دمورشیدې دماشوم لپاره په اسلام اوساینس کی(۲) — عبدالغفارجُبیر

 

 

دمورشیدې دماشوم لپاره په اسلام اوساینس کی(۲)

 

عبدالغفارجُبیر

 

وماشوم ته شیدې ورکول دموردروغتیاضمانت کوی

کله چې یوه موروماشوم ته شیدې ورکوی نوله دې سره دمورصحت ښه کیږی، دماشوم دپیدایښت څخه وروسته په رحم کی څه تکلیفونه پیداکیږی چی ددې سره (Postpartum Bleeding) ضایع کیږی اوله دې څخه علاوه میاشتنی وینه (Menstrual Bleeding) هم ضایع کیږی، دشیدو ورکولوسره دمورهډوکی مضبوطه کیږی اوبله ګټه یی داده چې موردتیودسرطان (Brest Cancer) اودبچه دان دسرطان (Ovarian Cancer) څخه ژغورل کیږی، ددې  څخه علاوه دحمل په کانترولوکی هم  مهم رول لری.

 

دمورپرشیدوباندی دډاکتراسټیفن څیړنه:

دمورپه شیدوکی داسی اجزاءشتون لری چی لاتراوسه څیړنې ورباندی نه دی مکملې شوی، ځینی اجزاوې ئې موندل شوی دی، خوتراوسه ساینس پوهان دهغواجزاوپه دندونه پوهیږی، دجنوبی کیرولینادطبی پوهنتون ډاکتر اسټیفن په دې آنددی چې دمورشیدې دماشوم لپاره طاقتورهارمونونه تشکیلوی، اودماشوم دنشواونمالپاره بې بیلګې دی یونوی شی چی موږپیداکړیدی هغه میموټروپ (Mammotrope) دی چې ددماغ دیوې ارزښتناکې غدې  (Pituitary Gland) حجرې ورڅخه جوړې شوید ی چې دادانسان په ژوندکی ډیرارزښت لری چې دامواددماشوم دپيدایښت څخه تردریمې ورځی پوری دمورپه شیدوکی شتون لری اوبس چی ودې شیدوته کنډ(Colostrum) ویل کیږی، په دې شیدوپوری دماشوم ټول ژوندتړلی دی، کنډماشوم له چیچک، تبی، انفلوینزا، حساسیت، دردونواوفلج څخه ژغوری.

 

دمورشیدې اودماشوم وده:

دمورشیدې ماشوم ډیرژرغټوی، بدن ئې مضبوطوی، اعصابی نظام ئې تکړه کوی، هغه ماشوم چې دمورشیدې ئې خوړلی وي دهغه بدن دډیروناروغیوپه مقابل کی ښه مقاومت کوی، اوکه واکسین ورولګول شی نو ښه اغیزه ورباندی کوی، هغه ماشومان چې دخپلی مورشیدې روی دهغوذهنونه ډیرقوی دی اوددې ماشومانوحافظه هم ډیره قوی وی، ددی ماشومانوحافظه (8.3%) نسبت ونورماشومانوته زیاته ده.

The Quraan leads the way to science, by: Harun Yahya

Andian Express-May-1994

 

هغه ماشوم چې دمورشیدې ئې نه وی رودلی دهغوستونزې

کوموماشومانوچې دمورشیدې نه وی رودلی دهغو(Ovaries) خپل تروخت مخکی پخیږی چې داناوړه اغیزې لری اوهغه داچې یوماشوم (هلک اوانجلۍ) خپل تروخت مخکی وبلوغ ته رسیږی، اوبله ناوړه داده چې ماشوم خپل جنسی رجحان نشی قابوکولای، چې پایلې ئې ډیرې ناوړه اوبدی دي اووفحشاءاوجنسي تمایلاتوته لاره هواریږی له دې څخه علاوه دموررحم (Uterus) اوتي (Breasts) په سرطانونواخته کیږی، پروفیسرمیک ډونالډپر (۶۳۰) پرسرطان لرونکومیرمنوباندی څیړنې وکړی چې (۶۳٪) ئې هغه ښځې وې چې وخپلوماشومانوته ئې شیدې نه ورکولی، په افریقاکی دولت یوقانون وضع کړیدی چې بایدهره موروماشوم ته اقلا (۶) میاشتي شیدې ورکړی.

 

دماشوم غاښونه ولی چنجیان کوی؟؟؟

 ډاکټراحمدخان چی دغاښونومعالجوی ډاکتردی اود(D.D.S) ډګری ئې په نیویارک پوهنتون (New York University) وسرته رسولې ده، هغه وایی چې دماشومانودغاښونودچنجیویوه وجه داده چې دمورشیدې ئې نه وی رودلی، اودغوایاپه پوډری شیدوباندی لوی شوی وی، دغاښونودله منځه وړولویوه بله وجه داده چی کله چی ماشوم دمورشیدې نه خوری نونامناسبه خواړه خورئ، نوله همدې کبله ئې غاښونه له منځه ولاړشی اوکه چیری یوماشوم دمورشیدې وروی نودداسی تکلیفونوڅخه به نجات ومومی.

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *