د روژې نهه ویشتمه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې نهه ویشتمه تحفه

 


تهیه کونکی : نثار احمد صمد

 

عزتمنو دوستانو ، ښایی لیلة القدر شپه همدا نن وی ( خو الله بهتر پوهیږی ) . د قرآن د القدر سورت درېیم آیت فرمایی چی د قدر شپه تر یو زر میاشتو هم بهتره ده ؛ مطلب دا چی په دغه شپه عبادت او نیکی داسی وی لکه پوره یو زر میاشتی ( یا ۸۳ کاله ، یا دیرش زره شپې ) چی یې عبادت او نیکۍ کړي وی . آیا د یو انسان ټول عمربه ۸۳ کالو ته ورسیږی ؟ څوک یې تضمین کولای سی ؟ آیا په دې حساب د دغه یوې شپې واقعي عبادت د انسان د ټول عمر د عبادت په اندازه نه دی ؟ نو راځیً چی دا آخری موقع او آخری شپه ضایع نکړو او چټی یې له لاسه و نه باسو : ډیر عبادت ، الهی ذکر ، تسبیحات ، استغفار ، دعا او نیکۍ وکړو او باالاخره رښتیانۍ توبه وکړو . په همدې هیله د روژې نهه ویشتمه تحفه قبوله کړﺉ ( ن . صمد )

 

 

د ایمان دښمن

 

علما وایی چی د ایمان ، عزت ، عقل ، ثروت او عبادت د دښمن څخه ځانونه په ټینګه وژغورﺉ ، ځکه  :

۱ ـ د ایمان دښمن درواغ دی ؛

۲ ـ د عزت دښمن فقر دی ؛

۳ ـ د عقل دښمن غضب دی ؛

۴ ـ د ثروت دښمن خیانت دی ؛

۵ ـ دعبادت دښمن بدعت دی ؛

هو ، نن موږ عملأ ګورو چی اکثریت مسلمانان په رښتیا هم د همدې دښمن په لومه کی راګیر دي . درواغ ایمان داسی خوری لکه وَینه چی لرګی خوری ، فقر ( هغه چی اشد ضرورت یې نه وی ) اعتماد ، باور او عزت له آسمانه مځکی ته راټیټوی ؛ او څوک چی هر څومره ډیر قهر او غضب کوی په هغه اندازه پر خپل کلام ، خپل لاس او خپل دماغ کنټرول بایلی ، ځان او نورو ته خطر پیښوی ؛ څوک چی په کاروبار او معامله کی صادق نه وی بلکی غولونکی او خاین وی په هغه اندازه به د شتمنۍ لرلو سره سره روحأ په عذاب او مفلس وی ؛ هر څومره چی په دین کی نوي شیان داخلیږی او د یوویشتمی پیړۍ د مقتضیاتو له مخی په دین کی بدلونونه راوړل کیږی هغومره به د اړونده اشخاصو ، ټولنی او وګړو دنیوي او دینی ژوند سپک ، رټلی او د ګوزارونو وړ وی دا ځکه چی اسلام ( یعنی قرآن او احادیث ) باالکل علمی او تطبیقی دي . دا چی هر کال څه نا څه دیرش زره پوه او منور انسانان په اسلام مشرف کیږی دا پخپله د اسلام ساینټفیک ماهیت ثابتوی . نو الله تعالی دی هر مؤمن ته د پورتنیو خطرناکو دښمنانو د منګلو څخه نجات ورکړی .

 

 

دعا ولی نه قبلیږی ؟

 

د قرآن د المؤمن سورت ۶۰م آیت داسی ډاډ راکوی : « رب دی وایی چی ما دروبوله چی دُعا دی قبوله کړم . » خو یو چا د ابراهیم بن ادهم (رح) څخه چی د درېیمی هجری پیړۍ مشهور عالم و ، د دې آیت په هکله پوښتنه وکړه چی موږ دعاوی کوو خو نه قبلیږی ، دا ولی ؟ هغه په ځواب کی ورته وویل چی ګورﺉ :

۱ ـ خدای ښه پیژنیً خو اطاعت یې نه کوﺉ ؛

۲ ـ قرآن تلاوت کوﺉ خو عمل نه په کوﺉ ؛

۳ ـ شیطان خبیث بولیً خو ورسره مل یاست ؛

۴ ـ وایاست چی محمد (ص) درباندی ګران دی خو سنت یې نه عملی کوﺉ ؛

۵ ـ جنت مو ډیر خوښ دی لاکن هغه نه غواړﺉ ؛

۶ ـ د دوږخ له اوره بیریږﺉ خو د ګناه څخه ځان نه ټولوﺉ ؛

۷ ـ دا وایاست چی مرګ حق دی خو هغه ته چمتوینه نه نیسیً ؛

۸ ـ د نورو عیب لټوﺉ ، خو پر خپلو عیبونو سترګی پټوﺉ ؛

۹ ـ خدای درکړﺉ رزق ښه خورﺉ ، لاکن شکر یې نه ادا کوﺉ ؛

۱۰ ـ مړي ښخوﺉ لاکن عبرت نه ځنی اخلیً ؛

نو د داسی خلکو دعاوی به څنګه قبولي سی ؟

هو ، په رښتیا هم که شا وخوا وګورو ، نو هر څه سرچپه روان دي او همدا علت دی چی فتتنې ، توطیًې او دسیسې خپرې دي او دعاوی نه قبلیږی . که د ابراهیم ادهم (رح) پوتنی خبردارﺉ ښه په غور او څو څو واره ولولو ، نو ثابته به سی چی په دې خورا لنډ پیغام کی د اسلام ( یعنی قرآن او سنت ) جوهر ، فلسفه ، هدف او آرمان نغښتی دی . څومره به ښه وی که دغه پیغام پر یو نسبتأ غټ کاغذ باندی ولیکو او په کور یا کار کی یې داسی ځای نصب کړو چی هره ورځ مو سترګی ورباندی لګیږی او قلبأ د هغه هر خبردارﺉ او پوهاوﺉ مراعات کړو او هم یې محتویات د نورو دوستانو سره شریک کړو . نو راځیً چی د همدې نیک کار د عملی کولو لپاره صادقانه اراده او فیصله وکړو . ما شخصأ دغه کار کړی دی ، الله دی ټولو دوستانو ته همداسی توفیق ورکړی . ځکه ، ژوند خورا لږ پاته دی او د سترګو په رپ کی درومی .  

 

پاتی نوری برخی

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *