دزمزم اوبه په اسلام اوساینس کی(۲) — عبدالغفارجُبیر

 

دزمزم اوبه په اسلام اوساینس کی(۲)

 


لیکوال: عبدالغفارجُبیر

 

دزمزم داوبونومونه:

لکه څرنګه چې دزمزم اوبه دمځکې پرمخ دټولواوبوڅخه افضله اوغوره اوبه دی نوځکه تر(۶۰) زیات نومونه لری، چې داډیرنومونه پردی باندی دلالت کوی چې دااوبه څومره عظمت، شرافت، عزت اولوړمقام لری، زه به ترټولولومړی دانومونه ذکرکړم اوبیابه وروسته دیوڅونومونوبیان اووجه دتسمیه به بیان کړم ، هغه (۶۰) نومونه دادی:

۱: برکة ومبارکة ۲: تکتم ۳: رکضت جبرايیل

۴: زمزم ۵: سقایة الحاج ۶: الشباعة

۷: طاهرة ۸: طیبة ۹: عاصمة

‍۱۰: کافیة ۱۱: مبارکة ۱۲: مضنونة

۱۳: میمونة ۱۴: هزمة جبرائیل ۱۵: برة

۱۶: رواء ۱۷: رِیَ ۱۸: سقیاالله اسماعیل

۱۹: شباعة العیال ۲۰: شفاء سقم ۲۱: طعام الابرار

۲۲: عافیة ۲۳: غیاث ۲۴: لاتنزف ولاتذم

۲۵: مکتومة ۲۶: مجلیة البصیر ۲۷:هنامة اسماعیل

۲۸: رِوَی ۲۹: حفیرة عبدالمطلب ۳۰: زمازم

۳۱: سیده ۳۲: شبعة ۳۳: صافیة

۳۴: ظبیه ۳۵: سالمة ۳۶: قریة النمل

۳۷: معذبة ۳۸: ماثرة العباس رض ۳۹: مونسة

۴۰: بُشری ۴۱: الشفاء ۴۲: نقرة الغراب الاعصم

۴۳: عصمة ۴۴: والشباعة ۴۵: مغذیة

۴۶: رَوِی ۴۷: شراب الابرار ۴۸: عونة

۵۲: مفداة ۵۳: حرمیة ۵۴: سابق

۵۵: ظاهرة ۵۶: لاشرق ۵۷: الدواء

۵۸: وطاة جبرائیل ۵۹: مرویة ۶۰: طعام طعم

۶۲: همزة جبرائیل ۶۳: نافعة

۱: برکة ومبارکة:

برکت وعزت، شرافت اوډیروالی ته ویل کیږی، لکه څرنګه چې دزمزم اوبه هم عزتمندې اوهم ډیرې دی نوځکه برکة مبارکة ورته وایی.

۲: برة:

داواحسان اونیکۍ ته وایی چي دزمزم په اوبوسره الله جل جلاله دحضرت اسماعیل علیه اسلام سره احسان اونیکې وکړه نوځکه برة ورته وایی.

۳: بُشری:

وزیری اوښه خبرته وایی، په داسی ځای کی چي داوبوهیڅ څرک نه وو اوالله جل جلاله داوبوچېنه پیداکړل نودادحضرت هاجرې رضی الله عنها ته ښه زیری و.

۴: حرمية:

دایی وحرم ته منسوب کړې داځکه چې دادزمزم څاه په حرم کی دی، نوځکه ددې څاه عزت ډیرزیات دی اوورته حرمیة وایی.

۵: حفيرة عبدالمطلب:

دډیروخت لپاره داڅاه ورک وو، چې بیادفخرالموجودات صلی الله علیه وسلم نیکه حضرت عبدالمطلب هغه څاه پیداکړاوویی کیندی نوځکه ورته حفیرة عبدالمطلب ورته وایی.

۶: سابق:

ددې معنی وړاندی والی دی، چې موخه یی داده چي دااوبه دنړۍ پرټولواوبوباندی لوړوالی ، اوسپیڅلتوب لری.

۷: شفاء سقم:

چې مطلب یی دادی چې دااوبه دزمزم دهرې ناروغۍ دوااودرمل ده، لکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: دزمزم اوبه دهرې ناروغۍ لپاره شفاء ده.

۸: مضنونة:

چې معنی یی ده بخل راتلل، لکه په حدیث شریف کی چې راځی چي دمؤمن څخه ماسوی دزمزم اوبه دمنافق اوکافرنس نه ډکوی اونه یی هم مړوی داځکه چې دااوبه پردوی باندی بخلې دی.

۹: مغذية:

یعنی مکمله غذا، لکه په حدیث شریف کی چې راځی، چې دزمزم اوبه که دخوراک په نیت سره وڅیښل شی نوخوراک دی اوکه دڅښاک لپاره وڅیښل شی نوڅښاک دی.

۱۰: مجلية البصر:

یعنی سترګې روښانه کوونکې، لکه په حدیث شریف کی چې راځی که یوڅوک یواځی دزمزم واوبوته ګوری نودهغه سترګې به روښانه اونظردسترګوبه یی صاف اوښه شي.

(التاریخ القدیم المکة، جواهرالقاموس، النهایة ابن اثیر، الروض الانف، نشر الآس لوحة، القاموس المحیط، اخبارمکه، البحرالعمیق، اساس البلاغة زمحشری، مشارق الانوار، شرح النووی علی مسلم، فتح الباری، لسان العرب، تاج العروس، العقد الثمین، بصائرذوی التمییز، تهذیب الاسما‌ء واللغات للنووی، معجم البلدان، سیرت حلبیه، الاعلام الملتزم، مختارالصحاح)

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

نوربیا…

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *