ولسمشر کرزی د کندهار پیښه قصدی انسان وژنه وبلله — لوی افغانستان

 

ولسمشر کرزی د کندهار پیښه قصدی انسان وژنه وبلله

 

 

لوی افغانستان

 

ولسمشر حامد کرزي په کندهار کې د امريکايي سرتېري له خوا د ملکي خلکو وژل وغندل او دا کړنه يې قصدي انسان وژنه وبلله.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه نن (د کب ٢١مه) رسنيو  ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د امريکايي سرتېري له خوا د ملکي خلکو وژنه ترور او نه بښونکى عمل وباله

د سرچينې په وينا، تېره شپه يو امريکايى سرتېرى د کندهار د پنجوايي د زنګ اباد د بلندي پول په سيمه کې د ملکي خلکو کورونو ته ورغى، ۱۶ عام وګړي يې ووژل، چې نهه ماشومان، درې ښځې هم په کې شاملې وې او پنځه نور يې ټپيان کړل.په خبرپاڼه کې د حامد کرزي له خولې راغلي: ((د افغانستان حکومت او خلک د امريکا د متحده ايالاتو له حکومت څخه د دغې پېښې په اړه وضاحت غواړي.))سرچينه وايي چې ولسمشر د پېښې له خبرېدو وروسته، سيمې ته يو ځايي پلاوى واستاوه چې په کې په سوېلي حوزه کې د ولسمشر استازى او د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير اسدالله خالد، د کندهار امنيه قوماندان، د پنځم اتل قول اردو قوماندان، د ولايتي شورا غړي او قومي مشران شامل دي.د خبرپاڼې په خبره، حامد کرزي دغه راز په يوه ټېلېفوني اړيکه کې د ټاکل شوي پلاوي له غړو او د سيمې له مشرانو سره د پېښې په اړه خبرې وکړې.د سيمې يوه قومي مشر حاجي صمد اکا، چې په پېښه کې يې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي وو، ولسمشر کرزي ته د ټېلېفون په کرښه وويل: ((د ملکي تلفاتو د مخنيوي په اړه ستاسو پر بيا بيا غوښتنو سربېره، امريکايي ځواکونه بې ګناه خلک وژني. امريکايي سرتېري پر موږ ظلم کوي او اور يې راباندې بل کړى دى.))خبرپاڼه وايي، چې د سيمې اوسېدونکو ولسمشر ته په ټينګار سره وويل، چې دوى له افغان حکومت څخه غواړي، چې د دې پېښې عاملينو ته دې سخته سزا ورکړل شي.

 د سرچينې په وينا، حامد کرزي د سيمې خلکو ته ډاډ ورکړ، چې افغان حکومت به د دغې پېښې په اړه له امريکايي لوري سره جدي خبرې وکړي او بې پوښتنې به يې پرې نه ږدي.

دغه راز سرچينه وايي، چې ولسمشر کرزي له کابل څخه هم يو پلاوى ټاکلى دى، چې سيمې ته ورشي او د پلاوي سرپرستي لوى درستيز جنرال شېرمحمد کريمي کوي او د کورنيو چاور وزارت امنيتي مرستيال او د ملي امنيت مرستيال هم په کې دى.

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *