حامدکرزي : له نړيوالې ټولنې څخه غواړم چې د انتخاباتو امنيت تا مين کړي چې دا ځلې دخلکو رايې تقلبي ونه بلل شي

 

حامدکرزي : له نړيوالې ټولنې څخه غواړم چې د انتخاباتو امنيت تا مين کړي چې دا ځلې دخلکو رايې تقلبي ونه بلل شي

 

باختر اطلاعاتی آژانس

 

جمهور رييس چې پرون ما زيګر يې دامريکا دسنا دبهرنيواړيکو دکميټې له رييس سناتور جان کري اود ملګروملتو دسا زمان له ځانګړې استا زې کاى ايدى سره  يی په ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کو لى وويل : هغه نتيجې چې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون له خوا اعلام شوى دى يو قانوني ،برحق اود هيواد د ملي ګټو په لاره کې اقدام دى اودافغانستان له خلکو څخه غواړم چې دروان کال دلړم د مياشتې په ١٦ مه نيټه دانتخا باتو په دويم پړاو کې په فعاله تو ګه ونډه وا خلي. حامد کرزي دخپلو خبرو په دوام وويل : دزمري د مياشتې د٢٩ نيټې انتخابات لومړني انتخابات و چې افغانا نو په خپله هغه تر سره کړل ، دغه انتخابات په ملي توګه تر سره شول او ملي يو والې يې تمثيل کړ مادانتخاباتو د نوماند په تو ګه د افغانستان له ټولو خلکو او له بيلا بيلو ولايتونو څخه رايې ترلاسه کړي اوورباندې وياړم . جمهور رييس دغه را ز وويل ، له هغو ټولوکسانو څخه چې په انتخاباتو کې يې برخه واخيسته ، ما ته، ډاکترعبد الله ته اود جمهوري رياست نورو نوماندو ته يې رايې ورکړي مننه کوم . حامدکرزي دغه را ز د افغا نستان له خلکو څخه چې په سختو شرايطوکې درايو ورکولو صندوقو نو ته لا ړل مننه اوقدرداني وکړه جمهور رييس د افغانستان له خلکو څخه دقدرداني په ترڅ کې چې په سختو شرايطو او په بيلا بيلو ګوا ښونوکې درايو ورکولو صندوقونوته لاړل اوخپل نظر وړ کانديديې انتخاب کړ اودغه را ز د انتخا باتو له خپلواک کميسيون ،امنيتي ځواکونو او نړيوالې ټولنې څخه قدرداني و کړه . حامد کرزي د هررا ز ايتلاف په ردولوسره وويل، که چيرې کوم ايتلاف په کارکې واى د انتخاباتو ددويم پړاو تر سره کولو ته کومه اړتيانه وه . سناتو جان کري او کاى ايده هم دافغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس په ستاينې سره دنړيوالې ټولنې په استازيتو ب ژمنه وکړه چې دانتخاباتو ددويم پړاو دترسره کولو اود امنيت د تا مينولو لپاره به له ټولوامکاناتو څخه په استفادې سره مرسته اوهمکاري و کړي .

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *