د افغانستان په هکله یو څه فکر! —- ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د افغانستان په هکله یو څه فکر!

 

لیکوال : جوزف بلېډي ( د پنتاګون د مرستیال وزیر لپاره د پروګرامونو او استخباراتو پخوانی مسؤل افسر )

منبع : هفینګټن پوسټ ( امریکا )

نېټه : ۲۰۱۲/۸/۲۴

ژباړه او لنډیز د نثار احمد صمد

 

ګرانو لوستونکو ، دغه لیکنه د یو مخکني کلیدي امریکایی مقام ده چی ترخه حقایق بیانوی او جبري اعترافونه کوی ؛ نو ځکه دا لیکنه د امریکایی ستراتیژۍ د ناکامۍ یو مهم سند ګڼل کیږی او په غور لوستنه یې واقعیتونه راپیژنی ( ن . صمد ) .

 

لږ څه مخکی د پاول فوسیل مړینی ټول هغه کسان غمجن کړل چی د خپل پوځ د تاریخ سره مینه لری….

څنګه چی موږ په ښکاره خپل پوځ ډیر خوښوو او ټینګ ملاتړ یې کوو ، خو بیا هم په دې نه یو توانېدلي چی د افغانستان څخه د خپلو پوځیانو د راوتلو د اړونده نېټې څخه مخکی ، مثلأ د ۲۰۱۳ په وروستیو کی خپل فشار ډیر کړو . آن دا چی د افغان امنیتی کسانو لخوا د ناټویی پوځیانو د ویشتلو زیاتیدونکو پیښو هم څه اثر نه دی کړی . د یو هغه پوځي د ښخولو پر مهال چی دغسی افغان وژلی و ، د نیویارک پارلماني استاځې ( پیټر کینګ ) په دې هکله وږغېد چی موږ باید څنګه خپل خلک په ښه توګه وساتو . مګر هغه په صریح الفاظو سره د حل لاره و نه ویل یعنی : ولی زموږ خلک له دې ځایه نه راباسیً ؟!

موږ په افغانستان کی تر هغه مهال لا هم مخکی مات سوي یو چی زموږ سیاست وال او پوځ یې اوس دا دی منی . د خارجه وزارت او د بین المللی انکشاف لپاره د امریکایی جوړښتون ( یو . ایس . اې . آی . ډي ) پلانونه آن ډیر مخکی ، یعنی په ۲۰۰۳ کی لا ناقص او معیوب وو، او د بوش حکومت هیڅ په دې سر نه خلاصاوه چی د رښتیاني امنیت د شتون څخه پرته هیڅ هم نسي کېدای . د مخدره موادو ستونزی هیڅکله هم لازمه پوځی پاملرنه تر لاسه نه کړه . پاکستان ، ایران ، روسیه ، زموږ ناټویی ملګري او د منځنۍ آسیا جمهوریتونه د نورو په شمول وخت پر وخت غلط استعمال سول . دا هر څه ولی امریکایانو ته معما ښکاری ؟

اصلی ستونزه زموږ په پوځ کی د غټو او کوچنیو مهرو تر منځ بې ارتباطي ده . د پنتاګون لخوا د اګست د درویشتمی په مطبوعاتی غونډه کی په افغانستان کی د ټولو ځواکونو لوی قوماندان جنرال جان آلن هم راښکاره سو . هغه په دې باره کی ږغېدﺉ چی موږ په افغانستان کی څومره بریاوي ګټلی دي . زه جان آلن ته ډیر احترام لرم ، خو که یو جنرال یوه یا دوې رتبې ترفیع وکړی ، نور نو هغه یو سرباز نه دی بلکی سیاست مدار دی….

تر کومه ځایه چی په ساحه کی د جګړن یا تر هغه کښته رتبې والاوو خبره ده ، هلته قصه باالکل بل ډول ده . زه هلته د لس ګونو دغسی افسرانو سره ږغېدلی یم ، خو آن یو لا هم د دې مأموریت په هکله خوشبین نه و . افغان پوځیان چی بېسواده او په خپلو کلیو پوری کلک مښتي دي ، روزنه یې ډیره سخته ده . فساد او رشوت تر ټولو کښته رتبه والاوو ته را رسېدلی دی . د پوځ څخه تیښته عامه سوې ده . بیلا بیلی سیمی هغه وخت ساتلای سو چی پوځیان موجود وی ، او طالبان سمدلاسه راپسې دي . دا ستونزي اوس عامی او ټولیزه دي .

نو یوازینی هغه څه چی ورته اړ یو ، هماغه د افغانستان څخه زموږ چټکه وتنه ده . خو موږ دوه چنګک لرونکی مشکلات لرو چی د دې کار مخه نیسی : لومړنی یې کانګریس دی  . ځینو سناتورانو لکه لیندزی ګراهام ، جو لایبرمېن  او جان مک کېن د بهرنۍ تګلارې داسی کومه ستونزه قطعأ نه ده لیدلې چی امریکایی پوځ دې حل کړې نه وی . نور بیا غواړی چی یو مستحکم او دیموکراتیک افغانستان په سترګو ووینی چی هیڅکله چا دغسی نه دی لیدلی ؛ او د هغه خوسا حکومت داري ، بې امنیتي ، بې صنعتي او خطرناکه ګاونډیان نور هغه عوامل دي چی پورتنی کار ښه پسی ناشونی کوی . خو د دې هر څه سره سره موږ بیا هم هلته خپله بې وسي او ناکامي نه منو .

دوهم مشکل زموږ پوځ دی چی په ځینو مواردو کی پخپله د ځان سره دښمني کوی . دغه پوځ خو په نړۍ کی د هیڅ قدرت لخوا هم نسي ماتېدای . معنا دا چی دغه پوځ به تر هغه مهاله همداسی وی څو چی ملی ګټی او اراده شنډیږی او پوځ ته امر کیږی چی راستانه سیً ، خو هغوی په پوځی ذرایعو سره راستنېدوته نسو مجبور کولای . له دې نه علاوه ، داسی فکر هم کیږی چی زموږ جنرالان نه غواړی چی دا جنګ تر هغه وخته پای ته ورسیږی چی کوم بل جنګ ژر نه وی پیدا سوی . یو لرغونی پوځی پند او اصل شتون لری چی وایی ستر پوځونه د نه استعمالولو څخه زنګ نه کوی ؛ او د دغو جګړه والو لپاره تر آرام وخت بل ناوړه شی ځکه نسته چی د هغوی ترفیع او مډال اخیستل او د بودجې لږښت په بر کی لری . جنرالان چی پوځی صنعت یې ملاتړ کوي ، تل د خپل لوی غلیم یعنی ولسمشر آیزنهاور څرګندونې ته هم ښه متوجه دي چی د پوځی ـ صنعتی مجتمع څخه سرټکونه یې آن نیمه پیړۍ وروسته همدا نن هم کټ مټ د کاڼې کرښه ده .

باالاخره ، زموږ مشران داسی انګیری چی په افغانستان کی بری او « ګټنه » به تروریزم ختم کړی . خو تروریزم تل زموږ سره برابر روان دی . تروریسټان خو هر ځای روزل کیږی او همداسی هم لګیا دي . آن دا چی د افغانستان څخه د القاعده د شړلو اهمیت هم نن د پوښتنی وړ دی . د بن لادن مړینه چی خوشاله یې کړو ، ډیر وروسته له هغه رامنځته سوه چی د یو رهبر په حیث یې اغیزمن توب نور نو ختم سوی و . د القاعده شتون نور نو د تعداد او کیفیت له مخی مهم نه دی ، ځکه هره بله تروریسټی ډله کولای سي چی دغه نوم پر ځان کښیږدی تر څو ښه اعتبار وګټی .

خو اصلی غمیزه زموږ دا ناتواني ده چی نسو کولای د طالبانو او نړیوال تروریزم تر منځ توپیر ومنو . پښتانه د افغانستان نیمایی نفوس تشکیلوی چی هغوی د طالبانو د ملا تیر جوړوی ؛ نو ځکه خو هغوی بل چیری نسي تللای .

موږ اوس فقط دا هیله کوو چی د راتلونکو انتخاباتو ګټندوﺉ د افغانستان څخه تر ټاکلې وخت دمخه د راوتلو غټه پلمه تر لاسه کړی . ځکه ، هر څومره نوره موده که هلته پاته سو ، هیڅ شی هم تر دې اضافه نسو سمولای ، پای .  

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.