ښځه د طالبانو د بندیز اود کرزي د دیموکراسۍ تر منځ! — جمال نورخیل

 

ښځه د طالبانو د بندیز اود کرزي د دیموکراسۍ تر منځ!

 

 

جمال نورخیل

 

 کله چې طالبان راغلل د امنیت له را تلو سره سره ځینې نورې پېښې هم را منځ ته شوې، چې یوه یې په عام ډول په دولتي ادارو کې د ښځو په کار کولو، او همدا رنګه په عام ډول ښوونځيو او پوهنتونونو ته  د نجونو په تګ بندیز  لګول و.

 

 طالبانو په رسمي ډول د خپل دغه کار دتوجیه لپاره ویل چې له مونږ نه مخکې په دولتي ادارو کې د ښځو کار کول په داسې ډول عیار شوي وو چې  دافغان ولس له عقېدې او  ملي عنعناتو سره یې اړخ نه لګولو، او د همدغو ښځو د بې بندوباریو له کبله دهغه وخت دجهادي تنظیمونو ډېر کسان چې ځانونه یې د اسلام ټیکداران بلل بې لارې شول، د بد اخلاقیو او فحشاوو څپو پسې واخیستل، اصلي هدف پاتې شو، د ښځو د مزو او چړچو په ګرداب کې ډوب شول.

پاتې دې نه وي چې په اصل کې په دولتي ادارو  کې د ولس د عقېدې ، اخلاقو او عنعناتو پر خلاف دښځو کار کول له مخکنیو حکومتونو نه رایج شوي وو، خصوصا د کمونیستانو په دوره کې چې وزیرانو به یې په ښکاره له ښځو سره ګډ اتڼوڼه کول، ښځینه ښوونکو به په ښوونځيو کې د غربي او اروپايي بربنډو ښځو په څېر په بې سترۍ کې زده کوونکو ته درس ویلو.

 

زیاتره پېغلې او جینکۍ به هم د اروپا په څېر بې ستره ښوونځیو ته تللې، د تلویزیون په شیشه به د ښځو نڅاوې، سندرې او ګډاوې وې، لنډه دا چې دښځو د آبرو او عزت پلورلو او تروړلو بازار ښه په خوند ګرم و، او دا ټول هغه څه وو چې افغان مسلمان او غیرتي ولس له خپلې  سپېڅلې عقېدې او ملي عنعناتو سره په ټکر کې بلل، ځکه خو یې په کمونیستانو پسې سوټی راواخیست، داسې یې سره تیت او پرک کړل چې تر ننه پورې دا دي نشي سره را ټولېدی!

طالبانو ویل  چې که دوی هم همغه بې لارې ښځې چې له ډېر وخت نه په بې لاریو روږدې وې، په دولتي ادارو  کې پرېږدي نو ددوی کسان به هم له خپل اصلي هدف نه منصرف شي او د تنظیمونو په څېر به د عیاشۍ په لومو ښکار شي.

 

دوی وايي چې هغه وخت  مونږ دومره توان او وس نه لرلو چې د ښځو لپاره د افغان ولس له عقېدې او عنعناتو سره سم او مناسب شرایط برابر کړو، تر څو له یوې خوا ښځې خپل کار په سمه توګه تر سره کړي او له بلې خوا  دبد اخلاقیو او بې لاریو مخه هم نیول شوې وي.

 

په هر صورت په هغه وخت کې او هم اوس پر طالبانو غټ انتقاد دا و چې ښځې یې کار او زده کړې ته نه پرېښودې.

 او اوس چې کرزي  دیموکراسۍ راوسته نو یو څه خو دا سې وشول چې په ځينو سیمو خصوصا ښارونو کې ښځې له کورونو نه را بهر شوې، دولتي ادارو او ښوونځيو ته یې د کار او زده کړې لپاره مخه کړه، مګر تر څنګ یې ځينې داسې نورې ناخوالې هم راغلې چې هغه دطالبانو د واک پر مهال نه وې.

 

د بېلګې په توګه د طالبانو دواکمنۍ پر مهال یوه هم داسې پېښه چا وا نه ورېده او نه یې ولیده چې کومې ښځې دې ځان سوځولی وي، یا يې دې زهر څښلي وي، او یا دې کومه ښځه، جینۍ خو لا څه کوې د کوم کس او یا یوې ډلې له خوا د جنسي تیري ښکار شوې وي!

خو د کرزي په دیموکراسۍ کې یوه نه، لس نه، سل نه، زر نه بلکې په زرهاوو ښځو یا خو ځانونه وسوځول ، یا یې زهر وڅښل او دا لړۍ ورځ تر بلې ښه پیاوړې پر مخ روانه ده، همدا رنګه په لسهاوو دوړو جینکیو پت او عزت  د ځینو وحشي صفته انسانانو له خوا په علني ډول وتروړل شو، د تلویزیونونو او نورو مطبوعاتو له خوا ټول پرې  خبر شول، او ویې لیدل، مګر یو ځل هم د کومې مظلومې افغانې غم ونه خوړل شو، جنایتکاران او وحشیان سرې سترګې ګرځي، بلکې دنورو د داړلو په هڅه کې دي.

 

  دتلویزیونونو پر مخ په سلهاوو بلکې په زرهاوو افغان مېرمنې د کرزي ددیموکراسۍ له امله په نڅا شوې، سندرې وايي، مسخرې او نخرې کوي، کوم څه چې دافغان مسلمان او غیرتي ولس له عقېدې، اخلاقو او عنعناتو سره په  هېڅ صورت اړخ نه لګوي، بلکې له دولت نه د ولس د فاصلې نیولو یو لوی لامل همدا دی.

هغه چې د اشغالګرو اډو ته وروستل کېږي او یا ورځي، او هغوی خپل شهواني غرایز  پرې خړوبوي دهغوی خو ویلو ته ضرورت نشته، ځکه چې دا کیسه اوس دومره عامه شوې، چې ډېرو بې پته او پلورل شویو غلامو څېرو ته عیب نه ښکاري، بلکې پرې ویاړي.

 

 بهر ته د زده کړې په نامه د کرزي د ادارې له خوا په داسې حال کې د ځینو پېغلو لېږل ، چې دپت او عفت د ساتلو او حفاظت لپاره یې هېڅ رنګه تصامیم په نظر کې نه نیول کېږي، د کرزي د دیموکراسۍ بله لویه لاسته راوړنه ده!

او یوه یې پسې بله ډېره مهمه دا چې  پېغلو او جینکیو ته یې د خېز وهلو، ځغاستې، غېږ نیولو، سوک وهلو، لامبو وهلو او … زمینه هم مساعده کړه، او دا د کرزي تر ټولو لویو لاسته راوړنه ده!

ځکه که ښځې خېز وهل زده نه کړي، ځغاسته زده نه کړي،  سوک وهل او لامبو زده نه کړي نو دا غریبې به سبا په دې وچ او سپېره افغانستان کې څه رنګه ژوند کوي؟! چې دا یو کمال هم ونه لري نو بیا یې څوک څه کوي چې د کور مېرمنې کوي یې؟!

نورخېل

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *