د روژې شپږویشتمه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې شپږویشتمه تحفه

 


تهیه کونکی : نثار احمد صمد

 

عزتمنو دوستانو ، روژه د عبادت ، رحمت او مغفرت یوه ځانګړې میاشت او موقع ده . د نامشروع خواهشاتو پر ضد د مبارزې میاشت ده ؛ د تربیې ، عبرت او پرهیز میاشت ده . نو باید فرصت له لاسه ورنکړو ، ځکه خورا مهمه او وروستۍ لسیزه درومی . څومره چی کېدای سی باید فرضي او نفلی عبادات وکړو ، د قرآنکریم تلاوت زیات کړو ، الهی ذکر او دعاوی زیاتی کړو ، له دوږخه لیری والی او جنت ته تقرب وګټو ، ایمان بیرته تجدید او تازه کړو ، نفسانی هوسونه تحریم او تحدید کړو…. نو په همدې هیله دا ده شپږویشتمه تحفه درته وړاندی کوم ( ن . صمد )

 

 

د توبه کونکې سره څه وکړو ؟

 

اسلامی پوهان وایی چی څوک د بدو اعمالو څخه توبه وکړی ، نو ټولو ته لازمه ده چی د هغه شخص سره دغسی برخورد او سلوک وکړی :

۱ ـ د هغه سره مینه او محبت وکړی یعنی پر هر چا ډیر ګران وی ، ځکه چی الله تعالی محبت ورسره لری ؛

۲ ـ هغه ته پر توبه باندی د استقامت او ټینګ پاتېدو دعا وکړی ؛

۳ ـ د هغه د تیرو ګناهونو په خاطر پیغورونه او طعنې ورنکړی ؛

۴ ـ د هغه سره ناسته ولاړه غوره کړی ، مرسته یې وکړی او په ښه توګه یې یاد کړی .

هو ، موږ افغانان خصوصأ پښتانه د پس ګویی ، غیبت او پیغورونو په مرض ډیر مبتلا یو . په الهی اراده او فیصله کی مداخله کوو . د قرآن احکام او نبوي ارشادات ماتوو او خپله ځانی فتوا صادروو . یعنی یو چا چی د الله او رسول د لارښوونی له مخی پر خپلو تیرو بدیو او ګناهونو پښېماني او توبه کړې وی ، موږ یې بیا هم نه پسی پریږدو . زیان ور رسوو ، خبری پسی کوو ، په غیبت یې نه مړیږو او په لوی لاس د هغه ګناهونه خپلوو . څومره به ښه وی چی موږ خپل دغه جاهلی عادت پریږدو چی په یو اصلاح سوي شخص پسی بد وایو او غیبت یې کوو . که پورتنیً اسلامی اصل په ټینګه مراعات کړو ، نو ځان او نور کسان به مو د اضافی ګناهونو څخه بری الزمه کړي وی . الله (ج) دې ټولو ته د دغسی سمون توفیق او حوصله راکړی .

 

 

د اور ضد سپر

 

خالد بن عمران (رض) روایت کړی چی یوه ورځ رسول الله (ص) زموږ قبیلې ته تشریف راوړ او داسی یې وفرمایل : خپل سپرونه مو راواخلیً !عرض ورته وسو چی یا رسول الله (ص) ! آیا دښمن راغلی دی ؟ ویې فرمایل چی یا ، بلکی د اور څخه د خلاصون په خاطر سپرونه راواخلیً . ورته وویل سول چی یا رسول الله (ص) ! د اور څخه د نجات کوم سپرونه ؟ داسی یې وفرمایل :

سبحان الله و الحمد لله و لا اله الا الله و الله اکبر و لا حول و لا قوة الا با لله العلی العظیم ! چی دغه کلمې د قیامت په ورځ د هغه د ویونکې مخ ، شا ، ښی او کیڼ خوا ته ورسره ځی او برابر یې جنت ته بیایی ؛ او د راسته ، چپه ، شا او نورو خواوو څخه یې د دوږخ او نورو آفتونو څخه ساتی .

هو ، په رښتیا هم الهی عظمت ، قوت ، سترتیا او لوړتیا نه حد لری او نه هم اندازه . رسول الله (ص) وفرمایل چی باقیاتِ صالحات ډیر وایاست . ورڅخه وپوښتل سوه چی دا څه شی دی ؟ ویې فرمایل چی هغه تکبیر ( الله اکبر ) دی ، تهلیل ( لا اله الا الله ) دی ، تسبیح ( سبحان الله ) دی ، تحمید ( الحمدلله ) دی او لاحوله ولا قوة الا باالله دی . رسول الله (ص) دا هم فرمایلی دي چی د دغی کلمې په ویلو سره ګناهونه داسی توییږی لکه ( په ژمی کی ) د ونې څخه پاڼې . او رسول الله (ص) فرمایی چی که څوک تر هر لمانځه وروسته لس واره سبحان الله والحمدلله ولا اله الا الله والله اکبر ووایی نو د هغه ریښې به پر مځکه وی خو ښاخونه به یې په آسمان کی وی . نو څومره به ښه وی چی د نبی کریم (ص) د دغو لارښوونو او پیرزوینو عملأ درناوی وکړو او د بدیو څخه نور نو ځانونه وژغورو او نیکۍ بې حسابه واخلو ! ځکه ، تر ننه چی مو هر څه کړي دي کومه خاصه ایمانی ، فلاحی او عقیدوی ګټه یې لرلې ده ؟

 

پاتی نوری برخی

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *