سیاف خانه! استشهاد که انتحار؟ ( څلورمه برخه ) — احمد ضیاء بریالی

 

سیاف خانه! استشهاد که انتحار؟ ( څلورمه برخه )

 

احمد ضیاء بریالی

 

که دغه مخکني حدیث شریف ته لږ په غور سره پام وشي نو لاندې ټکي په خورا آسانه توګه ترې را څرګندېږي:

لومړی: رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو مبارکو صحابهء کرامو ته د جګړې په پیلېدو کې جنت ور په یادوي، د جنت له پراخوالي نه ورته غږيږي، تر څو د مجاهدینو نیتونه خراب نشي، داسې نه چې په زړونو کې یې د غنیمت مینه پیدا شي، او دا داسې حالت و چې له دواړو خواوو نه وژل کېدل پکې حتمي وو؛ ځکه خو لازمي ده چې کله یو مجاهد شهېد كېږي باید نیت یې د الله رضا او جنت ته رسېدل وي، او بل د دې لپاره تر څو مجاهدین په شاتګ ونه کوي، بې زړه نشي، بلکې پر دښمن ور زړور شي؛ ځکه د دوی په دواړو حالتونو کې ګټه ده، که ووژل شي جنتونه یې په برخه دي، او که ژوندي پاتې شي غازیان, او غنیمت يې په برخه کېږي.

دوهم: رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله پر دښمن برید نه کوي، بلکې د خپلو سرتېرو څارنه كوي، سمبالوي يې، ځکه که رسول الله صلی الله علیه وسلم چې د جګړې قومانده یې په لاس کې وه، په خپله عملا جګړه پیل کړې وای  که هغه مبارک یا خو ټپي شوای وای، او یا هم شهید شوای وای نو د مجاهدینو په منځ به ګډوډي راتله، بیا به مجاهدین یا د دښمن په لاس اسیران کېدل او یا به هم شهیدانېدل، او دا هم له نظامي اړخه یو خورا مهم ګام دی، دا دي نن څوار لس سوه کاله وروسته په ټوله نړۍ کې چې کله هم ددوه ډلو ترمنځ جګړه نښلې نو د جګړې قوماندانان يا دفاع وزیران او يا ولسمشران په خپله جګړه نه کوي بلکې د خپلو سرتېرو سمبالونه، د خپل پرمختګ او د بل لوري د ماتې لپاره خپلو سرتېرو ته وړ او مناسې لارښوونې کوي.

او دا کار کله هم څوک په دې معنی نه تعبیروي چې مشران خپلو اهدافو ته ژمن نه دي، یا له مرګ نه یرېږي، یا دخپلو معتقداتو او اصولو په اړه شکمن دي، بلکې دا له نظامي او سیاسي اړخه یو ځیرک او هوښیار ګام بولي.

او دا په هېڅ توګه معقوله نه ده چې دیوې ډلې مشر دې دبلې ډلې له یو عادي سرتېري سره تن په تن شي، ،او که کېږي هم نو باید دهغه بلې ډلې له مشر سره تن په تن شي، او دې کار ته بزدله کفار په هېڅ قیمت نه حاضرېږي.

 پاتې دې نه وي چې نن ورځ دښمن تر بل هر چا دمجاهدینو دمشرانو د له منځه وړلو لپاره خورا ډېرې هلې ځلې کوي؛ ځکه هغوی پوهېږي چې کله دمجاهدینو مشران له منځه لاړ شي، شهیدان شي نو دجهاد بهیر په خپله ټکنی کېږي، او ددوی په وړاندې روان جهاد کمزوری کېږي.

دریم:  دغه اتل سر ښندونکی صحابي عمیر بن الحمام رضی الله عنه د دې لپاره د جګړې ډګر ته ور دانګي تر څو شهید شي او جنت ته لاړ شي، کوم څه چې نن يې استشهادي مجاهدین کوي، له همدې کبله له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه بیا پوښتنه کوي، چې داسې جنت ته به ځو چې پراخوالی يې د آسمانونو او ځمکې هومره دی؟ او چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وايي چې هو، نو د واه واه ټکی يې چې د خوشالۍ په وخت کې ویل کېږي بې اختیاره له خولې راوزي، او کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه ترې کوي چې ولې دې واه واه وویل؟ دی ورته وایي په دې هیله چې زه به د دغه پراخه جنت له نعمتونو نه برخمن کېږم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ډاډ ورکوي، چې بېشکه ته د همدغه جنت له خلکو نه يي.

له دې زيري سره دغه مبارک صحابي جنت ته دومره لیواله کېږي چې هغه په لاس کې ورسره خرماوې اخوا غورځوي، او وايي چې که زه دومره ژوندی پاتې شم چې دا خرماوې وخوروم نو دا خو ډېر وخت دی، نه, زه باید زر تر زره شهید شم چې جنت ته لاړ شم، دلته تر ټولو مهمه خبره دا ده چې رسو ل الله صلی الله علیه وسلم د دغه صحابي دغه خبرې اورې چې دجګړې ډګر ته په دې نیت ورځي تر څو شهید شي او جنت ته لاړ شی، له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه داسې پوښتنه نه کوي چې که زه کفار ووژنم نو له ما سره به څه کېږي او چېرته به ځم، بلکې داسې وايي چې که زه ووژل شم نو چېرته به ځم! مګر رسول الله صلي الله عليه وسلم يې  بيا هم له جګړې کولو څخه نه ایساروي، بلکې نور يې هم ورته هڅوي، تر دې چې هغه اتل سرښندونکی صحابي په کفارو باندې ور دانګي او د شهادت لوړ مقام ته رسېږي.

 کېدای شي دلته ځینې له اسلام نه ناخبره او ځینې نور منحرفین او محرفین لكه سياف ووايي: چې نو رسول الله صلی الله ولې خپله دغه پراخه جنت ته نه ورتلو چې د نورو خلکو زامن یې ورته هڅول؟ ولې يې خپله پر دښمن بريد نه کولو چې نورو ته یې د جنت زیري ورکول؟ لكه اوس چې وايي چې علمای کرام ولې خپله استشهادي بریدونه نه کوي چې نور ورته هڅوي!

 دغه رنګه خلک اصلا د اسلام له لوړو موخو نه بې خبره دي، او يا يې ډالرو بصیرت ړوند کړی، دوی یوازې د خپل ناقص عقل په رڼا کې پرته له دې چې د قرآن کریم او د الله جل جلاله حکمونو ته وګوري او ځان پرې پوه کړي سرسري پرېکړې کوي، او داسې انګیري چې ګواکي اسلام هسې یو ساده سرسري نظام دی، هر څوک هغه که امیر دی که مشر او که کشر ټول باید له یو پلوه ځانونه د دښمن د تورې ګوزار ته ور وړاندې کړي چې ټول له منځه لاړ شي او میدان کفارو او ملګرو ته یې ورپاتې شي.

 

په دغه حدیث شریف کې مو ولیدل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول اصحاب کرام له کفارو سره جګړې کولو ته هڅوي، او ورته وايه چې ورته راپورته شئ، خو په دوی کې عمیر بن الحمام الانصاري رضی الله عنه غواړي چې زر شهید شي او جنت ته لاړ شي، رسول الله صلی الله علیه وسلم یې له دې هیلې  څخه نه ایساروي، نه ورته وايي چې ته بیړه مه کوه، خیر دی شهید به شي، اول ښه زیات جهاد وکوه بیا وروسته دشهادت هیله کوه، او نه نورو صحابهء کرامو ته وايي چې زر کوئ تاسو هم دعمیر په څېر ځانونه شهیدان کړئ او جنت ته لاړ شئ، بلکې دا کار یې دهر چا خپل توان او وس ته پرېښی.

داخبره مې ځکه یاده کړه چې له ځینو مخلصو کسانو سره دا فکر پیدا کېږي چې ددې پر ځای چې یو مجاهد زر شهید شي باید ښه زیات جهاد وکړي، ښه زیات کفار ووژني بیا وروسته شهید شي، نه دا چې یو په یو او سمدستي شهید شي، مګر خبره داسې نه ده، دا نظر ظاهرا ښه دی، مګر الله جل جلاله په خپلو کارونو ډېر ښه پوهېږي، ډېر ځله الله تعالی دیو شهید دوینو له برکته مسلمانانو ته فتحه ور په برخه کوي، دهغه داخلاص او سرښندنې له رویه په نورو باندې رحم کوي، نور مجاهدین دیو مجاهد په شهادت سره ټینګوي، زغم او صبر ور په برخه کوي، او دا ورته ښيي چې ددین اصلي ساتونکی، ناصر او مرستندوی الله جل جلاله دی، نه مجاهدین او مسلمانان، مجاهدین که شهیدان هم شي الله تعالی خپل دین ساتي، او دې ټکي ته دډېرو پام نه ور اوړي.

 اوس هم که یو مجاهد غواړي چې زیات او د ډېر وخت لپاره جهاد وکوي، او بیا وروسته شهید شي دا یو روا او ښه کار دی، خو که یو بل مجاهد دعمیر رضی الله عنه په څېر غواړي چې زر شهید شي او جنت ته لاړ شي دا بیا خورا لوړ او پاک نیت او غښتلي ایمان ته اړتیا لري چې هر څوک یې نشي کولی. 

 امام مسلم صیب په خپل صحیح کې يو بل روایت داسې راوړی: ( عَنْ أَبِى بَكْرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ قَيْسٍ عَنْ أَبِيهِ قَالَ سَمِعْتُ أَبِى وَهُوَ بِحَضْرَةِ الْعَدُوِّ يَقُولُ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- إِنَّ أَبْوَابَ الْجَنَّةِ تَحْتَ ظِلاَلِ السُّيُوفِ، فَقَامَ رَجُلٌ رَثُّ الْهَيْئَةِ فَقَالَ يَا أَبَا مُوسَى آنْتَ سَمِعْتَ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ هَذَا قَالَ نَعَمْ. قَالَ فَرَجَعَ إِلَى أَصْحَابِهِ فَقَالَ أَقْرَأُ عَلَيْكُمُ السَّلاَمَ. ثُمَّ كَسَرَ جَفْنَ سَيْفِهِ فَأَلْقَاهُ ثُمَّ مَشَى بِسَيْفِهِ إِلَى الْعَدُوِّ فَضَرَبَ بِهِ حَتَّى قُتِلَ ) صحيح مسلم, 41 باب ثبوت الجنة للشهيد, 6 جزء, 379 صفحه.

ابو بکر بن عبد الله بن قیس چې له خپل پلار نه روایت کوي وویل: له پلار نه مې په داسې حال کې چې له دښمن سره مخامخ و، واورېدل چې ویل يې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: بېشکه چې د جنت دروازې د تورو تر سیوري لاندې دي، نو یو سړی چې ساده بڼه یې وه او ساده جامې یې پر تن وي جګ شو او ویې ویل: اې ابو موسی! تا له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه واورېدل چې دا خبره یې کوله، ده وویل هو، دغه راوي وايي نو نوموړی سړی خپلو ملګرو ته را وګرځېد او ورته ویې ویل: په تاسو باندې سلام وایم، یانې دا زما له تاسو سره وروستنۍ خبره ده، بیا یې د خپلې تورې کېتی( پوښ ) مات کړ او اخوا یې وغورځولو، په دې مانا چې بیا توره په پوښ کې نه ږدم، او بیا له خپلې تورې سره د دښمن په لوري ور روان او په توره یې وهل پیل کړل تر دې چې ووژل شو )

 دا دي دلته هم دغه اتل او سرښندونکی مجاهد چې کله دا خبره اوري چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره کړې ده چې جنت د تورو تر سیوري لاندې دی، نو له هغه صحابي ( ابو موسی ) نه دوهم ځلي پوښتنه کوي چې دا خبره تا له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه واوریده؟ هغه ورته وايي هو، نو دی خپلو ملګرو ته ورځي خدای پاماني ترې اخلي او بیا د خپلې تورې پوښ ماتوي، او پر دښمن په دې نیت برید کوي چې شهید شي، او الله جل جلاله یې هم آرمان پوره کوي.

 دغه مجاهد چې کله د جنت خبره اوري چې د تورو تر سیوري لاندې دی نو سمدستي همدغه جنت ته د ورتلو په هیله جګړه پیلوي تر دې چې شهید کېږي، دا مو باید په یاد وي چې په عام ډول استشهادي برید نه فرض او نه هم واجب بلکې روا دی، که یې څوک کوي او که نه، که يې څوک کوي نو مخه یې نه نیول کېږي، او که یې څو ک نه کوي نو په زور باندې نشي پرې کېدای، دا د هر مسلمان مجاهد خپله خوښه ده، مونږ دا دي ګورو هم په دغه حدیث شریف کې او هم په هغه مخکني حدیث شریف کې چې ډېر مجاهدین دغه د جنت زیری او د جنت خبره اوري، چې په هغوی کې لوی لوی صحابهء کرام هم شتون لري مګر یوازې ځینې کسان پر دښمن وردانګلو او زر جنت ته تللو ته زړه ښه کوي، او رسول الله صلی الله علیه وسلم هم له ټولو صحابوو نه دا نه غواړي چې ځئ تاسو ټول پرې ور ودانګئ او ټول ځانونه پرې شهیدان کړي، او نه هم د هغه چا مخه نیسي چې دغه رنګه لويې سرښندنې ته زړه ښه کوي.

 د اسلام مبارک دين ځکه دا کار د هر چا خوښې ته پرېښی دی چې د ټولو مسلمانانو زړورتیا, اخلاص او صداقت یو رنګې نه دی، ځینې کسان ډېر زړور وي او ځینې بیا ډېر بې زړه وي، ځینې کسان په خپله خوښه غواړي چې زر تر زره په آخرت کې له الهي پېرزوینو نه برخمن شي او ځينې نور بیا یو څه وخت وروسته د دې هیلې پوره کېدل غواړي، دا د هر مسلمان خپله خوښه ده.

 نور عبادات هم همداسې دي، د بیلګې په توګه د اسلام مبارک دين خپل پیروان دزیاتو نفلونو کولو، زیاتو روژو نیولو، د قرآن کریم زیات تلاوت کولو او زیاتو خیراتونو ورکولو ته هڅوي، مګر پرې لازمي کوي یې نه، هو هغه فرض لمونځ، فرض روژه، او فرض زکات خو به هر څوک چې توان یې ولري کوي او ورکوي به يي، مګر نفل او خیرات بیا د هر چا خپله خوښه ده، که چا زیات نفلي لمنځونه وکول،زیاتې نفلي روژې یې ونیولې،او زیات خیراتونه یې ورکړل، زیات د قرآن کریم ختمونه او تلاوتونه یې وکول، او په عبادتونو کې یې زیات ځان وکړولو نو الله جل جلاله به ډېر اجر او لوړې درجې ورکړي،او که چا ونه کول نو غاړه یې نه پرې بندېږي،او هېڅوک هم نشي ویلای چې ولې ټول مسلمانان هره ورځ شل یا پنځوس یا سل او ….رکعته نفلي لمنځونه نه کوي؟ ولې ټول شتمن مسلمانان هره ورځ زر زر، یا لس لس زره یا یویو لک یا دوه دوه لکه افغانۍ نه خیراتوي؟ یا ولې ټول مسلمانان په هره میاشت کې پنځه پنځه یالس لس یا شل شل ورځې نفلي روژه نه نیسي؟ ولې ټول مسلمانان په هرو درې ورځو یا هرو لسو ورځو یا هر میاشت کې قرآن کریم نه ختموي؟

 

همدا رنګه جهاد کول هم پر هر مسلمان لکه څنګه چې فرض لمونځ او فرض زکات او فرض روژه دي داسې فرض دی، او استشهادي بریدونه بیا د نفلي لمنځونو، نفلي روژو، او نفلي خیراتونو په څېر دي، که چا کولو الله جل جلاله به ډېر اجر او لوړې درجې ورکوي او څوک یې مخه نشي نیولای, او که یې نه کولو نو پرې فرض نه دي، او نه یې څوک پر چا باندې په زور کولی شي، ځکه دا د زور کار نه دی، دا د عقیدې او ایمان خبره ده د هر مسلمان تر خپل وس، توان او ایمان پورې اړه لري.

او که یو مسلمان یا عالم دغه رنګه فضیلتونه بیانوي نو څوک هم نشي ورته ویلای چې ته یې خپله ولې نه کوې؟ او په خپله یې چې نه کوې نو نورو ته هم مه وایه! كه لنډ دغه سیاف خان ته ووایو چې ته نورو ته وایې چې مجاهدین راونیسئ په دار يې کړئ، نو ته خپله ولې دا کار نه کوې؟ او چې ته یې نه کوې یا یې نشې کولئ نو نورو ته هم مه وایه!

 پروفیسور سیاف باید دا هم ووایي چې خلک نفلي لمنځونو یا د قرآن کریم تلاوت ته مه را بولئ؛ ځکه په دې سره خو یې ډېر وخت نیول کېږي، او بیا دوی له خپل کار وبار نه پاتې کېږي، د خپل ژوندانه اړتیاوې نشي پوره کولای، د خپل اولاد روزي به بیا څنګه پیدا کوي؟ او داسې نور… فکر نه کېږي چې سم مسلمان به داسې خبرې وکوي، کفار یې کوي ځکه هغوی خو په دیموکراسۍ باندې ایمان لري، د دیموکراسۍ تر نامه لاندې د ملیونونو انسانانو عقېدې او مقدساتو ته سپکاوی خپل حق بولي، د انسانانو او حیواناتو ترمنځ توپیر نه پېژني او نه يې کوي، بلکې ډېر خو يې حیوانات او ځناور له انسانانو نه غوره بولي، له همدې کبله له ځناورو سره ودونه کوي، هغوی خو نه اخلاق پېژني، نه انسانیت پېژني، نران یې له نرانو او ښځې يې له ښځو سره ودونه کوي، له خپلو میندو، خویندو او لورګانو سره ناروا اړيکې دیموکراسي بولي، هغوی خو په معنویاتو او په اخلاقو اصلا ایمان نه لري، د هغوی هر څه د مادیاتو پر بنسټ ولاړ دي، نو که هغوی دا رنګه خبرې وکړي څوک ګیله نه ترې کوي؛ ځکه چې دا رنګه خلک د انسانیت له چوکاټ نه وتلي دي.

 همدارنګه امام بخاري صیب په خپل صحیح کې یو روایت راوړی: (عَنْ أَنَسٍ – رضى الله عنه – أَنَّ عَمَّهُ غَابَ عَنْ بَدْرٍ فَقَالَ غِبْتُ عَنْ أَوَّلِ قِتَالِ النَّبِىِّ – صلى الله عليه وسلم – ، لَئِنْ أَشْهَدَنِى اللَّهُ مَعَ النَّبِىِّ – صلى الله عليه وسلم – لَيَرَيَنَّ اللَّهُ مَا أُجِدُّ . فَلَقِىَ يَوْمَ أُحُدٍ ، فَهُزِمَ النَّاسُ فَقَالَ اللَّهُمَّ إِنِّى أَعْتَذِرُ إِلَيْكَ مِمَّا صَنَعَ هَؤُلاَءِ – يَعْنِى الْمُسْلِمِينَ – وَأَبْرَأُ إِلَيْكَ مِمَّا جَاءَ بِهِ الْمُشْرِكُونَ . فَتَقَدَّمَ بِسَيْفِهِ فَلَقِىَ سَعْدَ بْنَ مُعَاذٍ فَقَالَ أَيْنَ يَا سَعْدُ إِنِّى أَجِدُ رِيحَ الْجَنَّةِ دُونَ أُحُدٍ . فَمَضَى فَقُتِلَ ، فَمَا عُرِفَ حَتَّى عَرَفَتْهُ أُخْتُهُ بِشَامَةٍ أَوْ بِبَنَانِهِ ، وَبِهِ بِضْعٌ وَثَمَانُونَ مِنْ طَعْنَةٍ وَضَرْبَةٍ وَرَمْيَةٍ بِسَهْمٍ ) صحيح البخاري, باب: كتاب بدء الوحي, 5 جزء, 122 صفحه.

له انس رضی الله عنه نه روایت دی چې د ده اکا ( انس بن نضر ) د بدر له غزا نه پاتې شوی و، نو ویل به يې: زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لومړني جنګ نه پاتې وم، خو که دا ځل الله جل جلاله له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په کوم جنګ کې د برخې اخیستنې پېرزوینه را باندې وکړه، نو خامخا به الله جل جلاله وګوري چې زه څه کوم؟

همغه و چې د احد غزا راغله، او ده هم ګډون پکې وکړ، جګړه پیل شوه، څه وخت وروسته خلک ( مسلمانان ) مات شول، ده وویل: اې الله جل جلاله زه تا ته د دغه خلکو ( مسلمانانو ) له کړنې نه بښنه وړاندې وکوم، یانې دا چې دوی وتښتېدل دا یې سم کار ونه کړ، او له هغه څه نه بېزاري درته وړاندې کوم چې مشرکینو وکول، یانې چې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم او پر ملګرو یې بریدونه وکول.

انس بن مالک وايي چې زما اکا له خپلې تورې سره کفارو ته ور وړانډې شو، له سعد بن معاذ سره چې خورا زړور او اتل مجاهد و په لاره کې مخ شو، سعد ته یې وویل: چېرته اې سعده! یانې چېرته له جنګ ته تښتې؟ ماته د احد د غره له لوري د جنت بوی راځي،او نور همداسې د کفارو په لوري ورغی تر دې چې ووژل شو، انس بن مالک وايي: چې د ډېرو ټپونو له وجې له شهادت نه وروسته نه پېژندل کېدو، تر دې چې خور يې د ګوتو له سرونو او که له خال نه و پېژانده، په داسې حال کې چې د ده پر بدن څو اتیا د نېزو، غشیو او تورو د ګوزارونو ټپونه وو.

دلته هم دا دي دغه مبارک صحابي ګوري چې نور ملګري يې د جنګ له ډګر نه په شا کېږي او په شا شول، مګر دی دا کار سم نه بولي او له خپلې تورې سره په یوازې سر د دښمن پر لور ورځي او په دې باندې پوهېږي هم چې خامخا به وژل کېږي؛ ځکه دی یو او هغوی ډېر، اوبل دا چې مجاهدین ټول سره یو په بله شول، له ټولو نه لار ورکه وه، مګر ده ته داحد له غره نه د جنت بوی راتلو او دا د ده د کرامت ښکارندويي کوي، نو ځکه خو له مرګ څخه نه یرېږي، او مخامخ پر دښمن ورځي تر دې چې د شهادت لوړ مقام ته رسېږي، او تر ټولو د پام وړ دا چې دغه مبارک او اتل سرښندونکی صحابي پر خپل بدن له اتیاوو نه هم زیات ټپونه خوري مګر بیا هم نه په شا کېږي ؟

   دغه رنګ سرتېري اتلان په هر وخت او هر ځای کې پیدا کېږي او شته دي، هغه څه چې د دغو سرښندونکو په وړاندې یې د تورو، غشیو، نېزو او مرمیو ټپونه بې ارزښته کړې دي او له ټپونو سره سره بیا هم پر دښمن وردانګي همدا پر الله جل جلاله باندې د دوی تینګ ایمان دی چې دوی يې له هر رنګه ستونزو او کړاوونو نه بې پروا کړي دي.

د دغه حدیث شریف په شرحه کې ابن حجر رحمه الله وایي: ( وفي قصة أنس بن النضر من الفوائد جواز بذل النفس في الجهاد وفضل الوفاء بالعهد ولو شق على النفس حتى يصل إلى إهلاكها وأن طلب الشهادة في الجهاد لا يتناوله النهي عن الإلقاء إلى التهلكة وفيه فضيلة ظاهرة لأنس بن النضر وما كان عليه من صحة الإيمان وكثرة التوقي والتورع وقوة اليقين ) فتح الباري ابن حجر, باب قول الله عزوجل من المؤمنين, 6 جزء, 23 صفحه.

 د انس بن النضر په دغه کیسه کې څو ګټې دي: ۱ـ په جهاد کې د ځان قربانولو روا والی، ۲ـ د ژمني د پوره کولو غوره والی که څه هم چې د سر په بیه تمام شي، ۳ـ په جهاد کې شهادت غوښتنه, نه ځان وژنه ده اونه هم ځان هلاکت ته اچول دي، ۴ـ د انس بن النضر بهتري، غښتلی ایمان، پخه تقوی،او ټینګ باور.

دا دي امام ابن حجر صیب ددغه حدیث شریف په شرحه کې هم فرمايي چې په جهاد کې شهادت غوښتل ځان هلاکول نه دي، بلکې دا دټینګ ایمان او تقوی نښه ده.

په یو بل ځای کې امام بخاري صیب داسې روایت کوي 🙁 عَنْ جَابِرٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ لَمَّا حَضَرَ أُحُدٌ دَعَانِي أَبِي مِنْ اللَّيْلِ فَقَالَ مَا أُرَانِي إِلَّا مَقْتُولًا فِي أَوَّلِ مَنْ يُقْتَلُ مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَإِنِّي لَا أَتْرُكُ بَعْدِي أَعَزَّ عَلَيَّ مِنْكَ غَيْرَ نَفْسِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَإِنَّ عَلَيَّ دَيْنًا فَاقْضِ وَاسْتَوْصِ بِأَخَوَاتِكَ خَيْرًا فَأَصْبَحْنَا فَكَانَ أَوَّلَ قَتِيلٍ وَدُفِنَ مَعَهُ آخَرُ فِي قَبْرٍ ثُمَّ لَمْ تَطِبْ نَفْسِي أَنْ أَتْرُكَهُ مَعَ الْآخَرِ فَاسْتَخْرَجْتُهُ بَعْدَ سِتَّةِ أَشْهُرٍ فَإِذَا هُوَ كَيَوْمِ وَضَعْتُهُ هُنَيَّةً غَيْرَ أُذُنِهِ ) صحيح البخاري, باب: كتاب بدء الوحي, 2 جزء, 116 صفحه.

له جابر رضی الله عنه روایت دی چې ویې ویل: کله چې داحد دغزا ورځ را ورسېده پلار مې د شپې له خوا ور وبللم، او راته ويې ویل: خپل ځان نه ګورم مګر د نبي صلی الله علیه وسلم په هغو ملګرو کې چې لومړی به وژل کېږي، او بېشکه چې زه له خپل ځان نه وروسته پرته له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه پرځان له تا نه ګران بل څوک نه پرېږدم، ياني ته په ما ډېر ګران یې، په ما باندې څه پور دی، یانې هغه د پور خاوند ته ورکړه، او له خپلو خویندو سره ښه چلن کوه، په روایاتو کې راځي چې 9 خویندې یې وې، جابر رضی الله عنه وايي: کله چې سبا شو او جګړه پیل شوه نو همدا زما پلار لومړنی شهید و، له ده سره په قبر کې یو بل کس هم ښخ کړای شو، بیا وروسته دې خوند را نه کولو چې له بل کس سره یې یو ځای پرېږدم، نو مې له قبر نه شپږ میاشتې وروسته را وایست، که ګورم  داسې و لکه په کومه ورځ مې چې ایښی و، پرته له غوږونو یې، یانې غوږونه یې یو څه خراب شوي وو، نور په همغه ډول و لکه څنګه مې چې اېښی و.

 په ځینو نورو روایاتو کې راځي چې کفارو له شهادت نه وروسته د ده غوږونه او پزه پرې کړې وو، نو له همدې کبله یې دغوږونو پاتې برخې یو څه خرابې شوې وې.

  دا دی دلته ګورو چې دجابر پلار عبد الله بن عمرو بن حرام رضی الله عنهما، خپل زوی ته وايي چې هېڅوک دومره نه دي را باندې ګران لکه ته، پرته له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه، په صحابوو باندې رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو اولادونو نه هم زیات ګران و، خو افسوس زمونږ پر حال! مطلب دا چې دغه نومیالی صحابي په دې ښه خبر و چې سبا ته به شهید کېږي، او لومړی شهید به همدی وي، مګر بیا هم د جګړې ډګر ته روانېږي، اوس كه سياف ته  دا خبره ورمخې ته کړو، نو وايي به چې دا خو یې سم کار نه دی کړی؟ والعیاذ بالله، دا خو يې ځان وژنه کړې ده! ځکه ښه پوهېدو چې وژل کېږي مګر بیا هم د جګړې ډګر ته لاړو! بايد صبر یې کړی وای، تر څو ښه خدمت یې کړی وای بیا به شهید شوی وای!!

  مګر نه, دغه جلیل القدره صحابي ته د الله جل جلاله په لاره کې وژل کېدل له هر څه نه زیات غوره و، ځکه خو له دې سره سره چې پوهېدو چې شهید کېږي بیا هم د جګړې ډګر ته لاړ او دشهادت لوړ مقام ته ورسېد.

  دا چې دی څنګه پوه شوی و چې دی به لومړني شهید وي، دا نو بیا د ده کرامت و، د اولیا وو کرامت حق دی، امام بخاري صیب هم دغه حدیث شریف د اولیاوو د کرامت په باب کې راوړی دی، الله جل جلاله خپل مخلص بنده ګان ځان ته ورنېږدې کوي، نازوي یې، په داسې پېښو يې خبروې چې د ننۍ نړۍ ډېر سيافيان يې په خوب کې تصور هم نشي کولی؛ چې ډالرو له خپل خالق او دهغه په لاره کې له سرښندنو نه بې پروا کړي دي.

 د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د صحابهء کرامو په ژوند کې نورې دېته ورته ګڼې پېښې, پېښې شوې دي چې ننیو استشهادي بريدونو ته غوڅ ورته والی لري، خو اوس به په همدغه یو څو پېښو چې یادې مو کړې  بسیا وکوو تر څو خبره ډېره اوږده نشي.

نور بیا…

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *