یوه پر حقایقو ولاړه ارزونه! — سلیم نوري

 

یوه پر حقایقو ولاړه ارزونه!

 

سلیم نوري

 

د اکتوبر په ۱۴ نېټه خبریال ویب پاڼې په غزني کې په اصطلاح داندړو دولسي پاڅون د راټوکېدو، پای ته رسېدو او اوسنۍ وضعې په اړه یوه په زړه پورې او پر رښتینو حقایقو ولاړه ارزونه کړې، ومې غوښتل له درنو لوستونکو سره ددغه لکنې یو څو کرښې شریکې کړم.

په لومړي سر کې نوموړې ویب پاڼه د دغه پروژې په اړه داسې وايي: (  په غزني کې دافغان حکومت او د امریکا دمتحده ایالاتو له لوري‌هغه پروژه ناکامه وبلل شوه چې ولسي وګړي یې د طالبانو په خلاف راپارول . دغزني ولایت یوې لوړ رتبه سرچینې خبریال ویبپاڼې ته وویل چې دا پروژه خو په لویه کې د حکومت له لوري دطالبانو په خلاف دولسي وګړو دپاڅون یوه تجربه وه)

  په رښتیا هم چې حقیقت همداسې دی، اسلامي امارت همغه مهال په ډاګه ددغه پروژې پر وړاندې خپل دريځ ټولو ته روښانه کړی و چې دغه پروژه په حقیقت کې د پټرایوس نقشه وه چې ایله اوس دپلي کېدو لپاره تیاره شوه، امریکې لومړی غوښتل دخپلو شومو موخو د تر لاسه کولو لپاره په افغانستان کې هم دعراق په څېر د اربکیانو پروژه مخ ته بوځي، کله چې په دې اړه له ناکامۍ سره مخ شوه نو بیا یې دکابل دګوډاګۍ ادارې دځینو چارواکو په مټ دغه پروژه را مخ ته کړه.

 له دې نه معلومېږي چې اسلامي امارت دپېښو او حالاتو پوره څېړنه کوي، داسلام او ولس ددښمنانو هېرې دسیسې ته خورا په غور سره متوجه دي، او دخپل اسلامي او ملي مسولیت له مخې خپل ګران ولس ددښمن له کرغېړنو دسیسو نه خبروي او په اړه یې مناسب او وړ ګامونه پورته کوي، له همدې کبله ولس هم باور پرې کوي، تر څنګ یې ولاړ دی، دسر اومال په بیه یې ننګه کوي.

نوموړې ویب پاڼه د دغه پروژې دتاوانونو په اړه وايي:   ( که وکتل شي په سیمه کې ولسي وګړي تر ډېره بریده دښمنۍ ،سیالۍ او له یو بل سره تربورګلویاني لري چې ورته وسله والي ډلي تل دیوه لوی ناورین سبب کېدای شي .

له دې پرته دسیمه یزو اوسېدونکو وسله وال کېدل ددې سبب کېدای شي چې یوځل بیا په افغانستان کې پخوانیو تنظیمي جګړو ته لار هواره شي … بله اندېښنه چې دولسي جرګې او مشرانو جرګې ځینو غړو او په افغانستان کې دننه سیاسي او ټولنیزو مشرانو ته ورپیدا شوې ده چې ددې پاڅون تر شا ښايي ګاونډي هیوادونه لاس ولري)

  هوکې دا یو څرګند، دسترګو لیدلی او پر ټول ولس تېری شوی تریخ حقیقت دی، ځکه ټول ولس ولیدل چې دغه رنګه بې بندوباره وسلوالو د اویایمې لسېزې په لومړیو کې څه لوبې ونه کړې؟ هم یې جهاد بدنام کړ او هم یې مجاهدین بدنام کړل، داسې ناخوالې او ناورینونه یې را منځ ته کړل چې تاریخ پرې شرمېږي، او تر ډېره پورې نن چې کومې ناخوالې روانې دي دا هم دهمغوی دناسمو کړنو نتیجه بلل کېدای شي.

 دا چې د کابل ادارې ځینې کسان ددغه پروژې مخالفت کوی، کېدای شي ځینې کسان به همداسې شخصي نظر لري لکه ویب پاڼې چې ویلي، مګر په مجموع کې بیا لکه څنګه یې چې پاس ویلي دکابل ګوډاګۍ اداره په کلکه سره ددغه پروژې ملاتړ کوي، او تر ټولو ښکاره دلیل یې دا دی چې کله چې دګوډاګۍ ادارې دامنیت نوی مشر اسد الله خالد راغی نو لومړی خبره یې همدا وکړه چې مونږ دغه پروژه پیاوړې کوو، او ستونزې به ځکه نه را پورته کېږي چې مونږ یې کلکه څارنه کوو.

که څه هم چې دوی خو دا خبره کوي، مګر دغه دلنډ وخت تجربې وښودله چې افغان مسلمان او هوښیار ولس کله هم دخپلو اسلامي اصولو او ملي ګټو پر خلاف د چا خبره نه مني، که څه هم چې هر څو مادي امکانات په اختیار کې ور کړل شي، او یا یې ژمنې ور سره وشي.

 مګر متاسفانه چې ځینې د قدرت دلیونۍ مینې مست لیونیان بیا هم لګیا دي وخت پر وخت د دغه رنګه پروژو دپیلولو نارې وهي، په لوی لاس دخپل ځان مطرح کولو او یو څه قدرت ته تر لاسه کولو لپاره د مظلوم ولس وینو څښلو ته تږي ناست دي، لا تر اوسه یې ددغه مظلوم ولس په وینو تنده نه ده ماته شوې، نور هم غواړي چې دولس بچیان خپل خیالي قدرت ته د رسېدو لپاره قربان کړي!

  ددغه ناولې او مغرضې پروژې دپایلې په اړه نوموړې ویب پاڼه کاږي: ( افغان حکومت او نړۍ والي ټولنې هم ولسي وګړي په هم دغه ولایت کې دطالبانو په خلاف په لومړي ځل راوپارول . که څه هم دې پارېدنې ته دولسي پاڅون نوم ورکول شو ،خو داسي ښکاري چې په یاده سیمه کې دا هره دسولي دپروسې سره دیوځای کېدو په څېر یوازي تر کاغزونو پوري‌محدوده پروژه پاتې شو ه. )

  دا یو ځل بیا یو ریښتینی حقیقت دی، ځکه دا دي ټولو ولیدل چې دښمن دخپلو مزدورانو په مټ ددغه پروژې لپاره یو لوی تبلیغاتي کمپاین پیل کړ، په خورا درز کې به یې زورور او زهرجن تبلیغات کول، ځینې خو دومره مست شول چې آن ټول هېواد یې په دوه کرښو سره له مجاهدینو نه پاک کړ! شپه او ورځ به یې سورڼي غږول چې دا دي نن دلته پاڅون وشو، سبا دلته کېږي او بله ورځ به سمه میله وي، هر څه به د امریکایانو په لاس کې وي!

 مګر کیسه دا ده بله شوه، سړی نه پوهېږي چې هغه دسورڼي والاوو به اوس څه حال وي؟ امریکایان به یې پوښتنه کوي او که نه؟ دهغه سوچه اخلاص بدله به یې ور کړې وي اوکه به یې لا تر ا وسه په تمه کړي وي؟ 

 په پای کې ویب پاڼه وايي: ( غزني ‌یو دافغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې دټول افغانستان دولایتونو په انډول د وسله والو طالبانو دګروپونو شمېر ورکي زیات دی ، دخبریال ډاټ کام دارشیف دمعلوماتو له مخي په غزني‌ ولایت کې شاوخوا (۴۴۰) دوسله والو طالبانو لويي او وړې ډلي یاګروپونه فعالیت کوي ).

له دې نه معلومېږي چې افغان ولس په غوڅ اکثریت سره دمجاهدینو تر شا کلک ولاړ دی، ځکه په یو ولایت کې ۴۴۰ ګروپونه وړه خبره نه ده، که فرض کړو چې په هر ګروپ کې په منځنۍ کچه پنځلس پنځلس کسان دي، نو  ټول ۶۶۰۰ کسان کېږي، د یادونې ده چې غزنی نسبتا دهېواد په کوچنیو ولایتونو کې راځي.

اوس دپام وړ ټکی دا دی چې دغه شپږ زره او شپږ سوه کسان چېرته اوسېږي؟ خورا او څښاک له کوم ځایه او څه رنګه پیدا کوي؟ او په دې ټوله نړۍ پوهېږي چې اسلامي امارت دخپلو مجاهدینو لپاره نه داوسېدو کوم ځانګړی ځای لري، او نه د خوراک او څښاک کوم ځانګړي ترتیب، نو له دېنه جوته شوه، چې په حقیقت کې ټول ولس مجاهد دی، ټول ولس د اسلامي امارت تر شا ولاړ دی، همدا ولس دی چې مجاهدینو ته ځای ور کوي، دخوراک او څښاک بند وبست یې کوي، بلکې خپله مجاهدین دهمدغه سیمو اوسېدونکي دي، له خپل مېړني او غیرتمن  ولس سره اوږه په اوږده یرغلګر له خپل کور نه شړي. 

ليکوال: سليم نوري.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *