هیرا او حِرا —- ډاکټر نثار احمد صمد

 

هیرا او حِرا

(یوه حقیقی او په زړه پوری قصه)

 

ډاکټر نثار احمد صمد

د هندوستان په مظفر نګړ کی یو ډیر سخت دریځه هندو اوسیدﺉ چی ویشوانات نومېدﺉ او د مسلمانانو وینی یې څښلې . دلته مسلمانان هم ډیر اوسیږی . د ده پلار او اکا د وژونکو او مجرمو بانډونو غړي وو چی دې کار پر ویشوانات او د ده پر مشر ورور باندی هم نیغ اثر وکړ .

په ۱۹۸۷ کی د میرټ د مسلمانانو او هندوانو د شخړې پر مهال دﺉ او پلار یې هلته ورغلل او د نورو هندوانو په مرسته یې پنځه ویشت مسلمانان ووژل . تر دې وروسته د ویشوانات په زړه کی د مسلمانانو څخه د نفرت اور بل سو ، نو ځکه په بجرنګدل حزب کی شامل سو چی هغوی د مسلمانانو وینو تویولو ته تږی دي .

کله چی په ۱۹۹۱ کی د اتر پردیش ایالت په ایودیا کی د بابري مسجد د نړولو توطیه رامنځته سوه نو ویشوانات هلته ورغی او ګڼ شمیر مسلمانان یې ووژل . بیا یی په ۱۹۹۲ کی په اوړانا کی زیات مسلمانان ووژل . هلته یو مشهور مسلمان بدمعاش اوسېدﺉ مګر ډیر ظلم یې پر ظالمانو باندی کاوه او د محتاجانو سره به یې تل کومک کاوه . ویشوانات وایی چی زه ورغلم او د نورو هندوانو په مرسته می هغه وویشت او ومی واژه .

ویشوانات چی د مسلمانانو پر ضد څومره وحشت او بربریت کړی دی ښایی تر آسمان رالاندی او د مځکی پر مخ چا نه وی کړی او نه یې هم اورېدلی وی او دا هغه اعتراف دی چی دﺉ یې پخپله کوی . دﺉ وایی چی الله تعالی د قرآن مجید د البروج په سورت کی د دوږخ د اور د خوړونکو په هکله خبردارﺉ ورکوی ، خو زه کله کله داسی ګومان وکړم چی دا آیتونه ښایی نېغ زما لپاره وی او مطلب یې زه یم . دا ځکه چی هغه د اور والاوو په هکله ارشاد فرمایی او زه داسی انګېرم چی همدا زه به د خپلو ځناورانه جنایتونو له امله د همدې سخت اور لایق یم . خو زه په دې متیقین یم څنګه چی الله تعالی زما غوندی جنایت کار او وحشی انسان لپاره هم د توبې دروازه خلاصه کړې ده نو آیا عادی ګنهکاران به د توبې څخه وروسته و نه بخښی ؟

ویشوانات چی وروسته مسلمان سو او نوم یې عبدالله دی ، داسی وایی : زه پر خپل مشر ورور ډیر ګران وم او ما هم د هغه بې حده ډیر عزت کاوه . هغه درې لوڼې لرلې خو زه اولاد نلرم . د مشري لور نوم یې ( هیرا ) و . هغه یوه عجیبه نجلۍ وه . خویونه او خاصیتونه یې د لیونیانو غوندی وه مګر په سبق کی بیا ډیر لایقه وه . موږ څو څو واره جوګیانو او پنډتانو ته بېولې وه خو پر هغې یې کوم مثبت تأثیر نه کاوه . هغې تر اتم ټولګي پوری مکتب ووایه او غټه سوه . موږ اجازه نه ورکوله چی لیسه ووایی خو هغې به زموږ سره جنجال او جګړه کوله . نو هغه و چی څه موده وروسته یې په پټه په لیسه کی د شمولیت فورمې ډکی کړي وې او اته ورځی یې په مامتو ( کښتونو ) کی کار وکړ تر څو د لیسې فیس برابر کړی او کتابونه راوغواړي . موږ هم مجبورأ ورسره ومنله ، خو هغې د لیسې په درسونو کی مشکلات لرل . موږ هم په ګاونډ کی د یو برَهَمڼ کره د هغه پر لور شاګرده کړه . خو د برهمڼ یو زوی و چی ډیر نا اهله او بې تربیه انسان و . هغه زما ورېره خطا ایستله او په مجازی مینه کی یې راګیر کړه ، څو چی باالاخره دواړه وتښتېدل او د بوډهارا سیمی لوی ځنګله ته ولاړل . دغه هلک هلته د یو بانډ غړی و چی غلاوی به یې کولې . نجلۍ وروسته کرار کرار په دې وپوهېده چی ما غلط کار کړی دی . د کورنۍ د عزت او شهرت د حقارت احساس ورپیدا سو . د مور او پلار ذکر به یې ډیر کاوه او خصوصأ مور به یې ډیره یادوله او هره ورځ به یې په پټه ژړل .

په دې ډله کی یو مسلمان هلک هم و چی ادریس نومېدﺉ . یوه ورځ هغه ولیده چی هیرا ژاړی . نو علت یې ورڅخه وپوښتی . هغې ورته وویل چی زه د خپلی کورنۍ پر نوم او نښان باندی ژاړم او داسی نه چی یوه ورځ بدنامي راوا وړی او عزت می څوک را خراب کړی . ادریس ورته وویل چی ګوره ، زه مسلمان یم او څه چی وایم حقیقت او د زړه له اخلاصه یې وایم . ته زما خور یې او زه به خپل سر هم پر تا باندی ورکړم او پر خپله خبره تر مرګه ولاړ یم ، ډاډه اوسه . خو دونه راته ووایه چی زه څه درسره وکړم ؟ هیرا ورته وویل چی ما نور د دغه ځنګل څخه وباسه چی خپل کور ته صحی سلامت ورسیږم . ځکه دغه ځوان زه غولولې یم . ادریس هم ورته وویل چی زه به چاره وکړم ، بېغمه اوسه .

ادریس خپلو ملګرو او مشر ته وویل چی موږ په خپله ډله کی یوې یا دوو نجونو ته هم ضرورت لرو او په ځینو وختونو او مأموریتونو کی مو پکاریږی . هغوی هم ورسره ومنله او په هیرا باندی یې نرینه لباس واغوست او په خپلو غلاوو کی یې شامله کړه . هغې به لیدل چی په ټولو کی د دغه مسلمان ځوان رویه او نظریه بیخی ښه ده . هغه به د خپلی ونډې څخه یوه برخه بېلوله او مسکینانو ته به یې ورکوله او تل به یې لمونځ کاوه او ډیر ښه خویونه یې لرل .

ادریس د قول سره سم یوه ورځ هیرا د ځنګله څخه په پټه وایستل او ورته ویې ویل چی په ټانګه ( بګۍ ) کی سپره سه او بړوت ښارګوټي ته ولاړه سه ، هلته په فلانۍ کوڅه کی زموږ د کور یعنی د ادریس د کور پوښتنه وکړه . زما ورور ته به ووایې چی تا د بړوت د پولیسو تاڼې ته ورتسلیم کړی او هغه به دې د خپلی سیمی پولیس تاڼې ته تسلیم کړی تر څو چی خپل کور ته به ورسیږې .

هغې هم همداسی وکړه او وتښتېدله څو چی په همدې سلسله زموږ تر کوره راورسول سوه . هغه خو راغله ، مګر موږ ډیر ورسره ناآرامه او اندیښمن سوو چی آیا د دې پر عزت خو به تیرﺉ نه وی سوی ؟ آیا دا به پاکه وی که خبیثه ؟ زما او د مشر ورور می په زړونو کی ډول ډول منفی ګومانونه راتلل او ډیر ناآرامه وو . خو هیرا به مسلسل ډاډ راکاوه چی زه هغسی پاکه یم لکه سیتا ( د رام میرمن چی تر تښتولو وروسته هم جنسی تیری نه و پر سوی ) . خو موږ د دې په خبرو مطمین نه وو ، څو چی یو تعلیم یافته دوست مو راته وویل چی د خپل تسکین لپاره نجلۍ کلنیک ته بوزﺉ تر څو د معایناتو څخه معلومه سی چی هغه باکِره او پاکه ده او که جنسی عمل ورسره سوی دی . موږ هم همداسی وکړه او هغه مو د بوډهارا روغتون ته بوتله او دا تصمیم مو ونیوﺉ چی که د هغې عزت خراب سوی وی نو سمدلاسه به یې وژنو او د بوډهارا په سیند کی به یې غورځوو . خو له نیکه مرغه د ډاکټر رپورت هغه باکره او پاکه ثابته کړه . موږ هم خپل کور ته راوستله خو هغې به هره ورځ د هغه مسلمان ځوان نیک خویونه او صفات بیانول چی په ځنګله کی یې لیدلی و . د اسلام سره یې ورځ په ورځ مینه هم پیدا کېده او دا هغه څه وو چی موږ په شدت سره نفرت ورڅخه درلود . هغه به هره ورځ د مسلمانانو کور ته ورتله څو چی یوې نجلۍ یو کتاب ورکړ چی عنوان یې « د دوږخ کنده او د جنت کیلی » و . ما چی د مسلمانانو دغه کتاب په کور کی ولیدﺉ نو بېله ځنډه می څیری کړ او هیرا می ډیره ووهله او اخطار می ورکړ که بیا دغسی کتاب ستا سره وموندل سو تا او هغه نجلۍ به ووژنم چی دا کتاب یې درکړی وی . خو اسلام د هغې په زړه کی ځای میندلی و او د دې زړه یې منور کړی و . یوه ورځ په پټه تللې وه او د مدرسې د یو طالب په مرسته د مولوی صاحب پر لاس مسلمانه سوې او کلمهً شهادة یې ویلې وه . لمونځ یې زده کړی و او هره ورځ به یې پنځه وخته لمونځ په پټه ادا کاوه . هیرا به ځان د شِرک په دغه کور کی خفه محسوس کاوه او حالت یې ورځ په ورځ بدلېدﺉ او ډیره پریشانه وه ، څو چی له کوره وتښتېده او د یو مولوی صاحب په کور کی یې پناه واخیسته مګر موږ په خبر نه وو . مولوی صاحب هم هغه په ډیلی کی یو مشهور او پوه مولوی صدیقی صاحب ته ولیږله . هلته مولوی صدیقی صاحب د خپلی خور په کور کی ځای ورکړ او هغوی به له نازه رانی ورته ویله او ډیره یې نازوله . هغوی دینی تعلیم ورکړ او په ډیرو شیانو یې پوهه کړه . هغې دلته څه کم دوه کاله تیر کړل خو موږ هیڅ خبر نه وو چی هغه چیری تللې ده .

هره ورځ به یې مور ډیره یادېده څو چی یوه شپه یې هغه په خوب کی ولیده چی مړه وی . کوربه کسانو به تسلي ورکوله خو د هغې بیقراري ورځ په ورځ ډیرېده او څو واره یې مور په خوب کی مړه ولیدله . مولوی صدیقی صاحب هغې ته ورېره ویله او ورته ویې ویل څنګه چی ته حتمأ ځې نو یو تشویش لرم او هغه دا چی هغوی به تا ضرور ووژنی یا دا چی بیرته به دې له دینه واړوی او هندو به دی کړی . کله چی هغې پرله پسې ټینګار کاوه نو مولوی صدیقی صاحب ورته وویل چی ګوره ورېرې ! ته باید په زړه کی دا نیت ولرې چی د کور اعضاوی په اسلام مشرف کړې . که په دې لاره کی بریالۍ سوې نو ښه او که نه ، الله تعالی به ضرور ستا د نیت سره سم اجر درکړی . نو ستا اراده باید هغوی ته د اسلام دعوت ورکول وی . د هغوی سره ستا مینه او محبت باید دا وی چی د دوږخ له اوره یې وژغورې چی په دې لاره کی د تکلیف ګالل نبوي سنت دی . که هغوی احتمالأ ته ووژلې نو شهیده به یې چی د الله په لاره کی شهادت جنت ته د تللو تر ټولو لنډه لار ده . ښایی ستا شهادت د هغوی د هدایت سبب وګرځی . هغې هم قول ورکړ او همدا یې په نیت کی ولرله . مولوی صاحب د تللو اجازه ورکړه . هغې هم دوه رکعته نفل وکړ او اسلام ته د بلنی په اراده خپل کور ته راروانه سوه .

کله چی کور ته راغله او موږ ولیده نو زه او پلار یې له قهره وپړسېدو . ما په لغتو او څپیړو ډیره سخته ووهل او پلار یې ویل چی نوره یې هم وواهه . ما د هغې څخه دا پوښتنه ونکړه چی ته چیری تللې وې خو هغې پخپله راته وویل چی زه مسلمانه سوې یم او که تاسی می وهم وژنیً زه به تر اسلام تیره نسم . موږ به هغه وهل خو هغې به پرله پسې راته ویل چی تاسو د اسلام په اصلیت نه یاست پوه سوي ، یو وار اسلام مطالعه کړﺉ هر څه به پخپله درته ثابت سی . موږ پوه سوو چی هغه بیرته نه رااوړی . نو مو د خونی څخه بهر هیڅ نه پرېښووله . هغې به ټوله ورځ د خپلی مور سره پټی خبری کولې . د ناروغې مور ډیر خدمت یې کاوه او ټوله شپه به ویښه ورته ناسته وه . مور به یې هم زموږ په وړاندی د هغې سخته دفاع کوله .

دوې میاشتی وروسته یې مور د خپلی ناروغۍ څخه مړه سوه او موږ وغوښته چی د هندو مذهب له مخی یې جسد وسوځوو . خو هیرا نارې او کریږی وهلې چی هغه مسلمانانو ته ورکړﺉ چی ښخه یې کړی ، ځکه هغې زما په مخکی کلمه ویلې ده او مسلمانه سوې وه . خو موږ د هیرا ادعا هیڅ په باک هم رانه وړه او د هغې د مور جسد مو وسوځاوه .

هیرا به ټوله ورځ ژړل او بې طاقتۍ به یې کولې چی تاسی ولی زما د مور جسد وسوځاوه ځکه هغه مسلمانه سوې وه . موږ آخیر ډیر په تنګ سوو او هیرا مو د هغې د ماما کور ته ولیږله چی په میرټ کی واقع و . هلته یې هغوی هم ډیر په تکلیف کړل او ټوله ورځ به یې عبادت ، لمونځونه او تلاوت کاوه . باالاخره یې ماما احوال راکړ چی دغه نحسی او منحوس انسان راڅخه بوزﺉ ، یا یې اصلاح کړﺉ او یا یې ووژنیً ، موږ یې نور طاقت او حوصله نلرو . نو هغه و چی ما د بجرنګ دل د ګوند د مشرانو سره مشوره وکړه او هغوی ټولو راته وویل چی هیرا باید ووژل سی ځکه هغې خپل دین پرې یښی دی او مسلسل مزاحمت لا هم کوی . ما د خپل ورور یعنی د هیرا د پلار سره مشوره وکړه او هغه هم د ګوند د مشرانو خبره تایید کړه او د خپلی لور د وژلو موافقه یې وکړه .

موږ دواړو یوه ورځ هیرا ته وویل چی راځه موږ دی د خپلي خاله کور ته بیایو . هغې هم نوي کالي واغوستل خو زموږ په مطلب او هدف یې ښه سر خلاص و ، نو ځکه یې په موسکا سره راته وویل چی کاکا ! لطفأ اجازه راکړﺉ چی خپل آخري لمونځ وکړم . ما او پلار یې ورته وویل چی هو ، لمونځ دې وکړه . هغې په ډیره خشوع او خضوع سره دوه رکعته لمونځ ادا کړ او تر لمانځه وروسته یې ډیری دعاوی وکړې او مسلسل یې موږ ته کتل . کله چی د لمانځه څخه خلاصه سوه نو موږ ورڅخه وپوښتل چی ولی دې موږ ته داسی برګ برګ کتل ؟ هغې په ډکه خوله خندا راته وویل چی د الله تعالی څخه می تاسو دواړو ته هدایت وغوښت تر څو د اسلام نور مو په زړونو کی خپور سی . د هغې په دې خبره زه او ورور می نور هم له قهره وپړسېدو خو هغې ته مو هیڅ و نه ویل بلکی د مرګ کندې ته مو نوره هم ګړندۍ روانه کړه .

کله چی یوه دوه لارې ته راغلو نو موږ د سیند خوا ته یعنی ښیً لور ته روان سوو حال دا چی د هغې د خاله کور کیڼ خوا ته یعنی په کلي کی و . هغه چی په هر څه ښه پوهېدله په موسکا سره خپل پلار ته وویل چی پلار جانه ! تاسی ما د خاله کره بیایاست او که د اجل کره ؟!

زه یوه ورځ مخکی همدلته راغلی وم او پخپلو لاسو می یوه غټه کنده جوړه کړې وه . په لاس کی می دوه لیټره پټرول هم رااخیستی وو . کله چی دغه کندي ته راورسېدو او هغې ورته وکتل نو مسلسل یې خندل مګر کرار کرار یې ژړا هم ورسره ګډه سوه . سترګی یې راووتې ، آواز یې پورته کړ او پرله پسې یې د الله تعالی څخه بخښنه وغوښته او داسی فریاد یې وکړ : یا الله ! ته خو دا هر څه وینې او پر هر څه قادر او مقتدر یې . زما پلار او زما اکا ته هدایت وکړه چی صحیح مؤمنان سی او زه خو په همدې آرمان خپل کور ته راغلې وم . یا الله ! زما مور ته جنتونه عطأ کړه او ما د هغې سره یو ځای کړه . یا الله ! زه تر حضرت سومیې (رض) علاوه نه یم ، او ستا په هره فیصله باندی راضی یم خو زما پر پلار او اکا باندی خپل الهی هدایت ولوروه .

هغې خپلو دعاوو ته دوام ورکاوه او سترګی یې پټی نیولي وې چی ما په یوه ضربه سره کندی ته پوری وهل . وروسته د پټرولو د ډبې په خلاصولو اخته سوم او هغې په صبر سره راته کتل او بېله ځنډه یې دواړه لاسونه آسمان ته پورته کړل او داسی فریاد یې وکړ : یا الله ! ته خو می وینی . یا الله ! ته خو می وینې چی پلار او اکا می سوځوي . یا الله ! د دې دنیا په اور کی خو دا دی سوځېږم ، د هغې دنیا له اوره نجات راکړه . یا الله ! زه هیڅ نه یم درڅخه ناراضه ، نو ته هم مه راڅخه ناراضه کیږه او شهادت می قبول کړه . یا الله ! هیرا همدا اوس ستا حضور ته درځی ، مه یې نا امیده کوه . یا الله ! پر تا خو د حِرا غار څومره ډیر ګران دی آیا د هیرا لپاره دغه غار نه درباندی ګرانوې ؟ یا الله ! زه به د چا سره مینه ولرم ؟ آیا تر خپل پلار او اکا به نور څوک راتیر وی ؟ خو همدوی می دا دی ژوندۍ سوځوی . نو یا الله ! ته خو راباندی ورحمیږه . دا اور به تحمل کړم خو د هغه اور څخه می وساته .

هغې خپلو دعاوو ته په صبر سره دوام ورکاوه چی ما ، یعنی دغه ګنهکار انسان پټرول پر وشیندل ، اورلګیت می ولګاوه او خاشه می وروغورځول او د اور سرې لمبې د هغې پر نوو جامو باندی د افعی مار غوندی راتاو سوې . دا مهال زما ورور یعنی د هغې پلار وژړل او د خپلی شپاړس کلنی بیګناه لور د ژوندۍ سوځولو ننداره یې کول .

مظلومی هیرا وروسته د سترګو په رپ کی موږ ته مخ راواړاوه او داسی کرږی یې ووهلې : پلار جانه حتمأ مسلمان سه ، کاکا جانه ! حتمأ مسلمان سه . تاسی خو خپل هدف تر سره کړ اوس خو نو زما نیمګړی آرمان هم راپوره کړﺉ !

ما ته هم غوصه راغله او خپل ورور می په داسی حال کی تر لاس ونیوﺉ او روان می کړ چی مسلسل یې تر سترګو اوښکی توییدې . خو د کندی څخه دا ږغ راوتی چی لا اله الا الله ! لا اله الا الله ! څو چی آواز کرار کرار کښته کېدی او ختم سو او د سوځلو غوښو بوی راپورته سو ( انا لله و انا الیه راجعون ) .

د خپلی معصومی او بیګناه وریرې دا ږغ می هیڅ له وجوده نه وتی او هر لفظ یې زما او د هغې د پلار په زړونو کی خپل کور جوړاوه . د هغې فریادونو زموږ دواړو وحشی زړونه ټوتې ټوټې کړل او داسی یې له مستۍ او غروره واچولو چی نور مو هیڅ کار او هیڅ شي ته لاس نه ورتی .

د هغې پلار یعنی زما مشر ورور ته وروسته دماغي ناجوړی ورپیدا سوه او ورځ په ورځ له کاره لوېدﺉ . څه موده وروسته یې زه ور وغوښتلم او راته ویې ویل چی د هیرا لور آواز می د زړه او دماغ څخه هیڅ نه وزی او د هغې نارو ، فریادونو او دعاوو زما د بدن ټول غړی دومره محاصره کړي او پرې راتاو سوي دي چی هیڅ می نه ایله کوی . ته باید پوه سې چی موږ دواړو سخت ترین جنایت او وحشت کړی دی . زه نور ځان د دې ظلمت څخه خلاصوم او د خپلی شهیدی لور وصیت پر ځای کوم .

ما ورڅخه وپوښتل چی کوم وصیت ؟ هغه راته وویل چی ژر ورسه او مولوی صاحب راوله . څنګه چی زه هم د خپل ورور غوندی نا آرام وم لاکن په خوله می څه نه ویل ، نو دا موقع می غنیمت وګڼله او په منډه ولاړم مولوی صاحب می راوست . مولوی صاحب ته یې وویل چی ما ډیر سخت وحشت کړی دی ، او غواړم چی توبه وکړم . آیا خدای می توبه قبلوی ؟ هغه ورته وویل چی آن د غره په اندازه ګناهونه دی هم کړي وی ، که په صداقت سره توبه وکړې الله تعالی یې قبلوی . نو هغه و چی زما ورور کلمه وویله او مسلمان سو او پر ځان یې د عبدالرحمن نوم کښېښود . ما ته یې وویل چی ما به تر مړینی وروسته د مسلمانانو غوندی تکفین او تدفین کوې او د مسلمانانو په هدیره کی به می ښخوې . دا خبره زما لپاره ډیره سخته تمامه سوه . خو هغه قول راڅخه واخیست چی حتمأ به همداسی کوم . نو هغه و چی په بیړه می ډیلی ته بوت او هلته می د همدرد دواخانې یو ډاکټر ته ټول جریان ووایه . دوې ورځی وروسته می ورور په روغتون کی مړ سو . نوموړي ډاکټر د مسلمانانو مشران راوغوښتل او په اسلامی طریقه یې زما د ورور تکفین او تدفین وکړ . زما د ورور په مړینه سره ما ځان له هره پلوه یوازی او بې وسه احساس کړ . ټوله ورځ به په غمونو او چرتونو کی ډوب وم .

د ډیلی څخه کور ته راروان سوم او په بس کی کښېناستم . دغه بس د یو مسلمان و او ډرېور یې هم مسلمان و . پر لاری یې د موټر ټیپ ته یوه قوالی ور واچوله چی د هغی بوډۍ قصه وه چی د رسول الله (ص) څخه یې ډیر نفرت درلود او هره ورځ به یې له بامه چټلي او ناپاکي پر راغورځوله . څو چی دوې درې ورځی دا کار ونسو او رسول الله (ص) یې پوښتنی ته ورغی چی ولی دا څو ورځی خپل کثافات نه راباندی غورځوې ، او هغه د ده د شرافت او انسانیت تر اغیزې لاندی راغله او کلمه یې وویله او مسلمانه سوه . دغه قوالي زه نور هم متأثره کړم او د ځان سره می وویل چی دغه قصه په هیڅ ډول درواغ نسی کېدای . بس دا فیصله می وکړه چی زه به هم د خپلی شهیدی وریرې وصیت پر ځای کوم او اسلام ته به پناه وړم .

کله چی په مظفر نګر کی د بس څخه کښته سوم او د بوړانا په بس کی سپور سوم نو هلته هم ډریور د پاکستان د یو عالم مولوی حنیف صاحب فیته ور اچولې وه چی د مړ کېدو حالت او تر مړینی وروسته یې د دوږخ او جنت بیان کاوه . دغه بیان نور هم اسلام ته وهڅولم یعنی د اسلام سره یې زما فاصله نوره هم لنډه کړه . له نیکه مرغه یو مولوی صاحب می څنګ ته کښېناست . ما د هغه څخه وپوښتل چی زه غواړم د اسلام په باره کی معلومات حاصل کړم ، نو ته لطفأ زما سره مرسته وکړه . هغه راته وویل چی د مولوی صدیقی صاحب سره وګوره . په دې ټوله سیمه کی تر هغه پوه او عالم مولوی نسته . زه هم برابر هغه ته ولاړم او هغه ته می وویل چی زه غواړم مسلمان سم . هغه څو لارښوونی راته وکړې چی زه یې نور هم د اسلام دایرې ته ودرولم . باالاخره د ۲۰۰۰ کال د جنورۍ پر یو دیرشمه می کلمه وویل او مسلمان سوم . هغه د عبدالله نوم راباندی کښېښود . شپه می همالته د ده سره وکړه او ټول تیر جنایتونه می ورته بیان کړل .

مولوی صاحب چی کله د هیرا قصه واورېده نو د یو ماشوم غوندی یې وژړل ، اوښکی یې پر ږیره مسلسل جاری وې . هغه راته وویل چی هیرا خو زما هم وریره وه او هغه می د خپلی خور په کور کی ساتلې وه چی ډیره به مو نازوله . دغه حالت زه ډیرخجالت کړم خو مولوی صاحب تسلي راکوله چی الله تعالی د یو انسان ټول پخواني ګناهونه بخښی . دا چی تا دومره ډیر بیګناه مسلمانان وژلی دي اوس باید د نورو مسلمانانو د ژغورنی کار مخته یوسې . ما هم د زړه له اخلاصه قول ورسره وکړ .

کله چی په ۲۰۰۲ کی په ګجرات کی د هندوانو لخوا پر مسلمانانو یلغار پیل سو نو زه ډیر ژر هلته ورغلم . هر چا پیژندلم چی د مسلمانانو قاتل او دښمن یم . خو هغوی خبر نه وو چی زه مسلمان سوی یم . د هغوی د مشرانو په غونډو کی به می برخه اخیسته چی د مسلمانانو د وژلو نقشې یې جوړولې . زه به بېله ځنډه هماغه ځای ته ورغلم او مسلمانان به می خبر کړل . یا به می پولیسو ته اطلاع ورکړه چی نن پر دومره بجو پر فلاني ځای د هندوانو حمله کېدونکې ده . یو ځل خو په داؤ نګر کی یوې غټی مدرسې ته ورغلم او هغوی ته می خبر ورکړ چی فقط یو ساعت وروسته هغوی راځی او تاسی ټول ژوندي سوځوی ، نو د مدرسې د شا لخوا دیوال می ونړاوه او ټول څلور سوه طالبان می وایستل . پر مسلمانانو می د هندوانو څه نا څه یوولس دغسی حملې شنډی کړې . ساتونکیً خو الله دی لاکن ما خپل بندګي کوښښ کاوه او ظاهرأ به تسکین کېدلم . بیا هم زه اعتراف کوم چی جنایتونه می دومره ډیر دي چی دا هیڅ هم نه ورته ښکاری .

خو وروسته مولوی صدیقی صاحب ډاډ راکړ چی هغه الله چی تا ته یې دغسی هدایت وکړ ، آیا هغه به تا و نه بخښی ؟ په دې اطمینان سره زه هم روحأ آرام سوم . هغه راته وویل چی ته باید څلویښت ورځی په تبلیغی جماعت کی ولاړ سې . ما د هغه څخه دوې میاشتی مهلت وغوښت . ولاړم او خپلی ټولی مځکی او جایداد می خرځ کړل ، ډیلی ته راغلم او کور می واخیست . خپله میرمن ، دوې وریرې ګانی ( یعنی د شهیدی هیرا خویندی ) می مسلمانانی کړې او د څلویښتو ورځو پر ځای یو کال په تبلیغی جماعت کی ولاړم . مولوی صاحب راته وویل چی قرآن مجید زده کړه . ما هم همداسی وکړه او سورهً بروج می په یاد حفظ کړه او هره ورځ یې تلاوت کوم .

اوس می زړه ډیر آرام دی او خپلی معصومی ، مظلومی او شهیدی وریرې هیرا ته ډیری دعاوی کوم او روح ته یې ډاډ ورکوم چی ما د شپاړس کلنې هیرا وصیت پر ځای کړی دی او الحمدلله مسلمان سوی یم . تر څو چی ژوندی یم د هیرا وصیت او نصیحت به انشاالله ټکي په ټکي عملی کوم ، ځکه زه په ډیره ګرانه بیه مسلمان سوی یم . نو یا الله ! که ( حِرا ) درباندی ګران دی ( هیرا ) هم درباندی ګرانه کړه .

مأخذ : د لیکوال اثر ( د پند او عبرت قصې ـ دوهم جلد ، ناچاپه nsamad57@hotmail.com )

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.