دبګرام اور! — سلیم نوري

 

دبګرام اور!

 

سلیم نوري

 

دشنبې په شپه دپروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې دبهرنیو ځواکونو دخوراکي او اکمالاتي توکو په یو لوی زیرمتون کې اور ولګېد، دغه زیرمتون  چې په ۶۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوی، په ټول هېواد کې دبهرنیانو یو له دریو لویو او مهمو زیرمتونونو څخه ګڼل کېږي، دخبرونو له مخې نوموړي زیرمتون ته دشپې لخوا اور اچول شوی و، او دسهار تر ۸، ۹ بجو پورې یې دوام  درلود.

   دپېښې مسولیت داسلامي امارت ویاند پر غاړ واخیست، او زیاته یې کړه چې په دغه زیرمتون کې ددښمن ګڼ شمیر کانتینرونه چې له خوراکي او نورو توکو نه ډک وو سوځېدلي دي، دخلکو له خولې دغه لوی او مهم زیرمتون ته هره ورځ په سلهاوو کانتینرونه راځي او په سلهاوو ترېنه وزي.

  نوموړی برید دمجاهدینو له نویو جنګي تکتیکونو څخه ګڼل کېږي، داسې برېښې چې مجاهدین ورځ تر بلې په هر ډګر کې غښتلي کېږي، که  دښمن هر څو هڅې کوي تر څو دمجاهد ولس له ځینو بریدونو نه ځان وژغوري،  مګر دوی خبر نه وي چې مجاهدینو بیا له بلې خوا ګوزار پرې کړی وي، دوی دخپلې یوې سوړې دبندولو په هڅه کې وي هغه که ګورې مجاهدینو دوه درې نورې سوړې پکې کړې وي.

    له دې مخکې دوی په دې غم اخته وو چې مجاهدین د اردو په لیکو کې ننوتلي او پر دوی بریدونه کوي، دوی په دې فکر کې وو چې په امنیتي ادارو کې یې هم داسې کسان پیدا شول چې پر دوی مرګوني بریدونه وکړي، لکه دقندهار دمعروف ولسوالۍ برید چې دامنیت یوه مجاهد کارکوونکي تر سره کړ.

  دوی لا دا غم کولو چې اوس له دې نه څه رنګه ځان وژغوري، که ګوري مجاهدینو دا دی له بل لوري ګوزار  پرې وکړ، ګورو به چې وروسته نور څه ور پښېږي؟

  ددغه تکتیکي برید اهمیت او ارزښت په دې کې دی چې په دغه یوولسو کلونو کې دښوراب دپېښې تر څنګ دا لومړی ځل دی چې مجاهدینو دښمن ته په دومره لویه کچه مالي ګوزار ور کړ، پاتې دې نه وي چې وخت پر وخت ددښمن پر اکمالاتي کاروانونو بریدونه خو له ډېر پخوا نه ښه په درز کې روان دي، مګر په یو ځل دومره لوی تاوان یوه نوې پېښه ده، که څه هم چې دا کار باید ډېر مخکې شوی وای، مګر اوس یې هم اغیزه او اهمیت پر خپل ځای دی.

   دښمن به تر اوسه په دې اړه فکر نه و کړی، او نه به یې په ذهن کې راتلل چې له دې لوري به هم ګوزار پرې کېږي، مجاهدین باید دغه رنګه تکتیکونو ته نور هم متوجه شي، دجګړې په ډګر کې که  ددښمن په لسګونو کسان له منځه لاړ شي دومره اغیزه نه پرې کوي لکه دغه رنګه یوه لوی زیرمتون یې چې له منځه لاړ شي، ځکه په دې سره ددوی ملا ماتېږي، په حقیقت کې هغه کسان چې په لومړیو کرښو کې جنګېږي، او یا په اډو کې پراته دي ددغه زیرمتونونو له برکته پراته دي، که پر دوی اقتصادي فشار را وړل شي نو بیا به نه د ټينګېدو توان و لري او نه دجنګېدو.

  اقتصاد په حقیقت کې  دهر چا لپاره خصوصا په جګړه کې دملا دتیر حیثیت لري، له همدې کبله قرآن کریم په خپلو ګڼو آیتونو کې چې کله دجهاد خبره کوي، نو مسلمانانو ته لومړی دمالي جهاد امر کوي، په قرآن کریم کې چې دجهاد په اړه څومره آیتونه راغلي په ټولو کې لومړی دمالي جهاد امر  او توصیه شوې ده، یوازې  دسورت التوبه په ۱۱۲ آیت کې لومړی د ځاني جهاد ذکر شوی او بیا وروسته دمالي جهاد. علماء کرام فرمايي چې په دې ځای کې ځکه لومړی ځاني جهاد ذکر شوی چې په دغه آیت کې دمجاهدینو ستاینه شوې، او په دې کې شک نشته چې هر چا ته تر مال نه سر زیات ارزښت لري، نو الله جل جلاله چې په دغه آیت شریف کې دمجاهدینو ستاینه کوي، ځکه یې  لومړی هغه کسان یاد کړي کوم چې خپل سر دالله جل جلاله په لاره کې ښندي.

 داسلام په تاریخ کې لومړی غزا  چې دبدر په غزا سره شهرت لري هلته هم رسول الله صلی الله علیه وسلم هوډ کړی و چې دقریشو تجارتي کاروان چې ابوسفیان یې مشري کوله را وګرځوي، او همدا بیا دغزا لامل وګرځېد، په دې کار کې دوه لویې لویې ګټې وې، لومړی دا چې په دې سره مشرکینو ته سخت مالي تاوان رسېدو، چې بیا به یې په سمه توګه دجګړې بند وبست نه شوای کولی، او دوهم دا چې له دغه مالونو څخه مجاهدینو خپله ګټه اخیسته، نو  له یوې خوا پر کفارو ګوزار و او له بل پلوه دمجاهدینو لپاره مالي ګټه وه.

   له همدې ځایه  معلومېږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ددښمن په ځپلو کې څومره لوی او ژور مهارت درلود، دا دي په ننۍ نړۍ کې څوار لس سوه کاله وروسته  خلک د اقتصاد په اهمیت وپوهېدل، هر څوک چې جګړې کوي لومړی خپل اقتصاد پیاوړی کوي، بیا وروسته جګړه پیل کوي، او که غواړي چې خپل دښمن وځپي نو هم له اقتصادي پلوه یې دځپلو هڅې کوي، چې تر ټولو ښکاره بېلګه یې اقتصادي بندیزونه دي چې وخت پر وخت یې ځینې ملکونه پر ځينو نورو لګوي.

  همدا رنګه دتاریخ په اوږدو کې چې څومره امپراطوریانې ړنګې شوې دي، نو اساسي لامل یې له اقتصادي ستونزو سره مخ کېدل دي، چې تر ټولو ښه او ژوندۍ بېلګه یې دغه لنډ دروس ماتې وه، روس هغه وخت دړې وړې شو کله یې چې اقتصاد مخ په ځوړ شو، دا دي اوس امریکه هم د ړنګېدو په درشل کې ده، او علت یې یو ځل بیا همدا د اقتصاد مخ په ځوړ کېدل دي. 

   مجاهدین باید په دې اړه ډېر ترکیز وکړي، دخپلو نورو جهادي تکتیکونو تر څنګ  له دې لارې هم ددښمن دملا ماتولو هڅې وکړي، ناولی دښمن هم ددغه بریالي برید پر اغیزه پوهېدلی، ځکه خو زیاتو هغو رسنیو چې ددښمن دګټو لپاره غر دمچ وزر کوي، او دمچ وزر غر کوي، دغه لوی او خورا مهم خبر را وا نخیست، او دا یو ځل بیا دبیان دآزادۍ او د همدغو رسنیو د خپلواکۍ په اړه د یو څرګند پیغام غمازي کوي.

سلیم نوري

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *