طالبانو يو امريکايی عسکر نيولی دی — نثار احمد صمد

 

طالبانو یو امریکایی عسکر نیولی دی 

 

منبع : سی بی ایس نیوز ( امریکا )

نېټه : ۲۰۰۹/۷/۲

ژباړن : نثار احمد صمد

د طالبانو یو قوماندان د « سی بی ایس نیوز » خبریال سمیع یوسفزي ته په پنجشنبه ویلي چی طالبانو یو امریکایی عسکر او درې افغانان په پکتیکا ولایت کی نیولي دي . د امریکا پوځی نطاق هم په کابل کی دا تصدیق کړه چی د دوی یو پوځی د جون د دیرشمی راهیسی ورک دی .جګړنی الیزابت متیاس په پنجشنبه سی بی ایس نیوز ته وویل چی « یو امریکایی عسکر په افغانستان کی د جون د دیرشمی راهیسی ورک دی او ګومان کیږی چی هغه به جنګیالیو نیولی وی . »  د طالبانو قوماندان د سټیلایټ تلیفون په ذریعه د سی بی ایس نماینده یوسفزي ته له همدې سیمی څخه وویل چی د دوی یوې ډلی دغه امریکایی عسکر او د هغه افغانی ملګري امریکایی اډې ته نږدې په یو کونج کی راګیر او پسی یرغمل کړل . ده وویل چی د نیول سوو کسانو برخلیک به د طالبانو مشران کوی خو ممکن هغوی د بندیانو سره تبادله سی . دغه قوماندان سی بی ایس نیوز ته وویل چی « دا دوسیه به سراج الدین حقانی ( یعنی په افغانستان کی د طالبانو یو لوی قوماندان ) او د طالبانو لویی مشرتابه ته وسپارل سی .» دا یرغمل نیونه د امریکایی پوځ د هغه لوی پوځی عملیات په جریان کی پیښیږی چی په هلمند ولایت کی راپیل سوی او ۴۰۰۰ امریکایی پوځیان برخه پکښی لری تر څو طالبان مات کړی . پوځ د دغه نیول سوي عسکر د پیژندنی نور معلومات ور نکړل او دا هم نه وایی چی هغه چیری مستقر و . خو نړیوال امنیتی ویب سایټ وایی چی په پکتیکا کی د امریکا مخکښه عملیات کونکې اډه « ارګون ـ اي » نومیږی چی په دې وروستیو کی یې د پوځیانو تعداد خورا زیات سوی هم دی . د طالبانو یو لوی قوماندان وروسته په عامه سره خپرونو ته د دې نیونی ادعا د یوې رسمی اعلامیې له لاری خپره کړه . د سی بی ایس نیوز نماینده خالد واصف راپور ورکوی چی قوماندان ملاسنګین ځدراڼ په افغانستان کی د حقانی د ډلی سره یو ځای سوی دی . ځدراڼ د پکتیکا ولایت د طالبانو متصدی دی . راپور زیاتوی چی ځدراڼ تیره میاشت د پاکستان په قبایلی سیمو کی دوه ځله د امریکایی بې پیلوټه طیارو د حملې هدف ګرځېدلی و. د جون پر ۲۴ ځینی راپورونه ورکول سوي وو چی نوموړی په جنوبی وزیرستان کی د جنازې د مراسمو په ترڅ کی د نورو قوماندانانو په شمول د دې حملې له امله وژل سوی دی . خو ځدراڼ دا راپورونه رد کړي او وایی چی نه جنوبی وزیرستان ته د جنازی لپاره تللی او نه هم کوم زیان ورته رسېدلی بلکی روغ رمټ دی .دا په افغانستان کی لومړنۍ پېښه ده چی طالبان  امریکایی عسکر نیسی . پای

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *