دافغانستان دستونزې په هواري کې دسعودي رول! — سلیم نوري

 

 

دافغانستان دستونزې په هواري کې دسعودي رول!

 

سلیم نوري

 

په دې کې شک نشته چې سعودي عربستان د یو هېواد او ملک په توګه په ټوله نړۍ کې په ځانګړي ډول په اسلامي نړۍ کې یو ځانګړی ځای او حیثیت لري، دغه حیثیت له څو لوریو نه ور په برخه شوی، لومړی خو په سعودي کې د مسلمانانو دوه مقدسو ځایونو مسجد الحرام او مسجد نبوي سعودي ته یو روحاني او معنوي حیثیت ور بښلی، ټول مسلمانان دغه دوه ځایونو ته په خورا درنه سترګه ګوري او احترام یې کوي، ځکه چې ددغه مقدسو ځایونو احترام او درناوی د مسلمان دعقېدې یوه برخه ده.

له دې پرته داسلام مبارک دین په همدغه ځای کې را ټوکېدلی او بیا ټولې نړۍ ته خپور شوی، په عام ډول داسلام دمبارک دین لومړني مخکښان او درسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک شاګردان  دهمدغه ځای اوسېدونکي تېر شوي. 

له دې ټولو وړاندې دابراهیم، اسماعیل او دمبارکې مور یې بي بي هاجرې علیهم السلام کیسه له  همدغه ځایه پیل شوې، ددې ټولو تر څنګ سعودي عرب دنړۍ له بډایو هېوادونو نه ګڼل کېږي، او دا بل هغه لوی لامل دی چې په نړۍ او سیمه کې یې دسعودي حیثیت  لوړ کړی.

 کله چې روس پر افغانستان یرغل وکړ په هغه وخت کې دسعودي واکمنان او ولس دمجاهدینو له کلکو ملاتړو څخه وو، چې هم یې خپل عرب مجاهدین دجهاد لپاره افغانستان ته را لېږل  او هم یې پراخه سخاوتمندانه مالي مرستې ور سره کولې.

که څه هم چې دا خو دیو مسلمان هېواد او بیا دسعودي غوندې هېواد دیني او انساني مسولیت و چې باید له مظلومو مسلمانانو سره یې ددغه رنګه خواخوږۍ اظهار کړی وای، او له همدې کبله ټولې اسلامي نړۍ په ځانګړي ډول افغان مجاهد ولس په درنه سترګه ورته کتل.

 مګر کله چې امریکې پر افغانستان یرغل راوړ هم افغان ولس او هم اسلامي نړۍ د سعودي له واکمنانو نه دمخکې په څېر دمرستو هیله لرله، دسعودي مقام ته په کتو سره مناسب دا وه  چې له افغان ولس سره یې داسې چلن کړې وای لکه دروس دیرغل پر مهال یې چې ور سره وکړ، مګر  دا ځل دافغانستان په اړه دسعودي واکمنانو سیاست د تېر په څېر بیا دامریکې تر سیورې لاندې وچلیدو او لا چلېږي.

سعودي واکمنانو نه یوازې دا چې له افغان مجاهد ولس سره یې داشغال په مقابل کې مرسته ونه کړه، بلکې بر عکس دامریکې دخوشحالولو او حتی دهغوی په امر یې دطالبانو ځينې لوړ پوړې چارواکې په وچه ناروا او دټولو قوانینو پر خلاف زندان ته واچول، تر ټولو دپام وړ دا چې پر افغان ولس د امریکايي یرغل دتېلو  ۸  ٪  لګښتونه یې پر ځان ومنل!!

له همغه وخت نه را په دېخوا سعودي په ټوله نړۍ کې په ځانګړي ډول په اسلامي نړۍ کې او همدا رنګه دافغان ولس تر منځ خپل حیثیت وبایللو، نور اسلامي نړۍ سعودي واکمنان په دې معنی  ونه پېژندل چې دا د مظلومو مسلمانانو  خواخوږي دي،  بلکې دوی خپله  د نړۍ په کچه د تر ټولو ظالم او مستکبر ځواک ( امریکې )  تر څنګ په ودرېدو سره یې نړۍ ته اعلان وکړ چې په خپله خاوره کې د لنډې سپېڅلې او پاکې بیتې پر ځای یې  ها په واټنونو لیرې په رنګ سپېنې په زړه تورې بیتې ته یې مخ واړولو، او په سره او بیا تور امام پسې یې نیت وتړلو.

  ځکه خو دادی ورځ تر بلې په اسلامي نړۍ کې دسعودي دنا اهله واکمنانو له لاسه  دسعودي هغه مخکنی حیثیت او رول له منځه ځي، نه یوازې په اسلامي نړۍ کې بلکې په عربي نړۍ کې هم، او پر ځای يې دقطر هېواد ورو ورو پیاوړی کېږي، قطر  نه یوازې په عربي نړۍ کې بلکې په اسلامي نړۍ کې تر ډېره پورې مهم رول لري.

 قطر دلیبیا دپاڅون ملاتړ و کړ، دتونس دپاڅون ملاتړ یې وکړ، دمصر دپاڅون ملاتړ یې وکړ، او سعودي بیا تر ډېره پورې دمصر او تونس په اړه زړه نازړه و، بلکې دتونس شړل شوي ولسمشر ته یې پناه ور کړه، کوم  څه چې په عربي نړۍ کې یې  دسعودي حیثیت ته تاوان ورسولو.

له دې ټولو را په دېخوا دافغانستان په اړه لکه مخکې چې تېر شول سعودي دامریکې لوری ونیو، له مجاهدینو سره یې داسې چلن وکړ لکه  دامریکې استازیتوب چې کوي.

له همدې کبله طالبانو چې کله له امریکې سره دخبرو اترو لړۍ پیل کړه نو دمنځکړيتوب لپاره یې سعودي غوره نه کړ، دهغه پر ځای یې قطر مناسب وبللو.

 دکومو لاملونو له کبله چې طالبانو قطر مناسب بللی بالکل پر ځای انتخاب دی، طالبانو دمنځکړي په حیث د یو هېواد لپاره څو شرطونه ايښې وو، لومړی دا چې باید یو اسلامي هېواد وي، دوهم دا چې دافغانستان په اشغال کې یې له امریکې سره مرسته نه وي کړې، دریم دا چې ددغه لس کلن اشغال په جریان کې له مجاهدینو سره ظلم او بد چلن نه وي کړی.

که څه هم چې سعودي خو په دغه لومړی شرط پوره ختلو، مګر ددوهم او دریم شرط دپوره کولو توان یې له لاسه ور کړی و، ځکه چې دسعودي حکومت دافغانستان په اشغال کې له امریکې سره مرسته کړې وه، اوبل دا چې دهغې دخوشحالولو لپاره دطالبانو جګړ پوړې کسان نیولي او زنداني کړي وو.

 طالبان چې تر ډېره پورې تر بل هر چا مقدسو ځایونو ته خصوصا حرمینو شریفینو ته زیات احترام او درناوی لري، دسعودي حکومت له دې ظلم او زیاتي نه هم تېرېدل، او غوښتل یې چې له سعودي سره ښه روابط ولري، مګر سعودي سر بیره پر دې نور څه غوښتل.

 دمعلوماتو له مخې سعودي له طالبانو نه غوښتل چې دوی باید په ښکاره له عرب مجاهدینو سره خپل تړاو پرې کړې او په دې اړه یو اعلان هم وکړي، او بل دا چې دطالبانو  مشر ملا محمد عمر باید دسعودي پاچا عبد الله ته یو لیک واستوي او په هغه کې دسعودي پاچا وستایي.

     طالبانو دا کار چېرته کولو، هغوی ورته ویل چې سړیه! همدا ظلم او ناروا دې بس دي چې دیو اسلامي حکومت په ړنګولو کې دکفر تر څنګ ودرېدې!

له دې اخوا دې مشران مجاهدین چې په هېڅ ډول تاسو ته کوم ګواښ نه ګڼل کېدل یوازې دامریکې دخوشحالولو لپاره زندان ته واچول، او اوس مو بیا ستاینې ته هم  اشتها کېږي؟  ځه! هسې د مصلحت په خاطر به دا در سره ومنو چې پټه خوله به شو او څه به نه وایو، مګر دا چې ومو ستایو، شاباسی درکړو دا نو بیا کوم قانون او کوم مذهب دی؟

  زما په نظر که دسعودي واکمنانو یو څه له دنیاوي هوښیارۍ او حکمت نه کار اخیستی وای نو نه به دامریکې تر څنګ ودرېدل  اونه به یې په اسلامي نړۍ کې خپل حیثیت بایللو.

 او هغه داسې چې امریکې خو هسې هم په عربو مجاهدینو پسې را اخیستې وه او پسې را اخیستې یې ده، په هېڅ ډول یې نه پرېږدي، نو که سعودي همدا امریکه او عرب مجاهدین په خپلو کې سره پرېښې وای، او په دې اړه یې خوله پټه کړې وای، خیر یو څه ستونزې او تاوانونه به یې ګاللي وای، نو مسلمانانو به دسعودي حکومت ته دامریکې ددوست په سترګه نه کتل، او دسعودي دواکمنانو آرمان خو هسې هم پوره کېدو، ځکه چې لوبه امریکې ورته کوله،  مګر دوی دخپلې ناپوهۍ له لاسه هم خپل حیثیت وبایللو او هم یې هغه څه چې غوښتل یې، په خپله یې ونه شوای کړای، بلکې امریکې ورته وکړل، ددوی ستر مخالف اسامه یې ورته ووژلو.

دا هر څه تېر شول، اوس داسې ښکاري لکه سعودي چې غواړي بیرته دافغانستان په قضیه کې رول ولوبوي، کېدای شي داسې هیله به لري چې دمنځکړي کردار ادا کړي، دا چې  دا کار به  وکړای شي او که نه؟  خورا مهمه پوښتنه ده.

طالبان اوس که سعودي ته دمنځګړي حیثیت ور کوي، نو دسعودي او قطر تر منځ تاریخي اړیکو ته په کتو سره به  خامخا له قطر سره خپلې اړیکې کړکېچنې کوي، ځکه چې قطر طالبانو ته په داسې وخت کې لاس ور کړ چې هېچا نه ورکولو، نو اوس که طالبان چې یو څه یې سترګې وغړېدې بل لوري ته مخه کوي یقینا چې ټول به بد پرې وايي، او قطر به خامخا ترېنه خوا بدی کېږي، بل دا چې که سبا حالات بیا سره بدلېږي نو  طالبان به تر کومه پر سعودي اعتبار وکولی شي چې له حالاتو سره به یې سیاست نه بدلېږي؟ ځکه چې دافغانستان په اړه دسعودي  او پاکستان دواړو وینه سره ګډه او تر ډېره پورې دیوې قبلې په لوري نیت تړي، او بل دا چې دپاکستان په څېر دسعودي هم دمخ  پوستکی نرم دی! له شرمه امریکې ته نه، نه شي ویلای! نو له دې کبله داسې برېښې چې طالبان به دې کار ته زړه ښه نه کړي.  

سلیم نوري

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *