه منل او ټینګار یې کاوه چی امیرالمؤمنین امر کړی دی چی څوک باید په شیدو کی اوبه ګډی نه کړی ( هغه شیدې چی د خرڅولو لپاره وی ) . خو مور یې بیا هم پرله پسې ورته ویل چی دا کار وکړه او دلیل یې دا و چی عمر (رض) خو اوس نسته او هغه مو نه وینی . لور یې ورته وویل چی دا صحیح ده چی هغه اوس نسته او موږ نه وینی ، لاکن د عمر (رض) رب خو سته او هغه مو وینی .

عمر (رض) د ځوانی ښځی دغه استدلال او ایمان ډیر اغیزمن کړ . سبا سهار یې د هغې په باره کی معلومات وکړ او ورته معلومه سوه چی هغه ام عمره بنت سفیان بن عبدالله التقفی نومیږی او پېغله ده .  وروسته یې د خپل زوی عاصم (رض) لپاره مرکه ورته وکړه او پسی ویې غوښته او مږور یې سوه ، چی وروسته د هغوی د لمسیانو څخه یو هم هماغه خورا عادل واکمن عمر بن عبدالعزیز (رح) تیر سوی دی .

هو ، دې ته وایی د اسلام رښتیانۍ روح . هغې پیغلي اسلام په صحیح ډول هضم کړی و او د کامل ایمان لرونکې وه . د هغې سره فعلي غم نه و بلکی د وروستي ساعت په غم کی وه او ځکه یې نو وویل چی عمر (رض) مو نه وینی لاکن د هغه خدای مو وینی ! څومره به ښه وی چی د نن ورځی تجاران ، دکانداران او نور کاروباریان هم د ام عمره (رض) لاره خپله کړی تر څو دین یې آباد او دنیا یې شاداب وی انشاالله . ژوند ډیر لنډ او د سترګو په رپ کی درومی او د بل لپاره ګټه د سرمایې سر خوری !    

 

پاتی نوری برخی

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.