درغلی — ډاکټر نثار احمد صمد

 

درغلی

 

ډاکټر نثار احمد صمد

 

+ پولیس په یرغلیزه عملیاتو سره لواطت کونکي ( سړﺉ د سړي سره واده کونکی ) نیسی او د ایالت د « شهوت پرستۍ » اړونده « بچه بازۍ » د قانون له مخی یې متهم کوی ، یعنی هغه قانون چی سړی او ښځه په خپله خوښه د غیر طبیعی لاری نه د جنسی عمل څخه نه راګرځوی بلکی سړی او سړی پخپله خوښه د غیر طبیعی لاری جنسی عمل څخه منع کوی . متأهل نرینه چی د لواطت کونکو د کلب څخه راوزی ، نو پولیس یې عکسونه اخلی او وروسته پیسې ځنی غواړی چی د نه ورکولو په صورت کی ورته وایی چی دا عکسونه به ستا میرمن یا کارفرما ته ورښکاره کړو .

 

+ زده کونکي هله د خپلو ښوونځیو څخه ایستل کیږی چی نه غواړي دامریکا بیرغ ته ودریږی یا « د وفادارۍ ژمنه » ورسره تکرار کړی ، یا د مکتب په ورځپاڼه  یا هم خپلو ځانی ویب پاڼو کی ناخوښه شیان ولیکی .

 

+ د مهاجرت او امیګریشن اداره هغه کډوالو ته خطونه ورلیږی چی غواړی قبول او قانونی سی . په دغسی مکتوبونو کی کډوالو ته ویل کیږی چی فدرالی ودانۍ ته دی راسی ، ځینی هویت پاڼی دې ورسره راوړی چی بیا به نو د امیګریشن اداره هغوی ته د یو کال لپاره د کار کولو اجازه نامه ورکړی . خو کله چی دغسی کډوال په ډیره مینه د امیګریشن ودانۍ ته ورسی نو بېله ځنډه نیول کیږی او تر سرحد شړل کیږی .

 

+ پولیس پر سړکونو موټران دروي ، د سپرلیو څخه پیسې اخلی او نور شیان یې غلا کوی ، یا دا چی د ناحقه نیولو څخه د خلاصون په غرض رشوت غواړي .

پولیس افسران چی اوس د ستری محکمې اجازه هم لری ، په کوم موټر کی د سپرلیو سامان او شیان تلاښي کوی او پلمه یې دا وی چی موټروان ضرور کوم ناوړه کار کړی دی .

 

+ په اریزونا کی مخفی ایجنټان چی تور ماسکونه یې اغوستی وی ، د لاری پر سر د غرفو څخه د شهواني اخبارونو په سلګونو کاپیانی اخلی او د ځانو سره یې وړی .

 

+ دماغی ناروغان د هیواد په ټولو جېلونو کی نور هم پسی ناروغه کیږی ، علاج یې نه کیږی ، او زیاتره وخت د نورو بندیانو او محافظانو لخوا د جسمانی او هم جنسی تیري سره مخامخ کیږی .

 

+ ځینی هغه اشخاص چی د دماغی پلوه ناروغان ګڼل کیږی ، تصدیق یې ځنډول کیږی یا د چاپېریال سره ناسازګاره معرفی کیږی او یا دا چی د مختلفو ایالتونو په ګوښه څانګو کی بېله دې چی په ځانو خبر سی ، خنثی او خصی کیږی.

 

+ د مخدره موادو سره د مبارزې اداره ، نور فډرالی او ایالتی ایجنټان او پولیس د هغو کسانو کورونه ، کښتۍ ، موټران ، طیارې ، جایداد ، د کور سامان ، بانکی حسابونه  او نوری پانګی بېله ثبوته قبضه کوی چی د مخدره موادو د قاچاق شک پر ولری ، یا دا چی د هغوی د میرمنو او مړونو فوق الذکر شیان ضبط کوی . دا مهمه نه وی چی دغه مصادره سوي شیان د اړونده جرم معادل وی که یا . په یو ایالت کی خو یو نفر صرف د دوو ګرامو کوکاینو د خرڅولو په بدله کی خپل کور او کاروبار له لاسه ورکړ . په بل ایالت کی بیا د هغو موټر فروشانو موټرونه ضبط سول چی د اړونده خرڅلاو له درکه یې د نغدو لسو زرو ډالرو راپور نه و ورکړی . په یو بل ځای کی یوه ۷۵ کلنه بوډۍ په دې ګناه د خپل کور څخه بې برخي سوه چی زوی یې پټ و او د مخدره موادو کاروبار یې کاوه .

 

حکومتی څانګی دغه ضبط سوي شیان خرڅوی او عاید یې د ګزمې څخه نیولې تر مېلمستیاوو او هر څه پوری مصرفوي . د دغو بایللو شیانو ارزښت په دې پوری اړه لری چی اړونده حمله چا کړې ده او یا یې څوک کوی . پولیس منظمأ مخدره مواد خپروي او جعلی راپور ترتیبوی تر څو یوه دوسیه جوړه کړی او پیسې وګټی . عذرونه معمولأ قبلوی تر څو د مخدره موادو د کاروبار مشران د معاملې په ډول د خپلو شیانو د ورکړي په بدل کی راضی کړی .

 

یوازی په ۱۹۹۹ کی د « مصادره سوو شیانو » له درکه ۲٫۷ بلیونه ډالره فدرالی پیسې تر لاسه سوې .

 

+ عدالت او حقوقی ذریعې ته منصفانه او مساویانه لاس رسي د لسو کالو راهیسی د حکومت لخوا د عدلی کومکونو سره د پیسو د خورا لږولو په وجه د خنډ سره مخامخ ده ، ځکه نو د بې پروا مالکانو ، مکارانو ، جابرو همسرانو ، د کورو د څښتنانو ، فریب کارانو او ډیرو نورو مشکل جوړونکو په وړاندی غریبان شکول کیږی .

 

+ څوک چی د پولیسو ماموریت ته د کوم افسر څخه د شکایت لپاره ورسي ، په بې نزاکتۍ سره دباندی شړل کیږی .

 

+ پولیس په لاس انجلس کی پر څه باندی سلو کورنو باندی په نیمه شپه کی کوماندویی حمله کوی او وایی چی په ځینو کسانو او قاچاق پسی ګرځو ، حال دا چی خورا لږ هدف ته رسیږی مګر اوسېدونکي خورا سخت وارخطا کوی او خښموی .

 

+ په ډیرو ښارونو کی بې کوره خلک په هغسی پارکونو او نورو برخو کی چی ظاهرأ د عوام الناس لپاره وی ، نیول کیږی او داسی ځایونو ته بېول کیږی چی شریف اشخاص په تیره بیا ګرځندویان یې و نه وینی .

 

+ هغه کسان نیول کیږی چی په پارکونو کی بې کوره انسانانو ته خواړه ورکوی او په دې متهم کیږی چی دوی انسانانو ته بېله اجازې څخه خواړه راوړی ، یا له حده د تیري تور پر لګول کیږی یا بل داسی اتهام ورپوری تړل کیږی چی حکومتی اراکین یې لازم وبولی . د پخولو سامان او موټر یې هم ضبط کیږی .

 

+ په واشنګټن او نورو ښارونو کی د ایف بی آی والاوو جابرانه عملیات پولیس په دام کی داسی راګیروی چی هغوی ته رشوت ورکوی او ورته وایی چی د مخدره موادو فلانی قاچاق وړونکی تر فلاني ځایه ژغورنده وروسوه . د دې په نتیجه کی اړونده پولیس لږ تر لږه په ۵۵ کاله شاقه بند سره محکوم سی .

 

+ په ډیرو ایالتونو کی د زرګونو انسانانو د موټر چلولو لایسنسونه ځکه د شپږو میاشتو لپاره ځنډول کیږی چی د مخدره موادو په کاروبار کی لاس لری ، خو دا مهمه نه وی چی د هغوی ګناه د موټرانو د درولو د عملیاتو په اړه وی که یا .

 

+ په ځینو سیمو کی زده کونکو ته ځکه د موټر چلولو لایسنس نه ورکول کیږی چی په کښته ټولګیو کی وی یا دا چی څه زیاتی غیرحاضرۍ لری .

 

+ ګڼ شمیر انسانان ځکه وارخطا کوی یا یې نیسی چی د مخدره موادو معلومونکي سپیان د هغوی د بویولو پر مهال د خبرداري اشاره ورکوی سره له دې چی د مخدره موادو سره د مبارزې ادارې او سیاسی څانګو د ډیرو کلونو راهیسی دا معلومه کړې ده چی د امریکا اکثریت پیسې د کوکاینو یا نورو مخدره ییزو موادو سره په تماس کی سوي دي او اړونده بوی ورکوی . آن په لاس انجلس کی خو دا معلومه سوې ده چی ۷۵٪ لوټونه ( بانکنوټونه ) دغسی تماس او بوی لری .

 

+ د پولیسو نوری خورا ظالمانه قضیې هم پیښي سوي دي لکه په لاس انجلس کی د « رودنی کینګ » او په بروک لینډ کی د « ابنر لوما » دوسیې چی رامنځته سوې . خو په دې اړه د ویډیو کېمرو عکسونه یا شاهدان وجود نلری . په دغسی حالاتو کی اړونده کس ورڅخه مړ کیږی څو چی مړینه یې تصادفی یا د زړه حمله اعلان کړی .

 

+ هغسی افسر چی د مخدره موادو سره د اعلان سوي جنګ په هکله پوښتنه وکړی ، خورا دروند قیمت ادا کوی . د بیلګی په ډول پخوانی لوی افسر ( جوس لین ایلډرز ) چی زوی یې د یو اونس کوکاینو صرف اتمه حصه پر یو مخفی پولیس باندی پلورله چی په بدل کی لس کاله بندي سو . زوی یې تر دغه خرڅلاو پنځه میاشتی وروسته هغه مهال ونیول سو چی مور یې وغوښتل چی حکومت دې د مخدره موادو قانونی کول تر مطالعې لاندی ونیسی . بس تر دې خبری یوه اوونۍ وروسته یې د زوی د نیولو حُکم جاری سو .

 

+ ځکه نو دا هر څه خبایث دي .

 

زنداني ټولنه

هغه حکومتی احصایًیه چی د ۲۰۰۳ په وروستیو کی خپره سوه ، وایی چی د آزادیو په دې خاوره کی تقریبأ ۲٫۱ ملیونه انسانان په جېلونو کی شپې سبا کوی ، چی دا په نړۍ کی تر بل هر هیواد زیات بندیان دي . دغه اعداد او ارقام ښیی چی په امریکا کی د تیرو ۳۱ کالو راهیسی مسلسل د بندیانو شمیر د دغه حقیقت سره سره ډیریږی چی وایی په تیره لسیزه کی د جرمونو تعداد او کچه راټیټه سوې ده . په دې هکله امریکا ځکه تر ټولو هیوادو مخته ده چی د هرو یو لک ( ۱۰۰۰۰۰ ) اوسېدونکو څخه یې ۷۱۴ کسان بندیان وو . روسیې دوهم مقام درلود چی د هرو سلو زرو اوسېدونکو څخه یې ۵۴۸ کسان بندیان وو . د نورو صنعتی هیوادو د هرو سلو زرو اوسېدونکو څخه په انګلستان کی ۱۴۱ کسان ، په کاناډا کی ۱۱۶ کسان ، په استرالیا کی ۱۱۴ کسان ، په فرانسه کی ۹۵ کسان او په جاپان کی ۵۸ کسان بندیان وو .

 

د دغو بندیانو له منځه تر ټولو ظالمانه او غمناکه جنبه یې دا ده چی د امریکایی بندیانو څخه نیم ملیون کسان یې د بې قربانیو جرمونو خصوصأ د مخدره موادو له درکه محبوس دي .

 

اکثره امریکایان ځکه ډیر سخت خواشینی او ټکاني دي چی جېلونه یې ډیر ناوړه ، پولیس یې ډیر متشدده ، د حقوقو لایحې یې مړې ، او نور هغسی خراب کارونه دي چی پورته ذکر سول . هغوی د دې ټولو کارونو انجام پخپله یا د کوم نږدې کس لخوا په سترګو وینی . خو د امریکا بهرنۍ نمایندګۍ او څانګي په ډیره خوښۍ سره پر دغو ټولو تیریو او شدایدو باندی چی دغسی جراحي پیوند ته سخته اړتیا لری ، سترګی پټوی . پای

  

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *