دمورشیدې دماشوم لپاره په اسلام اوساینس کی(۳) —عبدالغفارجُبیر

 

دمورشیدې دماشوم لپاره په اسلام اوساینس کی(۳)

 

عبدالغفارجُبیر

 

دمورشیدې اوکه پوډری شیدې؟؟؟

په (۱۹۸۱) میلادی کال کی پردې دواړوشیدوباندی یوه نړیواله څیړنه وشوه چې په نتیجه کی هغه ماشومان چې دمورشیدې ئې رودلې وې په (۱۰۰۰) ماشومانوکی (۵) ماشومان ناروغان وه، په معمولي ډول سره اوهغه ماشومان چې په پوډری شیدولوی شوی وه، په (۱۰۰۰) ماشومانوکی (۷۷) ماشومان ناروغه وه اوپه روغتونوکی ئې داخل کړل، چې داماشومان دنس ناستې، نفس تنګۍ اوداسی نورناروغیوسره لاس اوګریوان وه.

 

دمورشیدې دماشوم بدن روغ ساتی

په نړیواله توګه سره یوژورنال خپریږی چې طبي ژورنال (Medical Journal) ورته وایی، په دې ژورنال کی پردې باندی ټنګارشویدی چې بایدوماشوم ته اقلاتر(۶) میاشتوپوری دمورشیدې ورکول شی، ترڅوماشوم له الرجی (حساسیت) څخه وژغورل شی، یوه اسټرلیایی ډاکترپه دې ژورنال کی لیکلی دی چې  دمرشیدې ماشوم لپاره ترټولوغوره درملنه ده.

 

دمورشیدې اوکلستروم دماشوم لپاره سپردی

۱: دماشوم دپیدایښت څخه وروسته دمورشیدې چې ژړرنګ لری، دشحمیاتوڅخه علاوه لحمیات هم پکښې شتون لری چې ودې ته کلستروم وایی چې موږپه لوی کندهارکی ورته کنډوایو، داکنډدماشوم ټولې حجرې (ژونکې) تعمیروی اوله مختلفوناروغیوڅخه ئې ژغوری، که په لنډډول سره ووایونوویلای شوچې کنډدماشوم په ټوله ژوندکی حیاتی رول لری.

۲: دکنډویوځانګړتیاداده چې ماشوم ئې ژرهضم کولای شی اوماشوم له مختلفو ناروغیو څخه ژغورلای شی، کنډدماشوم لپاره دناروغیوپه مقابل کی دسپرپه شان ارزښت لری.

۳: دکنډوخاصیت په څلورمه ورځ بدلیږی، چی غوړموادئې ډیروی اونورموادئې لږکیږی، بیاداحالت تر(۱۵) ورځوپوری دوام کوی، اوبیاد(۱۵) ورځوڅخه وروسته بیانوربدلون پکښې راځی، چې کله یوموادډیراوکله بل موادډیرشی، الله جل جلاله دمورپه تیوکی دشیدوجوړښت دماشوم داړتیاسره سم بدلوی.

۴: دمورپه شیدوکی د(۴) اونیووروسته بیابدلون راځی، دابدلون بیاصورت نیسی اوهمدالړۍ همداسی جاری ده. دبیلګې په ډول سره لاندی جدول ته یونظراچوو:

 

دشیدومرحلې

لحمیات

شحمیات

کلستروم

5.6- 2.25

4.00- 2.8

دکستروم وروسته

5.6- 1.5

4.3- 2.9

عامی شیدې

1.00- 1.5

3.00- 2.5

 

۵: دمورپه شیدوکی امینواسیدونه شته چې دادموردشیدوپه لحمیاتوکی شته، چی دادماشوم دبدن دحجروپروتینونه تشکیلوی، چی دماشوم په نش اونماء کی مهم رول لری.

۶:دمورپه شیدوکی چې کوم غوړشتون لری هغه دماشوم په نس کی ترهرشی ژرهضمیږی چې همدالړۍ دماشوم په ښه وده کی ښکلی رول لری.

۷: دمورپه شیدوکی (لائی پیز) هم شتون لری چې دادغوړوغذایی موادوتحلیل کوی، اوددې څخه علاوه دموريه شیدوکی (ایمی لیز) هم شتون لری چې غذایی موادپه بوره (شکره) اړوی یعنی مطلب داچې دمورشیدې دغوااوګامیښې دشیدوپه نسبت (ایمی لیزاولائی پیز) ۱۰۰ ځلی اضافه لری.

۸: دمورپه شیدوکی وبورې ته ورته یوه کیمیاوي ماده شتون لری چې ددې مادې دنده داده چې هرهغه جراثیم چې دهضمیې پرنظام حمله کوی هغه له منځه وړی، وبل لورته اوس ساینس پوهانوداثابته کړیده چې دغواپه شیدوکی داسی موادشته چې دجراثیموسره مرسته کوی، وجراثیموته وده کوی، وجراثیموته محیط برابری.

۹: دمورپه شیدوکی په پوره ډول سره ویټامن (A,B,C) شتون لری چې دامیټامینونه دیوه انسان دبدن لپاره زښته ډیرارزښت لری.

۱۰: دموريه شیدوکی (ګونیډوټراپن میلاټونن،اکسی ټاسن) هارمونونه شتون لری، له دې څخه علاوه دمورپه شیدوکی ددردکنترولونکی دارودرمل (Pain Killer) په طبعي ډول سره شتون لری، چې دادماشوم دهردردردواده.

۱۱: دانسان په شیدوکی تر(۱۰۰) زیات موادشتون لری، چې همدغه موادنه دغوااویاهم نه په پوډری اویابل حیوان په شیدوکی شته دی، دبیلګې په ډول سره غوړتیزاب (Linolelicacid) په زیاته اندازه سره شتون لری چې ددې موادوکمښت عامل دماشوم دناروغۍ ګرځی بل مواد (Cystine) سسټین دی چې دامواددماشوم ددماغ لپاره حیاتي رول لری؛ له دې څخه علاوه شحمیات هم شتون لری، هغه کلسیوم چې په شیدوکی دی هغه ډیرژرهضمیږی، له دې څخه علاوه دمورپه شیدوکی مس اوویټامینونه هم زښته ډیردی دنورشیدوپه پرتله، چې دادوینی دسره کرویاتو په جوړښت کی مهم اوحیاتي رول لری.

۱۲:هغه ماشومان چې دغواشیدې خورئ هغه دوینی دکمښت سره لاس اوګریوان دی، داځکه چې هغه موادچې وینه جوړوی دغواپه شیدوکی نشته، دمورشیدې ماشوم له ډیرووایروسونوڅخه ژغوری، دمورشیدې ماشوم له فلج څخه په خاص ډول سره ژغوری.

۱۳:هغه شکره چې دمورپه شیدوکی شتون لری، دکلسیوم اوپروتینوپه هضم کی پوره مرسته کوی، اوداشکره دماشوم په کلموکی یوډول تیزابیت (Acidity) پیداکوی چې دکلموهرډول جراثیم له منځه وړی.

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *