آیا میږیان هم ږغیدای سی ؟ —- ډاکټر نثار احمد صمد

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

آیا میږیان هم ږغیدای سی ؟

 

 

لیکوال : ډاکټر نثار احمد صمد

 

قرآنکریم صریحأ فرمایلی دي چی میږیان خبری کوی ، خو ماده پرستانو او منکرانو به تمسخر کاوه او ویل به یې چی میږیان څنګه خبری کولای سی ؟ مګر نن ساینس دا ثابته کړه چی هو ، میږیان باالکل خبری کوی او د افهام او تفهیم پوره وړتیا لری .

ساینس پوهان وایی چی یو وخت به ووینو چی میږیان به خپل پوځ لری ، دوری هوری به ځغلی ، هدایتونه به اخلی او حمله به کوی . هغوی زیاتوی چی دغه حشرات یو د بل سره خبری کوی او تر نورو مخلوقاتو ډیر هوښیار او ځیرک دي . هغوی په دې وروستیو کی دا کشف کړه چی میږیان پر خپل نس باندی یوه حصه چی انګشتانې ته ورته ده ، وهی او د یو مخصوص اهتزازي ږغ د تولیدولو په واسطه د نورو میږیانو سره ارتباط قایموی . ساینس دا هم ثابته کړې ده چی میږیان هم د شاتو د مچیو غوندی ملِکه لری او د هغې امرونه منی . د میږیانو ملکه هم تر خپل رعیت غټه وی او د هدایاتو منبع یې ده .

په ۲۰۰۹ کی د برتانوي او هسپانوي ساینس پوهانو یو ټیم وتوانېد چی د میږیانو د ملکې ځانګړی ږغ د ۴۰۰ میږیانو په یو غار کی د څلور ملی متري مایکروفونونو په ایښودلو سره کشف او ثبت کړی او هغه ږغ بیرته نورو میږیانو ته کښېږدی .

د آکسفورډ پوهنتون پروفیسور ( جرمی توماس ) چی په دې څیړنه کی برخه لرله ، وویل چی کله موږ نورو میږیانو ته د هغوی د ملِکې ږغ وږغاوه ، نو هغوی هم یو مخصوص وضعیت وښود . یعنی هغوی په داسی حال کی بې حرکته او تیار ودرېدل چی خپل آنتنونه یې د سپیکر خواته جګ نیولی وو ، خپلی ذامی یې څو ساعته اوږدې نیولي وې ، یعنی داسی که څوک او هر شی نږدې ورسي ، باید حمله پر وکړی .

ساینس پوهان وایی چی میږیان د مقابل طرف اهتزازي یا ارتعاشي ږغ اخذ کوی او ښایی د بدن کومه برخه یې د داسی اهتزاز ( ویبرېشن ) لپاره چی په هوا کی خپریږی ، د اورېدلو دنده اجرا کوی . میږیان ګڼ شمیر ږغونه اوری او خپل مطلوب ږغ ورڅخه فلټر کوی او هماغسی اجرأت کوی . د میږیانو ملکه خپل نس موښی او هغوی ته د خبرو او افهام قابلیت ورکوی ، کارګران ځانته رابولی او خبر یا هدایت ورکوی .

اوس به د ساینس لاسته راوړنې د قرآن مجید د پوهونی سره و ارزوو . میږیان څلور شیان ښه پیژنی چی هغه انسانان ، حیوانان ، دوستان او دښمنان دي چی په قرآن کی ذکر سوي او ساینس منلی دي . د قرآن د النمل سورت اتلسم او نولسم نمبر آیتونه دې موضوع ته ښه اشاره کوی : « د لارې پر اوږدو چی کله هغوی د میږیانو ( کښتنۍ ) وادي ته راورسېدل ، نو د میږیانو څخه یوې وویل : اې میږیانو ! خپل مسکن ( یعنی ټاټوبي ) ته ننوزﺉ ، داسی نه چی سلیمان او د هغه ډله ( پوځیان ) تاسو په غلطۍ سره لټپېر نکړی ( تر پښو مو لاندی نکړی . ) » ( د قرآن اووه ویشتم نمبر سورت یعنی النمل : اتلسم آیت ) .

په دغه آیت کی اړونده میږي پېښېدونکیً خطر ( چی دوی ورسره مخامخ کېدونکي وو ) په څلورو مرحلو کی څرګند کړ :

لومړی ـ « اې میږیانو ! » : دا لومړنی خبردارﺉ دی چی میږی د نورو میږیانو پام بېله ځنډه او ژر رااړوی . په دې اعلان یا خبرداري سره نور میږیان د تیارسیً په حال کی راځی تر څو مابعده هغه سیګنلونه پسی تر لاسه کړی چی عین میږی به یې ورته ووایی .

دوهم ـ « خپل مسکن ته ننوزﺉ » : دلته خبر ورکونکی ( یعنی ملکه ) خپل بل سیګنل ور وړاندی کوی او هدایت ورکوی چی هغه کار وکړﺉ چی باید ویې کړﺉ ، یعنی هغه څه به کوﺉ چی لازم وی .

درېیم ـ « مبادا چی سلیمان او د هغه ډله مو چختاڼ نکړی » : په دې ټوټه کی متکلم میږی ( یعنی ملکه ) خپلو اتباعو میږیانو ته د اړونده خطر دلیل وایی چی موضوع له څه قراره ده .

څلورم ـ « بېله دې چی هغوی پوه سي ، یا اشتباه ونکړي » : میږیان د مخکنیو خبرداریو په دوام د یو عکس العمل په توګه د دفاع لازم اقدامات کوی یا ګام اوچتوی . خو مشر میږی ( چی ملکه ده ) خپلو اتباعو ته ډاډ او هدایت ورکوی چی د خطر پر منبع باندی باید حمله ونسي دا ځکه چی هغوی اصلی دښمنان نه دي . او هغه ( یعنی سلیمان علیه السلام ) نه غواړي چی قصدأ د میږیانو پر سلطنت حمله وکړی . سلیمان (ع) او د هغه پوځیان خبر نه دي چی پر لاره یې میږیان موجود دي . نو ځکه میږیان هم هغوی خپل دښمنان نه بولی .

ښه ، دا چی د میږیانو ملکه خپل رعیت خبردار کوی چی پر سلیمان (ع) باندی برید ونکړﺉ ، دلته د ساینسي پلوه یو عجیب راز نغښتی دی . هغه دا چی میږیان د ارتباط نیولو خاص کیمیاوی شِفرونه لری . دا چی موږ پورتنی خبردارﺉ پر څلورو برخو وویشیً ، آیا پوهیږﺉ چی ساینس په دې هکله څه لری ؟ وبه یې څیړو :

میږیان د خطر یا خبرداري پر مهال خپل تر منځو کیمیاوی ارتباط قایموی او کله چی د معلوماتو د تبادلې سرعت لازم وی ، نو دغه خبردارﺉ د دفاع د کیمیاوی سیګنلونو  په ترشح یا افراز سره مشخص کیږی . د هغوی دفاعي غدې د خبرداري او دفاع د رول ادا کولو مسؤلیت لری . مثلأ کله چی میږیان د کوم خطر سره مخامخ سی ، نو د دفاعی غدو څخه څو ذرې مایعات افراز کوی تر څو نور میږیان خبر کړی چی وځغلی او د خپلو انتنونو په واسطه اهتزازات ( ویبرېشن ) تولید کړی او په دې ډول د تیارسیً احوال ورکوی .

نو لومړنۍ هغه ماده چی ترشح کیږی ، « الډیهایډ هیګسانل » نومیږی . دغه ماده د میږیانو پام رااړوی او هغوی باخبره کوی او په دې ډول یې انتنونه جګ کوی تر څو نور بویونه ولټوی .

کله چی هغوی وروسته « هیګسانول » ترشح کړی ( چی الکولی مواد دي ) نو میږیان تیارسیً کیږی او پر هره خوا ځغلی تر څو د ستونزی یا خطر منبع پیدا کړی .

خو کله چی « انډي کېنن » ترشح کړی ، نو میږیان د خطر منبع ته رسیږی او هر هغه خارجی شی چیچی چی د غار په حدودو کی یې وی .

کله چی اصلی هدف ته ور نږدې سی ، نو یوه خاصه ماده افرازوی چی « بټی لوکټینل » نومیږی چی هغوی یرغل ته چمتو کوی او هم یې د ځاني قربانۍ جذبه لوړوی .

فلهذا ، دغه کیمیاوی ارتباط د خطر پر مهال خورا اهمیت لری . دغه هره ماده خپل خپل کوډ ( شِفر ) لری چی یوه ځانګړې لهجه یې ضمیمه وی .

اوس که موږ دغه کیمیاوی ارتباط د پورتني قرآني آیت د څلورو برخو سره پرتله او مقابله کړو ، نو دې نتیجې ته به ورسیږو : هغه مواد چی اړونده میږی ( یعنی ملِکه ) یې په دغسی حالت کی د خپل بدن څخه افرازوی ، څلور ډوله دي او هره ماده یې ټاکلې ژبه او کوډ لری ، یعنی :

لومړی ـ « الډیهایډ هیګسانل » لومړنۍ هغه ماده ده چی میږی یې هغه مهال افرازوی چی خطر احساس کړی او کېدای سی دې ته د « خطر زنګ ـ سایرن » ووایو . د هغه په اورېدو سره نور میږیان پر یو ځای راغونډیږی ، چمتو کیږی او مابعده سیګنلونو ته منتظر کیږی چی په څه باره کی به وی . دا هماغه د پورتني آیت لومړنۍ برخه راپیژنی چی وایی « اې میږیانو ! » .

دوهم ـ وروسته اړونده میږی ( ملکه ) خپله دوهمه کیمیاوي ماده ترشح کوی چی « هیګسانول » نومیږی . د دې په افراز سره میږیان هری خوا ته ځغلی چی اصلی شی پیدا کړی . هغه میږی چی دغه ماده تولیدوی باید متوجه وی چی ټول میږیان به واقف کوی چی ایسته او ګوښه سی . او دا باالکل هغه څه دی چی په دې آیت کی اړونده میږي نورو ته احوال ورکړ چی خپل غار ته ننوزﺉ . دا د متکلم لخوا یوه لارښوونه ده چی خپلو اتباعو ته یې صادروی . په دې ډول هغوی اصلی خبري ته متوجه کوی چی نن هم ټوله میږیان همداسی کوی .

درېیم ـ « انډي کېنن » ورپسې هغه کیمیاوی ماده ده چی میږی یې ترشح کوی . دغه ماده د خطر علت ورښییً او دا هغه څه دی چی اړونده میږي د آیت په درېیمه برخه کی ووایه ( یعنی : مبادا چی سلیمان او د هغه پوځیان مو تر پښو لاندی نکړی ) . نو کله چی میږیان دغه ماده تر لاسه کړی د اړونده خطر سره مخامخ کیږی . نو چی تیار سي ، وار څلورمی مادې ته رسیږی .

څلورم ـ په وروستي پړاو کی متکلم میږی یوه خاصه کیمیاوي ماده افرازوی چی « بټی لوکټینل » نومیږی . دلته متکلم میږی د دفاع امر کوی او د دفاع نوعیت یا ډول ورښیی . ورته وایی چی سلیمان (ع) او پوځیان یې « په غلطۍ یا بې خبرۍ سره تاسو لټپېر نکړی » . دلته هغوی د حملې څخه منع کوی تر څو مرګ ژوبله پېښه نسی .

خو کله چی سلیمان (ع) دالهی پیرزوینی په مرسته د میږي دغه خبردارﺉ او فریاد واورېدﺉ نو موسکا یې وکړه او الله تعالی ته یې شکر ادا کړ ( مابعده آیت ) . د پورتنۍ موضوع د ښه وضاحت لپاره لاندینی جدول مرستندوی او ګټور دی :

 

شماره …. د اړونده آیت برخی ……………………….. کیمیاوی مرکبات

۱ …….. اې میږیانو ! ………………………………. هیکسانل

۲ …….. خپلو غارونو ته ننوزﺉ …………………… هیکسانول

۳ …….. مبادا سلیمان او ډله یې تاسو لټپېر نکړی …… انډي کېنن

۴ ……… په بې خبرۍ سره ………………………… بټی لوک ټینل

 

ښه ، دا چی پخوا به غیر مسلمانانو ، آن له اسلامه منکرانو ملنډی وهلې چی میږیان څنګه خبری کولای سی ، او د قرآنکریم دغه آیت به یې استهزا کاوه ، خو نن په بشپړ ډول سرځوړي سوي او د دغو نوو ساینسی انکشافاتو په وړاندی ګونګیان دي .

په زړه پوری لا دا چی پورتنی قرآنی آیت هم د نورو ټولو آیتونو غوندی د ستری معجزې څخه ډک دی ، یعنی :

لومړی دا چی ۱۴۰۰ کاله مخکی یې هغه څه ویلی وو چی ساینس فقط څلور کاله مخکی کشف کړل ؛

دوهم دا چی فرمایلی یې دي چی اړونده میږی « نر » نه بلکی « ماده » وه ! په دې هکله هم تر څو کالو وړاندی پوری هیڅوک نه پوهېدل چی اړونده میږی څنګه ماده و ؟! خو اوس چی ساینس ثابته کړه چی میږیان هم ملِکه لری او هغه یې مشري کوی ، نو د قرآن دغه آیت هم د لمر غوندی وځلېد او د منکرانو ، مرتدانو او دهریانو خولې یې وګنډلې او که هغوی لږ وجدانی احساس ولری نو باید بیرته مسلمانان سی او توبه وکړی ؛

درېیم دا چی د قران مجید همدا آیت په هغه سورت کی واقع دی چی النمل نومیږی یعنی میږی ! الله تعالی دغه ټول سورت د میږي په نوم سره نازل کړی دی چی دا پخپله یوه معجزه ده او د دې سورت د ریاضی معجزې د لیکوال په بل اثر ( قرآنی ریاضی ، ۳۰۴ ـ ۳۰۵ مخونو ) کی څیړل سوي دي .

په هر صورت ، روایت دی چی یو وخت کوم جليل القدره بزرګ سړﺉ کوفې ته راغلئ . ډېرخلګ ورته راټول سول . د وعظ او نصیت څخه وروسته یې وويل چي که هرڅوک  پوښتنه لرﺉ  ويې کړﺉ . امام ابوحنيفة (رح) هم په دې مجلس کي حاضر و چی دا مهال نوئ ځوان وو . ده د دغه عالم څخه وپوښتل چی هغه میږی چی د سلیمان (ع) سره یې خبری وکړې او د قرآن مجید د النمل په سورت کی یې ذکر هم راغلی دی ، آیا نر وو که ماده ؟
بزرګ چي دا سوال واورېدئ  نو پټه خوله سو
.
بيا امام صاحب ورته وويل چي د سليمان عليه السلام دغه ميږی ماده وه
. دا ځکه چي الله (جل جلاله) په قرآن کريم کي  په خپل دغه قول یعنی : «قالت نملة» کی د قالت فعل مونث فعل ويلئ دئ ، نو که هغه مېږَی نر وای الله پاک به داسي فرمايلي وای : «قال نملة» . په دې معقول ځواب سره هغه عالم ډیر خوښ او ابو حنیفه خورا پر ګران سو ( اخلاقی کنایې ، لومړی جلد ، د لیکوال اثر : ۱۱۳ ـ ۱۱۴ مخونه ) .

اسلامی جیدو عالمانو ویلی دي چی الله تعالی به دغه میږی هم د نهو نورو حیوانانو غوندی جنت ته داخل کړی . پوره تشریح یې د لیکوال په بل اثر ( اخلاقی کنایې ، دوهم جلد ) کی راغلې ده .

ښه ، دا چی میږیان هر ډول ږغونه اوری خو خپل مطلوب ږغ ورڅخه فلټر کوی او د هغه مطابق عمل کوی ، آیا داسی نه ده چی الله تعالی فرمایی چی ټول مخلوقات زما ثنا وایی خو تاسی نه په پوهیږﺉ ؟! ( الاسرأ : ۴۴ ) .

پروفیسور رابرټ هیک لینګ وایی چی میږیان زموږ د خبرو په وړاندی غبرګون نه ښیی او نه یې اغیزمن کوی . مګر که موږ هغه په مطلوب اهتزاز کی راولو نو هغوی اغېزمن کوی او عکس العمل ښیی . پس دا ثابتیږی چی میږیان هم کټ مټ د انسانانو غوندی خپله ژبه لری او یو خاص ملت دی . ساینس پوهانو معلومه کړې چی دوولس زره ډول ډول میږیان موجود دي چی مجموعي تعداد یې تر انسانانو زیات دی . نو ځکه الله تعالی فرمایی چی ټوله حیوانان او مرغان ستاسو غوندی ملتونه دي ، موږ په دې کتاب کی هیڅ شی هم نه دی پرې یښی او ټول به بیرته راغونډیږی ( الانعام : ۳۸ ) . قرآن فرمایی چی موږ به خپلی نښی په کاینات او پخپله د دوی په دننه کی هم ورښکاره کړو تر څو دا ورته ثابته سی چی دا حقیقت دی… ( حم السجده : ۵۳ ) .

نو لوی او مهربان خدای دی پر هغه څه د کولو توفیق راکړی چی لپاره یې دې دنیا ته راغلي یو او همدا اوس هم ډیر ناوخته نه دی! ( پورتنۍ لیکنه د لیکوال د ناچاپه اثر : قرآنی ساینس څخه رااخیستل سوې ده ) .

 

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *