د ښځو په عدت کې الهي حکمت (امريکايي څيړنه او تحقيق)— ډاکتر مسلم اندړ

 

 

د ښځو په عدت کې الهي حکمت (امريکايي څيړنه او تحقيق)

 

 

ژباړه او راټولنه: ډاکتر مسلم اندړ

 

کله چې د ښځې خاوند مړ شي نو که حامله وي د بچي تر زيږيدلو مخکې، او که حامله نه وي نو تر څلورو مياشتو او لسو ورځو مخکې بل واده نشي کولاى.

اوس يوه امريکايي څيړونکي ټيم په خپلو وروستيو څيړنو او علمي تحقيقاتو کې د ښځو لپاره د يو سل او شل ورځو د عدت مودې ټاکلو او له رضاعي خويندو سره د نکاح د حرمت په اړه د قرآن کريم او شرعي احکامو علمي اعجاز ثابت کړى دى.

ډاکتر جمال الدين ابراهيم د کليفورنيا په پوهنتون کې د تسمم د برخې استاذ او د امريکا په متحده ايالاتو کې د ژوند اړوند څيړنو د لابراتوارونو مدير وايي چې د ښځو د (مناعې) دفاعي سيستم په برخه کې تحقيقاتو او څيړنو وښوده چې د ښځو په بدن کې يو نوعه دفاعي خاصې حجرې وجود لري چې د ارثي آثارو ساتونکې حافظه لري، د ښځې بدن ته هر داخليدونکى جسم مطالعه کوي او د هغه ارثي صفات له ځان سره ساتي، دغه حجرې بيا د ښځو په تناسلي سيستم کې تر يو سل او شلو ورځو پورې ژوندۍ پاتې کيږي.

نوموړى زياتوي چې دې څيړنو همدارنګه ثابته کړه چې کله هم د ښځو جسم ته (د منيو په څير) داخليدونکي اجسام ددې (١٢٠) ورځو مودې له پوره کيدلو څخه مخکې تغير وکړي (بدل شي) نو د ښځې په دفاعي سيستم کې يو قسم ګډوډي رامنځ ته کيږي چې هغه بيا په سرطاني زخمونو باندې د اخته کيدلو سبب جوړيږي، هغه زياته کړه چې دا لاسته راوړنه په علمي توګه دا ثابتوي کومې ښځې چې له يو څخه زياتو نارينه وو سره جنسي اړيکې ساتي دوى تر هر چا زياتې د رحم او تيو (سينو) په زخمونو اخته کيږى، او دا بيا د اسلامي شريعت ددې حکم حکمت څرګندوي چې ښځو ته له يوه څخه د زياتو خاوندانو اجازه نه ورکوي.

ډاکټر جلال الدين همدا راز څرګنده کړه چې دې څيړنو دا هم ثابته کړه چې دغه خاصې حجرې جسم ته د داخل شوي جسم ارثي آثار د (١٢٠) ورځو لپاره ساتى نو کله چې ددې ورځو له پوره کيدلو څخه مخکې بل واده وشي او حمل صورت ونيسي نو جنين يو څه اندازه د لومړى داخل شوى جسم د ارثي صفاتو لرونکى وي او څه د دوهم داخل شوي جسم.

همدارنګه داکټر جمال الدين ابراهيم چې اوسمهال له مصر څخه ليدنه کوي، وايي چې د ښځې د دفاعي سيستم څيړنو دا هم جوته کړه چې د مور شيدې له داسي اساسى حجرو نه جوړيږي کومې چې د مور او پلار تر منځ د مشترکو ارثي صفاتو درلودونکې وي چې بيا همدغه صفات د شيدو له لاري هر هغه ماشوم ته انتقاليږي کوم ته چې دغه مور پۍ ورکوي، او دا بيا په اسلامي شريعت کې له رضاعي (پۍ رودونکې) خور سره د نکاح د حرمت حکمت ثابتوي ځکه د دغه راز نکاح په نتيجه کې د ماشومانو په (مناعې) دفاعي سيستم کې د خلل پيدا کيدلو ترڅنګ نور ډير خطرناک ارثي امراض پيدا کيږي.

پدې هکله چې دې څيړنې څومره وخت نيولى دى نوموړي وويل چې تقريبا پوره يو کال دې څيړنو دوام وکړ او څيړونکي ټيم کې اوو تنو امريکايي او مصري متخصصينو برخه درلوده.

او ده دغه لاسته راوړنې هغه کانفرانس کې هم ګډونوالو ته وړاندې کړې چې پدې ورستيو کې د ترکيې هيواد کې د قرآن کريم او شرعي احکامو د علمي اعجاز په اړه جوړ شوى وو، او هلته يې هم د متخصصينو او پوهانو توجه ځان ته راواړوله.

په پاى کې ښاغلي ډاکتر جمال الدين ابراهيم پدې خبرې ټينګار وکړ چې د اسلامي شريعت احکام هر اړخيز او د ژوند په ټولو برخو مشتمل دي. او د انسانانو لپاره د هر راز ښيګڼو ضمانت ورکوي، ټولنه او کورنۍ له هر راز صحي، اخلاقي، رواني، بدني او عقلي ناروغيو او بدمرغيو څخه ساتي.

 

ماخذ: د عرب آنلاين په شمول ګڼ شمير عربي ويب پاڼې.

http://www.alarabonline.org/index.asp?fname=201166-26434.htm&dismode=cx&ts=22/04/2012%2016:12:10

ژباړه او راټولنه: ډاکتر مسلم اندړ

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *