د مصر مؤمن او انقلابي ولس ته- حکمتيار — ډیلی شهادت

 

 

 

د مصر مؤمن او انقلابي ولس ته- حکمتيار

 

 

ډیلی شهادت

 

په مصر كي د يوې بلي خونړۍ عسكري كودتا شاهد يو، په ترڅ كي ئې هغه منتخب جمهور رئيس اختطاف او له اقتدار گوښه كړى شو چي د مسلمانو مصريانو غوڅ اكثريت غوره كړى وو، مصري جنرالانو يو ځل بيا پر اقتدار د بشپړي قبضې هڅه وكړه، د مصر فوځ ډېره توره او شرمناكه سابقه لري، ټول ديكتاتوران له همدې فوځ راولاړ شوي، د دې فوځ جنرالان د پرديو په وړاندي ډېر ذليل او د خپل مظلوم ولس په وړاندي ډېر مغرور او بې رحم دي، تل ئې د پرديو په اشاره خپلي وسلې د مصريانو په ضد كارولې دي، حتى د فلسطينانو په ضد ئې له اسرائيلي جنرالانو سره لاس يو كړى او تل ئې د فلسطيني مجاهدينو د ځپلو لپاره هغه څه كړي چي بهرنيو اربابانو ئې ترې غوښتي، د دې فوځ بنسټ هغه مهال اېښودل شوى چي مصر د اروپايي اشغالگرانو تر اشغال لاندي وو، د شوروي اتحاد د برلاسي په دوران كي ئې خپل لورى او قبله بدله كړه، هغه جنرالان ئې د اقتدار پر گدۍ كښېنول چي مسكو ته وفادار ول، هغه مهال ئې هم په زرگونو مسلمان او د واكمنو جنرالانو د پردي پالو سياستونو مخالف مصريان وژلي، زنداني كړي، تعذيب كړي او تبعيد كړي، نن بيا همغه خونړۍ تجربه تكراروي، پر بې وسلو لاريون كوونكو ډزي كوي او په سلگونو مظلوم مصريان په خپلو وينو كي رغړوي.

 

مصر يوه ملي پاڅون او اسلامي انقلاب ته ضرورت لري، داسي ستر اسلامي انقلاب ته چي د مصر خپلواكي، ملي حاكميت او اسلامي هويت تأمين او د سرلوړي مصر تېر مجد او عظمت احياء كړي  او د فوځي جنرالانو په يونيفورم كي د پرديو واكمني نسكوره كړي، د مصر مؤمن ولس بايد د دې مفسدو او وطن پلورونكو جنرالانو ظالمانه واكمني د تل لپاره پاى ته ورسوي، د خپلي خوښي منتخب حكومت ولري، داسي شرائط رامنځته كړي چي له دې وروسته څو مغرور او پردي پال جنرالان هيڅكله ونشي كولى د ولس د غوڅ اكثريت له رأيي سره لوبي وكړي، د جمهوري رياست ماڼۍ اشغال او منتخب مشران اختطاف او له قدرت گوښه كړي!! په دې شرائطو كي د جنرالانو د خوښي ريفراندوم، انتخابات او د ديموكراسۍ غولوونكې چيغي هيڅ ارزښت نه لري او د مصريانو ستونزي نشي حل كولى. 

 

موږ پر ټولو مسلمانو او آزادي غوښتونكو مصريانو غږ كوو چي په دې پاڅون كي په فعاله توگه برخه واخلي، همدا ئې مناسب او غوره وخت دئ چي د مستبدو جنرالانو د غرور سر مات او د دوى وحشيانه واكمني نسكوره شي، كه داسي ونه كړي نو مصر به همداسي د پرديو تر سلطې لاندي پاته وي، جنرالان به ئې د برادعي په څېر كومه ناولې او د غرب مزدوره څېره پر دوى تحميل كړي. 

 

د مصر فوځ او غربي حاميان ئې بايد پوه شي چي د كودتاگانو تور دور تېر شوى، په خطرناكي لوبي او قمار ئې لاس پوري كړى، له ماتي او رسوايي پرته به بل څه ترلاسه نه كړي، د مصر برخليك به نه په لندن او واشنگټن كي ټاكل كېږي او نه د دوى د لاس پوڅو جنرالانو په خوښه، بلكي د هغو مصريانو په لاس به ټاكل كېږي چي د غرب له سلطې آزادي غواړي او دآزادۍ لپاره قربانۍ ته چمتو دي.   

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *