افغان حکومت کابل ته د روهراباکر د سفر مخه و نیوله — لوی افغانستان

 

 

افغان حکومت کابل ته د روهراباکر د سفر مخه و نیوله

 

لوی افغانستان

 

افغان چارواکو د امريکا د کانګرس هغه غړي ته د افغانستان د سفر اجازه نه ده ورکړې، چې د افغانستان پر حکومت سختې نيوکې کوي او د دغه هېواد د وېشلو د طرحې ملاتړ يې کړى دى.

د راپورونو له مخې، د کانګرس غړي ډانا روهرابکر، چې د دې جرګې د بهرنيو اړيکو د فرعي کمېټې رييس هم دى، غوښتل چې له دوبۍ څخه کابل ته لاړ شي، خو وېزه ورنه کړاى شوه او پرې نه ښودل شو چې په الوتکه کې کښېني.

افغان چارواکو روهرابکر د افغانستان د ملي يووالي ضد بللى، خو روهرابکر وايي چې د افغانستان په حکومت کې يې د پراخ فساد پر ضد ږغ پورته کړى دى.

روهرابکر د کانګرس له څو نورو غړو سره د روان کال په جنورۍ کې له يو شمېر افغان تنظيمي مشرانو سره په برلين کې د افغانستان پر فدرالي کېدو او حتى وېشل کېدو خبرې کړې وې.

ده تېره مياشت د پاکستان د بلوچستان د تجزيه کېدو غوښتنه هم کړې وه.

راپورونه وايي، چې روهرابکر د يوه پلاوي په مشرۍ د جمعې په ورځ کابل ته روان و خو افغان چارواکو له ده پرته د ده د پلاوي نورو غړو ته وېزه ورکړه او هغوى وړمه ورځ د ملي جبهې له مشرانو سره وکتل.

ويل شوي چې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي له لوري د امريکا د باندنيو چارو وزيرې هيليري کلينټن ته يو پيغام استول شوى او په هغه کې ويل شوي، چې د کانګرس غړي روهرابکر ته به اجازه ورنه کړي، چې په افغانستان کې قدم کېږدي.

افغان مقاماتو، چې نه يې غوښتل نومونه يې واخيستل شي، ويلي، چې روهرابکر ته يې د دې لپاره د افغانستان وېزه نه ده ورکړې، چې نوموړي له يو شمېر افغان سياستوالو سره په برلين کې د افغانستان د غيرمتمرکز کېدو په باب خبرې کړې وې، چې دا د افغانستان په کورنيو چارو کې د ده لاسوهنه وه.د امريکا حکومت تر اوسه پورې روهرابکر ته د وېزې د نه ورکولو په اړه د افغانستان د حکومت پر اقدام غبرګون نه دى ښکاره کړى خو په کابل کې د امريکا سفير د کرزي د حکومت له مخالف سياسي ايتلاف سره د روهرابکر د ملګري پلاوي د غړو د کتنې په اړه وويل، چې دا مسئله د امريکا له حکومت سره تړاو نه لري.پلاوي وړمه ورځ د ملي جبهې له مشرانو سره د دوو ساعتونو په مخه وکتل، له دې کتنې وروسته دوى په يوه خبرپاڼه کې وويل، چې له افغانستانه د بهرنيو څواکونو تر وتلو مخکې بايد د افغانستان په سياسي نظام کې بدلون راوستل شي او اوسنى رياستي سيسټم دې پر پارلماني واوړل شي.په کابل کې د امريکا سفير وويل، چې د کانګرس د غړو څرګندونې د امريکا په حکومت پورې نه اړوندېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *