نیوټ ګنګریچ: افغان حکومت له مونږ سره د احمقانو په څیر لوبه کوی — لوی افغانستان

 

 

نیوټ ګنګریچ: افغان حکومت له مونږ سره د احمقانو په څیر لوبه کوی

 

منبع: لوی افغانستان

 

د امريکاپه ولسمشريزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند وايي، امريکايان نور مجبور نه دي، چې افغانستان جوړ کړي، ځکه افغانانو خپل ټول عمر له بهرنيانو سره په کرکه کې تېر کړى دى.

نيوټ کنګريچ وايي، د ولسمشر حامد کرزي حکومت له دوى سره د احمقانو په څېر لوبه کوي.

د امريکا په ولسمشريز ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند نيوټ ګنګريچ وايي، په افغانستان کې د ستونزو حل نور ستونزمن دى او له دې وروسته دا په خپله په افغانانو پورې اړه لري، چې خپل تياره او حقير ژوند روښانه کړي.

((موږ نور مجبور نه يو، چې افغانستان جوړ کړو او دا ممکنه هم نه ده. دا هغه خلک دي، چې خپل زرګونه کاله ژوند يې يوازې له بهرنيانو سره په کرکه او جګړه کې تېر کړى دى. په افغانستان کې زموږ حضور د دغه هېواد لپاره د نوو بهرنيانو په څېر دى، چې اوس بايد موږ له خپلې خاورې وباسي او دا يو واقعي مشکل دى)). د جمهوري غوښتونکي ګوند دغه نوماند وايي، اوباما بايد په افغانستان کې د دوو امريکايې سرتېرو تر وژل کېدو مخکې د قران کريم د سوځونې په تړاو له افغانستان نه بښنه نه واي غوښتې. ګنګريچ وايي، د ولسمشر حامد کرزي حکومت له دوى سره د احمقانو په څېر لوبه کوي.

(( زه د خپلې وړاند وينې له مخې وايم، چې د ولسمشر کرزي حکومت له موږ سره د احمقانو په څېر لوبه کوي، نو له همدې امله زه فکر کوم موږ يوه داسې ولسمشر ته اړتيا لرو، چې موږ ته د هغو خلکو په اړه، چې زموږ د وژلو په لټه کې دي، حقيقت و وايي.))

د سياسي چارو کارپوهان د نيوټ ګنګريچ دغه څرګندونې له حقيقت نه لرې او د افغانستان د خلکو سپکاوى بولي. د دوى په وينا، په افغانستان کې د روان تاوتريخوالي او ترهګرۍ رېښې د امريکا او لويديز له هغو تېروتنو سرچينه اخلي، چې له کابل نه يې د شوروي اتحاد د ځواکونو تر وتلو وروسته کړې دي.

د ولسي جرګې غړى حافظ عبدالقيوم وايي، د زندانونو د سپارنې او د شپې عملياتو د بندولو په اړه د افغان حکومت غوښتنې د افغانستان د ملي خپلواکۍ او حاکميت غوښتنې دي او دا احمقانه لوبې نه دي، بلکې احمقانه لوبې د دوى دا څرګندونې دي.

ګنګريچ په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې ويل کيږي د هغه اصلي سيالانو ميت رامني او ريک سانتروم د امريکا په ډېرى ايالتونو کې د خلکو د غوڅ اکثريت ملاتړ ترلاسه کړى دى.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *