دمورشیدې دماشوم لپاره په اسلام اوساینس کی(۷) — عبدالغفارجُبیر

 

 

دمورشیدې دماشوم لپاره په اسلام اوساینس کی(۷)

 

عبدالغفارجُبیر

 

۱۱: دتی رودل دموررحم وخپل اصلی حالت ته راولی، دښځې رحم هغه وخت چې ماشوم پکښې وی (۲۰) ځله ترخپل عادی حالت غټیږی، برعکس هغه میندې چې شیدې وماشوم ته نه ورکوی دهغه رحم پخپل حالت باندی غټ پاته کیږی.

۱۲: وماشوم ته شیدې ورکول هغه وینه ډیرژربندوی چې دماشوم دزیږیدووروسته راځی.

۱۳: دمورشیدې دماشوم لپاره هم دواده اوهم غذاده.

۱۴: شیدې ورکول  دموروزن کموی، په اوسط ډول سره دشیدورکولوپرمهال مورو(۵۰۰) کالوریوته اړتیالری، چې له همدې کبله ښځه نه پریږدی چې ډیره چاغه شی.

۱۵: ټولونړیوالوسازمانوداتائیدکړیده چې ماشوم ته بایدشیدې ورکول شی. چې په دې کی(WHO) او(UNICEF) هم شامل دی.

۱۶: دمورشیدې دماشوم دزړه دتکلیفونودرملنه ده.

۱۷: پوډری شیدې په ماشومانوکی شکره (Diabetes) زیاتوی.

۱۸: شیدې ورکول دانسولینوزیاته غوښتنه کموی، یعنی هغه مورچې شیدې ورکوی هغه به وډیروانسولینوته اړتیانلری.

۱۹: که ښځه وماشوم ته شیدې ورنکړی نوښځه به درحم په سرطان اخته شی.

۲۰: که ښځه وماشوم ته شیدې ورنکړی نودتخمدان په سرطان به اخته شی.

۲۱: پوډری شیدې په ماشومانوکی حساسیت (Allergies) زیاتوی.

۲۲: دمورشیدې په ماشومانوکه نفس تنګې (Asthma) کموی اویایی مخنیوی کوی.

۲۳: پوډری شیدې په ماشومانوکی ناڅاپی مرګ ډیروی.

۲۴: دمورشیدې دماشوم دنس ناستی په کنترولوکی پوره وڼده لری.

۲۵: دمورشیدې ماشوم ددماغ له ټولوستونځوڅخه ژغوری.

۲۶: دمورشیدې ماشوم له التهاب څخه ژغوری.

۲۷: پوډری شیدې په ماشومانوکی لمفاوی تکلیفونه پیداکوی.

۲۸: دمورشیدې ماشوم د (Crohn*s Diseases) دناروغیوڅخه ژغوری، داهغه ناروغې ده چې پرکولموباندی بدی اغیزې کوی کله اوږدمهاله شی چی درملنه ئې هم ناشونې شی.

۲۹: دمورشیدې ماشوم په ځوانۍ کی دروماتیزم اودمفاصلو(بندونو) دالتهاب څخه ژغوری.

۳۰: دمورشیدې په ماشومانوکی د(Hodgkins Diseases) کموی، داهغه ناروغیانې دی چې دینې ناروغۍ، دطحال (توری) ناروغۍ اودلمفاوی غدوالتهاب پکښې شامل دی.

۳۱: دمورشیدې ماشوم له ړوندوالی اوددیددکمزورتیاڅخه ژغوری.

۳۲: دمورشیدې انسان په زاړه عمرکی دهډوکوله کمزوتیاڅخه ژغوری.
۳۳: دمورشیدې دماشوم کولمې سموئ، نرموئ اوآراموی ئې.

۳۴: برعکس دغوایاپوډری شیدې دماشوم پرکولموباندی بدې اغیزې لری.

۳۵: پوډری شیدې ماشوم له خپلی اندازې څخه زیات چاغوی.

۳۶: هغه ماشومان چې تی روی په هغوکی دزړه اوسږوتکلیفونه ډیرلږدی.

۳۷: دمورشیدی عموماماشومان له دردونوڅخه ژغوری.

۳۸: دمورشیدې ماشوم له (Hemophilus.b) وایروس څخه ژغوری.

۳۹: هغه ماشومان چې تی روی دبدن پوستکی ئې سالم اوله ناروغیوخلاص وی.

۴۰: هغوماشومانوچې تی ئې رودلی وې پرهغوباندی واکسین ښه اغیزه کوی.

۴۱: دمورشیدې ماشوم دلویوکولموله التهاب څخه ژغوری.

۴۲: هغوماشومانوچې دمورشیدې ئې رودلی وې زیات بچي راوړی اوعقیم ډيری لږپکښی وی.

۴۳: دموردشیدوخوراک اوهضم ترپوډری شیدوهوسااوژرصورت نیسی.

۴۴: دمورشیدې مفتی دی نسبت وپوډری شیدوته.

۴۵:پوډری شیدې قیمتی اوځینی خولاداسی قیمتي دی چې رانیول ئې دهرچاوس نه دی.

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *