د روانې غمیزې اصلي عاملین د کرزي په حکومت کې تر ټولو واکمن او مخکښان دي — اجمل غښتلی

 

د روانې غمیزې اصلي عاملین د کرزي په حکومت کې تر ټولو واکمن او مخکښان دي

 

لیکوال: اجمل غښتلی

 

غواړم د افغانستان د روانې غمېزې او بدبختیو اصلي عاملینو په اړه یو څه ولیکم، مطلب مې د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو وحشي ترینه ډله او د افغانانو ازلي دښمنان کمونستان دي، څه باندې درې لسېزې کیږی چې د افغانانو په وینو زبېښلو، زورولو، کړولو، او د افغانانو ترمنځ په هر ډول منافقت او په خپلمنځي بې باوريو پیدا کولو بوخت دي. دوی د روسانو د غلامۍ له پيله په بې غیرتۍ وحشت، بربریت او غلامۍ عادت دي، نو دوی په غیرت او ازادۍ، ژوند تیرول نه پیژني او نه یې زغملی شي، کلک هوډ يې کړی چې څو ژوندي وي نو افغانستان به په آرامه پرې نه ږدي، بې ثباته کوي به یې او د پرمختګ د لارې خنډ به یې ګرزي، مظلوم او کړېدلي ولس څخه د ظلم او وحشت ټغر ټولېدل هیڅکله نه غواړي، او هم نه غواړي چې یو ریښتنی او ځواکمن اسلامي نظام دې د بیا جوړولو په لوري ګامونه اوچت کړی شی. ځکه چې داسې کسان د هیواد په آرامۍ او د اسلامي نظام په بیا راتلو کې د خپلو ځانو لپاره د شتون ځای نه مومي. له همدې امله کله چې صلیبي وحشيانو پر ګران هېواد یرغل وکړ، نو پخواني کمونستان یې په کابل کې د کښېنول شوې لاسپوڅې ادارې پر مهمو دندو وګمارل، ترڅو پرافغانانو په ظلمونو او وحشتونو کې د خپلې زړې تجربې څخه کار واخلي، نو د استخباراتو پخوانۍ وحشې ادارې او بدنام جیلونه هم همدوی ورته بيا فعال کړل، او د ولس په کړولو او وینو لړلو یې بیا له سره پیل وکړ او دا ځل یې په نوې بڼه د خپلې مفسدې مفکورې خپرول پیل کړي، ترڅو خپل ځان له ورکې وژغوري، او د صلیبانو پرمټ د خپلې هاغې ماتې غچ واخلي چې د افغان مسلمان ولس سره د پخواني جهاد پرمهال ورسره مخ شوي ول. او ترڅو د صلیبي ځواکونو په وړاندې د روان ملي پاڅون بریاوې بیا د خپلو شومو اغراضو په بړبوکیو لاهو کړي.  

که څه هم د پخوانيو کمونستانو وحشتونه، او جنایات دومره ډېر دي، چې قلم یې د لیکلو توان نه لري، خو د بېلګې په ډول د دغې منحوسې او رټل شوې ډلګۍ لومړی د تیرو وحشي کړو وړو څخه ځينو ته یې د بېلګې په ډول د ښاغلو لوستونکو پام را اړوم:

کمونستانو د۱۳۵۷هـ ش د تورې کودتا سره سم ، په بېلا بېلو جنایاتو لاس پورې کړ، چې تقریبا دوه ميلیونه افغانان يې شهيدان کړل، په لکونو يې معیوب کړل، او په مليونونو يې بې کوره کړل، کورونه يې ور ته ويجاړ کړل، ژوندي خلک یې ترخاورو لاندې کړل، او بې شمېره کونډې او یتیمان یې د افغان مظلوم ولس پر اوږو ور بار کړل. چې د هرات، کنړ، پلچرخي او… د کابل پوهنتون د محصلینو، نجونو او هلکانو او د هیواد په بېلا بېلو زندانو کې  د ډله ئیزو وژنو ستر جنایتونه یې یو نه هېرېدونکې بېلګه ده.

همدارنګه د کابل کمونستى رژىم په مرسته او د کرملين په دستور تر څلويښتو زرو زیات افغانى بنديان د پخواني شوروي سایبريا او نورو سيمو ته استول شوي، چې د حضرت صیب ابراهىم مجددي چې د قلعه جواد په حضرت صیب مشهور وه او محمد اسماعيل مجددي او د کورنۍ د غړو په شمول یې ډیر تراوسه نادرکه دي، که څه هم د افغانستان اسلامي امارت چارواکو د خپلې واکمنۍ پرمهال د روسي بندي پایلوټانو په بدل کې، د پورتنيو نادرکه افغانانو د حال معلومولو او تبادله کولو غوښتنه له روسې څخه کړې وه، خو روسانو یې له ځان سره شتون نه وه منلی.

د افغاني کمونستانو یو بل ستر جنایت دا هم وه چې خپلو روسي بادارنو سره يې د یوې پرېکړې په ترڅ کې د هېواد د شمال ختيزې برخې څخه د واخان جدا کول هم منلي او لاسليک کړي وه، چې د افغانستان یوه غرنۍ سيمه ده، د طبیعي زیرمو څخه ډکه ده، لکه قیمتي کاڼې، یورانیم او سره زر. د دغه ستر جنایت څخه وروسته، سمدلاسه روسانو دلته یوه نظامى اډه جوړه کړه، او د سيمې د څارنى په نامه یې ولسي خلک هجرت ته اړ کړل (چې زیاتره یې د چىن مسلمان ميشتو سيمو ته مهاجر شول) او د قیمتي کانونو په را ایستلو یې پیل وکړ، د افغانستان شمالي سرحدات د روسانو له خوا په جعلي نخښو تراوسه تغير کړی شوي دی، او هم یې د دې سيمې ځینې برخې د تاجکستان په واخان پورې تړلې دي، چې دا هم د وطن پلورونکو کمونستانو، روسانو سره د معاهدې پایله او ستر جنایت دی.

د خپلو روسي بادارنو په مرسته یې د شېتو (۶۰) مليونو ماینونو ښخول بل ستر جنایت دی، چې تراوسه په دغو پټو قاتلانو (ماینونو) بې شمېره افغانان په شهادت رسېږي. له پاريس نه د بروس کروملي درپوټ له مخې، تر اوسه په افغانستان کى له ۳۵۰ – ۵۰۰ زرو پورى کسان د ماين قرباني شوي دي او له هرو لسو کسانو څخه اته کسه مخکې له دې چې روغتون ته ورسېږې، له مىځه تللي دي .

افغانستان څخه د روسانو د وتلو راهيسې په دوه وو وروستيو کالونو کې د ډاکټر نجیب کمونستي رژيم د خپلو روسي مشاورینو په مرسته (۲۵۰۰) لیرې ويشتونکي سکډ توغندي په ازادو سيمو او ښارونو باندې توغولي دي او په زرګونو هیوادوال یې پرې په شهادت رسولي دي. (د هالىند چاپ السوى Elsvier مجله.۱۹۹۱م اګست/ د افغانستان تاريخ او خپرونې له کتاب څخه)


په استخباراتي ادارو کې کمونستي وحشيان او د دوی د انټرنټي مبارزې کمونست لیکوالان(؟!) د دې پر ځای چې له افغانانو د یادو جنایاتو بخښنه وغواړي، په خلکو کې دوی سره د محبوبیت پیدا کېدو خوبونه پریږدي، له تیرو ناوړه اعمالو څخه پښیماني څرګنده او توبه وباسي، خو دوی هماغه پخوانۍ وحشیانه کړنې په نوې بڼه تکراروي، چې په لنډ ډول د دوي اوسنۍ او مخکنۍ وحشیانه کړنې سره په لاندې ډول مقایسه کولی شو:

۱ـ پخواني کمونستان یانې د افغانستان د روانو بدبختیو اصلی عاملان. د مظلومو هیوادوالو همیشني قاتلان او زوروونکي، چې پخوا د روسی یرغل په دور کې یې د څه ناچیزې دنیاګۍ او شخصي ګټو په بدل کې خپل دین، وطن او افغانیت … ټول وپلورل، او پورته ذکر شوي جنایتونه يې ترسره کړل، د روسانو څخه به دوی په افغان ولس ډیر ظلمونه او وحشتونه ترسره کول، لکه د نوکانو او سترګو ویستل او نور، همدارنګه اوس یې هم په وحشت کې د کابل فاسدې ادارې په چوکاټ کې تر صلیبي یرغلګرو نمبر وړی دی. ، چې د دغې ادارې ټول وحشي ارګانونه ورته همدغو کمونستانو فعال کړي، او یو مثال یې د نود استخبارتي  ماموریت دی چې ټول دنده لرونکي پکې کمونستان دي، دوی مسلمانان هیودوال د تحقیق په دوران کې په بېلا بېلو ډولونو شکنجه کوي، تر دې چې انساني کرامات په ډېره بې رحمۍ سره تر پښو لاندې کوي.

۲ـ پخواني کمونستانو پخوا هم مسلمان هیواد وال ژوندي تر خاورو لاندې کړی وه، دا عادت یې هم نه دی بدل کړی ځکه بیا یې هم څو کاله وړاندې د لیليې په دښته کې دوه ځلې دغه وحشت همدوی بيا تکرار کړ.
۳- پخواني کمونستانو پخوا روسانو ته جاسوسی کوله اوس یې د ټولې کفري نړۍ د غلامۍ غړوندی په غاړه اچولی.
۴- پخواني کمونستانو پخوا هم مجاهدینو ته دروغینې وعدې ورکولې او بیا یې خیانت ورسره کاوه، د صلیبی یرغل په لومړیو ورځو کې یې هم د کندز مجاهدینو سره دا وحشی چلند بیا تکرار کړی او د قلعه جنګی دردناکه واقعه یې رامنځته کړې وه، پخوایې هم د ملي روغې جوړې غولوونکي چغې وهلې، اوس هم د کابل په فاسده اداره کې دوی په پوره رول او واک درلودو سره خپله جوړه شوې دسيسه عملي کړي او د سولې په نوم افغان ولس، صلیبیانو ته په غاړې ایښودلو او تسليمۍ ته تشویقوي، ترڅو د جهادي پرمختګونو مخه يې ونيسي او يا يې اقلا په دې چل سره د کندز د غازيانو په برخليک اخته کړي.

۵ـ پخواني کمونستان تېر دور کې د جهادی تنظیمونو په لیکو ورننوتلي ول، په ډېر منافقت سره یې د دوی منځو کې اختلافات پیدا کړل، او په جنګ یې سره واچول. او هم يې مجاهدینو پسې په تبلیغاتو، جعلکاريو او د درواغو په تړلو کې مهارت درلود، هماغه ماهر منافقان یې په اوسنی خاد کې په غټو دندو ګمارل شوی، د مجاهدینو او هیوادوالو د وینو څښلو ترڅنګ زهرجن تبلیغات کوی او دروغجنې کیسې ورپورې تړي. چې په دې لړ کې د رسنیو له لارې خپله پوچه مفکوره د هیوادوالو تر غوږو رسوی او کله د انټر نټ په لیکه د مختلفو ویبپاڼو خصوصا د فیسبوک پر مخ ځانونه راڅرګندوي ، کله په ټوپکو ویشتل کوي، کله له یوې راډیو او ویب پاڼې څخه خپل درواغژن تبلیغات پیل کړي او کله له بلې.

۶- پخواني کمونستان په تېر دور کې به د لینن د دهري مجسمې عبادت کاوه، او اوس یې بیا د نوي وحشي دین (دیموکراسۍ) او د عیسویت منحرف دین ته مخه کړي، ۱۰۰٪ کمونستان ټول عیسویان شوی دی او عیسویت ته تبلیغ هم کوی.

۷ـ پخواني کمونستان پخوا روسانو ته د ناموسونو څخه تیر ول اوس امریکایانو ته، هره یکشنبه امریکایی بیسونو کې د دوي ناموس پلورونکي هاغسې میلې ورته جوړوې چې د روسانو په دور کې یې هغوی ته د هغوی په مرکزو کې جوړولې.

۸ـ د دغې منحوسې مفکورې مخکښان او وطن پلورونکي کمونست عناصر، د پخوا په شان اوس هم د خپلو اوسنيو صلیبی بادارانو څخه په غیر د ایران، روسیې او ځینو نورو خودغرضه او لاسوهونکو هیوادونو په پټه همکارۍ کوشش کوي چې خدای مه کړه افغانستان سره وویشي، دړې وړې یې کړي او بلآخره داسې فدرالي نظام پکې پلی کړي چې دوی او د دوی بادارانو ته د خوښۍ وړ وي. همدارنګه د هغه نړیوالې مافیا له وحشي شبکو سره ټینګې اړیکې هم لري چې د همیش لپاره د افغانستان د ناآرامولو هڅې کوي، د اسلامي نظام مخه نيول غواړي، چې افغانان تل نورو ته اړ وي او د هیواد د پرمختګ لاره ډب وي.

۹ـ دغه کمونستان، پښتانه دي که تاجک دي او که نور.. اوسمهال یې بیا سره په پټه لاس یو کړي، که تاجک، ازبک او نورو کمونستانو، یې په څرګنده هر یو د خپل قوم د حقوقو مدافعین له ځانو جوړ کړي. نو پښتانو کمونستانو هم د خلکو د تېر ايستلو په موخه د پښتنو سخت مدافعین له ځانه جوړ کړي، چې په پوره سپين سترګۍ او جرئت داسې خبرې کوي چې سړي به فکر وکړي، دوى به هيڅ هم نه وي کړي، نه به یې کوم پښتون ژوندی ترخاورو لاندې کړی وی، نه به یې پرې بمبار کړی وی او نه یې ترې سترګې او نوکان ویستلي وي.

 ایا ذکر شوي جنایات چې دوي پر پښتنو او افغانانو ترسره کړې، هغه وخت دوی پښتانه نه ول، اوس څنګه پښتانه شول؟ اوس څنګه ورسره د پښتنو دحقونو غم پيدا شو؟ حال دا چې پښتانه تر هر چا زیات د دوی په توره دوره کې دربدره شوي، خوارو زار او ورک شوي. د دوی په کمونستي نظام کې خو د دوی په څېر يو مفسد چارواکي کشمند وه، کم ترکمه خو يې د خپل قوم هزاره ؤ سیمې له وحشیانه بمبار او هر ډول بدبختۍ او جگړو ساتلې وې، او هم یې د خپلې سیمې (هزاره جات) خلک، پلچرخي او نورو وحشي زندانو ته د لېږلو څخه ساتلې وه، په کومو کې به چې کمونستانو بې ګناه افغانان شکنجه کول او په شهادت رسول. او خپلو کمونستو چارواکو  ته به يې ويل چې له دې سيمې زموږ لپاره هېڅ ډول خطر نشته، راځئ چي اول دا پښتنې سيمې او پښتانه وټکوو دوى د نظام په وړاندې خنډ دي، هغوى (غیر پښتانه کمونستان) هغه مهال هم خپل ولس ساتلی وه او اوس يې هم ساتي، هغوى ځانګړې مليشې جوړې کړي وى او د يو قوت په توګه يې ترې کار اخيسته، خو بالعکس دوی چې اوس د پښتانو د حقوقو غوښتونکي ځان راپېژني، خو په حقیقت کې دوی تر ټولو د پښتنو او افغان ولس ځپونکي کړونکي او وژونکي وه او دي.

دوي چې د ټوپک سالارۍ پر ضد هم کله کله چغې وهي، خو په حقيقتت کې د ټوپک سالارۍ اساس همدوي ايښی دی، ځکه همدغو کمونستانو په خپله توره دوره کې، په لومړي ځل، وحشي مليشې رامنځته کړې، کومې چې د هر ډول نظامي زده کړو څخه ناخبره، بې علمه او د ټولنې لوفر وګړي وه او د افغان ولس په وژلو او کړولو کې يې ترې کار واخست. همدارنګه د شمال وحشي مليشې هم د کمونستي تورې دورې پيدا وار دي، چې له هغه وخته يې تراوسه پورې، په شمال او نورو سيمو کې، وخت په وخت د پښتنو عزت، مال، او ناموس لوټلی دی،  همدا اوس چې په شمال کې پښتانه سر نه شي پورته کولی، دا هم د همدوي له لاسه دي، همدارنګه د ګران هيواد، ځمکنۍ پشپړتیا ته هم د همدغو وحشي کمونستانو له خوا کواښ متوجه دی. دوى دا هر څه هېر کړي، او د افغانيت او پښتونولۍ درواغجنې نارې یې پیل کړي. د اسلام مبارک دین خو يې اوس هم د سپېڅلي دين په توګه نه دي منلي او نه يې مني.

دغه منحوسه او رټل شوې ډلګۍ (کمونستان) باید په دې پوه شي چې د دوی ټول جنایات زمونږ له یاده نه دي وتلی، د دوی په لاس زمونږ د مظلومو شهیدانو کونډې او یتیمان اوس هم زمونږ په کورونو کې شته، او د ظلمونو او وحشتونو کیسې یې کوي، هیڅکله به افغانان د دوی د تیرو او اوسنیو جنایاتو څخه ورته تیر نه شی او نه به ورته کوم اهمیت ورکړي، دوي په خپلو کلو او بانډو کې هم څه حيثيت نه لري، ځکه دوی چې چېرې په کوم کلي او سيمه کې خاپوړې کړي، هماغه سيمه يې هم، په نيپال بمونو هواره کړې، او تنکي ځوانان يې ورته شهیدان کړي، همدا په ملت کې د دوی ځای نه درلودل د دې وجه ده چې خپلو سيمو ته، نه شي ورتللی او نورو ځایونو کې اوسېږي.

همدا اوس د کابل ادارې تش په نوم کارپوهانو زیاته برخه هغه زاړه کمونستان دي چې د روانې غميزې اصلي عاملين دي، چې ځانونه د هیواد د فیصلو واکداران ګڼي، په کابل کې يې له ځانو سياسي مبصرين جوړ کړي، په روانو حالاتو نظرونه ورکوي، چې تراوسه یې يو نظر هم دروانو حالاتو سره اړخ نه دی لګولی، خو د منحوسې ديموکراسۍ له منلو سره سم، د دوی ځینې نظامي کارپوهان شول او ځينې نور يې سياسي کارپوهان شول، دوی که ریښتیا هم سیاسي او نظامي پوهه درلودلای، کم ترکمه خو به یې هغه خپل بدنام نظام ټینګ کړی وی، هغه مهال هم پرې تردې ډیره بده ورځ وه، چې ولسوالۍ خو پرېږده چې پوره ولایتونه به يې یو په بل پسې له لاسه وتل، د دوی په تبصرو به هیڅکله افغان مظلوم ولس باور ونه کړي، بلکې نومونه به یې تل د هغه تور لیست یوه برخه وي چې د افغانستان خلک پرې بد وایی او محکمه کول یې غواړي.

که څه هم تراوسه هاغه وخت نه دی رارسېدلی، چې نوموړي وحشي ځناور د محکمې مېز ته راکش کړی شي، خو دوی (کمونستان) به تر هغه وخته پورې له محاکمې څخه ویره لري تر څو یې چې په ناولو بدنونو کې روح ځغلي، څو چې افغان ولس د ځمکې په سر شتون ولري او څو چې تاریخ ژوندی وي ځکه چې تور اعمال یې د خپلو وجدانونو له مخې هم د بخښلو وړ نه دي نو تر هغه مهال پورې به په یوه او بل نوم هلې ځلې کوي چې د افغانانو ترمنځ د نفاق او بدبختۍ تخم وشندي، او افغان مظلوم ولس په خپلو مخلصو بچیانو او ژغورونکو (علماؤ کرامو او طلباؤ) بدګمانه کړي، او خپلمنځي اعتماد ختم کړي.

د افغانستان خلکو، اسلامي امارت یا د صلیبی یرغل پر وړاندې د روان ملی پاڅون مشرانو او ټولو زړه سواندو لیکوالانو ته په کار دي چې د دغه راز افرادو، ډلو او بانډونو ناولې موخې رسوا او د هغوی د بې شرمه اعمالو مخنیوی وکړي.

زما د غوښتنې په اساس باید د اسلامي امارت په بیا راتلو سره دوی محاکمه شي، مجازات شي، د خپلو وحشیانه اعمالو په سزا ورسیږي، او د بیا سر راپورته کولو فکرونه د دوی د مغزو څخه وویستل شی، د پخوانیو تنظیمونو کړنې تکرار نه شي، چې عفوه ورته اعلان شي او د هیواد په راتلونکي سیاسي نظام او ادارو کې خدای ناکرده بیا د داخلېدو چانس په لاس ورشی، د امریکایی لاسپوڅی ادارې د لمنځه وړلو سره یو ځای دوی هم بايد په مکمل ډول له منځه یوړل شي. ځکه اوسنۍ فاسده اداره، په همدوی ولاړه ده.

په آخر کې یو حقیقت او یوه یادونه!
د تیر جهاد په وروستیو کې پخوانيو مجاهدینو د کمونستانو په هکله یوه تاریخي تېروتــنه کړې وه، باید بیا تکرار نه شی، هغه دا چې هر کمونست به چې د لاسپوڅې حکومت د سیمې څخه ازادې سیمې ته راغی او په کوم تنظیم کې به چې داخل شو نو په امن کې به شو، هغه به چې هر ډول منافقت کاوه نوی تنظیم به یې په کلکه ننګه کوله. بیا کله چې کابل فتح شو، د پخوانیو مجاهدینو له خوا ورته عمومی عفوه اعلان شوه، چې داهم ستره تېروتنه وه ځکه دوی ته بیا د منافقت او ورانکارۍ چانس په لاس ورغی، او ځینې یې په تیېښته بریالی شول. که څه هم کله چې د تنظیمی جګړو او داخلی جنګونو د لمنځه وړلو په موخه اصلاحی تحریک (طالبان) رامنځته شو، طالبانو په لومړي سر کې د لوی قاتل (ډاکټر نجیب) په شمول یو څه کمونستان په سزا ورسول خو دا هم کم ول او دوامدار نه وه، په سیمه کې موجود ول، په پټه یې ډېرو مشکلاتو او ورانکاريو ته لمن وهله، لکه د رشوت اخستل او د امارت بدنامول، او نور د نوم بدولو په موخه ځينې کارونه.

پای.

 

ماخذونه:

ژوندي اسناد کتاب.

د افغانستان تارىخ او خپرونې کتاب څخه د عبد الماجد تنها راټولونه.

د عبدالله "کامه وال" لیکنه (کمونستان هم پښتانه شول!).
نن ټکي اسیا، ټول افغان او نورې ویب پاڼې.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *