سیاف خانه! استشهاد که انتحار؟ ( اوله برخه)— أحمد ضياء بريالی

 

سیاف خانه! استشهاد که انتحار؟ ( اوله برخه)

 

ليكوال: أحمد ضياء بريالی

 

دوږې په اتلمسه په رسنیو کې دعبد رب الرسول سیاف د یوې وینا ځینې ټکي خپاره شول، سیاف دټولې اسلامي نړۍ علماوو ته چلنج ورکړی، او له هغوی نه یې غوښتي چې داستشهادي بریدونو روا والی دې کم تر کمه په یو کمزوري روایت ثابت کړي، او بیا یې دخپل مکارعادت له مخې هغه حدیث شریف چې دانتحار په هکله راغلی پر استشهادي عملیاتو باندې حمل کړی، دا په داسې حال کې چې تر ټولو دمخه خپله همدی په دې ښه پوهېږي چې داستشهادي بریدونو په اړه ګڼ روایت راغلي، او ګڼو فقهایي کرامو روا بللي دي.

 

خو دا چې نوموړی اوس دامریکایانو ترڅنګ ولاړ دی، دهغوی په غېږ کې پروت دی، نو هغه دبلعم باعورا کانه پرې شوې ده، له نوموړي سره وړ او مناسب دا وه چې داشغال په مقابل کې دخپل ولس تر څنګ ولاړ وی، مګر بر عکس نوموړی ډالرو داشغالګرو غېږې ته ور ګوزار کړ، تر دې چې اوس دهغوی په وړاندې سترګې هم نه شي رپولی بلکې دهغوی شتون قانوني بولي، ددې پر ځای چې دقرآني ارشاداتو او نبوي لارښوونو په رڼا کې دې نیواکګرو ته خوله ور اړولې وای دا دافغان مجاهد ولس لوري ته دې خوله وازه کړې، افغان ولس چې داشغال په وړاندې جهاد کوي هغوی ته مفسدین وايي، او حال دا چې تر ټولو ستر مفسد خپله همدی دی، پر نوموړي دقرآن کریم هغه مبارک آیت ډېر ښه تطبیقیږي  کوم چې دمنافقینو په اړه راغلی: ( وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ (11)أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلَكِنْ لَا يَشْعُرُونَ (12) سورة البقرة.

 

 او کله چې دوی ( منافقینو ) ته وویل شي چې په ځمکه کې فساد مه کوئ، نو وايي بې له شکه چې یوازې همدغه مونږ مصلحین یو، خبر دار! بې شکه چې همدغه دوی مفسدین دي، خو دوی نه پوهېږي.

 

دښاغلي سیاف مکر، دوکه، چل او فریب خو نړیوال شهرت لري، هر څوک په دې پوهېږي چې سیاف هغه یو څه کم او زیات علم چې الله تعالی ورکړی هغه یې د ثمنا قلیلا په مقابل کې دخپلو دوستانو ( امریکایانو ) دخدمت لپاره وقف کړی، نوموړي مجاهدین دغلام غلامان بللي، مطلب یې دا دی چې مجاهدین دپاکستان او پاکستان دامریکا غلام دی!

آیا دغه تېر پرون دروس په مقابل کې دجهاد پر وخت همدغه سیاف او نور ملګري یې دتورمخو پنجابیانو په غېږ کې نه وو پراته؟ پیسې هغوی نه ور کولې ؟ اکمالات يې هغوی نه کول؟ دغه دپبو کیمپ خپله دسیاف په نامه نه یادیدو؟ تر پرونه پورې سیافه! ته خپله دپنجاب په زانګو کې نه زنګېدې؟ آیا ته خپله دتورمخو بې غیرتو په غولي را لوی نه شوې؟ دپنجابۍ مور شېدې دې نه رودلې؟  ته په کومو سترګو نورو ته دغلام غلامان وايي؟ په داسې حال کې چې همدا اوس ستا په غاړه کې دګڼو غلامانو رسۍ پرتې دي؟ آیا په دغه ناولي تندي دې د تور پنجاب او سره تاجکستان تور او سره داغونه نه وینې؟

 

پرون دې چې هلته دګېډې خیر و، هم ته او هم ستا نور انډيوالان مجاهدین وئ، او عمل مو جهاد و، او نن چې دامریکې په غېږ کې پروت او پر سینو یې خوله چړپوې اوس بیا جهاد فساد او مجاهدین مفسدین شول؟ واه واه! په دغه درې منه سر دې برکت شه! چې نورې هم ښې غورې وکړې!

 

جناب سیاف! له تا نه یو څو لنډې لنډې پوښتنې کوم، هیله ده چې که یې ځواب نه وي در سره او یقیني خبره ده چې ځواب یې در سره نشته، نو بیا خپل ځان ته ور تو کړه، پر خپل وجدان او ضمیر لعنت ووایه!

 

۱ ـ پر افغانستان باندې ستا د دوستانو ( امریکایانو ) یرغل دقرآن کریم دکوم آیت شریف او یا دپیغمبر علیه الصلاة والسلام دکوم مبارک حدیث پر اساس روا دی؟

۲ ـ ددوی په مقابل کې جهاد کول دکوم آیت او کوم حدیث پر بنا ناروا دي؟

۳ ـ دمسلمان په مقابل کې له کافر سره ودرېدل دکوم آیت او کوم حدیث پر اساس روا دي؟

۴ ـ پرون دروس په مقابل کې ولې وسله پورته کول فرض عین او جهاد و؟ او نن دامریکایانو، انګریزانو، جرمنیانو او… په مقابل کې بیا ترهګري اوناروا عمل دی؟

۵ ـ آیا ملګري ملتونه او یا کوم بل نړیوال او یا سیمه ایز لوری ددې واک لري چې دیو چا پر خاوره بل ته دیرغل کولو اجازه ورکړي؟ او که یې لري نو بیا يې په اړه د اسلام دريځ څه دی؟

۶ ـ ستا مشر لالا کرزی خان چې سهار او بیګاه دیرغلګرو له لاسه په رسا ډول ژاړي! بدې ورځې کوي! دهغوی له خوا له شپنیو عملیاتو سر ټکوي! دهغوی لخوا دولس له ځورلو سر ټکوي! دهغوی لخوا ده ته دافغان په خاوره کې دافغان زندانیانو له نه سپارلو سر ټکوي! په دې اړه کوم آیت یا حدیث درته معلوم دی چې څه وايي؟ له تا نه خو دکرزي ضمیر یو څه ویښ دی، دومره خو وايي چې دوستان مې زما خبره نه مني، له ما سره ظلم او زیاتی کوي، ته خو بالکل دسویې په خوب ویده یې، په هېڅ ځان نه خبروي، که دې څوک غوږ درنه پرې کړي هم نه پرې خبرېږې!

 

۷ ـ آخر دغه کوم فسق او فساد، فحشا او عریاني چې ستا خوږو دوستانو ( امریکایانو ) دافغان په غیرتي او مسلمانه خاوره کې چې هره لویشت يې دپاکو شهیدانو په پاکو وینو رنګینه ده، خپروي او دغه لس کاله یې پکې خپور کړ، په دې اړه دې کومه ورځ تلخه لږ وخوځېده؟ په سلو کې یو فیصد دې زړه درد وکړ؟ دغه کوم کمونیستان چې پرون تا ناسته پاسته او ګډ حکومت جوړول ورسره وچ کفر بللو نه دکوم آیت او کوم حدیث په رڼا کې په یوه پارلمان کې ورسره ناست يې؟

۸ ـ ګوره چا ته چې الله جل جلاله په قهر شي هغه داسې سپکوي لکه ته يې چې سپک او سپاند کړې، ستا به ښه په یاد وي، کله چې پرون هسې تش په نامه دمجاهدینو په صف کې ولاړ وې، ټوله اسلامي نړۍ به لاس په نامه درته ولاړه وه، چېرته به چې لاړې مسلمانان به له هرې خوا داسې در باندې را مات شول لکه پتنګان پر څراغ، او نن دې چې کله دامریکې په ګرمه غېږ کې سر کېښود، یوې وړې لنډغرې نجلۍ ورټلې!! جنایتکار ېې وبللې! جنګسالار يې وبللې! په ښکاره یې دې دمحاکمې غوښتنه وکړه، او ته په ټيټو سترګو شرمېدلی اوښ خان ورته ناست وې!!

 

یو کس هم پورته نه شو چې له تا نه دفاع وکوي! آخر خپله پورته شوې شور ماشور دې جوړ کړ، له وړې لنډغرې ملالی جویا سره دې لفظې جګړې پیل کړې! دخلکو په منځ کې داسې ښکارېدې لکه اوښ په رمه کې، تر دې ستر ذلت! تر دې پریوتی او سپک دريځ !

پوهېږې چې دا ولې؟ پرون دې هسې په خوله دالله پر کتاب او درسول الله صلی الله علیه وسلم پر سنتو دغیرت چېغې وهلې، الله تعالی چې ډېر غیرتي ذات دی دومره یې لوړ او ستر کړی وې، نن دې چې دکفارو غېږې ته پناه ور وړه داسې یې سپک او ذلیل کړې!

۹ ـ دغه کوم کسان چې ته جناب یې مفسدین بولې، آیا یوازې همدغه څو کسان دي چې ستا تر څلوېښتو زیات بهرني دوست او خواخوږي دوست هېوادونه، او داخلي څه باندې درې لکه په اصطلاح امنیتي ځواکونه یې په ګونډو کړي دي؟ که کیسه همداسې وي نو بیا باید خپله پزه پرې کړې! دا ستا لپاره دشرم ځای نه دی چې یو څو کسانو ستا ټوله نړۍ په مخه کړې ده!

سیاف خانه! لږ را ویښ شه، دغفلت له خوب نه را پاڅه، دا یو څو کسان نه دي چې ته او ستا ستر ستر نړیوال باداران یې په منډو کړي، بلکې دا ټول ولس دی، دالله جل جلاله غیبي مرسته اونصرت دی، آخر په تا باندې عقل دومره وټنګېد چې دا هم نشې سنجولۍ چې دغه کسان چې ستا او ستا دبادارانو په وړاندې جنګېږي، چېرته اوسېږي؟ څوک دشپې ځای ورکوي؟ څوک ډوډۍ او اوبه ورکوي؟ څوک یې ستا د دوستانو تر پخو پخو مرکزونو پورې در رسوي؟

 ته دومره بلا وهلی یې چې دې ټولو اړخونو ته فکر نه شې کولی؟ هسې هوایي ډزې کوې؟ جنابه! له تا نه ستا باداران یو څه انصاف داره دي، هغوی وایي چې له مجاهدینو سره ولسي ملاتړ دی، ولس ځای ورکوي، ډوډۍ ورکوي، اوبه ورکوي، له همدې کبله دوی پر ولسي خلکو بمبارۍ کوي، ولسي خلک زندانونو ته اچوي، ولسي خلک ځوروي!

 ۱۰ ـ نن تاریخ ولې وزیر محمد اکبر خان، میر مسجدي خان، ملا مشک عالم او… په ویاړ سره یادوي؟ له دې کبله چې هغوی له انګریزانو سره یو ځای دهېواد جوړول غوښتل، لکه نن یې چې ته له امریکایانو او انګریزانو سره غواړې؟ او که نه له دې کبله چې هغوی د انګریزانو په مقابل کې توره پورته کړې وه؟ په دې پوهېږې چې تاریخ ولې دشاه شجاع په نوم نه ویاړي؟ سبا ته ستا برخلیک هم همداسې دی.

لږ له ځان سره فکر وکړه، اوس هم وخت شته، توبه وباسه، راشه له مجاهدینو سره یو ځای شه، اوس هسې هم دقبر پر غاړه ولاړ یې، که د کوم استشهادي مجاهد ګوزار ته برابر نشوې نو هسې هم یا خو به په تبه مړ کېږې، یا به دې زړه سکته کوي، یا به په سرطان اخته کېږي، او یا به دې کوم بل څه له دنیا نه دسترګو پټېدو لامل ګرځي.

تر ټولو ښه دا ده چې خپله استشهادي برید وکوې، دا دکومو کفارو په غېږ کې چې پروت یې راشه نر غوندې دهغو با احساسه عسکرو غوندې چې هره ورځ پر نیواکګرو دخپلو ټوپکو شپيلۍ ور اړوي او په درجنو درجنو دجهنم کندو ته لېږي، ته هم دهغوی په څېر پر یرغلګرو یوه فدايي حمله وکوه، هسې هم ښه غټ یې، ښه لوی واسکټ درته برابرېږي، خورا زیات کفار مردارولی شې، تر څو خپل خالق ته په سپین مخ ودرېږې، اوس خو دې له مخ نه نور وتلی، څېره دې مسخه شوې، څوک دې چې له مخکې نه پېژني په لیدو سره دې کله هم دا فکر نه کوي چې ستا به کوم آیت یا حدیث زده وي، فکر کوي چې دا کوم شپون، یا چوکیدار، او یا د دکوم لنډغر بانډ مشر دی، ځکه چې قرآن او حدیث دې دژبې په سر دي، په زړه کې یې دې ځای نه دی نیولی، او هر هغه علم چې په زړه کې ځای ونه نیسي د دنیا او آخرت دتباهۍ لامل ګرځي.

علم چې کله په زړه کې ځای ونیسي، نښې نښانې یې دهغه کس پر مخ را څرګندېږي، ستا پر ناولي مخ دامریکایانو، انګریزانو، فرانسویانو، جرمنیانو او… ددوستۍ او له هغوی سره دخواخوږۍ نښې نښانې له ورایه چېغې وهي، إنك تُرى متركعا متسجدا لرؤوس الكفر والطغيان, تبتغي دولارا من البيت الأبيض وباوندا من لندن, وروبلا من ماسكو سيماك في وجهك من أثر وقوفك في صف الكفر والنفاق، يا لك من ويل! ویا لك من ويل! أولى لك فأولى ثم أولى لك فأولى!

 

 جنابه! ستا دا خبره چې ځانمرګي بريدونه ناروا دي، بالکل او سل په سلو کې سمه ده، داسلام مبارک دین هم همداسې وايي، خو خبره دا ده چې دځانمرګي او استشهادي تر منځ توپير وپېژنه، او ته یې ښه پېژني خو هسې دې ځان ناګاره اچولی، عارفانه تجاهل کوې، په ويښه خوبونه وینې، ځان دې روغ لیونی کړی، دخلکو په سترګو کې خاورې ور شیندې، دخپل شیطانت له مخې قرآن او احادیث دامریکایانو او اشغالګرو په پښو کې ور غورځوې، ددې لپاره چې خلکو ته ستا مکر او فریب ښکاره شي زه دلته داسشتهاد او انتحار په اړه داسلام دمبارک دین دریځ دقرآني آیتونو، نبوي احادیثو، دصحابهء کرامو دژوند او دفقهایی کرامو د نظرونو په رڼا کې دګرانو لوستونکو مخې ته ږدم، تر څو خلکو ته حق او باطل ښه واضح شي، او له تا جناب نه یوه وړه هیله کوم، هغه دا چې که دې دغه لیکنې ولوسته نو خامخا به یې ځواب لیکې، او زه پوره باوري یم چې ځواب نه لرې، ځکه خو به پټه خوله کېږې، دیادونې ده چې دا لیکنه لږ اوږده ده، نو ځکه به په څو برخو کې خپره شي.

 

 دا خو ټول مني چې له خپل ځان، حق، مال، آبرو او عزت نه دفاع کول د هر ژوندي په فطرت کې شته، که څه هم چې دغه ژوندی انسان نه وي بلکې حیوان، یا مرغه او یا کومه حشره وي، ټولو به لیدلي وي چې که یو څوک د چرګې یا پيشو، یا مېږې، یا غوا، یا موږک او یا هم چنچڼې په بچو او يا ځای کار ولري او یا خپله دوی ته دزیان رسولو هڅه وکړي، نو هر یو په خپل وار سره تر خپله وسه هڅه کوي چې په دوی، یا یې په ځای او یا یې په بچو د تېري مخه ونیسي، او که انسانانو ته راشو نو ګورو چې هېڅ انسان که څه هم چې ډېر بې غیرته وي، او یا ډېر بې وسه او ناتوانه وي دا نه خوښوي چې څوک یې په ځان، مال، کور او اولاد باندې تېری وکړي، او که یې څوک وکوي نو بیا تر خپله وسه هڅه کوي چې مخنیوی يې وکړي، او بیا چې مسلمان ته راشو نو ګورو چې هېڅ مسلمان دا نه مني او نه یې هم زغمي چې یو څوک یې په حق تېری وکوي، کور یې ونیسي! اولاد یې ووژني! او په انسانانو کې هم رنګارنګ خلک شته دي، ځینې داسې دي چې له خپل مال، اولاد او کور نه د تیري په مخنیوي کې ځان مرګ ته هم ورکوي، مرګ مني مګر دا نه مني چې په حق یې تېری وشي، په مسلمانانو کې بیا زیات دا رنګه خلک شته په ځانګړي ډول په افغانانو کې چې هغوی د بې عزتۍ له ژوند نه د عزت مرګ ښه بولي، او پاتې دې نه وي چې هر هغه څوک چې د خپل ځان، مال او کور نه په دفاع کې ووژل شي هغه ته ټول انسانان که مسلمانان دي که کفار په درنه سترګه ګوري، ستايي يې، ښه پرې وايي، او ظالم ته بیا په بده سترګه ګوري او بد پرې وايي.

 اوس پوښتنه دا ده چې هر کله خبره داسې ده نو بیا دسیاف په څېر ځینې خلک ولې له ظالمانو سره مرسته کوي، د هغوی په مټ د خپل کور،کلي او هېواد اوسېدونکي وژني، د خپلو هېوادوالو کور او کلی پرې ورانوي؟

دلته بیا همغه مخکنۍ خبره ده چې د انساني فطرت له مخې هېڅوک هم دا کار نه خوښوي، مګر دا چې سياف دا رنګه  كار کوي، هلته بیا ځینې نور لاملونه دي، د هغه له کبله سياف او ځینو نورو دېته زړه ښه کړی، چې ظالم او کافر خپل کور ته راولي او خپل ولس پرې وځوروي، شتمنۍ یې پرې لوټ کړي، آبرو او عزت یې پرې وتروړي! هلته د دوی یو څو ځانګړي موخې وې دوی دغو موخو ته د رسېدو لپاره دغه رنګه کرغېړن کارته زړه ښه کړ، چې هغه یا پیسې پیدا کول یا ځواک او زور پیدا کول او یا هم شهرت پیدا کول وو، خو كله چې ددوی نوموړې موخې سمې پوره نشوې، که څه هم چې ډالر خان خو دټولو سر ته وخو ت، نو اوس بیرته خپلو دوستانو ته وايي چې تاسو خو مونږ له صحنې نه لیري کړو، زمونږ واک مو کم کړ، په مونږ پسې مو سوټی را اخیستی، زه وایم ای کاش یو سوټی دې په دغه اوږده ورمېږ در خیر کړي چې بوک دې را واړوي تر څو ټول درنه بې غمه شي! دغه رنګه کسان د خپلو ځانګړو موخو لپاره له خپل اصلي فطرت نه اوښتي دي.

 

مګر نور عام ولس په همغه خپل انساني او اسلامي فطرت پاتې دي، په هېڅ ډول نیواکګر او ملګري یې نه مني، ټول ګوري چې خپله د همدغه حکومت چې امریکا جوړ کړ د همدغه حکومت عسکر را پورته کېږي له دوی سره په یو سنګر کې پراته نیواکګر په مرمیو ولي، د همدغه حکومت د پارلمان غړي په همدغه امریکایانو باندې بد وايي، همدغه د شمالي ټلواله چې د نیواکګرو تر مخ وه او د هغوی لپاره یې لارې جارو کولې هغوی اوس خپله بیرته له خپلو بادارنو سره ښکر په ښکر دي،ځکه چې د دوی ټولې موخې پوره نشوې، لنډه دا چې هېڅ انسان ته که څه هم چې مسلمان نه وي دا خوند نه ورکوي چې په حق یې بل څوک تېری وکوي، پرته له هغو کسانو چې فطرت یې بدل شوی وي، او یا هم خپلې ځانګړې ګټې د اسلام او ولس له ګټو نه مخکې بولي، لکه سیاف خان!

بله دا چې له کومې ورځې نه چې انسان ځمکې ته راغلی له همغه تاریخ نه بیا تر نن پورې جګړه کول د انسانانو ترمنځ یو داسې تریخ حقیقت دی چې څوک هم سترګې نشي ترېنه پټولای، او په دې ټول پوهېږو چې د انسانانو ترمنځ د انسانیت په تاریخ کي د لومړي ځل لپاره د قابیل او هابیل ترمنځ چې د آدم علیه السلام زامن وو وینه تویې شوې ده، قابل په ناروا د خپل ورورهابیل وینه وبهوله اوهغه يې شهید کړ، له همغه ورځې نه د انسانیت په تاریخ کې د حق او باطل ترمنځ جګړه پیل شوه.

دلته یو ډېر مهم ټکی دا دی چې د نړۍ پر مخ د لومړي ځل لپاره باطل پر حق تېری وکړ، او د حق د پیرو وینه یې وبهوله، قابیل د شیطان په لمسونه خپل ورورهابیل ووژلو، او له همغې ورځې نه بیا تر ننه پورې هر وخت لومړی د شیطان پیروانو د حق په پیروانو یرغل کړی، بیا وروسته د حق پیروان دېته اړ شوي چې له خپل حق نه ننګه وکړي، او د شیطان پیروان وځپي.

 لنډه دا چې جګړه کول د انسان په ژوند کې یو داسې تریخ حقیقت دی چې مخامخ کېدل ورسره حتمي دي، او دا چې په دغو جګړو کې حکمت څه دی الله جل جلاله په خپل سپېڅلي کتاب قرآن کریم کې په دوهمه پاره د البقرة سورت د دوسوه او یو پنځوسم آیت په وروستنۍ برخه کې وروسته له هغه چې د طالوت او جالوت جګړه او په هغه کې د دواد علیه السلام په لاس د جالوت وژل کېدل بیانوي داسې فرمایي: (…وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَفَسَدَتِ الْأَرْضُ وَلَكِنَّ اللَّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ ) د البقرة سورت, 251 آيت.

 که چېرې دالله جل جلاله لخوا په ځینو خلکو ( د حق په پیروانو ) باندې د ځینو نورو خلکو ( د باطل د پیروانو ) دفع کول نه وای، نو خامخا به ځمکه د الله له لورې د باطل په پیروانو د عذاب را کوزولو له وجې ورانه شوې وای، ځکه چې نړۍ د الله جل جلاله د مخلصو او مؤمنو بنده ګانو له وجې ودانه ده، کله چې په نړۍ کې د الله جل جلاله مؤمن بنده ګان پاتې نشي نو بیا خو خامخا الهي عذاب راځي، کوم څه چې ټوله نړۍ ورسره ورانېږي، مګر الله جل جلاله په عالمیانو باندې د لوی فضل څښتن دی، نو ځکه خو د اسلام او قرآن له وجې په ټوله هستۍ باندې رحم کوي، له همدې کبله الله جل جلاله تر هغه پورې قیامت نه راولې تر څو چې د ځمکې پر مخ د ده عبادت کېږي، هر کله چې داسې حالات راشي چې څوک هم د الله جل جلاله عبادت نه کوي نو بیا به الله جل جلاله دنیا ورانوي او قیامت کېږي به.

نور بيا…

ليكوال: أحمد ضياء بريالی

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *