د مصر د قانونی جکومت په خلاف کودتا او د نویوالو رسنیو مرګباره خاموشی — مصمم

 

 

د مصر د قانونی جکومت په خلاف کودتا او د نویوالو رسنیو مرګباره خاموشی

 

مصمم

 

د مصر معاصر تاريخ له دردوونکو پيښو او واقعاتو ډک او مالامال دى، د جنرالانو لخوا واک غصبول، د اوږدو مودو لپاره په واک منگولې لگول او په مستبدانه بڼه ادامه ور کول دود گرځيدلى، که موضوع ته لږ په دقت سره وکتل شي د کلاوي د سر تار له مصره بهر د امريکايانو پلاس کي دي، د خليج هېوادونو ځان پلورو مشرانو چي په سر کې ئې د سعودي عربستان واکمن شاه عبد الله د مصر فوځي کودتا وستايله او د کودتا مشر عبد الفتاح السيسى ته ئې د دغه وحشيانه او ظالمانه عمل مبارکي ورکړه او د هغه دا ناوړه عمل ئې نيک کار وباله، د امريکا او غربي نړۍ د مشرانو محتاطانه څرگندوني يو عوام فريبانه عمل دى، د سعودي عربستان د واکمنو موقف گيري او د منل شوو قوانينو خلاف انساني ضد عمل د امريکا د واکمنو له دستور پرته امکان نه درلود، اسلام دښمنه ځواکونو په خپل دې عمل سره وښوده چې د مصر حکومت د مسلمانانو لپاره هم د منلو وړ نه وو ځکه دا خبره ئې په اصطلاح د حرمينو شريفينو د خادم په خوله شاه عبد الله باندې تائيد او وکړه.
د تاسف په څرگندولو سره د افغانستان ځينو پلورل شوو سياست بازانو د نړۍ د نورو بي درک او بې شعوره تش په نامه مسلمانانو په شانې د مصر قانوني حکومت ته د سياسي اسلام د نوم په ورکولو سره د فوځ له کودتا څخه تائيد وکړ، دلته فقط او فقط دومره ويل ضروري دي چې دا ماډل کسان يوازي په نامه مسلمانان دي، له اسلام څخه په کلي توگه بي خبره او د اسلام د دښمنانو پلاس د څو ډالرو او پونډ سترلينگ په مقابل کې لوبول کيږي، د يو متعهد مسلمان لپاره د دوى څرگندونې د غربي استعمار څخه د الهام او دستور ورکولو ماسوا بل څه نشي بلل کيداى.
همدا رنگه د نړۍ وابسته رسنۍ چوپه خوله پاتي دي، د مصر کودتائي يوازي د خبر په توگه خپره کړه، د واقعيتونو د نشرولو او څيړلو په هکله يې خوله گونگه د حقايقو او واقعيتونو د بيانولو جرأت ئې له لاسه ورکړي دي او يا جبراً د چوپ پاتې کيدو قومانده ورکړل شوي ده.
د نړۍ په ډيرو هېوادونو کې مظاهرې او مارشونه کيږي، دا مظاهرې تر مياشتو، مياشتو دوام کوي بلاخره برحال حکومت له مظاهره کوونکو سره د خبرو له لاري يوه جوړ جاړي ته سره رسي.
د محمد مرسي د مخالفينو لاريونونه چې اکثر عيسويان، بيدينه او سيکولر کسان د نمايشي لاريونونو په شکل د امريکايانو په مالي مرسته او هدايت او د اسرائيلو د جاسوسي شبکو لخوا سرکونو او ميدانونو ته را ووتل درې ورځې لا نه وې پوره شوى چې د مصر فوځ دا يوه بهانه ونيوله او په ظالمانه کودتا ئې لاس پوري کړ او د محمد مرسي حکومت ئې منحل اعلان کړ، له کودتا سره جوخت د اخوان المسملين مشران ونيول شول او دفترونه ئې ور وتړل شول.
د محمد مرسي په ضد کودتا امريکايان ډاډه کړل، په سيمه کي د اسرائيلو يکه تازۍ ته لار همواره او اماده کړى شوه، د اسرائيلو هغه تشويش ته چې په خپل څنگ کې د مرسي غوندي مسلمان واکمني د خپلې راتلونکې لپاره خطرناکه گڼله د پلورل شوو جنرالانو په کودتا سره رفع او د اسرائيليانو د زور، ظلم لپاره لار جوړه او د مظلومو فلسطينيانو د کړاوونو په سر يو بل کړاو ور اضافه کړي شو.
د محمد مرسي حکومت ختمول يوازې په مصر پورې محدوده موضوع نده، هغه اسلامي ملکونه چي په شکل د اشکالو د لوى شيطان امريکا خبره پکي چليږي، په اداره او فوځ کي ئې امريکاپرستان موجود وي، د وخت په تقاضا او د امريکا د غرض پوره کولو په صورت له همدا رنگه پېښو او واقعاتو سره مخامخ کيداى شي.
له کودتا را وروسته حالات تت او تياره ښکاري فوځيان به حتى الوسه عوام فريبانه بهانې او نيرنگونه کاروي، هغه نتيجه چې دوى ئې غواړي حاصله به ئې نکړي، د فوځ اعتبار د ملت په منځ کي له صفر سره برابر شو، دې کودتا، د مختلفو مکاتب فکر تر منځ د کينې او دښمنۍ داسي تخم وشينده چې را ټولول به ئې گران کار وي، اخوان المسلمين او په حکومت کي شريک اسلامي احزاب د مصر په ټولنه کې ژورې ريښي لري، د مبارزي او د جابرو فرعون صفتانو په وړاندې د ودريدا او مقاومت اوږد تاريخ ددې خبرې گواه دى، په آسانۍ او سادگۍ سره ددي نهضت ځپل په اصل کي د اوسپني نينى چيچل دي، چې غاښونه ماتوي سر له همدا ننه په کودتاچيانو او د هغوى په ملگرو د آرام خوب حرام دى.
امريکائي واکمن په اسلامي هېوادونو کې د امن او آرامي طرفدار ندي د هغوى مافي الضمير غوښتنه او آرزو همدا ده چې هيڅ يو اسلامي هېواد سوکاله او آرام ژوند و نه لري، په خپلو کې سره لاس او گريوان او په اوږدو اخ او ډبو نو کې اخته وي، په اسلامي هېوادونو کې همدا حالت را منځته کول دي، چې هغوى خپلې استعماري گټې ترې اوچتولاى شي، د مصر د کودتاچيانو په شمول بدبخت هغه کسان دي چې د پرديو په اشارو څرخي د مصر کودتاچيانو په خپل دغه نا انديشانه عمل سره د مصر هېواد د بدبختۍ په لور ټيل وهلو، محمد مرسي د قانون له مخي د مصر بر حال واکمن دى، څومره جاهلانه او ابلهانه خبره ده چې د فوځ پلاس را منځته کړى شوى بې واکه او غير قانوني مشر د فوځ په انسان دښمنه پنجو کې گير محمد مرسي او د هغه له طرفدارانو غواړي، زولنى په پښو کې له مخالفينو سره خبرو ته کښيني، دا يوه بله دسيسه ده چې ماشوم هم پرې پوهيږي، فوځيان پدې توگه سره اجيرو بلواگرو ته قانوني حيثيت ورکولو په ناکامو هڅو سر دي.
د مصر اکثريت ولس اوس هم محمد مرسي د هېواد قانوني مشر بولي او په ملاتړ کي ئې ولاړ دي، د مرسي لپاره پرته له دي چې په خپل اصولي او قانوني دريځ ټينگ ودريږي بله لار نده ور پاتي، د قانون او اصوليت دښمنان بايد دا ټکي هم په نظر کې ولري چې دا پيښه به محمد مرسي د يوه پياوړي قهرمان په توگه را منځته کړي، د نړۍ د مسلمانانو لپاره ضروري ده چې د کودتاچيانو او د هغوى تر شا ولاړو تورو څېرو دا ناوړه قانوني ضد عمل په کلکه سره وغندي او له محمد مرسي او مرسي خيلانو څخه دې خپل ملاتړ اعلان کړي.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *