حقمله! حقملي همداسې وي؟— سید ولي حامد

 

حقمله! حقملي همداسې وي؟

 

سید ولي حامد

 

یو څوک چې ګفتار او کردار یې یو وي که ښه وي او که بد دومره بد نه ښکاري او نه یې د ګناه کچه دومره لوړه وي  او نه خلک په دومره ټېټه سترګه ورته ګوري لکه هغه څوک چې وايي یو څه او کوي بل څه، د ځینو کسانو عادت وي چې د ځان لپاره حقمل، حقپال، حق پرست حقګوی او… نومونه غوره کوي خو په عمل کې بیا دروغمل، باطلمل، باطلپال، باطل پرست او باطل ګوی وي، او ددې کار لوی لامل د زړه ناروغي ده، کومه چې الله جل جلاله په قرآن کریم کې منافقت ورته ویلی.

پرون مې یوه لیکنه تر سترګو شوه، لیکنه د حقمل په نامه کوم کس لیکلې ده، لیکنه له سرلیک نه نیولې بیا تر پایه په وچو او ښکرورو درواغو ولاړه ده، داسې درواغ چې سړی بالکل ورته حیران شي، د لیکنې سرلیک داسې دی: ( آیا دا خبرې د طالبانو دمشر دي؟ )

  لومړی خو سرلیک داسې غوره شوی چې وښيي کوم درواغ چې په لیکنه کې را ټول کړل شوي دي دا د طالبانو دمشر خبرې دي، او معمولا کله چې د طالبانو مشر یادیږې نو مراد ترېنه د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد وي، دا سرلیک ځکه غوره کړل شوی تر څو له لومړي سر نه وښيي چې لیکونکی له طالبانو سره ځانګړې کینه او پخه دښمني لري.

  په لیکنه کې چې کوم درواغ را ټول کړل شوي دي ځينې یې هغه دي چې د امریکې د وزیر خارجه جان کیري له خولې ځینو رسنیو را اخیستي وو، چې ګواګي ددفتر د نوم او بیرغ په اړه له طالبانو سره موافقتنامه لاسلیک شوې وه، او ځینې نور یې بیا هغه دي چې ځینو رسنیو دطالبانو په یو ټيټ پوړي مشر پورې تړلې وې چې ګواکي طالبان له بیرغ او نوم څخه تېر دي، اور بند ته تیار دي او داشغالګرو له پاتې کېدو سره موافق دي، مګر طالبانو دا ټول رد کړل، او دا څه رنګه معقوله ده چې طالبان دا یوولس کاله د همدې لپاره جنګېږي چې اشغالګر ووزي خو اوس یې بیا یو په یو له پاتې کېدو سره موافقت کوي؟؟؟

  که دا خبرې رښتیا هم وای نو لیکونکي باید داسې سرلیک ورته غوره کړی وای چې : ( آیا دا خبرې د طالب مشر دي؟ ) دلته دطالب مشر او د طالبانو د مشر تر منځ یوه داسې باریکي شته چې په آسانۍ سره یې توپیر نشي کېدای، طالب مشران ډېر کسان دي، خو د طالبانو مشر چې پرته له کوم قید نه ذکر شي مراد ترېنه لوی مشر وي، او داسې ښکاري چې د لیکونکي موخه هم همدا ده؛ ځکه خو یې دا رنګه نیشدار سرلیک غوره کړی!

  لیکونکي د امریکې د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هغه څرګندونې چې په ځینو رسنیو کې راغلې وې را اخیستې دي، کومې چې طالبانو د خپلې رسمي ویبپاڼې له لارې رد کړې. http://shahamat-arabic.com/index.php/paighamoona/32003

http://shahamat-english.com/index.php/paighamoona/33179-remarks-of-spokesman-of-islamic-emirate-concerning-report-by-‘asharq-al-awsat’-newspaper

د یادونې ده چې دغه څرګندونې په نړیواله کچه ډېرو رسنیو را واخیستې، مګر حقمل غریب ترېنه نا خبره دی!

  بل یې د اسوشیتید پریس هغه درواغ راخیستي چې په درواغو یې په د اسلامي امارت د سیاسي دفتر په یو غړي پسې ټړلي وو، په داسې حال کې چې هغه هم د طالبانو د رسمي ویبپاڼې له خوا خپله د نوموړي غړي په خوله رد شول: http://www.alemara1.org/index.php/paighamoona/34438

سړی نه پوهېږي چې دا دومره لوی ښکرور درواغ د څه لپاره؟ دلته څو احتماله شوني دي:

یا خو دنوموړي لیکونکي عصبي توازن برابر نه دی، په دې نه پوهېږي چې څه وايي او څه لیکي! هسې هوايي لګیا دی، اویا دا چې لیرې په کوم ځنګله کې اوسي، د دنیا له حالاتو له یوې مخې ناخبره ساتل شوی، هغه څوک چې خبر ور وړي یا یې په پېښو خبروي هغه ور سره ريښتینی نه دی، ځینې خبرې ورته کوي او ځينې نورې بیا ترې پټوي. او یا دا چې درواغ یې لکه څښاک او خوراک د ژوند اساسي ضرورت دی، په هېڅ ډول نه شي کولی چې پرهیز ترې وکړي، او یا دا چې کینې او حسد یې په زړه کې داسې ځای نیولی چې د حق سترګې یې ورپټې کړې دي، نه حق پيژني، نه یې ویني، نه یې اوري او نه یې وايي! او یا دا چې د سي آی اې او یا آی اس آی له خوا دهمدغه رنګه درواغو په لیکلو او خپرولو ګومارل شوی دی؛ ځکه دا څه رنګه معقوله ده چې یو کس چې ځان ته مسلمان وايي د بل مسلمان په حق کې د کافر تور او اتهام د کاڼي کرښه ګڼي، خو د خپل مسلمان ورور خبره نه مني؟!! د کافر له خوا په مسلمان باندې تور د حجت په توګه وړاندې کوي، خو کله چې مسلمان د کافر دغه تور رد کړي نه یې مني؟! یقینا چې د ایمان د خطر ځای دی!!

که داسې نه وي نو څه رنګه یو څوک دا رنګه وچ درواغ ویلی شي، که یو څوک غواړي په طالبانو پسې بد اورد ولیکي کولی شي دداسې یو څه په هکله یې ولیکي چې هغه په طالبانو کې شتون لري، خو دا چې وچ درواغ ورپسې ولیکل شي او هغه هم د کافر درواغ!! بالکل د حیرانتیا ځای دي!!!

په هر صورت که هر څه وي، آخر خبره د هغه ورځپاڼې ده چې دا رنګه لیکنې خپروي، لیکونکی که هره بلا وي وي به، نو ورځپاڼې بیا څه رنګه دا ډول لیکنې خپروي؟

 

سید ولي حامد

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *