افغان زده کونکو د قاهری په فستيوال کی اتلولی خپله کړه — محسن علی زئ

 

افغان زده کونکو د قاهری په فستيوال کی اتلولی خپله کړه

 

 

لیږونکی: محسن علی زی

 

پرون د قاهری په پوهنتون کی د بهرنیو زده کونکو لپاره په جوړ شوی فیستیوال کی چی دری ورځی به دوام وکړی، افغان زده کونکو هم ګډون کړی دی .

دغه فيستيوال چی لومړی ورځ یی رسم ګذشت ‌، دوهمه ورځ یی لوبی او دریمه ورځ يی نندارتونونه دی، ټاکل شوی ده چی صبا پای ته ورسیږی .

 

نن چی د پروګرام دوهمه ورځ وو افغان لوبډلی وکولای شو چی د ولیبال اتلولی خپله کړی او څلور لوبډلی تر شا پریږدی .

په قاهره کی میشت افغان زده کونکو نن لومړی لوبه د روسیه سره پیل کړه چی له ګټلو ورسته یی سوډان مخی ته و درید.

د سوډان له ګټلو ورسته سره له دی چی لوبغاړی ستومانه ښکاریدل خو بیا هم د قزاقستان لوبډلی ته یی ماتی ورکړه او فاینل ته ووت .

فاینل لوبه یی د اندونیزیا د لوبډلی سره تر سره کړه چی دوه میدانه یی سر پر سر وګټل او اتلوالی يی خپله کړه .

ټاکل شوی ده چی صبا به د قاهری په پوهنتون کی چی د پروګرام ورستی ورځ ده، افغان ولیبال لوبډله خپله لاسته راوړنه تر لاسه کړی .

 

د یادونی وړه ده چی هر کال دا پروګرامونه د قاهری په پوهنتون کی تر سره کیږی او افغان زده کونکی په کی ښه ځلیږی .

په قاهره کی د افغان زده کونکو د ټولنی یو تن مسئول او لوبغاړی شمس الهداء  د افغان دولت څخه وغوښتل تر څو په بهر کی میشت افغان زده کونکو ته ډیره پاملرنه وکړی او د همداسی پروګرامونو د پلی کولو لپاره دی ورته زمینه برابره کړی تر څو وکولای شی چی د ګران هیواد افغانستان نوم اوچت کړی.

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *