د اسلام آباد د بچولو دپاره زغروال دېوال جوړيږي — محسن علی زئ

 

د اسلام آباد د بچولو دپاره زغروال دېوال جوړيږي

 

لیږونکی: محسن علې زی



پاکستانی حکومت په پام کښي لري چي د ځانمرګو او تروريستي حملو د مخنيوي په موخه پر پلازمینه اسلام اباد يو زغروال دېوال را وګرځوي .

 

دا دېوال چي تقريباً درې نيم متره ارتفاع به ولري د لس کيلومتره مربع په مساحت به د اړوندي نومول سوي ( ريډ زون) ساحه، چيري چي زياتره بهرني سفارتونه، د امريکا سياسي دفترونه او پخپله د پاکستان يو شمېر دولتي ودانۍ شتون لري، تر پوښښ لاندي راولي او ترڅنګ به يې اضافي عسکر، کامرې، سکنرونه، اغزن سيمونه او نور په پرمختللي تکنالوجي سمبال وسايل دلته کښي ځای پر ځای کړي .

 

د اسلام اباد د زغروال دېوال پلان چي لا له وړاندي طرحه سوئ وو پدې وروستيو کښي د پاکستاني مقاماتو له لوري د تائيد وړ ګرځېدلئ، د اسلام آباد د لوړپوړي امنيتي آمر (اغا علي عباس) په وينا دا يقيني سوې ده چي دا دېوال به جوړيږي خو دا چي د خښتو به وي که د اغزن سيمونو، لا فيصله نه ده پرې سوې .

 

 خاکسير

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *