دهيواد دلومړنۍ جمهوررئيس شهيد سردارمحمد داود خان لور ميرمن درخاني داود هيواد ته راستنه شوه

 

دهيواد دلومړنۍ جمهوررئيس شهيد سردارمحمد داود خان لور ميرمن درخاني داود هيواد ته راستنه شوه
 
منبع: باختر اطلاعاتی آژانس

ميرمن درخاني دشهيد سردارمحمد داودخان دريمه لور ده چې  په اغلب گومان سره  دخپل پلار دترلاسه شوي  مړي دبيا ښخولو په مراسمو کې  گډون وکړي  راغلي ده .دباختر اژانس  دخبريال  دخبرله مخې  دافغانستان داسلامي  جمهوريت  د جمهوررئيس  حامدکرزي  له حکم سره سم يو کميسيون موظف شوي دي  چې دسردار محمد داود خان  مړي  چې د ١٣٥٧  کال دثوردمياشتي  داوومي نيټي په کودتاکې دکمونستانو له خوا شهيد کړاي شوي و پيدا او وپيژني   اوپه څانگړو  مراسمو سره خاورو ته وسپارل شيکميسيون  له زياتو څيړنو وروسته دهيواد دلومړۍ  جمهوررئيس  اودده دکورني   ديوشمير غړو مړي وپيژندل  .اوس  ويل کيږي دهيواد دلومړنۍ  جمهوررئيس مړي به په ځانگړو مراسموسره  خاورو ته وسپار ل شي .دهيواد دلومړۍ جمهوررئيس  لور ميرمن درخاني داود ، دسردار زوم   ډاکتر توريالي  دشهيدلمسيان  طارق   ، زهرا غازي  او آرين غازي ، دشهيدسردارمحمد داودخان  نږور اودملت دبابا  خوريې  نن کابل ته راورسيدل.ميرمن درخاني  دکابل په نړيوال هوايي ډگرکې  خبريالانو ته وويل زما دهيواد  خلک  له ديرشو کلونو وروسته  په دي وپوهيدل  چې زما پلار ددوي  خدمتگار و  .دکابل په نړيوال هوايي ډګرکې  دبهرنيو چارو  وزارت سياسي معين ، ددغه وزارت  دشتريفاتو رئيس او دشهيد سردارمحمد داود دکورني يوشمير غړ  ميرمن درخاني  او ملگرو ته يي  هرکلي ووايه .

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *