خـبـرتــیـا! – اعـلان! – آګـهـی! إشتهار! – Advertisement!- Oznámení!
Tel.:0044 7886474638, 0049 2232-210807- E-mail: afghanstudies2000@yahoo.co.uk
درنو لوستونکو او درنو هیواد والو!
د حق د لاری کلتوری مرکز افتخار لری چه تاسی ته په درناوی خبر درکړی، چه دا مرکز د خــپـــل څـیـړنــیز او تحقیقاتی مرکز په چـوکاټ کې ( د افغان ستراتیژیکی خپرونه و یا مطالعات ستراتیژیکی افغان ) د خپلو فرهنګی او کلتوری هلی ځلو په سـلسله کې د اوس لپاره لاندینی عـــمده پروژی او څیړنیز فعالیتونه او پرګرامونه ترلاس لاندی لری او کار پری کوی :
۱ــ الف – افغانی مروج نومونه – تخلصونه، د هغوی د لیکلو شکل او بڼه په « انګلیسی، پښتو، دری، عربــی او چکی » ژبو .( البته ددی نومونو او تخلصونو معنی اقلآ په دوه پورتـنیو ژبو ) .
ــ ب ــ افغانی مروج نومونه – تخلصونه، د هغوی د لیکلو شکل او بـڼـه په « انګلیسی ، پښتو، دری ، آلمانی، هالندی، پولیندی او فرانسوی» ژبو. (البته ددی نومونو او تخلصونو معنی اقلآ په دوه پورتنیو ژبو) . ــ ج ــ د کال د ورځو په بنسټ ۳۶۵ « انګلیسی– امریکاﺋــی، چکی، آلمانی، پولیندی، هالند » نومونه او دهغه د لیکلو شکل او بڼه ( فونومیک ) په پښتو او دری ژبو.
دا تحقیق او ریسرچ پراخه سریزه او رهنمودی برخی لری ، هدف دادی چه تاسی د هغو د مطـالـعی او مشورو په مرسته وکولای شی چی کوچنیانو ته مناسب او ښایسته نومونه غوره کړی.
۲- چکی – انګلیسی – پښتو – دری/ فارسی او پښتو – انګلیسی – عربی او چکی قاموس.
دا قاموس د مکالمی، خبرواترو او پراخـو سریزو، ضمایمو او ملحـقـاتـو په پورتنیو ژبو سره وړاندی کـیـږی.
۳- اکسـتـرمـیــزم – عوامل ، ډولونه او د حــل لاری ( خود کشی او انتحاری عمل ) .
۴- دیپلوماسی و روابط ديپلماتیک افغانستان.
۵- د ژبی خدمات او د « پښتو او دری » ژبـو انفرادی او ګروپی – کــورسونه په هره کچه او سویه ( البته د فعلآ دپاره د انګلستان او فدرالی آلمان په هیوادنو کی ) .
۶- فرهنګی، کلتوری اومشاورتی خدمات (پښتو، دری/ فارسی ) ژبو اوځانګړی توګه افغانانوته (کمیونیټی سرویس).
www.champions-gym.de / info@baktash-saidi.de۷ــ ورزشی او سپورتی فعالیتونه .
د افغان ستراتیژیکی خپرونه : په نظر کښی لری چه د نومونو او تخلصونو په هکله ریسرچ او څــیــړنه او نوری وړاندی شوی عمده پروژی او ریسرجـــــونه د بعضی نړیوالو مراجــعــــو په مرسته درنــو لوستونکو، رسمی او شخصی مراجعــو ته د مأخذ او ریفرنس په ډول ستاسی خدمت ته وړاندی کړی.
خوښ یو چه خبر درکړو چه د بعضی پورتنیو عمده څیړنو او ریسرجونو ډیری برخی بـشپـړه شوی او دلیا قت، امانت داری او احتیاط لپاره ، پری نور هم کار روان دی .
ددی کارو د پشپړولو او تکمیلیدو لپاره په نظر کې لرو چه د افغانی او بهرنی کار پوهانو او مسلکی شخصیتونو سره د دوامداره اړیکو په لرلو او د مجلسونو په جوړولـــو سره لازمی مرستی تر لاسه کړو.
ضمنآ د ټولو ګرانو لوستونکو او درنو هیـواد والو نه په درناوی هیله کوؤ که چیری د « پښتو او دری » نومونه او د هغوی معنی ، اوپه کومو سیمو کې استعمالـیــږی ، و یا د کار پوهانو او متخصصینو پته او ارتباطی آدرس ، چه په دی هکله یی څیړنی او تحقیقات کړی وی او یا په دی مواردو کې څه د ویلو لری ، معلومات په لاس کښی لری زمونږ ته ئی راولیږی او هیله لرو خپلی مشوری او معلوماتی همکاری او لارښوونی په هره کچه او سطحه چه وی له مونږ نه و نه سپموی . « د افغان ستراتیژیکی څپړونو ســکرتــریــت »
———————————————————————————————————————————————————-
Mailing Address In the UK: Dr. Sal. Sayedi – 8 Worton Way – Hounslow TW3 1PN – United Kingdom, tel.:0044 – 208560289
Mailing Address In Germany: Mr. A. Saidi – Im Vogelsang 38, 50321 – Bruhl, Germany, E- mail: saidafgani@hotmail.com