د مورشیدې دماشوم لپاره په اسلام اوساینس کی(۵) — عبدالغفارجُبیر

 

د مورشیدې دماشوم لپاره په اسلام اوساینس کی(۵)

 

عبدالغفارجُبیر

 

دموردشیدونورې ګټې

۱: دمورشیدې وماشوم ته ډیری هوسادي، نه اندازه غواړی، نه درجه حرارت غواړی اونه هم وخت غواړی چې جوړی ئې کړی بلکې هروخت ئې ورکولای شی.

۲: اقتصادی ګټه لری، ځیني پوډری شیدې خوداسی قیمت بهادی چی رانیول ئې دهرچاکارنه دی، نوکه ډیری روپۍ وی شیدې شته اوکه روپۍ نه وی نوبیاشیدې نشته.

۳:په شیدورکولوکی ماشوم دمورسره نښتی وی ، چې داپخپله دموراوماشوم ترمنځ پوره مینه اولورینه ده،کله چې دماشوم خوله دمورپرتی (Breast) باندی ونښلی نودادمورلپاره د(Oxytocin) دزیاتولوسبب ګرځی، اوداهغه هارمون دی چې دمورشیدې راتویوی اوموراراموی.

۴: وماشوم ته شیدې ورکول مورله ډیروناخوالوژغورئ، لکه:

دوهم ډول شکره، دتیوسرطان (Breast Cancer) ، درحم سرطان (Ovarian Cancer)  

Postpartum Depression لوړفشار، موروماشوم ته دشیدوپه ورکولوسره وزن له لاسه ورکوی، مورپه ذهني اوروحي ډول سره ډېره پرېشانه نه وی داځکه چې ماشوم تندرسته وی.

۵: دمورپه شیدوکی (Antibodies) شتون لری چې دادمختلفووایروسونواوبکتریاوسره مقابله کوی، اودوی نه پریږدی چې وده وکړی، وبل لورته دمورشیدې په ماشوم کی نفس تنګې (Asthma) اوحساسیت (Allergies) ختموی.

دشیدوپه ورکولوکی دمورګټه

وماشوم ته شیدې ورکول دبدن (۵۰۰) کالوری (Calories) سوځوی، چې په نتیجه کی هغو ښځو چی وزن ئې په حمل کی  اخیستی دی هغه له لاسه ورکوی، دشیدورکولوبله ګټه داده چې (Oxytocin) زیاتوی، چې ددې په زیاتولوسره دښځې رحم وخپل اصلی حالت ته راځی، اوبله ګټه ئې داده چې هغه وینه کموی چې دماشوم دپیداکیدوڅخه وروسته راځی، اوهمدارنګه دهډوکو غیرنارمل کثافت کموی.

هغه مورچې وماشومانوته شیدې ورکوی دادمورهډوکې مضبوطوی.

په هره  اندازه  سره  چې مورشیدې ورکوی په هغه اندزه سره هم دماشوم ګټه ده اوهم دمورګټه ده، چې داشیدې هم دماشوم سرطان ختموی اوهم دموردتیوسرطان ختموی.

(University of Minnoesota Cancer Center- 1999

 

ډبلیوایچ او(WHO) اویونیسیف (UNICEF) دموردشیدوپه هکله وایی:

WHO(World Health Organization او UNICEF(United Nation Children*s Fund په نړیواله توګه سره دافیصله کړیده چی هره موربایداقلاوماشوم ته (۶) میاشتی تی ورکړی، چی دادماشوم حق دی،اودادماشوم لپاره حیاتي ارزښت لری.

کله چې یوماشوم دخپلې مورشیدې خوری نوداماشوم واوبوته کومه اړتیانلری، که څه هم ګرمي وی اویاپه ځینوناروغیوبوخت وی چی مایعات پکښې اړین دی، وبل پلوته هغه ماشومان چی دمورشیدې خورئ نسبت وهغوماشومانوته چې دمورشیدې نه خورئ لږنس ناستی لري، لږقی وهئ، لږتبه لری، لږدسینې التهاب لری، لږدغوږونودالتهاب سره مخامخ کیږی اوداسی نور…

یوه نړیواله سروې داښیی چی هرکال (1.3) میلونه هغه ماشومان خپل ژوندله لاسه ورکوی چی عمرونه ئې د۵ کلونوڅخه کم دی اوداهغه ماشومان دی چې دمیندوشیدې ئې نه دی رودلی.

دڅېړنومطابق بایدوماشوم ته په ۲۴ ساعته کی ۲-۳ ساعته پوری تی ورکول شی.

کله چې دماشوم وشیدوته اشتهاوشوه نوبیادی وماشوم ته شیدې ورکول شی، چې په داسی ډول سره وماشوم ته شیدې ورکول دماشوم په وده کوی ډیرمهم رول لری.

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *