سياف خانه! استشهاد كه انتحار؟ ( نهمه برخه ) — احمد ضیاء بریالی

 

سياف خانه! استشهاد كه انتحار؟ ( نهمه  برخه )

 

احمد ضیاء بریالی

 

كه څه هم چې داستشهادي بریدونو روا والی بلکې غوره والی دقرآني مبارکو آیتونو، نبوي سپېڅلو ارشاداتو، دصحابوو کرامو رضی الله عنهم دژوند د ريښتینو پېښو، دڅلورو مشهورو مذاهبو دنومیالیو او وتلو فقهای کرامو دفتواګانو او نظرونو او د عقلي دلایلو په رڼا کې په مفصل ډول وڅېړل شو،خو بیا هم دلا ښه توضیح لپاره مې وړ وبلله چې په دې اړه دځینو علمي او فقهي ټولنو او وتلیو معاصرو مشهورو نومیالیو او سترو سترو دعاتو او علمای کرامو نظرونه او فتواګانې هم ددرنو لوستونکو مخې ته کېږدم.

   دیادونې ده چې نوموړو دعاتو او علمای کرامو هم دهمغو مخکنیو قرآني آیتونو، او نبوي احادیثو په رڼا کې فتواګانې ور کړې دي، ما دلته دعربي نړۍ دیو څو علمي او فقهي ټولنو او مشهورو علماوو نظرونه پرته له دې چې  دلایل یې ور سره ذکر کړم تر څو خبره ډېره اوږده نشي را اخیستي، اوبل دا چې تقریبا دټولو دلایل همغه مخکې تېر شوي آیتونه او احادیث او دفقهای کرامو فتواګانې او نظرونه دي، هسې کوم عالم که یو آیت او یا حدیث زیات ذکر کړی وي، او یا یې داستدلال طریقه یو څه توپير ولري، دهرې فتوا ترجمه مې هم کړې، تر څو هغه لوستونکي هم پرې وپوهېږي کوم چې له عربي ژبې سره بلدیت نه لري، او دهر عالم او داعي دوینا او فتوی په پای کې ماخذ هم ذکر شوی، تر څو  لوستونکي چې په عربي ژبه پوهېږي او وغواړي ټوله وینا واوري، او یا ټوله فتوی ولولي نو له کومې ستونزې سره مخ نه شي، او بل دا چې په خپلو سترګو یې وویني او په خپلو غوږو یې واوري.

۱ – په ۵ / ۳ / ۱۴۲۳ هـ ق نېټه چې له  ۱۷/ ۵/ ۲۰۰۲ م سمون خوري د لبنان په پلازمینه بیروت کې داسلامي امت دعلماوو یوه غونډه تر سره شوه، په نوموړې غونډه کې له څلورو دیرشو ( ۳۴ ) اسلامي هېوادونو څخه یو سل او دیرشو ( ۱۳۰ ) علماوو ګډون کړی وو، پاتې دې نه وي چې په دغو علماوو کې داهل تشیع علماوو هم ګډون درلود، نوموړو په ټولنیز ډول ځینې جهادي چارې او په ځانګړي ډول دفلسطین قضیه څېړلې، او داستشهادي بریدونو په اړه يې فتواګانې ورکړې دي، دنوموړې غونډې دپرېکړه لیک په پنځمه ماده کې داسې راغلي: 

 ( خامساً: إن العمليات الاستشهادية التي ينفذها المجاهدون ضد العدو الصهيوني هي عمليات مشروعة وتستند إلى كتاب الله وسنة رسوله (ص) وهي في أعلى مراتب الشهادة، وسبيل إلى رضوان الله وجنته، وإن الاستشهاد بدافع العقيدة والإيمان ورضى الله عمل يُقدم عليه المجاهد بوعي وحرية واختيار وهو أحد أهم الأسلحة الاستراتيجية للمقاومة، مكّنها من التفوق المعنوي على العدو، وفرض معادلة جديدة في ظل موازين القوى المادية غير المتكافئة )

http://tajamo.net/data/kotob/kitab%20msaeel%20jihadia/esteshhadiaa.htm

ترجمه: (  پنځم: استشهادي بریدونه کوم چې مجاهدین یې دصهیوني دښمن پر ضد تر سره کوي دا روا بریدونه دي، دالله جل جلاله کتاب او درسول الله صلی الله علیه وسلم سنت یې اساس دي، او دا دشهادت تر ټولو لوړه مرتبه ده، دالله جل جلاله خوښۍ او جنت ته یوه لار ده، دعقیدې، ایمان او دالله جل جلاله دخوښۍ تر لاسه کولو پر اساس استشهاد داسې عمل دی چې مجاهد یې په پوره درک، خپل اخیتار او خپله خوښه تر سره کوي، او دا دمقاومت لپاره له استراتیژیکو وسلو نه یوه ډېره مهمه وسله ده، کوم چې هغه ته یې پر دښمن معنوي لوړوالی ور بښلی، او دمادي نا انډوله ځواک دمعیارونو تر سیوري لاندې یې یو نوی انډول را منځ ته کړی )

 دهمدغه غونډې دپرېکړه لیک یوولسمه ماده داسې راغلې: (  حادي عشر: يعتبر العلماء الحملة العدوانية الظالمة التي تقودها الإدارة الأميركية بعد أحداث الحادي عشر من أيلول والتي بدأت بالعدوان على أفغانستان وما رافقه من مجازر وحشية جماعية بحقّ المدنيين العزّل وإبادة شاملة للأسرى من المقاتلين في قلعة غانجي، جريمة على مستوى العصر وهي بذلك تسعى لإخضاع العالم الإسلامي لهيمنتها المطلقة، وهذا يقتضي من كل فعاليات الأمة وقواها الحيّة الوقوف في وجه هذا المشروع ومقاومته لإسقاطه )

http://tajamo.net/data/kotob/kitab%20msaeel%20jihadia/esteshhadiaa.htm

ترجمه: (  یوولسم: نوموړي علماوو هغه ظالمانه او دښمنانه برید چې دسپتمبر له یوولسم نه وورسته یې امریکايې اداره پر مخ وړي، چې پیل یې پر افغانستان باندې په یرغل کولو سره وکړ، او تر څنګ یې دملکي بې وسه خلکو وحشي ټولوژنې, او دکلا جنګي د بندي جنګیالیو یو مخیزه ټولوژنه په نړیواله کچه لوی جرم دی، او دا په دې سره غواړي اسلامي نړۍ تر خپل مطلق واک لاندې راولي، دغه حال د امت له ټولو اړخونو او ژوندي ځواک نه غوښتنه کوي چې ددغه پروژې په وړاندې ودرېږي، او د را پرځولو لپاره یې مقاومت وکړي. 

۲ _ په سوډان کې داسلامي فقهې دټولنې په پریکړه لیک کې داستشهادي بریدونو په هکله داسې راغلي : ( إن العمليات الاستشهادية مشروع قام عليه الدليل الشرعي وفهمه الصحابة والسلف وعملوا به، وفيه تحقق مصالح عظيمة له وللأمة )

http://www.saadhelaly.com/%D8%A7%D9%84%D8%B9%D9

 ترجمه: (  استشهادي بریدونه روا دي، په شرعي دلیل سره ثابت دي،  صحابهء کرام رضی الله عنهم او سلف په دغه دلیل پوهیدل او عمل یې پرې کړی و، په استشهادي بریدونو کې دشریعت او امت لپاره لويې لویې ګټې دي ).

۳ ـ  مشهور مصری عالم او داعي حسن محمد ایوب داستشهادي بریدونو په اړه داسې وايي: (  فمن ألقى بنفسه في الهلاك لصالح دينه أو لصالح المسلمين, فقد فدى دينه وإخوانه بنفسه, وذلك غاية التضحية وأعلاها, فكم  للمسلمین الأوائل من مواقف مشهودة كلها تضحية وفداء, وبذلك تستطيع أن تجیز ما یعمله الفدائي المسلم فی عصرنا هذا…  )  العمليات الاستشهادية في الميزان الفقهي, تأليف: الدكتور نواف هايل التكروري: ص 71. http://www.palestine-info.com/arabic/books/alamlyat/71-111.pdf

ترجمه: ( پس هر چاچې دخپل دین او دمسلمانانو دمصلحت لپاره ځان په هلاکت کې واچولو، په حقیقت کې ده خپل ځان له خپل دین او خپلو وروڼو نه قربان کړ، او دا تر ټولو ستره او لوړه سرښندنه ده، له مخکنیو مسلمانانو نه ګڼ داسې ښکاره او عملي دریځونه ثابت دي چې ټول قرباني او سرښندنې وو، له همدې کبله ته کولی شې هغه څه ته جواز ور کړې کوم چې زمونږ په دغه اوسني وخت کې يې مسلمان فدايي کوي )

نوموړي عالم دازهر شریف داصول الدین له پوهنځۍ نه فارغ شوی، داسلام او مسلمانانو لپاره یې ستر ستر خدمت کړي، تقریبا له زرو  ( ۱۰۰۰)  دزیاتو غږیزو او ویډیويي کیسټونو کتابخانه یې مسلمانانو ته وړاندې کړې، او په دې کې یې داسلام دګڼو موضوعاتو په اړه مسلمانانو ته ګټور معلومات وړاندې کړي، په لسو زیات کتابونه یې چاپ شوي، وروستنی کتاب یې د ( الموسوعة الإسلامية الميسرة ) په نامه لیکلی، او همدا دنوموړي مشهور او تر ټولو لوی کتاب دی، چې په شاوخوا پنځوسو ( ۵۰ )  جلدونو کې یې لیکلی ، په نوموړي کتاب کې دغه نومیالي عالم داسلام کلي او فروعي مسایل په ډېر ښه طرز او آسانه الفاظو را ټول کړي، او ګڼو نورو ژبو ته هم ترجمه شوی.

۴ ـ دمکې مکرمې مخکني قاضي القضات مرحوم شیخ عبد الله بن حمید چې په خورا ځیرکتیا، لوړه تقوی، او په فتواګانو کې په خورا دقت او احتیاط سره مهشور و، داستشهادي بریدونو په اړه داسې ویلي: ( إن قيام فرد من أفراد المسلمين بحمل هذا الحزام الناسف أو أية وسيلة متفجرة ثم انخراطه ضمن صفوف الأعداء ثم قيامه بتفجير مايحمل بقصد قتل أكبر عدد من الأعداد وهو يعلم أنه أول من يقتل, أقول: إن هذا العمل ضرب من ضروب الجهاد المشروع, وهذا الرجل قتل شهيدا بإذن الله ) العملیات الاستشهادیة في المیزان الفقهي: ص: ۸۶.

( دا چې له مسلمانانو نه یو کس په ځان پورې چاودیدونکی کمربند وتړي، او یا کومه بله چاودیدونکې وسیله، بیا ددښمن په صف کې ننوزي، او بیا په دې هیله انفجار ورته ور کړې  چې له دښمن نه ګڼ شمیر ووژني، او دی په دې پوهېږي چې لومړی به دی خپله وژل کېږي، زه وایم: دغه کار د روا جهاد له ډولونو څخه یو ډول دی، او ان شاء الله دغه سړی شهید دی).

 ۵ _  په نړیواله کچه وتلی عالم او داسلامي نړۍ نومیالی دعوتګر شیخ محمد متولي شعراوي داستشهادي بریدونو په اړه داسې وايي: ( إنه جهاد طبعا, فهم يدافعون عن أموالهم وأرضهم, من قال إنهم إرهابيون؟! إن أكبر تفنيد لهذا أن أمريكا هي التي قالته ) العمليات الاستشهادية في الميزان الفقهي: ص 102. 

 شيخ محمد متولي شعراوي چې د مصر یو بل وتلی او نومیالی داعي او شیخ و، او دحق په ویلو کې یې په زړور توب خورا شهرت درلود، دګڼو تالیفاتو تر څنګ یې دقرآن کریم یو په زړه پورې تفسیر هم لیکلی، تر اویاوو پورې تالیفات یې چاپ او نشر شوي، نوموړی داستشهادي بریدونو په اړه داسې فتوی ورکوي: (  طبعا دا جهاد دی، ځکه دوی له خپلو مالونو او خپلې خاورې نه دفاع کوي، چا ویل چې دوی ترهګر دي؟! ددې خبرې د رد لپاره تر ټولو قوی دلیل دا دی چې دغه خبره امریکې کړې ده ).

   دشیخ مطلب دا دی چې دا خبره چې استشهادي بریدونه ناروا او ترهګري ده، لومړی امریکې کړې ده، او دجواز لپاره یې همدا دلیل کفایت کوي، ځکه چې امریکه  دالله جل جلاله درسول الله صلی الله علیه وسلم، داسلام او مسلمانانو دښمنه ده؛ او  تر ټولو زیات امریکه له دغه بریدونو نه یرېږي.

دیادونې ده چې دغه ستر عالم ته الله جل جلاله له تصوره لوړ استعداد ورکړی و، په تقریر او دعوت کې یې داسې بې نظیره مهارت درلود چې دنړۍ سترو سترو علماوو منلی وو، او له همدې کبله امام الدعاة ورته ویل کېږي، نوموړی دمصر دولسمشر انور السادات په وخت کې داوقافو وزیر، او دازهر دچارو مسوول و، نوموړی لومړنی کس و چې په مصر کې یې داسلامي بنکدارۍ بنسټ کېښود، سادات غوښتل چې دازهر مشخیت ور له غاړې کړي، مګر مشاور یې ور سره ونه منله، هغه سادات ته وویل: دا سړی خپلسری دی، که دازهر مشر شي ډېرې ستونزې به راته را ولاړې کړي، ځکه دی به بیا هغه څه نه کوي کوم چې مونږ یې غواړو، نو ښه دا ده چې دغه مسولیت ورته ونه سپارل شي، همغه و چې ورته نه سپارل شو. بیا که څوک غواړي او په عربي ژبه خصوصامصرۍ لهجه پوهېږي په لاندې لینکونو دنوموړي عالم ځینې ویډیويي درسونه او تقریرونه لیدلی شي.

http://www.youtube.com/watch?v=VwsqeaJo-Ec&feature=relmfu

http://www.youtube.com/watch?v=qasaZVzWfIc&feature=endscreen&NR=1

 

 ۶ ـ  شیخ محمد سید طنطاوي چې دازهر شریف مشر او شیخ و، او له دې مخکې لس کاله دمصر دولت مفتي پاتې شوی ، نوموړی خپله هم له ازهر پوهنتون نه فارغ شوی، نوموړي داسشتهادي بریدونو په اړه داسې فتوا ور کړې ده:  ( هذه العمليات إن كانت من أجل الدفاع عن الدين والأمة والوطن ومقابلة المعتدين, بما يكبح جماحهم, ويجعلهم يرتدون عن اعتدائهم فأهلا وسهلا بها, وهذا نوع من أنواع الجهاد طبعا, … ولا نقول عمن يفجر نفسه أبدا: إنه منتحر, فهناك جيش جاء واعتدى وقتل إخواننا, والذي يفجر نفسه في هذه الحالة لا يكون منتحرا بل هو شهيد بذل الدم والروح في سبيل الله )  مجلة المجتمع, شهرية, إسلامية, تصدر في دولة الكويت, العدد الصادر في : 19 / 3 / 1996.

  ترجمه: ( دغه بریدونه که له دین، امت او وطن نه ددفاع لپاره او دمتجاوزینو په مقابل کې وي، چې په دې سره ددوی سرکشي کنترولوي، او دوی له خپل ظلم نه په شاه کوي نو هر کلی ورته وایو، او دا طبعا دجهاد له انواعو نه یوه نوعه ده… او هغه څوک چې ځان انفجاروي هیڅکله نه وایو چې دا انتحار کوونکی دی، هلته لښکر راغلی، ظلم یې کړی، زمونږ وروڼه یې وژلي، نو هغه څوک چې په دې حالت کې ځان انفجاروي، انتحار کوونکی نه دی، بلکې دا شهید دی، ویني او روح یې دالله په لاره کې ښندلې ).

۷ ـ دکتور محمد عبد المنعم البري چې دازهر پوهنتون داصول الدین پوهنځۍ نه فارغ شوی، دازهر شریف په پوهنتون کې داسلامي څېړنو دمرکز مشر پاتې شوی، یو وخت دازهر دعلماوو دجبهې ریاست ور په غاړه وو، په بنګلادیش کې داسلامي پوهنتون دشرعیاتو دپوهنځۍ ریاست یې هم کړی، او اوس دازهر شریف په پوهنتون کې داستاذانو دترفیع ددایمي ټولنې، او د علماوو دنړیوال اتحاد غړیتوب لري، تر پنځلسو زیات کتابونه یې لیکلي، نوموړی داستشهادي بریدو نو په اړه وايي: ( من قال إن هذا انتحار.. فلا سبيل إلى وصول الشحنة الناسفة لبعض الأماكن إلا بتقديم النفس, وهذا من أعلى درجات الاستشهاد ) العمليات الاستشهادية في الميزان الفقهي: ۱۰۹.

ترجمه: (  چا ویل چې دا انتحار دی؟ .. ځکه ځینو ځایونو ته د منفجره موادو د رسولو لپاره دځان له قربانولو پرته بل لار نشته، او دا دشهادت تر ټولو لوړه درجه ده )

8_ شيخ الحديث ناصر الدين الباني چې په شلمه پېړۍ کې دنړۍ په کچه دمبارکو احادیثو دعلم وتلی، نومیالی او مخکښ عالم و، هغه د انتحار او استشهاد تر منځ دیوې پوښتنې په ځواب کې داسې وايي:  (  لا ، هو الانتحار مما یقتل  إنسان نفسه خلاصا من الحیاة التي يحياها, أما في هذه الصورة التي أنت تسأل عنها فهذا ليس انتحارا بل هذا جهاد في سبيل الله, إلا  أن هنا ملاحظة يجب الانتباه لها, أن  هذا لا ينبغي أن يكون فرديا شخصيا, إنما ذلك يكون بأمر قائد الجيش, واضح, ها, فإذا كان قائد الجيش يسألني عن هذا الفدائي, ويرى أن في خسارته ربح كبير من جهة أخرى بإفناء عدد ضخم من المشركين والكفار, فالرأي رأيه ويجب إطاعته, حتى لو لم يرض هذا الإنسان فعليه إطاعته, ما في حرج, لأن هذا لا يسمي انتحارا, الانتحار من أكبر المحرمات في الإسلام, لأن ما يفعله إلا غضبان على ربه, منكر عليه قدره, فالعياذ بالله, أما هذا فهو يقدم كما كان كثير من السلف الصالح من الصحابة ومن بعدهم, يهجم على الكردوس ( جماعة ضخمة من الكفار ) بسيفه, يظل يعمل فيهم بالسيف, حتى يأتيه الموت, فهو صابر ورابط, لأنه يعتقد أنه أمامه الجنة, فشتان بين من يقتل نفسه بهذه الطريقة الجهادية, وبين الانتحار للخلاص من الحياة الدنيوية التي يعشيها, أو يركب رأسه و بصورة نفسه, هذا حينئذ يدخل في باب إلقاء النفس في التهلكة, أما إذا كان قائد الجيش الذي يعني يعرف  الساحة, وواقعها, ولوازمها وحوائجها و و أخره, رأى ذلك, هذا أمر جائز, بل أمر مرغوب فيه )

http://www.youtube.com/watch?v=0ukMYwelp2o&feature=related

ترجمه:    ( نه، انتحار هغه دی چې یو کس له دې کبله چې ددنیا له ژوند نه ځان خلاص کړي خپل ځان ووژني، او په دغه صورت کې چې ته پوښتنه کوې، دا انتحار نه دی، بلکې دا دالله په لاره کې جهاد دی، مګر دلته یو ټکی شته چې باید پام ورته وشي، هغه دا چې دغه استشهادي برید به فردي او شخصي نه وي، بلکې د لښکر دمشر په امر به تر سره کېږي، پوه شوې؟  ها! که دلښکر مشر له ما نه ددغه فدايي په اړه پوښتنه وکړي، او دی ویني چې  ده ته که په یو طرف کې تاوان دی نو په بل طرف کې دمشرکینو او کفارو دلوی شمیر په  لمنځه وړلو سره لویه ګټه ده، نو دهمده ( مشر ) نظر صحي دی، او طاعت یې واجب دی، که څه هم چې ددغه کس ( فدائي ) خوښه نه وي، په ده باندې یې اطاعت واجب دی، ـ  سوال کوونکی پوښتنه کوي چې نو په دې کې هېڅ مشکل نشته؟ دی ځواب ور کوي چې ـ مشکل نشته؛ ځکه دیته انتحار نه ویل کېږي، انتحار په اسلام کې له لویو محرماتو نه دی، ځکه چې دا کار نه کوي مګر، هغه کس چې الله ته په غوسه وي! دالله له تقدیر نه منکر وي، والعیاذ بالله، او هر چې دغه ( استشهادي ) دی دا داسې حمله کوي لکه ډېرو سلف صالحو، له صحابه کرامو او له هغوی نه راوروسته نورو به چې کول، ددښمن په یوه لویه ډله به یې حمله وکړه، تر هغه به یې په توره وهل تر څو چې به مرګ ورته راغی، نو دا صبر کوونکی او د الله په لاره کې مرابط دی، ځکه دده یقین وي چې جنت یې مخې ته دی، نو ددې تر منځ لوی توپیر دی چې یو کس په دغه جهادي طریقه ځان وژني، او د ددنیا له ژوند نه دخلاصون په خاطر انتحار، او یا په خپل سر، او په خپله طریقه استشهادي برید وکوي، دا نو په دې حالت کې په هلاکت کې دخپل ځان ور غورځول دي، او که چېرې دلښکر مشر چې هغه داستشهادي برید ځای پېژني، ضروریات، اړتیاوې او نورې چارې یې پېژني، دا کار مناسب وبولي، دا بیا روا کار دی، بلکې ښه کار دی)

  پاتې دې نه وي چې نوموړي عالم په لومړي سر کې داستشهادي بریدونو دروا والي فتوی نه ورکوله، مګر کله چې حقایق ورته معلوم شول، پلټنه يې وکړه، او له حالاتو نه یې په سمه توګه ځان خبر کړ، نو بیا یې دغه پورته ذکر شوې فتوی دیوې پوښتنې په ځواب کې ور کړه، ځینې کسان چې یا په دغه جریان خبر نه وي او یا هسې خپلو شومو موخو ته درسېدو لپاره دخلکو تېر ایستل غواړي هغوی دنوموړي عالم هغه مخکنۍ فتواګانې د دلیل په توګه وړاندې کوي، خو حقیقت دا دی چې داستشهادي بریدونو په اړه دنوموړي وروستنۍ فتوی دغه ده.

نور بیا…

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *