دزمزم اوبه په اسلام اوساینس کی(۱) — عبدالغفارجُبیر

 

دزمزم اوبه په اسلام اوساینس کی(۱)

 

دزمزم اوبه يوه معجزه ده

 


عبدالغفارجُبیر

 

دحضرت جابر رضی الله عنه څخه روایت دی چې دنبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه می واورېدل چې دزم زم اوبه چې په هرنیت سره وڅیښی هغه مراددرته حاصلیږی۔ (ابن ماجه)
دحضرت ابن عباس رضی الله عنهماڅخه روایت دی چې نبی کریم صلی
الله علیه وسلم وفرمایل: چې دزم زم اوبه په هرنیت سره وڅیښی هغه فایده به لاسته راوړی، که مودکومی ناروغۍ په نیت سره وڅیښلې نوالله به شفاء درکړی، که مودخوراک په نیت وڅیښلې نوالله جل جلاله به موموړکړی، اوکه مودتندې لپاره وڅیښلې نوالله جل جلاله به مواوبه کړی اوتنده به مومات سی۔ (دارقطنی)
دحج
په شپوکی دمکې مکرمې زیارت کوونکی ددې اوبوخوندګوری، څیښې ئې اووخپلودوستانوته ئې دمقدسې تحفی په ډول سره راوړی، اوهرمسلمان ددې کوښښ کوی چې ددې اوبوتبرُک حاصل کړی، هرکال د (۵۰) لکوڅخه زیات حاجیان ودې سپیڅلی ښارته راځی په پوره پریمانۍ سره دااوبه استعمالوی اوپه زرګونوه ټنه اوبه له دې ځایه څخه وخپلوهیوادونوته وړی، دحج پرمهال کوم چې حاجیان دزم زم اوبه څیښی نوډېره تازګې، هوسایې، اوخوشحالې محسوسوی، اودنړۍ ټول ساینس پوهان په دې انددی چې دنړۍ چې څومره پرمخ تللی (منرل واټر) دی دهغوڅخه دزم زم داوبوخوند، تازګې، اوخوشحالې اواستراحت زیات دی، په دې اوبوکی دسپېڅلتوب څخه علاوه ډېرمعدنی موادهم شته چې ساینس پوهان ورته هک پک حیران دی۔
زمزم ته ولی زمزم وايی؟

۱: زمزم د(ډیرزیات) په معنی سره دی، وډیروزیاتواوبوته زمزم وایی، لکه څرنګه چې دزمزم اوبه هم ډیری دی نوځکه ورته زمزم وایی.

۲: زمزم و(اجتماع) ته وایی، کله چې ډیرخلک یوځای راټول شی نوودې ته (زمزمه من الناس) یعنی دخلکوټولۍ ورته وایی، نودزمزم پراوبوهم خلک راټولیږی اوڅیښی یی نوځکه ورته زمزم وایی.

۳: حضرت مجاهدرحمة الله علیه وایی چې زمزم د(زمزمه) څخه اخیستل شوی دی، چې معنی یی ده پرځمکې دومره په زور سره پنده وهل چي هغه ننوځی اوځای جوړکړی، نوکله چې حضرت جبرائیل علیه السلام خپله پنده پرځمکه ووهل نوهغه په ننوتل اواوبه راووتلی نوځکه ورته زمزم وایی.

۴: جربی رحمة الله علیه وایی چي زمزم و(حرکت اوخوځښت) ته وایی، داچې دزمزم اوبه ډیری راوځی نوځکه ورته زمزم وایی.

۵: ځینی علماءکرام وایی چي زمزم د( زم) څخه اخیستل شوی دی اوزم وتړلواوبندولوته وایی کله چې حضرت هاجرې علیها السلام اوبه ولیدی نوهغه یی دراستي اوچپې خواڅخه راټولی اوبندی کړی اویوڅه خاوره یی ورته راټوله کړه نوځکه ورته زمزم وایی.

۶: ځینی علماءکرام وایی چې زمزم د(زما) څخه اخیستل شوی دی، چې دژی(مشک) وډکولوته وایی، کله چې دااوبه خلکوولیدلی اوخلک ابادشول په مکه معظمه کی نوخلک به راتلل اواوبه یی له دغه ځای څخه په ژیوکی وړلې نوځکه ورته زمزم وایی.

۷: دامت مسلمه ځینی علماءکرام وایی چې زمزم د(الزمام) څخه اخیستل شوی دی، چې وعزت، وعظمت اولوړمقام ته ویل کیږی، لکه څرنګه چې دزمزم اوبه یوه ژوندۍ معجزه ده اودابه ترقیامته پوری وی نوځکه یی وقار، ارزښت اوعظمت دنورواوبوپه نسبت ډیرلوړدی اوله همدی کبله ورته زمزم وایی.

۸: زمزم د(زمزمة الشئ) څخه اخیستل شوی دی، چې داوځوږته وایی، اوشرنګهاری ته وایی، چې موخه یی داده کله چې دزمزم ځای مشهوره شودخلکوتګ راتګ ورته ډیرشو نودزمزم دچینې د اوبوځوږهرچادلیری څخه اوریدلای شو، اویاکله چې به یوڅوک ومکې معظمې ته راغی نوتل به دلته دخلکوځوږوواوهرچاته به جوته وه چې دلته اوبه شته نوځکه ورته زمزم وایی.

۹: زمزم د(زمزمه) څخه اخیستل شوی دی، چي (زمزمه) وهغه شی ته ویل کیږی چې پاشل شوی وی اوبیاسره راټول شی، چې موخه یی داده چې کله اوبه ښکاره شوی نوهغه خپل پرمخ روانې وې چې بی بی هاجرې علیها السلام سره راټولی کړلې نوځکه ورته زمزم وایی.

۱۰: یوقول داهم دی چې زمزم د(زمزمه) څخه اخیستل شوی دی او(زمزمه) وساتنې اوحفاظت ته ویل کیږی، هرهغه څوک چې دااوبه وڅیښئ نوهغه به هم دظاهری اوهم دباطنی ناروغیوڅخه وژغورل شی نوځکه ورته زمزم وایی.

(تاریخ عمارة المسجدالحرام، فتح الباری، عمدة القاری، منجد)

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

نوربیا…

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *