مشهور سعودي شخصيت عائض القرني په ادبي غلا محکوم شو! — ګل رحمان نيازى

 

مشهور سعودي شخصيت عائض القرني په ادبي غلا محکوم شو!

 

ګل رحمان نيازى

 

په سعودي عربستان کې د القاعده جهادي تنظيم مخالف وتلى عالم دکتور عائض القرني دده د مشهور کتاب (لا تيأس) له کبله په ادبي غلا محکوم شو.

څه موده وړاندې ليکوالې سلوا العضيدان په عائض القرني تور ولګولو چې د دې د کتاب (هکذا هزموا اليأس) ډيره برخه يې د ليکوالۍ د اصولو په خلاف پرته له دې چې اصلي مرجع ته اشاره وکړي، نقل کړې ده او په خپل کتاب (لا تيأس) کې يې ځاى پرځاى کړې ده، حتى د دې د کتاب مقدمه يې هم د خپل کتاب په يوه فصل کې هوبهو راوړې ده، چې آن ځينې مطبعي تيروتنې يې هم ندې اصلاح کړي!

ليکواله سلوا وايي چې ما خپل کتاب په (٢٠٠٧) کال کې چاپ کړى دى او دکتور القرني له لومړيو هغو کسانو څخه وه چې کتاب مې ورته ډالۍ کړ، چې هغه هم د خپلې خوښې په څرګندلو سره مننليک راوستولو او ما يې څه برخې ته د کتاب په پښتۍ کې هم ځاى ورکړ.

نوموړې زياتوي چې په لمړي سر کې دکتور القرني هڅه وکړه چې ما په لس زره ريالو خوشاله کړي تر څو رسما له خپلې داوې څخه تيره شم خو ما ونه منله تر څو چې نوموړى په ليکلې بڼه بښنه ونه غواړي او خپل کتاب له بازار څخه را ټول نه کړي.

بالآخره د سعودي عربستان د ليکوال د حقوقو کميټې وروسته له ډير غور او څيړنې څخه د جنوري په ٢٤ د سې شنبې په ورځ په دکتور عائض القرني باندې رسما د ادبي غلا پريکړه وکړه او درې لکه او ديرش زره (٣٣٠٠٠٠) سعودي ريال يې نغده جرمانه پرې کيښودله چې درې لکه به يې سلوا العضيدان ته ورکول کيږي، او همدارنګه پريکړه يې وکړه چې د القرني کتاب (لا تيأس) بايد له بازار څخه را ټول کړل شي او هر نوع اخستل، خرڅول او هيواد ته واردول يې ممنوع وګرځول شو.

دکتور القرني د استيناف غوښتنې لپاره (٦٠) ورځې وخت لري.

د القرني (لا تيأس) کتاب په عربي نړې کې يو له مشهورو او ډير پلورل شوو کتابونو څخه شميرل کيږي.

د يادونې وړ ده چې دکتور عائض القرني په سعودي عربستان کې د القاعده جهادي تنظيم يو کلک مخالف، مشهور ليکوال او داعي دى، کيداى شي چې دده دغه رسوايي به د القاعده تنظيم د خپل فکر لپاره يوه ستره بريا وګڼي او دا به په دوى باندې د الله پاک يوه ستره پيرزوينه وبولي چې د دوى يو مشهور مخالف عالم يې وشرمولو.

ماخذ: ګڼ شمير عربي ويب پاڼې.

 

ګل رحمان نيازى

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *