د ورور حكمتيار د نوي كتاب پراخ استقبال — ډیلی شهادت

 

 

د ورور حكمتيار د نوي كتاب پراخ استقبال

 

ډیلی شهادت

 

له كله نه چي د شهادت ورځپاڼي د ورور حكمتيار د نوي كتاب (ښځه او حقوق ئې) نشرول پيل كړى؛ گڼ شمېر افغاني ويب پاڼو له شهادت ورځپاڼي په اقتباس سره د هغه د پرله پسې نشرولو لړۍ پيل كړې، موږ له ټولو دغو ويب پاڼو د زړه له كومي مننه كوو، په ځانگړې توگه د تاند، دعوت، آذان نيټ، نور القرآن، روهي او صداى افغان له سايټونو چي تر نورو وړاندي ئې دا لړۍ پيل كړې، موږ نه يوازي د دې اقدام مننه او قدرونه كوو بلكي هغه د فرهنگي او نشراتي مؤسساتو تر منځ د ملگرتيا غوره بېلگه او ښكلى دود گڼو، كاش تل او له هرراز تعصب او رخې پرته هغه ليكني د ټولو له لوري نشر شي چي گټور او ارزښتناك مطالب وړاندي كوي، په دې كي هيڅ شك نشته چي د ورور حكمتيار دا نوى كتاب ډېر مهم او ارزښتناك كتاب دئ او د افغاني ټولني د يوې حساسي برخي په اړه دقيق، مشرح او گټور معلومات او لارښووني وړاندي كوي، ښايي د ښځو د مقام او حقوقو په اړه به نه په پښتو او دري كي او نه په كومې بلي ژبي كي تر اوسه داسي گټوره او جامع ليكنه شوې وي او ټولو هغو پوښتنو ته به ځواب ويل شوى وي چي په اسلام او افغاني ټولني كي د ښځو د مقام او حقوقو په اړه مطرح كېږي. يقيناً چي دې كتاب يوه ژوره تشه ډكه كړه.

مونږ نه يوازي له دغو ويب پاڼو مننه كوو بلكي دې ته چمتو يو چي د دې كتاب په اړه د موافق او مخالف آراء، ملاحظات او مشورې له تصرف پرته منعكس كړي، او اړوند پوښتنو ته ځواب ووايي، په دې شرط چي دا آراء او ملاحظات علمي ارزښت ولري او د نقد آداب او د قلم عفت په كي مراعات شوي وي، كه څه هم دا كتاب له چاپ راوتلى، او توزيع ئې پيل شوې، خو ژمنه كوو چي د څېړونكو آراء او ملاحظات به إن شاء الله په بل چاپ كي مراعات كېږي، او د لوستونكو پوښتنو ته به ځوابونه ويل كېږي. البته موږ له هغو سره په مشاجراتو كي ځان نه ښكېلوو چي د اخلاق، ادب او عفت پولي ړنگوي، خپله لمن پر سر رااړوي او له دې پرته بل كمال نه لري چي خپل رقيب او حريف ته سپكي سپوري ووايي او ښكنځلي وكړي. رسول الله صلى الله عليه و سلم دا د منافق يو خصلت گڼي چي كله له چا سره په شخړه بوخت شي نو ښكنځلي كوي. قرآن موږ ته لارښوونه كوي چي له جاهلانو سره ځان په لانجه كي ښكېل نه كړو او د يوه سلام په ويلو سره ترې تېر شو!! لكه څنگه چي ماشومان د مېوې ونه په تيږو ولي همداسي حقپال شخصيتونه او د هغوى كړني او ليكني د جاهلانو او مفسدينو له لوري تر بريد لاندي نيول كېږي، په ځانگړې توگه هغه مهال چي دا شخصيتونه د ټولني پر ناخوالو گوته ږدي او پر هغه څه اعتراض كوي چي مفسدين ئې تر شا ولاړ دي او ټولنه د تباهي په لور بيايي. دې ته بايد متوجه وو چي هغه څوك نه يو هدفمن شخصيت دئ، نه يو صالح داعي، نه حقپال مبارز او نه مؤمن مجاهد چي دوست او دښمن، موافق او مخالف، مؤيد او معارض ونه لري، شخصيتونه همداسي چي د هغوى له افكارو پېژندى شو او د هغوى د دوستانو په څېره كي د دوى د شخصيت او افكارو په څرنگوالي پوهېږو، د چا خوا ته چي صالح ملگري ومومو بايد باور ولرو چي هغه صالح انسان دئ، همداراز هغوى د خپلو دښمنانو له مخي هم پېژندى شو، له چا سره چي د ټولني بدي او له اخلاقي پلوه پرېوتې كړۍ زيات مخالفت كوي هغه زيات د اعتماد او ملگرتيا وړ دئ، تر ټولو زيات د پيغمبرانو عليهم السلام مخالفت شوى، او بيا د هغو چي د دوى په لار تر نورو وړاندي تللي.  

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *