دګران هیواد دسپورت لوبډلی پرون دبنګله دیش څخه کابل ته راورسیدې! — محسن علی زئ

 

د ګران هیواد دسپورت لوبډلی پرون دبنګله دیش څخه کابل ته راورسیدې!

 

محسن علی زی

 

د آسیا دسپورت د لوبډلو ترمنځ سیالی چی په بنګله دیش کی په لار اچول شوی وې دګران هیواد افغانستان دسپورت د ډګر اتلانو هم پکې ډیری په زړه پوری لاسته راوړنې لرلی.

دبایسکیټبال اتلانو ګران افغانستان ته اتلولی راوړه اود فوټبال دلوبډلی ځلمیانو دویم مقام خپل کړو.

پدغه سیالیوکی ۱۵۲سپورتی ځلمیانو دافغانستان له لورې ګډون کړی وو چی په ترڅ کی ۳۲مډالونه دافغانستان لوبغاړولاسته راوړې چی د دی جملې څخه ۷ لوبډلو د سروزرو مډالونو په خپلولو سره  د اتلولی مقام خپل هیوادته ورپه برخه کړو او نور لوبغاړی دسپینوزرو او ژیړو مډالونو سره خپل ګران هېواد ته را ستانه شول.

زه محسن علی زی  په لمړې قدم کی دافغانستان ټولو د سپورت ځوانانوته اوبیاهر افغان بچی ته د دی ویاړونو مبارکې وایم.

زمونږ دګران هیواد دبچیانو دلا سرلوړی په هیله.

محسن علی زی

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *