آیا په دې ارزېدل؟ — ډاکټر نثار احمد صمد

 

آیا په دې ارزېدل؟

 

لیکواله : تانیا کرینه هسو

منبع : عرب نیوز ( سعودی عربستان )

نېټه : ۲۰۱۲/۱۰/۸

ژباړه او لنډیز د نثار احمد صمد

 

پرون په افغانستان کی د امریکا د جنګ یوولسمه کالیزه وه چی څه باندی دوه زره امریکایی پوځیان پکښی بې ژونده سول . په داسی حال کی چی د ولسمشرۍ لپاره دواړه امریکایی کاندیدان په مناظره او مناقشه لګیا دي تر څو پر نړۍ اصلی واک وګټی ، خو همدا یې وخت دی چی یو څوک ورڅخه وپوښتی چی آیا هغه په دې ارزېدل ؟

وګورﺉ د ۲۰۰۱ د سپټمبر پر یوولسمه ۲۹۷۷ انسانان ووژل سول چی ۷۰۰ یې یوازی د یوې کمپنۍ کارمندان وو . د اطفایًیې او امبولانس ۳۴۳ پرسونل او ۶۰ پولیس پکښی مړه سول .

د دغو ټولو څخه صرف د ۲۹۱ کسانو مړي پیدا سول . د هغو کورنیو څخه چی خپل کسان یې د لاسه ورکړي وو ، نیمایی یې د هغوی د بدنونو آن یوه ذره هم تر لاسه نکړل . په درو میاشتو کی ۳۰۰ اطفایًیه والاوو  د تنفسی ناروغیو له امله خپلی وظیفې پرېښوولې . د نیویارک تقریبأ نیم ملیون انسانان د دماغی فشار او رنځ له امله تداوي سول . د هغو کسانو څخه ۱۰۰۰ نفره وروسته مړه سوي دي چی د صفایی کارونه یې کول .

وال سټریټ یعنی نړیوال سوداګریز مرکز د شپږو ورځو لپاره تړلی و ، او د سپټمبر د یوولسمی د مستقیم اثر له امله ۱۴۶۱۰۰ کسانو خپل کارونه له لاسه ورکړل . په لومړۍ میاشت کی یوازی نیویارک ښار ۱۰۵ بلیونه ډالره اقتصادی زیان وکړ .

نو آیا دا په ارزېدل ؟

امریکا وروسته جنګ ته ودانګل . خو هغه صرف افغانستان او عراق نه وو ، بلکی پاکستان ، یمن او سومالیا یې هم تر برید لاندی راوستل . په دې ډول د امریکایی اتباعو هغه آزادۍ ګانی ، رازدارۍ  او مدني حقوق چی ور عطا سوي وو ، د « ملی امنیت » په نوم ختم سول .

د عراق پر ضد پوځی عملیات د اتو کالو او اتو میاشتو لپاره وپایېدل . د ۲۰۱۱ تر ډسمبر پوری په عراق کی ۴۴۸۶ امریکایی پوځیان او ۳۱۵ هم د نورو هیوادو عسکر ووژل سول ، چی دا د سپټمبر پر یوولسمه د وژل سوو کسانو څخه ۱۸۰۰ اضافه دي .

په افغانستان کی هغه جنګ چی د ۲۰۰۱ د اکتوبر پر اوومه پیل سوی دی ، تر اوسه هم جریان لری . دا جنګ به تر ۲۰۱۴ پوری همداسی درومی چی د لومړۍ نړیوالی جګړې سل کلنه کالیزه به هم وی . افغان جنګ تر اوسه د ۳۱۹۶ بهرنیو پوځیانو ژوند اخیستی دی چی ۲۱۳۰ یې امریکایان ، ۴۳۳ برتانویان او ۱۵۸ هم کاناډایان دي . په افغانستان کی هم د دغو وژل سوو تعداد تر هغو کسانو زیات دی چی د سپټمبر پر یوولسمه وژل سوي وو . په دې حساب د سپټمبر د حملې د ۲۹۷۷ مقولینو لپاره ۸۰۰۰  پوځیان ووژل سول . نو آیا دا په ارزېدل ؟

خبره تر هغه هم خرابه سوې ده . که څه هم پوځیان د دغو جنګونو څخه راستانه سوي وی بیا هم تلفاتو هماغسی جریان لرلی دی : که په افغانستان او عراق کی یو عسکر له منځه تللی وی ، نو په مقابل کی یې ۲۵ نورو عسکرو ځانونه وژلی دي . یوازی د سږ کال یعنی ۲۰۱۲ په لومړنیو شپږو میاشتو کی ۳۱۸ امریکایی پوځیانو ځانونه وژلی دي . هر کال ۶۵۰۰ جنګېدلی پوځیان ځانونه وژنی ، یعنی په هره دقیقه کی یو پوځي خپل ځان وژنی . دا هغه ارقام دي چی یوازی پوځ یې خپروی ، خو معلومه نه ده چی فعلأ هم په دغه او نورو جنګونو کی پوځیان ځانونه وژنی که یا . د جنګېدلو او مجربو پوځیانو وزارت وایی چی د ورځی ۱۸ پخواني پوځیان ځانونه وژنی .

کو موږ د افغان او عراقی جګړو له امله د هر کال فوق الذکر ۶۵۰۰ پوځي ځان وژني مدنظر ونیسو ، نو مجموعه یې باید  ۳۶۰۰۰ ځان وژنو ته رسېدلې وی . پس آیا دا د سپټمبر د یوولسمی د تلفاتو ( یعنی د ۲۹۷۷ قربانیانو ) شپاړس چنده نه کیږی ؟

دا خو یوازی د بهرنیو پوځیانو تلفات او ضایعات دي . د عراق داخلی تلفات د ۲۰۰۴ راهیسی یو نیم ملیون کسان ښودل سوي دي . د افغان جګړې داخلی تلفات هم دقیقأ معلوم نه دي ، خو ملګري ملتونه وایی چی د ۲۰۰۷ راهیسی هلته ۱۲۰۰۰ کسان وژل سوي دي . لاکن د مخکنیو پنځو کالو احصایًیه وجود نه لری . نو آیا دا په دې ارزېدل ؟

باید په پاکستان ، یمن او سومالیا کی هم پټ جنګونه له پامه و نه باسو . هلته بې پیلوټه طیارې په پټه عملیات کوی نو ځکه یې تلفات هم یو څه لږ دي . موږ پوهیږو چی بې پیلوټه طیارو د ۲۰۰۲ راهیسی په یمن کی ۱۰۲۶ نارینه ، ښځی او ماشومان وژلی دي ( ۳۴ یې ماشومان ) . د ۲۰۰۷ راهیسی ۱۷۰ سومالیایان د بې پیلوټه طیارو د حملو قرباني سوي دي . په پاکستان کی د بې پیلوټه طیارو د حملو په وجه ۳۳۴۱ کسان وژل سوي ( چی ۱۷۶ یې کوچنیان دي ) ، او لږ تر لږه ۱۳۶۶ کسان هم ټپیان سوي دي . که د مقتولینو او زخمیانو دغه تناسب ته ښه ځیر سو ، نو ثابته به سی چی بې پیلوټه طیارې څومره وژونکی دي . د دې الوتکو د حملو زخمیان ځکه چندانی نه تداوی کیږی چی هغوی نږدې کسان څیري او ټوټه ټوټه کوی یې .

دا لا څه ، د نیول سوو ، کړول سوو او ورتسلیم کړو کسانو لپاره به څومره مصارف کیږی ؟ راځیً چی ملاحظه یې کړو : په ګوانتانامو کی د صرف یو بندي د اطاق ټول مصارف د کاله اته لکه ( ۸۰۰۰۰۰ ) ډالره کیږی چی امریکایی مالیه ورکونکي یې باید تادیه کړی . د عراق په ابو غریب جېل کی څه باندی یو لک ( ۱۰۰۰۰۰ ) کسان بندیان وو ، په بګرام کی د سي آی اې تر ولکې لاندی په زرګونو بندیان کړول سوي دي . په ډلو ډلو بندیان ، مخکی له دې چی د نړې نورو بدنامو جېلونو ته لیږل سوي وای ، د افسرانو تر شکنجو ، روحیاتی ضربو او جنسی حملو لاندی راغلی دي . د بېله محاکمو دغه غیر مالی مصارف او کړوَنی چی پر بندیانو راغلي ، له حسابه وتلی دي .

نو دغه هر مقتول یا قیدي ضرور پلار ، ورور ، زوی ، وراره ، ملګری یا اقلأ ګاونډی لرلی دی چی هغوی به هیڅکله دا هیر نکړی چی دغو جنګونو څه پیښ کړل . انتقام نسل بالنسل پاته سو . موږ له مخکی څخه لا د دغو جنګونو د پایلو د لومړنیو نښو شاهدان یو چی هغه پاڅونونه ، بلواګانی ، زیاتېدونکی امریکایی ضد دښمنۍ ، د امریکایی آزادانه ژوند او مالکیتونو بربادۍ ، کودتاوي او کورنۍ جګړې دي . نو آیا دا هر څه په دې ارزېدل ؟

اقتصادی مصارف یې څومره دي ؟ جورج بوش په ۲۰۰۳ کی اټکل وکړ چی دغه جنګونه به په ۵۰ الی ۶۰ بلیونو ډالرو تمام سی . خو تیر کال یعنی په ۲۰۱۱ کی د نړیوالو مطالعاتو لپاره د براؤن پوهنتون اړونده واټسن انسټیټیوټ د دې جنګونو وروستی اټکل ۴٫۴ ټریلیونه ډالره وباله چی په هغه کی د زخمی او معیوبو پوځیانو روغتیایی مصارف او د افغانستان د بیا ودانولو مصارف شامل نه دي . اوڅار اقتصاد پوه جوزف سټیګ لیټس وایی چی یوازی د عراق د جنګ مصارف ۲٫۲ ټریلیونو ډالرو ته رسېدلی دي . او دغه ټول مصارف د پور په روپیو کیږی او دا راښیی چی څنګه د امریکا پور چی په ۲۰۰۳ کی ۶٫۴ ټریلیونه ډالره و ، د روان کال د نننۍ میاشتی پر لومړۍ نېټه ۱۶ ټریلیونو ډالرو ته ورسېد .

د ویتنام د جګړې پر مهال د خارجه وزارت مرستیال جورج بال داسی ولیکل : « موږ به د امریکا د حیثیت له مخی…. د دې جنګ د اوږدولو څخه ډیر څه حاصل کړو » . د ملی امنیت سلاکار مک جورج بَونډي داسی وویل : « که آن دا ناکامه هم سی ، بیا هم دا تګلاره په ارزی » دا ځکه چی خبره د امریکا د « حیثیت » ده .

ښه ، که امریکایی عوام ـ چی همدا نن یې ۲۲٫۵ ملیونه کسان بېکاره دي ( البته په غیر رسمی توګه ) ـ په دې مصارفو پوهېدای چی دوی به یې تادیه کوی ، نو آیا په دومره لیوالتیا به یې د دغو جګړو ملاتړ کړی وای ؟ که د امریکا کانګریس ته له مخکی څخه دا معلومېدای چی د سپټمبر د یوولسمی تر قربانیانو به لږ تر لږه څلور چنده پوځیان وژل کیږی ، نو آیا دا به په ارزېدای ؟ دا لا څه ، که د خښم ، انتقام ، شدید غبرګون یا پس لګد او د حیثیت د دغسی دور بُعده ضایعې نتایج معلوم وای ، نو آیا بیا به هم امریکا دې جنګ ته ننوتله ؟ پس آیا دا هر څه په دې ارزېدل ؟ پای         

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.